• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فرانک مک‌کنزي: امریکا له کلونو راهیسې په ایران کې د ځمکنیو عملیاتو په پلانونو کار کوي

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۲۹ GMT+۱

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) پخواني قوماندان جنرال فرانک مک‌کنزي ویلي، امریکايي پوځ له کلونو راهیسې په ایران کې د محدودو ځمکنیو عملیاتو او د ستراتیژیکو ټاپوګانو د نیولو پلانونه تر کار لاندې لري.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې سیمې ته د تازه دمه امریکايي ځواکونو په رسېدو سره د احتمالي نظامي نښتې بحثونه یو ځل بیا تاوده شوي دي.
مک‌کنزي له «سي‌بي‌اېس‌نیوز» سره په خبرو کې اعلان وکړ، چې په ایران کې د ځمکنیو عملیاتو لپاره پلان جوړونه له څو کلونو راهیسې روانه ده او په ځانګړي ډول یې د ایران په سوېلي ساحلونو کې پر محدودو او هدفي بریدونو تمرکز درلود.
هغه د «Face the Nation» په خپرونه کې وویل: «موږ کلونه کلونه د ځینو ټاپوګانو یا وړو اډو د نیولو په څېر انتخابونه څېړلي دي. دا معمولاً ضربتي عملیات دي؛ یعنې ننوتل، د ماموریت ترسره کول او وتل. خو د دغو سیمو ځینې برخې نیول کېدای او ساتل کېدای هم شي».
مک‌کنزي ټینګار وکړ، چې دا ډول اقدامات کولی شي مهمې سټراټیژیکې پایلې ولري چې په هغو کې په خبرو اترو کې د امریکا د فشار د وسیلې زیاتوالی او د ایران اقتصاد ته مستقیم ګوزار ورکول شامل دي. هغه د خارک ټاپو ته په اشارې سره زیاته کړه: «که دا ټاپو ونیول شي، په عملي توګه د ایران د تېلو صادرات پرته له دې چې زېربناوو ته زیان ورسېږي درول کېدای شي».
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې «واشنګټن‌پوسټ» ورځپاڼې راپور ورکړی چې پنټاګون په ایران کې د څو اوونیو د ځمکنیو عملیاتو لپاره د پلانونو په چمتو کولو بوخت دی، هغه عملیات چې ښايي ځانګړي ځواکونه او د پلي نظام واحدونه په‌کې د چټکو او محدودو بریدونو په اډانه کې برخه ولري.
په همدې تړاو سیمې ته د امریکايي ځواکونو استول دوام لري او شاوخوا ۳۵۰۰ سمندري ځواکونه د منځني ختیځ عملیاتي حوزې ته داخل شوي دي. دا ځواکونه په جنګي الوتکو او داسې تجهیزاتو سمبال دي، چې د اوبو او وچې چټکو او تکتیکي عملیاتو لپاره ډیزاین شوي دي.
له دې سره سره، امریکايي چارواکو ټینګار کړی چې د دغو ځواکونو ځای پر ځای کول د ځمکنۍ جګړې د پیل په معنا نه دي او لا هم بېلابېل انتخابونه تر څېړنې لاندې دي.

ترویج لرونکی

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

۲

حامد کرزي د افغان کرکټ په ځلولو کې د شاپور ځدراڼ رول نه هېرېدونکی بللی

۳

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ

۴

کرېکټ بورډ او افغان لوبغاړو د افغانستان د کرېکټ په پرمختګ کې د شاپور رول مهم یاد کړی

۵

د هرمز تنګي کړکېچ؛ سنټکام د ایران پر ضد د بریدونو د پیل خبر ورکړی

•
•
•

نور کیسې

شهباز شریف: پاکستان هڅه کوي ایران او امریکا د مذاکراتو مېز ته راولي

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۲۳ GMT+۱
شهباز شریف: پاکستان هڅه کوي ایران او امریکا د مذاکراتو مېز ته راولي
100%

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په اسلام‌اباد کې د ترکیې او مصر د بهرنیو چارو وزیرانو سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې چمتو دی چې د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب رول ولوبوي.

د ایران د کړکېچ د پای ته رسولو او د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو اترو د پیلولو هڅو په موخه د اسلام‌اباد په کوربه‌توب څلور اړخیزه ناسته نن د یکشنبې په ورځ پای ته رسېده.

د دغې ناستې له پای ته رسېدو وروسته د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان او د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالاطي سره کتلي دي.

