بلومبرګ: د تېلو بیه ښايي په بېساري ډول ۲۰۰ ډالرو ته لوړه شي

د بلومبرګ خبري شبکې خبر ورکړی، چې د امریکا حکومتي چارواکي او د والسټریټ شنونکي دا احتمال څېړي، چې ښايي د تېلو بیه د هر بېلر په بدل کې ۲۰۰ ډالرو ته ورسېږي، چې دا به په تاریخ کې یوه بېسارې کچه وي.
دا په داسې حال کې ده، چې بلومبرګ د وري په اوومه نېټه هم د «مککواري» پانګونې بانک د کارپوهانو په حواله د داسې یو احتمال یادونه کړې وه.
له دې سره، د سعودي عربستان د تېلو چارواکو هم د کب په ۲۹مه خبرداری ورکړی و چې که جګړه دوام وکړي او د تېلو په عرضه کې خنډونه راشي، ښايي د راتلونکې مېشتې تر پایه د تېلو بیه په هر بېلر کې له ۱۸۰ ډالرو څخه هم واوړي.
