• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۴۶ GMT+۱تازه شوی: ۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۵۸ GMT+۱

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پوهنې ادارې سبا (دوشنبه، د وري ۱۰مه) د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې د بارانونو ورېدو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.

د یادې ادارې د خبرپاڼې له مخې، سبا به په «نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کاپیسا، پنجشیر، پروان، بغلان، سمنګان، بلخ، بدخشان، تخار، کندوز، کابل، میدان‌وردګ، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، ارزګان، دایکندي، بامیان او غور» ولایتونو کې باران وي.

دا اټکل داسې مهال کېږي چې نن (یکشنبه) هم په ډېرو سیمو کې ورښتونه پیل شوي دي.

د تېرو ۲۴ساعتونو په لړکې د بارانونو او سېلابونو له امله ۱۷کسان مړه شوي او ۲۶نور ټپیان شوي دي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

•
•
•

نور کیسې

د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د سېلابونو او طبیعي پېښو له امله ۱۷ کسان مړه شوي

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۱۲ GMT+۱

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې ویاند محمد یوسف حماد ویلي، چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د سختو بارانونو، تالندې، د غره ښوېېدنې او د نېزونو راوتلو له امله د هېواد په ۱۳ولایتونو کې ۱۷ کسان مړه شوي دي.

یوسف حماد پر ایکس په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، چې په دغو پېښو کې ۲۶تنه نور ټپیان شوي هم دي.

نوموړي زیاته کړې چې د دغو طبیعي پېښو له امله ۳۷ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او ۱۱۰نور کورونه په نسبي ډول زیانمن شوي دي.

حماد ویلي چې د دې ترڅنګ ۸۰ کیلو متره سړکونه او ۵۸۲ جریبه کرنیزې ځمکې هم ویجاړې شوې دي.

د هغه په وینا، دا ویجاړۍ په لغمان، پروان، دایکندي، میدان وردګ، لوګر، هرات، فراه، غور، بادغیس، سمنګان، سرپل او جوزجان ولایتونو کې شوې دي.

بل خوا دغه طالب چارواکي ویلي چې د زیانمنو سیمو د ارزونې او له خلکو سره د مرستو لپاره هڅې روانې دي.

د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله د ګڼو ولایتونو لویې لارې تړل شوې دي

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۴۲ GMT+۱

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وایي، د وروستیو سختو بارانونو او سېلابونو له امله د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې هغه مهمې لارې او نښلوونکي سړکونه چې په لنډمهالي ډول تړل شوي وو؛ د پرانیستلو هڅې یې روانې دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د ولایتي ریاستونو تخنیکي او عملیاتي ډلې سیمو ته رسېدلې او د لارو د پاکولو او بېرته پرانیستلو چارې یې پیل کړې دي، چې تر دې دمه یې یو شمېر تړلي مسیرونه بېرته د تګ‌راتګ لپاره پرانیستي دي.

خو د سرپل ولایت د کوهستاناتو، البدر او صیاد ولسوالیو لارې، د بلخ ولایت د چهارکنت ولسوالۍ لاره او د بادغیس–فاریاب عمومي لاره لاهم د سېلابونو له امله تړلې پاتې ده. د دغه وزارت په وینا؛ د یادو لارو د پرانیستلو لپاره هڅې روانې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، هغه مساپر چې د چهارکنت پر لاره بند پاتې وو؛ د عملیاتي ډلو له‌خوا ژغورل شوي دي. د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت له خلکو او موټر چلوونکو غوښتي، تر هغې چې د هوا وضعیت عادي شوی نه‌وي؛ پر سېلابي لارو له سفر کولو ډډه وکړي.

د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او زورورو بادونو اټکل شوی

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۱۶ GMT+۰

د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پوهنې ادارې ویلي، چې سبا یکشنبه د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې د سخت باران او تېزو بادونو احتمال شته.

د دغه ادارې د وړاندوینې له مخې، سبا (یکشنبه، د وري۹مه) به هرات، فراه، نیمروز، هلمند، غور، فاریاب، دایکندي، ارزګان، زابل، پکتیکا، پکتیا، خوست، لوګر، غزني، میدان وردک، بامیان، سرپل، کندز، سمنګان، بغلان، پروان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، ننګرهار، لغمان، کنړ، نورستان، تخار او بدخشان ولایتونه د باران شاهدان وي.

د هوا پوهنې ادارې د دغو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د باران اندازه له ۱۰ تر ۴۰ میلی‌متره اټکل کړې ده.

دغه ادارې همداراز ویلي چې په لویدیځو، سویلي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د ۵۰ تر ۹۰کیلومتره په ساعت چټکۍ سره د زورورو بادونو د لګېدو احتمال هم شته.

د یادې ادارې په وینا، د هېواد په لوړو سیمو کې د واورې د ورېدو امکان هم موجود دی.

په بادغیس کې د سېلابونو له امله څلور کسان مړه شوي دي

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۳۶ GMT+۰

د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، چې د بادغیس ولایت په قادس او دره بوم ولسوالیو کې د سیلابونو له امله څلور کسان وژل شوي او درې ټپیان شوي. د طالبانو د بادغیس د امنیتي قوماندانۍ ویاند وویل چې د قربانیانو له ډلې څخه درې یې د خپلو توکو د راټولولو پرمهال د سیلابونو له امله مړه شوي.

د طالبانو د بادغیس د امنیې قوماندانۍ ویاند صدیق الله صدیقي وویل، چې د ولایت په نورو ولسوالیو کې هم خلکو ته مرګ ژوبله او د مالي زیانونه اوښتي دي، خو دقیق معلومات شتون نلري.

هغه پر فیسبوک پاڼه کې د بادغیس اوسیدونکو ته خبرداری ورکړ، چې د اوبو لارو او سیندونو څخه لرې پاتې شي.

د افغانستان انټرنیشنل لخوا ترلاسه شوي انځورونه په هرات او غور کې هم پراخه سیلابونه ښیې.

په هېواد کې د وروستیو ورښتونو پایله؛ ۵ تنه مړه او ۱۸۰ کورنۍ اغېزمنې شوي

۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۲۹ GMT+۰

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وایي، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د وروستیو ۲۴ساعتونو په ترڅ کې سیلابونو پنځه کسان مړه کړي، شپږ نور یې ټپیان کړي او مالي زیانونه یې هم اړولي دي.

د دې ادارې د ویاند محمد یوسف حماد په وینا، سیلابونه په پروان، پکتیا، کندهار، زابل او هلمند ولایتونو کې راوتلي دي.

حماد په یوه ویډیویي پیغام کې زیاته کړې چې په دې پېښو کې ۱۶کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او ۸۷نور کورونه په نسبي ډول زیانمن شوي دي. همدارنګه درې کورنۍ بې‌ځایه شوې او په ټولیز ډول ۱۸۰کورنۍ د دې سیلابونو له امله اغېزمنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې یوازې په هلمند ولایت کې د سختو بارانونو له امله درې کسان خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.