یادې مجلې د پنجشنبې په ورځ (د وري ۶مه) په خپل راپور کې ویلي، چې افغانستان دمګړۍ له فزیکي او اقتصادي پلوه د دوو ناارامه جبهو تر منځ ایسار دی، چې له یوه لوري له پاکستان سره په جګړه کې بند پاتې دی او له بل لوري پر ایران د امریکا او اسراییل د بریدونو له امله یې اقتصاد زیانمن شوی دی.
په راپور کې راغلي، چې د افغانستان په لویدیځ کې د ایران، اسراییل او امریکا سختې جګړې د دغه هېواد اصلي بدیله سوداګریزه لاره د جګړې پر یوې خطرناکه سیمې بدله کړې ده.
د افغانستان په څېر په وچه کې ایسار هېواد چې خپلې صنعتي او خوراکي اړتیاوې نهشي پوره کولای، ثبات یې د خپلو ګاونډیانو له حالت سره نېغ په نېغه اړیکه لري او اوس په کابل کې طالب مشران له یوه تریخ حقیقت سره مخ دي.
د ډیپلوماټ مجلې ویلي، هغه نظام چې د جګړې په ډګر کې جوړ شوی، ښايي د بازارونو د بشپړ بندښت پر وړاندې بقا ونهشي کړای.
په راپور کې راغلي، چې د اسلاماباد او کابل تر منځ د اړیکو خرابوالی له ډیپلوماټیکو ناندریو ډېر وړاندې تللی او د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په وروستیو کې پاکستان له ډیورند کرښې ها غاړه د «غضب للحق» په نوم د رسمي عملیاتو د پیل اعلان وکړ.
د اسلاماباد او کابل تر منځ د جګړې لامل ټيټيپي وسلهواله ډله ده، چې اسلاماباد اعا کوي، چې یاده ډله د افغانستان له خاورې په استفادې په پاکستان کې بریدونه کوي. خو طالبان دغه ادعاوې ردوي.
دا چې اسلاماباد او کابل له څو پړاوه مذاکراتو وروسته هم د ټيټيپي پر سر کومې مطلوبې هوکړې ته نهدي رسېدلي، نو پاکستان د کابل او کندهار په ګډون د افغانستان پر ځینو نورو ولایتونو هوايي بریدونه وکړل. د پاکستان حکومت وايي، چې یاد بریدونه یې د ټيټيپي پر مرکزونو کړي دي، خو طالبان وايي، پاکستان په یادو بریدونو کې ملکي وګړي په نښه کړي دي.
طالبانو د دغو بریدنو د غچ اخېستو په موخه ډیورند کرښې ته څېرمه پر پاکستاني پوستو بریدونه وکړل او د ګڼو پاکستاني سرتېرو د وژلو ادعا یې وکړه، چې ورسره سم، پاکستان پر افغانستان خپل هوايي بریدونه نور هم پراخ کړل.
د پاکستان او طالبانو ترمنځ د کړکېچ له پیل سره سم د دواړو لوریو تر منځ د تورخم او سپین بولدک په ګډون اته مهمې سوداګریزې لارې تړل شوي او لا هم همداسې پاتې دي.
له پاکستان سره د سوداګریزو لارو له تړل کېدو وروسته طالبانو لویدیځو ګاونډیو ته مخه کړه او خپله سوداګري یې د ایران او مرکزي اسیا له لارې تنظیم کړه.
خو د ایران د جګړې پیل دا ملاتړی پلان له منځه یوړ. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، چې د چابهار بندر له لارې سوداګري او ټرانزیټ د سختو جګړو له امله اغېزمنه شوې ده.
په ایران کې د جګړې دوام یوازې ایران نه منزوي کوي، بلکې پر افغانستان هم کړۍ تنګوي؛ هغه هېواد چې لا دمخه له پاکستان سره پر جګړه بوخت دی.
د ډیپلوماټ مجلې په راپور کې راغلي، چې افغانستان یوازې په ډیپلوماټیک ډول نهدی منزوي، بلکې په فزیکي توګه د خپلو ګاونډیو د جګړو له امله یې له نړۍ سره اړیکه پرې شوې ده.
په دغه راپور کې له ایران څخه د افغان کډوالو ستنېدو ته هم اشاره شوې او ویل شوي، چې نږدې هره ورځ شاوخوا ۱۷۰۰ کسان د ایران جګړې له ډاره خپل هېواد ته ستنېږي او د کاري فرصتونو د نشتوالي له امله د افغانستان پر اوږو یو بل بار هم اضافه کېږي.
په راپور کې راغلي:«له ایران او پاکستان څخه د اکمالاتي ځنځیرونو ګډوډ وضعیت ښايي بحران په قحطۍ بدل کړي».
طالبانو چې خپل حکومت یې تر ډېره پر ګمرکي عوایدو تکیه کړی، خو له ایران او پاکستان سره یې د لویو سوداګریزو لارو په فلج کېدو سره مرکزي خزانه له مالي زیان سره مخ شوې ده.
ډیپلوماټ مجلې له پاکستان سره د کړکېچ په اوږدېدو سره د کابل او کندهار د طالبانو تر منځ د مخالفتونو یادونه هم کړې او وايي، د کابل چارواکي له پاکستان سره د سوداګرۍ د پرانېستلو لپاره د خبرو اترو د پیل غوښتونکي دي، خو د کندهار طالبان اسلاماباد ته هر ډول امتیاز ورکول له حاکمیت سره خیانت بولي.
ډیپلوماټ مجلې د شنونکو له قوله لیکلي: «که طالبان د پاکستان فشار ته تسلیم او د ټيټيپي له ملګرتیا لاس پر سر شي، نو ښايي ډېری دغه جنګیالي داعش خراسان ډلې ته مخه کړي، او یو جدي داخلي بغاوت به رامنځته کړي او که د اسلام اباد پر وړاندې جګړې ته دوام ورکړي، د بشپړ اقتصادي سقوط له خطر سره مخ دي».
په دغه راپور کې ویل شوي، چې طالبانو یوازې د درېیو کلونو لپاره وتوانېدل چې له خپلو ګاونډيانو استفاده وکړي او د ایران د سوداګریزو لارو پر مټ یې د پاکستان فشارونه شنډ کړي وو، خو په ایران کې جګړې د افغانستان وروستۍ سوداګریزه بدیله لاره هم وتړله او اوس چې ایران کې جګړه ده او پاکستان له افغانستان سره په جګړه کې ښکېل دی، افغانستان د سیمې لپاره «پل» نه بلکې یوه جلا شوې «جزیره» ده.
د ډیپلوماټ مجلې په راپور کې راغلي، چې طالبان د اوس لپاره دوه انتخابونه لري، یا به له پاکستان سره د ټيټيپي پر سر د ډیپلوماټیکو خبرو له لارې تاوتریخوالی راکوي او یا به پر یوه داسې ملت واکمني کوي چې له قحطۍ او لوږې سره لاس او ګریوان وي.