• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني چارواکي: سبا د تورخم له لارې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ بیا پیلېږي

 جواد شينواری
جواد شينواری

د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو خبریال

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۴۹ GMT+۰

په تورخم کې ځینو حکومتي سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې سبا پنجشنبه د سهار په ۹:۳۰ بجو دغه لاره د افغان کډوالو د اېستلو پر مخ پرانیستل کېږي. سرچینو زیاته کړې، چې په دې تړاو په تورخم کې د پاکستان د فدرالي پلټنو ادارې ته هم لازمې لارښوونې شوې دي.

همداراز ویل شوي، چې د فدرالي پلټنو ادارې (FIA) او د تذکرو او پاسپورټونو ثبتولو ادارې (نادرا) په ګډون ټولو اړوندو ارګانونو ته لارښوونه شوې، چې د کډوالو د اېستلو لپاره خپل سیسټمونه فعال وساتي. د دې ترڅنګ د کډوالو لېږدونکو لاریو ته هم ویل شوي، چې خپل وار (نوبت) ته انتظار وکړي او له وړاندې په ټاکلو قطارونو کې ځای پر ځای شي.

سرچینې وایي، د کډوالو د اېستل کېدو دې بهیر لپاره په تورخم کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي او د پاچا مېنې په ګډون میچنۍ سیمه کې ګرځ‌بندیز هم اعلان شوی دی. دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د پرله‌پسې نښتو له کبله پر ډیورنډ کرښه له پاکستان څخه د کډوالو د اېستل کېدو بهیر هم ټکنی شوی دی.

پاکستان په بېلابېلو ایالتونو کې د افغان کډوالو پر ضد خپل عملیات پراخ کړي او هره ورځ افغانانو پسې کوڅه په کوڅه پولیس ګرځی، زنداني کوي یې او بیا تر څه مودې وروسته پر ډیورنډ کرښه یې افغانستان ته ستنوي، خو له تېرې اکټوبر میاشتې راهیسې د جګړو له امله د اېستل کېدو دا بهیر ټکنی شوی و، چې له کبله یې ډېر کله افغانان د اېستل کېدو‌ پر ځای د پاکستان زندانونو کې پاتې کېدل.

ترویج لرونکی

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

۲

د طالبانو د خوست ځانګړې قطعې قوماندان «په ۱۲۰ میلیونه افغانۍ» ځان ته کور جوړ کړی

۳

حامد کرزي د افغان کرکټ په ځلولو کې د شاپور ځدراڼ رول نه هېرېدونکی بللی

۴

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ

۵

کرېکټ بورډ او افغان لوبغاړو د افغانستان د کرېکټ په پرمختګ کې د شاپور رول مهم یاد کړی

•
•
•

نور کیسې

له کړاوه ډک ژوند؛ پاکستان کې افغان کډوال د پولیسو له ځورولو په تنګ دي

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۰۷:۳۵ GMT+۰
له کړاوه ډک ژوند؛ پاکستان کې افغان کډوال د پولیسو له ځورولو په تنګ دي
100%

د بلوچستان په کویټې ښار کې افغان کډوال وايي، چې د پولیسو له ځورولو او ناوړه چلند نه نور په تنګ دي، ژوند یې تریخ شوی او اوس یوازې افغانستان ته د تګ لپاره د موټرو د کرایې پيدا کولو په تمه دي.

په کویټه کې یوشمېر افغان کډوالو له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې ویلي، چې د ښار په سړکونو او کوڅو کې د پولیسو د پرله‌پسې ځورونې څخه ستړي شوي. افغان کډوال محمد اشرف وايي: «موږ سره ډېر ناوړه چلند کېږي. موږ نه‌شو کولی چې کار ته ولاړ شو، د ښار په هره کوڅه کې راته پولیس ولاړ وي او ان ماشومان هم نیسي او بیا یې په پیسو خوشې کوي».

د اشرف په خبره؛ د دغه ستونزو له کبله افغانستان ته د تګ لپاره چمتو دی. هغه زیاته کړه: «اوس دلته ژوند ډېر تریخ دی نور نه غواړو، چې دلته ژوند وکړو. اوس یوازې دې ته په تمه یو، چې د ګاډي کرایه وموندو؛ ځکه د ګاډو کرایې هم ډېرې لوړې دي او وس یې نه‌لرو».

د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند د بلوچستان ایالتي مشر نصرالله خان زیري بیا په دې اړه افغانستان انټرنشنل - پښتو ویلي، چې «له افغان کډوالو سره ناوړه چلند او ظلم د پښتنو پر وړاندې د پاکستان ریاست پرېکړه او د افغان سره دوښمني ده».

