• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د مسوولیت ساتنې نړۍوال مرکز: د پاکستان هوایي بریدونو روغتیايي نظام د ړنګېدو تر پولې ورساوه

زیار خان یاد
زیار خان یاد

د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال

۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۲۵ GMT+۰

د مسوولیت منلو نړۍوال مرکز په خپل وروستي اوونیز راپور کې چې د ډله‌ییزو جنایتونو د مخنیوي او ګواښونو په اړه خپرېږي، افغانستان ته د نړۍوالو اندېښنو په سر کې ځای ورکړی او په دغه هېواد کې یې د بشري او روغتیايي ناورین د لا ژورېدو خبرداری ورکړی دی.

په راپور کې راغلي، چې د مارچ په میاشت کې د پاکستان له‌خوا د افغانستان پر خاوره هوایي بریدونو د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ یو خطرناک پړاو ته ورساوه. د عيني شاهدانو په وینا، دغو بریدونو پراخې ویجاړۍ رامنځته کړې دي او لا هم یو شمېر کورنۍ د خپلو ورک شویو غړو په لټه کې دي او د دې ترڅنګ دا پېښه د سیمې د امنیت لپاره یو جدي ګواښ بلل کېږي.

د طالبانو حکومتي سرچینو ویلي، چې په دغه برید کې له ۴۰۰ ډېر ملکي وګړي وژل شوي او تر ۲۰۰ زیات نور ټپیان دي. که دا شمېرې تایید شي، دا به د روانو نښتو تر ټولو مرګونې پېښه وي. ورته مهال، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) لږ تر لږه د ۱۴۳ کسانو وژل کېدل تایید کړي او خبرداری یې ورکړی، چې دغه شمېر ښايي نور هم لوړ شي. د ملګرو ملتونو څارونکو همدارنګه د یاد مرکز د یوې برخې د بشپړې ویجاړۍ خبر ورکړی، چېرې چې شاوخوا ۱۸۰ تنکي ځوانان ساتل کېدل او د دوی په وینا: «تر اوسه د هېڅ ژوندي پاتې شوي کس په اړه معلومات نه دي ثبت شوي».

دغه برید په داسې حال کې شوی، چې د فبرورۍ له میاشتې راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي او هوايي او توغندیز بریدونه نه یوازې پوځي هدفونه، بلکې د ملکي وګړو کورونه، د کډوالو کمپونه او روغتیايي مرکزونه هم په نښه کوي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر دفتر د مارچ تر ۱۷مې پورې د ۲۸۹ افغان ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې خبر ورکړی، چې په‌کې ۱۰۴ ماشومان او ۵۹ ښځې شاملې دي. په ورته وخت کې، پاکستاني چارواکو هم د باجوړ او شمالي وزیرستان په سیمو کې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې راپور ورکړی دی.

د مارچ د ۱۶مې له برید وروسته، د طالبانو ویاند خبرداری ورکړی چې دغه ډله به غچ اخیستونکي اقدامات وکړي، هغه څه چې د تاوتریخوالي د لا زیاتېدو او د ملکي تلفاتو د لوړېدو اندېښنې زیاتوي.

روغتیايي نظام د ړنګېدو په درشل کې

راپور ټینګار کوي، چې د جګړو شدت د افغانستان پر کمزوري روغتیايي نظام لا ډېر فشار راوستی دی. پر روغتیايي مرکزونو بریدونه اوږدمهاله ناوړه پایلې لري او د خلکو لاسرسی روغتیايي خدمتونو ته محدودوي. د روغتیا نړۍوال سازمان اعلان کړی، چې لږ تر لږه ۲۵ روغتیايي مرکزونه تړل شوي یا یې فعالیت درېدلی، چې له دې ډلې ۱۰ مرکزونه د هوايي بریدونو له امله زیانمن شوي دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان مشر تدروس ادهانوم له ښکېلو لوریو غوښتي، چې «تاوتریخوالی کم کړي او سولې او روغتیا ته لومړیتوب ورکړي».