شریف تر یادې لېدنې وروسته په خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي: «ما د هغو شخړو د سمدستي پای ته رسولو لپاره پر ګډو هڅو ټینګار وکړ، چې نه یوازې په ایران کې، بلکې په څو نورو اسلامي هېوادونو کې د درنو ځاني، اقتصادي او مالي زیانونو لامل کېږي».

نوموړي ټینګار کړی، چې پاکستان هڅه کوي ایران او امریکا د خبرو اترو مېز ته راولي.

زېلېنسکي: چمتو یو چې له عربي هېوادونو سره د ایراني ډرونونو د شنډولو تجربه شریکه کړو

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۴۷ GMT+۱
زېلېنسکي: چمتو یو چې له عربي هېوادونو سره د ایراني ډرونونو د شنډولو تجربه شریکه کړو
100%

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د اردن له پاچا سره په لیدنه کې د ایران د ډرون بریدونو د دفاع لپاره د احتمالي امنیتي ملګرتیا په اړه خبرې کړې دي. زېلېنسکي ویلي، چې چمتو دی د ایراني ډرونونو پر وړاندې خپله جنګي تجریه له اردون سره شریکه کړي.

زېلېنسکي عربي هېوادونو ته د خپل سفر په ترڅ کې د اردن له پاچا عبدالله سره هم کتلي او د ایران د بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو پر وړاندې د دفاع لپاره یې د احتمالي امنیتي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

زېلېنسکي زیاته کړې: «موږ په امنیتي برخه کې د یوه احتمالي مشارکت او همدارنګه په منځني ختیځ او د خلیج په سیمه کې د عمومي وضعیت په اړه خبرې وکړې».

اوکراین هغو عربي هېوادونو ته چې غواړي د ایران د بې‌پيلوټه الوتکو د بریدونو مخنیوی وکړي، خپله تجربه او دفاعي ټکنالوژي وړاندې کړې ده.
زېلېنسکي زیاته کړې: «موږ له خپلې تجربې پوهېږو چې له یوه متحد سیستم پرته د خلکو او حیاتي تاسیساتو بشپړه ساتنه ناشونې ده. اوکراین داسې یو سیستم لري او موږ د جګړې په څلورو کلونو کې اړ وو چې د روسیې د دوامداره بریدونو په ځانګړې توګه د ایراني ډرون الوتکو پر وړاندې مبارزه وکړو. اوکراین دا تجربه په دې هیله وړاندې کوي، چې کومو هېوادونو ته موږ دا وړاندیز کوو، هغوی هم زموږ په پیاوړي کولو کې مرسته وکړي».

اوکراین د شنبې په ورځ له متحده عربي اماراتو او قطر سره هم په دفاعي برخه کې پر همکارۍ هوکړه وکړه. دا هوکړه دغو دواړو هېوادونو ته د زېلېنسکي له سفر وروسته وشوه.

د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې هم‌مهاله بریدونه شوي دي

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۱۴ GMT+۱
د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې هم‌مهاله بریدونه شوي دي
100%

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د بلوچستان د مرکز کوټې په ګډون په مستونګ، نوشکي او خاران ولسوالیو کې په همغږو بریدونو کې د ملکیانو په ګډون پاکستاني سرتېرو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د پاکستان خراسان ډایري رسنۍ راپور ورکړی، چې نن د یکشنبې په ماښام په کوټه ښار، مستونګ، نوشکي او خاران ولسوالیو کې د پاکستاني ځواکونو پر امنیتي پوستو بریدونه شوي دي.

په یادو بریدونو کې په نوشکي او خاران ولسوالیو کې د اورګاډي پټلۍ او د ګازو نل‌لیکه هم زیانمنه شوې ده.

پر همدغه مهال د بلوچستان امنیتي چارواکو ویلي، چې یاد بریدونه یې پر شا تمبولي او وسله‌والو ته یې مرګ‌ژوبله هم اړولې ده.

پاکستاني رسنیو د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې په یادو بریدونو کې یو ملکي وګړی وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي او همدارنګه اووه تنه نظامیان ټپیان شوي دي.

تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د یادو بریدونو مسوولیت نه دی منلی.

