شېراحمد حقاني په ارغوان ګلمشاعره کې؛ شاعران باید هره موضوع په شعر کې را نهولي

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر شېراحمد حقاني په پروان کې د ارغوانګل ملي او کلتوري کلنۍ مشاعره کې شاعرانو ته خبرداری ورکړ، چې هره موضوع باید په شعر کې را نهولي. د هغه په وینا، شاعران باید د ټولنې د خیر، برکت او اصلاح لپاره شعر ووايي.