د افغانستان روغتیايي ناورین د بنسټیزو عواملو له امله هم لا ژور شوی، لکه د جګړو لسیزې، د پانګونې کموالی او هغه محدودیتونه چې طالبانو پر ښځو او نجونو لګولي دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ په خپل وروستي راپور کې ټینګار کړی، چې د طالبانو تګلارې په سیستماتیک ډول د ښځو او نجونو لاسرسی روغتیايي خدمتونو ته محدود کړی دی لکه د تګ‌راتګ محدودیتونه، د کار حق، د طبي زده‌کړو مخنیوی او په روغتیایي مرکزونو کې د جنسیتي جلاوالي تګلاره.

د څېړنې او حساب ورکونې غوښتنې

راپور د روغتیايي مرکزونو او بشردوستانه کارکوونکو د خوندیتوب پر اړتیا ټینګار کړی او له ټولو ښکېلو خواوو یې غوښتي، چې د نړۍوال بشردوستانه قانون له‌مخې خپلو ژمنو ته درناوی وکړي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۲۸۶ پرېکړه‌لیک هم په‌کې شامل دی.

همدارنګه، د طالبانو له چارواکو غوښتنه شوې چې روغتیايي خدمتونو ته خوندي، پر وخت او بې‌تبعیضه لاسرسی تضمین کړي او له هغو کړنو ډډه وکړي چې د حیاتي خدمتونو د وړاندې کولو مخه نیسي.

نړۍوالې ټولنې ته هم بلنه ورکړل شوې، چې د سرغړونو خپلواکه څارنه پیاوړې کړي، د یوناما بې‌خنډه فعالیت ته زمینه برابره کړي او د مارچ د ۱۶مې د برید په اړه بېړنۍ، بې‌طرفه او علني څېړنې ترسره کړي، څو عاملین یې حساب ورکولو ته راوکاږل شي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵

حال‌وش: د ایران پوله‌ساتو ځواکونو پر افغان کډوالو ډزې کړي درې تنه وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د ماشومانو د ژغورنې اداره: په شمالي ولایتونو کې له هرو پنځو ماشومانو یو یې ښوونځي ته ځي

۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۰۳ GMT+۰

د ماشومانو د ژغورنې ادارې ویلي، چې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د سختې وچکالۍ له امله ماشومان ښوونځیو ته د تګ پر ځای شاقه کارونو ته اړ شوي دي او هلته د هرو پنځو ماشومانو له ډلې یوازې یو یې ښوونځي ته ځي.

د ماشومانو د ژغورنې ادارې په خپل نوي راپور کې خبرداری ورکړی، چې په شمالي ولایتونو کې د اوبو سخت کمښت او پرله‌پسې وچکالۍ د ماشومانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

یادې ادارې د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې په بلخ، جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو کې د ۵۳۵ کورنیو په منځ کې څېړنه ترسره کړې او د یادې ارزونې له‌مخې یې په خپل راپور کې ویلي، چې په یادو ولایتونو کې د وچکالۍ له امله د للمي غنمو ۸۰ سلنه فصلونه له‌منځه تللي، چې له امله یې کورنیو د عاید سرچینې له لاسه ورکړي او ماشومان یې د کار کولو لپاره ښارونو ته لېږلي دي.

په راپور کې راغلي، چې د سختې وچکالۍ له امله له هرو درېیو څخه د دوو برخو کورنیو غړو ویلي، چې د ژوند د سختېدو له امله یې ماشومان درنو کارونو ته اړ شوي دي او د یادې ادارې د ارزونې له‌مخې، د هرو پنځو ماشومانو له ډلې یې یوازې یو ماشوم ښوونځي ته ځي.

د یادې ادارې موندنې ښيي، چې د کورنیو مالي ستونزې او د نفقې برابرولو لپاره د ماشومانو مجبوریت د دې لامل شوی، چې ۷۹ سلنه ماشومان ښوونځي ته د تګ فرصت له لاسه ورکړي.

په دغه راپور کې د خوړو د څار نړۍوالې ادارې له قوله ویل شوي، چې د شدیدې خوارځواکۍ سره مخ د ۳،۷ میلیونه کم عمره ماشومانو ترڅنګ شاوخوا ۹ میلیونه ماشومان له سختې لوږې سره مخ دي.