مصری ډیپلوماټ نبیل فهمي د عرب هېوادونو د ټولنې د راتلونکي منشي په توګه ټاکل کیږي

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۴۱ GMT+۱
مصری ډیپلوماټ نبیل فهمي د عرب هېوادونو د ټولنې د راتلونکي منشي په توګه ټاکل کیږي
100%

د عربي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو، نن یکشنبه د وري پر ۹مه نېټه په یوه ویډیويي غونډه کې په اکثریت سره د مصري ډیپلومات نبیل فهمي نوم د عرب هېوادونو د ټولنې د راتلونکي عمومي منشي په توګه غوره کړی. هغه به د راتلونکې جون میاشتې په وروستیو کې خپله دنده پیل کړي.

د راپورونو له مخې، نبیل فهمي به د احمد ابوالغیط ځای ناستی شي، چې دویمه دوره یې د ۲۰۲۶کال په جون میاشت کې پای ته رسېږي.

دغه پرېکړه د ویډیو کنفرانس له لارې شوې ده او د عرب لیګ ټولنې د منشور له مخې، عمومي منشي باید لږ تر لږه د غړو هېوادونو د دوه پر درېیمه اکثریت رایو وټاکل شي.

که څه هم د عرب لیګ ټولنې منشور د عمومي منشي لپاره ځانګړې تابعیت نه دی ټاکلی، خو دا څوکۍ عموماً د مصر له خوا نیول شوې ده، چې دا د عرب لیګ ټولنې د مرکزي دفتر د موقعیت له امله د قاهرې رول ته اشاره کوي.

یواځې یوه استثنا د تونس پخوانی ډیپلومات چدلي کلیبي و، چې له ۱۹۷۹تر ۱۹۹۰پورې یې دا دنده پر غاړه درلوده.

د اسلام اباد څلور اړخیزې ناستې د خبرو لومړنی تمرکز د هرمز تنګي پر پرانېستلو و

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۲۶ GMT+۱
د اسلام اباد څلور اړخیزې ناستې د خبرو لومړنی تمرکز د هرمز تنګي پر پرانېستلو و
100%

پاکستان د یکشنبې په ورځ د ترکیې، مصر او سعودي عربستان د چارواکو کوربه‌توب وکړ، څو د ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو اترو لړۍ پرمخ یوسي.  رویټرز وایي چې د خبرو لومړنی تمرکز د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو پر وړاندیزونو و.

په داسې حال کې، چې د یادو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران اسلام‌اباد کې سره جرګه دي، ایران امریکا ته د ځمکني برید په اړه خبرداری ورکړی او د ایران، امریکا او اسراییل ترمنځ د جګړې له دوام سره د تېلو نړیوالې بیې هم لوړې شوې دي.

سرچینو رویټرز ته ویلي چې په دې غونډه کې ګډونوالو هېوادونو واشنګټن ته داسې وړاندیزونه وړاندې کړي چې د سمندري تګ راتګ او د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو سره تړاو لري، څو د نړیوالو کښتیو بهیر باثباته شي.

پاکستان، چې له ایران سره ګډه پوله لري، له تهران او واشنګټن سره د خپلو نږدې اړیکو له امله د دې کړکېچ په حل کې د مهم منځګړي په توګه راڅرګند شوی، په داسې حال کې چې ترکیه او مصر هم په دې هڅو کې برخه لري.

د پاکستان یوې سرچینې ویلي چې د مصر په ګډون د ځینو هېوادونو وړاندیزونه له غونډې مخکې سپینې ماڼۍ ته استول شوي، چې د سویز کانال په څېر د فیسونو سیستم هم پکې شامل دی.

د پاکستان دوو نورو سرچینو ویلي چې ترکیه، مصر او سعودي عربستان ښایي د هرمز تنګي له لارې د تېلو د لېږد د مدیریت لپاره یو ګډ کنسرسیوم جوړ کړي او له پاکستان نه یې هم د ګډون غوښتنه کړې، خو یوه بله سرچینه وایي اسلام‌اباد ته په رسمي ډول د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې او پاکستان هم پکې د ګډون نیت نه لري.

سرچینې زیاتوي چې دا وړاندیزونه له امریکا او ایران دواړو سره شریک شوي دي.

یوې ترکۍ ډیپلوماټیکې سرچینې ویلي چې د انقرې لومړیتوب د اوربند ټینګښت دی او د کښتیو خوندي تګ راتګ کولای شي د باور جوړونې مهم ګام وي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار له دې غونډې مخکې له خپلو ترکي او مصري سیالانو سره جلا لیدنې وکړې او پر خبرو اترو او دوامدارې ډیپلوماسۍ یې ټینګار وکړ. همداراز، اسحاق ډار ویلي ایران موافقه کړې چې ۲۰ نورې پاکستاني بېړۍ د هرمز له تنګي تېرې شي.