هغه زیاته کړه: «۴۷ کاله پخوا ریاست دغه کډوال راوستل او دوی ته یې د مجاهد نوم ورکړ او افغانستان يې پرې ویجاړ کړ؛ خو اوس هغه نسل مړ دی دلته چې کوم افغان کډوال استوګن دي هغه دلته زېږېدلي. د پاکستان د ۱۹۵۱ قانون یوه ماده د پاکستان د تابعیت په اړه روښانه دا وايي، کوم ماشوم چې په پاکستان کې زېږېدلی وي؛ هغه د پاکستان اوسېدونکی ګڼل کېږي».

د نوموړي په خبره؛ ریاست له خپل قانونه سرغړونه کوي. نوموړي زیاته کړې، پاکستان له نړۍ نه د افغان کډوالو په نوم پيسې واخيستې او خپله دفاع يې پرې پیاوړې کړه.

بل خوا بیا د بلوچستان سر وزیر سرفراز بګټي د روانې میاشتې په ۱۸مه نېټه یوې خبري ناستې ته د وینا پرمهال ویلي و: «د افغان کډوالو بېرته ستنېدل د ریاست پرېکړه ده او کډوال به په عزت سره بېرته خپل هېواد ته ولېږدول شي».

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روانې شخړې له پیل سره سم د بلوچستان په ګډون د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ په دوامداره توګه پیل شوې.

ملګري ملتونه: طالبان او پاکستان دې شخړې حل او نړۍوال قوانین مراعت کړي

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۰۶:۱۶ GMT+۰
ملګري ملتونه: طالبان او پاکستان دې شخړې حل او نړۍوال قوانین مراعت کړي
100%

په جېنوا کې د ملګرو ملتونو دفتر له پاکستان او طالبانو د دایمي اوربند غوښتنه کړې. د دوی له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړه خواوې دې شخړې حل او د نړۍوالو قوانینو د سرغړونو مخه ونیسي.

ملګرو ملتونو ویلي، دایمي اوربند به نه یوازې د ملکي خلکو ژوند خوندي کړي؛ بلکې د سیمې ټیکاو ته به هم وده ورکړي.

د ملګرو ملتونو دفتر د خپلو څېړونکو په ګډون د افغانستان لپاره د یاد سازمان له ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېټ، پروفیسور بن ساول، جې. کاټر، پاولا ګاویریا او موریس ټېډبال بېنز سره په ګډه په یوه خبرپاڼه کې ټینګار کړی، چې روانه شخړه یوازې د اوربند او د شخړو د اصلي ریښو په حل کولو سره کنټرول کېدای شي.

تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ له طالبانو او پاکستان نه د دایمي اوربند غوښتنه کړې وه او ټینګار یې کړی و، چې په کابل کې «د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز» برید په اړه دې بېړنۍ او خپلواکې څېړنې وشي.

اڅکزي له ملګرو ملتونو غوښتي د پاکستان او افغانستان په ګډون سیمه‌ییزه غونډه جوړه کړي

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۰۵:۲۳ GMT+۰
اڅکزي له ملګرو ملتونو غوښتي د پاکستان او افغانستان په ګډون سیمه‌ییزه غونډه جوړه کړي
100%

د پاکستان د ملي اسمبلۍ د اپوزیسیون مشر محمودخان اڅکزي له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د پاکستان، افغانستان او ګاونډیو هېوادونو یوه سیمه‌ییزه غونډه راوبولي؛ څو د یو بل په کورنیو او سیاسي چارو کې د لاس‌وهنې مخنیوی تضمین شي او سیمه‌ییز امنیت او ثبات خوندي پاتې شي.

اڅکزي پرون د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشرۍ په چوکاټ کې د بلوچستان په پښین ښار کې په یوې غونډه کې د وینا پرمهال وویل، چې پاکستان له یوه کړکېچن حالت سره مخ دی او دغه وضعیت د سیمه‌ییزو شخړو له امله ورځ تر بلې خرابېږي.

هغه دارنګه وویل، امریکا او اسراییل بې‌ځایه په ایران برید کړی او د اسلامي هېوادونو له ډلې څخه یوازې افغانستان د ایران ملاتړ کړی دی. نوموړي د ملګرو ملتونو له عمومي منشي وغوښتل، چې د پاکستان، افغانستان او ګاونډیو هېوادونو غونډه راوبولي؛ څو د یو بل په چارو کې د لاس‌وهنې مخنیوی تضمین شي.

اڅکزي وړاندیز وکړ، چې د ملي حکومت له جوړېدو وروسته باید یو خپلواک او حاکم ټاکنیز کمېسیون هم رامنځته شي؛ ترڅو د نړۍوالو اصولو له مخې ازاده او عادلانه ټاکنې ترسره شي. هغه ټینګار وکړ، چې ریښتینې ډیموکراسي، د اساسي قانون برلاسي او د پارلمان حاکمیت د هېواد د ستونزو د حل لپاره اړین دي.