په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې ادارې رییس بوجار هوکسا ویلي: «وچکالي په خاموشۍ سره د ماشومانو ژوند تباه کوي. د اوبو د سخت کمښت د څلور کلنې دورې له امله ماشومان وږي دي، کار ته اړ شوي او له ښوونځیو بې‌برخې پاتې دي. ځمکه وچه شوې او د خلکو معیشت له‌منځه تللی. ماشومان باید د دغه اقلیمي ناورین بیه پرې نه‌کړي».

نوموړي پر مرسته کوونکو غږ کړی، چې په بېړنۍ توګه مالي مرستې زیاتې کړي تر څو د ډېرو ماشومانو د کار او لوږې مخه ونیول شي.

اې‌بي‌سي نیوز: سلګونه افغان کډوال په دوحه کې د ایران د توغندیو تر ګواښ لاندې ایسار پاتې دي

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۴۱ GMT+۰

د امریکايي رسنۍ اې‌بي‌سي نیوز په یوه راپور کې ویلي، چې د امریکا حکومت د کابل له سقوط وروسته سلګونه افغان کډوال د قطر پلازمېنې ته یوې پوځي اډې ته ولېږدول، خو اوس دغه کسان د ایران د توغندیو تر ګواښ لاندې په همدې امریکايي اډه کې بند پاتې دي.

د راپور له‌مخې، دغه کډوال چې ښځې او ماشومان هم په‌کې شامل دي، په ډېر بد او زړه بوږنوونکي حالت کې شپې او ورځې تېروي. له ایران سره د امریکا او اسراییل د جګړې له پیل راهیسې د السیلیه پوځي اډه څو ځله د توغندیو د بریدونو هدف ګرځېدلې ده.

سلګونه افغان کډوال په دې اډه کې د بایډن د حکومت پر مهال امریکا ته ولېږدول شول، خو یو شمېر نور د نامعلومو لاملونو له کبله هلته پاتې شوي دي. د افغان اېواک په نوم د کډوالو ملاتړې اداره وایي، چې دغه کډوال اوس په نامعلوم برخلیک کې ژوند کوي او د بریدونو او امنیتي خبرداریو تر سیوري لاندې ژوند تېروي.

د کمپ اوسېدونکو اې‌بي‌سي نیوز ته ویلي، چې د جګړې په لومړیو اوونیو کې هېڅ مناسب پناه‌ځای یا د ساتنې اسانتیاوې نه وې او د بریدونو پر مهال به اړ وو، چې یوازې په ودانیو کې پټ شي. د هغوی په وینا، د توغندیو ټوټې ان د خوب خونو ته لوېدلې وې، په هغو خونو کې چې کوچني ماشومان هم په‌کې وو.

کډوالو په پټه توګه ویډیوګانې ثبت کړي او اې‌بي‌سي نیوز ته یې لېږلې دي چې د دغه کمپ د ژوند سخت شرایط ښيي. دوی د اېستل کېدو یا سزا له وېرې غوښتنه کړې، چې پېژندنه یې پټه وساتل شي.

د منځني ختیځ د جګړې له پیل شاوخوا څلور اوونۍ وروسته، د دې اډې اوسېدونکو راپور ورکړی چې د کمپ د ودانیو په دروازو کې نوي کانکریټي دېوالونه لګول شوي دي او کارکوونکي خلکو ته سپارښتنه کوي، چې د خطر د زنګ په اورېدو سره سمدستي پناه‌ځایونو ته ولاړ شي. له دې سره، ډېری کډوال لا هم ځان خوندي نه احساسوي.

یوې ځوانې افغانې مور ویلي، چې لور یې د ژوند لومړني ګامونه په همدې اډه کې اخیستي او له یوه کال زیات وخت کېږي چې کورنۍ یې دلته ژوند کوي. هغې زیاته کړه: «زه نه‌شم کولی تل ورته مناسب خواړه یا هغه نانځکې برابرې کړم چې خوښې یې دي».

احمد چې پخوا یې په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره کار کاوه وایي، زوی یې د توغندیو له وېرې د کټ لاندې ویده کېږي. هغه له خپلو ماشومانو سره له ۱۸ میاشتو ډېر وخت کېږي، چې په دې کمپ کې ژوند کوي. نوموړي ټینګار وکړ: «د امریکا حکومت موږ دوحې ته راوستو، خو اوس بې‌برخلیکه پاتې یو».

