په هلمند کې د درېیو ولایتونو د پهلوانانو تر منځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د هلمند، فراه او نیمروز ولایتونو د ۸۰ پهلوانانو تر منځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې. په دغو سیالیو کې هلمند لومړی مقام او فراه او نیمروز ولایتونو په ترتیب سره دویم او درېیم ځایونه خپل کړل.
د هلمند ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د یکشنبې په ورځ (د وري ۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه سیالۍ تېره ورځ د سلګونه نندارچیانو په ګډون او د اختریزو مېلو په لړ کې د ګرشک ولسوالۍ په کوربهتوب ترسره شوې.
د خبرپاڼې لهمخې، په دغو سیالیو کې د هلمند ولایت پهلوانانو د ۱۶ بریاوو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام وګاټه او فراه د ۱۰ او نیمروز د ۴ بریاوو په ترلاسه کولو سره دویم او درېیم ځایونه خپل کړل.