هغه د پاکستان پر حکومت هم نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د ۲۰۲۴کال د فبرورۍ ۸مې ټاکنې ناقصې وې او موخه یې د عمران خان له واک څخه لرې کول وو. اڅکزی چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د تحریک تحفظ ایین پاکستان مشر هم دی، یو وار بیا د عمران خان پر ملاتړ ټینګار وکړ او د هغه د خوشې کېدو غوښتنه یې وکړه.

هغه وویل، د ګوند مشران له هغه او د هغه له کورنۍ سره ولاړ دي. اڅکزي وویل، چې دوی د پوځ یا استخباراتي ادارو ضد نه‌دي؛ خو ټولې ادارې باید د خپلو بنسټیزو حدودو دننه عمل وکړي. هغه له سیاسي او مذهبي ګوندونو هم غوښتنه وکړه، چې سره یو شي.

شهادت ورځپاڼه: حزب اسلامي په افغانستان کې روانه جګړه د ستونزو د حل مناسبه لار نه‌ګڼي

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۳۲ GMT+۰
شهادت ورځپاڼه: حزب اسلامي په افغانستان کې روانه جګړه د ستونزو د حل مناسبه لار نه‌ګڼي
100%

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي اړوندې "شهادت" ورځپاڼې د طالبانو او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ ته په اشارې ویلي، چې دغه ګوند په افغانستان کې روانه جګړه د ستونزو د حل مناسبه لار نه‌ګڼي. په راپور کې راغلي، چې حزب اسلامي پر ملکي افغانانو بمباري په کلکه غندي.

همداراز ویل شوي، چې یاد ګوند له ټولو خواوو غواړي، څو د کړکېچ د هواري لپاره د زور پر ځای پر ډیپلوماتیکو لارو چارو تمرکز وکړي. په راپور کې زیاته شوې، چې حزب اسلامي پر بین‌الافغاني خبرو اترو باور لري او د هغو مذاکراتو ملاتړ کوي، چې د افغانانو رښتیني استازي په‌کې ګډون ولري.

د حزب اسلامي له قوله دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د دغه ګوند مشر ګلبدین حکمتیار له څه مودې راهیسې په عام محضر کې نه دی لیدل شوی او په وروستیو کې یې د درملنې لپاره مالیزیا ته هم سفر کړی و.

یوه پاکستاني سیاستوال د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ د اوربند د غځولو غوښتنه وکړه

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۱۷ GMT+۰
یوه پاکستاني سیاستوال د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ د اوربند د غځولو غوښتنه وکړه
100%

پاکستانی سیاستوال او پخوانی سناتور مشتاق احمد خان د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ د اوربند پر دوام ټینګار کړی او غوښتنه یې کړې، چې دا اوربند دې په تلپاتې سوله بدل شي. نوموړي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د دواړو لوریو ترمنځ شوی اوربند تېره شپه پای ته رسېدلی دی.

نوموړي ټینګار وکړ، چې دواړه لوري باید دغه اوربند وغځوي او د سولې پر یو دايمي تړون دې یې بدل کړي. مشتاق احمد خان دا پوښتنه هم راپورته کړې: «که د اختر په ورځو کې یو بریالی اوربند شونی وي، نو ولې یو تلپاتې سوله‌ییز میکانیزم نه‌شي رامنځته کېدای»؟

هغه د دواړو هېوادونو له چارواکو وغوښتل، چې په دې برخه کې عملي ګامونه واخلي.

دغه سیاستوال د پاکستان له حکومته وغوښتل، چې د تلپاتې سولې د ترلاسه کولو لپاره لا جدي هڅې وکړي. هغه همدارنګه پر کابل واکمنو طالبانو باندې غږ کړی، چې په نېک نیت سره د سولې په بهیر کې د پرمختګ لپاره خپل چمتووالی وښيي.

نوموړي څرګنده کړه، چې سوله د دواړو هېوادونو ګډه اړتیا ده او د پاکستان او افغانستان امنیت په مستقیم ډول له یو بل سره تړلی دی. د هغه په وینا، د پولې دواړو غاړو ته ناامني کولی شي پراخ او هر اړخیز ویجاړۍ ته لاره هواره کړي.

مشـتاق احمد خان همدارنګه ټینګار وکړ، چې دواړه هېوادونه باید خپلې اندېښنې او اختلافونه د خبرو اترو او مذاکراتو له لارې حل کړي. هغه په پای کې د دواړو ملتونو ترمنځ د دیني، ژبنیو، کلتوري، تاریخي، جغرافیایي او قومي ګډو ارزښتونو په یادولو سره وپوښتل چې ایا دغه اړیکې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره کافي بنسټ نه‌شي کېدای که څنګه؟