ډېری کډوال وایي، چې د امریکا له حکومت سره د همکارۍ او د خپل ژوند د خطر سره مخ کولو په بدل کې ورته د ښه ژوند ژمنه ورکړل شوې وه، خو اوس نه یوازې دا ژمنه پوره شوې نه ده، بلکې بیا د یوې بلې جګړې په منځ کې راګیر شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د کمپ د اوسېدونکو اندېښنو ته رسېدنه کوي او پلان لري چې د مارچ تر پایه د کمپ خلک یو درېیم هېواد ته ولېږدوي. خو کډوال وایي، چې تر اوسه د خپل لېږد د ځای او وخت په اړه هېڅ روښانه معلومات نه لري.

د افغان اېواک د شمېرو له‌مخې، د کمپ شاوخوا ۸۰۰ اوسېدونکي مخکې امریکا ته د لېږد لپاره تایید شوي وو، خو د ټرمپ د حکومت له راتګ سره د دوی د بیا مېشتېدو بهیر درېدلی دی. د افغان اېواک مشر شان ونډایور ټینګار کړی: «امریکا ته د دې کسانو د ننوتلو لپاره هېڅ قانوني یا جوړښتي خنډ نشته».

دې ادارې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته په څو لیکونو کې غوښتنه کړې، چې دغه کډوال دې په کمپ کې بې‌برخلیکه، د اندېښنو او وېرې تر سیوري لاندې نه پرېښودول کېږي. د کمپ ډېری اوسېدونکي ښځې او ماشومان دي او د دوی راتلونکی لا هم له ناڅرګند حالت سره مخ دی.

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې یادې ډلې ۹ امریکايي وګړي نیولي

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۴۵ GMT+۰
•
عبدالله همیم

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یادې ډلې ۹ تنه امریکايي وګړي نیولي وو، چې له دې ډلې یې تر دې مهاله ۶ تنه خوشې شوي او د محمودشاه حبیبي د جنجالي قضیې په ګډون ۳ نور امریکايي وګړي لا هم د طالبان په بند کې دي.

دغه امریکايي وګړي چې په تېرو نږدې پنځو کلونو کې نیول شوي، ځینو یې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې فعالیت کاوه او ان ځینې یې له یوې لسیزې راهیسې په افغانستان کې مېشت وو.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا د یادو امریکایي وګړو د نه خوشې کېدو په تړاو په وار وار پر طالبانو تندې نیوکې هم کړې دي.

د بندیانو د خوشې کولو په برخه کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي ادم بولر، د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد او د قطر هېواد منځګړیتوب مهم رول درلود.

لومړی امریکايي وګړی رایان کوربټ چې یو سوداګر و، د ۱۴۰۱ کال د زمري په ۱۹مه نیول شوی و. نوموړی د ۸۹۵ ورځو بند تېرولو وروسته د ۱۴۰۳ کال د کب په ۲مه نېټه د طالبانو له زندان څخه خوشې شو. کوربټ له ډېرو کلونو راهیسې له خپلې کورنۍ سره په افغانستان کې مېشت و.

رایان کوربت
100%
رایان کوربت

دا په داسې حال کې ده، چې له کوربټ سره ویلیام مک‌کنتي هم په همدې نېټه خوشې شو.

داسې ویل کېږي، چې د دغو دوو امریکايي وګړو په بدل کې د محمدخان په نوم کس چې په امریکا کې د نشه‌يي توکو د قاچاق او ترهګرۍ په تور په عمر بند سزا محکوم شوی و، خوشې شو.

ورپسې د جورج ګلزمن په نوم یو سیلاني او د امریکايي هوايي شرکت تخنیکي کارکوونکی چې د ۱۴۰۱ کال د لیندۍ په ۲۱مه نیول شوی و، د ۸۲۹ ورځو بند وروسته د ۱۴۰۴ کال د وري میاشتې په لومړۍ نېټه خوشې شو.

جورج ګلزمن
100%
جورج ګلزمن

د یاد امریکايي وګړي د خوشې کېدو لپاره د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد او د بندیانو په چارو کې د ټرمپ استازي ادم‌بولر کابل ته سفرونه هم لرل او په یادو سفرونو کې یې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره مخامخ لیدنې هم وکړي.

د دغه امریکايي زنداني د خوشې کېدو په بدل کې کوم معلومات نه دي ورکړل شوي، خو د هغه له خوشې کېدو سره سم امریکا د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني د نیولو پر سر د ۱۰ میلیونو ډالرو انعام لغوه کړ.

وروسته د في‌هال په نوم یوه بله امریکايي وګړې د طالبانو له بند څخه ازاده شوه.
في‌هال په مرستندویه او تعلیمي پروژو کې کار کاوه چې د ۱۴۰۳ کال د سلواغې میاشتې په ۱۳مه نېټه د طالبانو له‌خوا نېول شوې وه او تر ۵۶ ورځني بند وروسته د ۱۴۰۴ کال د وري په ۱۰ خوشې شوه.

في‌هال
100%
في‌هال

وروسته د ۱۴۰۳ کال د تلې میاشتې په ۷مه نېټه امیر امیري هم له ۳۰۰ ورځني بند وروسته خوشې شو. په افغانستان کې د یاد کس د فعالیتونو په اړه جزییات نه دي شریک شوي.

امیر امیري
100%
امیر امیري

ډینس کویل وروستی امریکايي وګړی و، چې د طالبانو له زندان څخه څو ورځې مخکې خوشې شو. نوموړی د ژبو څېړونکی دی چې په افغانستان کې یې ۱۷ کاله ژوند کړی و. ډینس کویل د ۱۴۰۳ کال د سلواغې په اتمه نېټه نیول شوی و او له ۴۲۱ ورځني بند وروسته د ۱۴۰۵ کال د وري په څلورمه نېټه خوشې شو.

طالبانو یاد امریکايي وګړی د هبت‌الله په امر خوشې کړ. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې هبت‌الله اخوندزاده ته د ډینس د مور لیک رسېدلی و او نوموړی یې د شفقت له‌مخې خوشې کړ.

ډینس کویل
100%
ډینس کویل

دا په داسې حال کې ده، چې درې تنه امریکايي وګړي محمودشاه حبیبي، پاول اوربي او پولینیسس جکسن لا هم د طالبانو په بند کې دي.

په دې لړ کې د افغان ـ امریکایي وګړي محمودشاه حبیبي قضیه تر ټولو جنجالي ده، ځکه طالبان د هغه نیول په رسمي ډول نه‌مني او په اړه یې ناخبري ښيي.

خو محمودشاه حبیبي په کابل کې د القاعده د مشر اېمن الظواهري له وژل کېدو څو ورځې وروسته د ۱۴۰۱ کال د زمري په ۱۹مه نېټه د طالبانو د استخباراتو له‌خوا ونیول شو او د ۱۳۲۳ ورځو په تېرېدو سره لا هم د طالبانو په بند کې دی.

واشنګټن پر طالبانو د فشار راوړلو په موخه په همدې میاشت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان د «غېر قانوني نیونو» د ملاتړو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړ.

تر دې وړاندې د ټرمپ استازي ادام بولر د امریکايي وګړو د ناقانونه بندي کولو په نوملړ کې د افغانستان شاملېدو ته په اشارې ویلي وو، داسې هېوادونه نه‌شي کولای له امریکا سره اړیکې ولري.

د طالبانو مخالفینو د برېټانیا پارلمان کې د افغانستان د راتلونکې په اړه خبرې وکړې

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۲۰:۵۷ GMT+۰

د لندن په ښار کې د «د یووالي او باور پر لور» تر سرلیک لاندې د غونډې په دویمه ورځ د افغانستان د سیاسي ګوندونو استازو، خپلواکو څېرو او د مدني ټولنې فعالانو د برېټانیا پارلمان له غړو سره وکتل.

هغوی د افغانستان له خلکو سره د نړۍوالې ټولنې د ملاتړ پر اړتیا او په دغه هېواد کې د یوه پراخ، ټول‌ګډونه او ګډ سیاسي بهیر د پیل پر اهمیت ټینګار وکړ.

د تنظیموونکو په وینا، په دې لیدنو کې د افغان زده‌کوونکو د ویزو بهیر د بیا پیل، په افغانستان کې د بې‌وزلۍ د زیاتوالي او بشري ناورین او همدارنګه د یوه مناسب سیاسي چاپېریال د رامنځته کولو اړتیا باندې خبرې وشوې، څو یو ټول‌ګډونه سیاسي بهیر پیل شي.

برېټانیا له هغو لوېدیځو هېوادونو څخه ده، چې له طالبانو یې غوښتي دي څو یو ټول‌ګډونه حکومت جوړ کړي او د ښځو حقونه رعایت کړي. د افغانستان لپاره د برېټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لنزي د ۱۴۰۴ کال د لړم په میاشت کې کابل ته سفر کړی و. هغه ویلي وو، چې له طالب چارواکو سره په لیدنه کې یې د یوه ټول‌ګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.

هغه همدارنګه په افغانستان کې د ښځو، نجونو او قومي او مذهبي لږکیو د حقونو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

د دې غونډې ګډونوالو ډیپلوماتانو، سفیرانو او د برېټانیا د پارلمان غړو ته وویل چې افغانستان باید له نړۍ سره رغنده اړیکې ولري. همدارنګه، د ښځو د زده‌کړو حق باید د نارینه‌وو په څېر تضمین شي او خلکو ته باید د هېواد په چارو کې د پراخ ګډون حق ورکړل شي.

دا دوه ورځنۍ غونډه د «ښځې د افغانستان لپاره» بنسټ له خوا جوړه شوې وه، چې موخه یې د طالبانو د مخالفینو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا او د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره د یوه ګډ چوکاټ رامنځته کول دي.

په دې غونډه کې د دفاع او نړۍوالې پراختیا کمېټو مشرانو، له افغانستان سره د دوستۍ پارلماني ډلې مشر او یو شمېر هغو استازو ګډون درلود، چې د افغانستان له مسایلو سره ځانګړې لېوالتیا لري. د راپورونو پربنسټ، یادو ګډونوالو په غونډه کې ویناوې هم وکړې.

طالبان وايي په تېر یوه کال د رېل پټلۍ له لارې ۵میلیونه او ۳۸۷ زره ټنه انتقالات شوي دي

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۵۶ GMT+۰

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د ۱۴۰۴ کال د وري څخه تر کب میاشت پورې د افغانستان د بېلابېلو بندرونو له لارې د رېل پټلۍ په وسیله ۵میلیونه او ۳۸۷زره ټنه انتقالات شوي دي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وايي، چې په تېر هجري لمریز کال کې د افغانستان د بېلابېلو بندرونو څخه د رېل پټلۍ له لارې ۵میلیونه او ۳۸۷ زره ټنه انتقالات شوي دي.

محمد اشرف حق‌شناس زیاته کړې: «د حیرتان بندر، اقینه، تورغنډۍ او خواف ـ هرات بندرونو له لارې په ټوله کې ۵میلیونه او ۳۸۸ زره او ۵۴۹ میلیون میټرک ټنه انتقالات شوي دي».

نوموړي ویلي، چې په دغه انتقالاتو کې نفتي مواد، غېرنفتي او نور توکي له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته صادر شوي او همدارنګه له نورو هېوادونو څخه افغانستان ته وارد شوي دي.

طالبانو ویلي، چې په دې موده کې د وچې مېوي، کاني مواد او کرنیزو توکو په ګډون ۷۰۸۴۱ ټنه توکي د رېل پټلۍ له لارې نړۍوالو بازارونو ته لېږل شوي دي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویلي، هڅه کوي چې د رېل پټلۍ له لارې سوداګرو ته د صادراتو او وارداتو په برخه کې ښه زمینه برابره کړي، څو له نړۍوالو بازارونو سره د افغانستان سوداګري پراخه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري په ټپه درېدلي ده او د سوداګرۍ په برخه کې د افغانستان تکیه تر ډېره د مرکزي اسیا پر هېوادونو ده.