• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي چې په پکتیکا کې یې پر ۲۳۰۰ اړمنو کورنیو نغدي مرستې وېشلې دي

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۵۵ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي، چې په پکتیکا ولایت کې یې پر ۲۳۰۰ بې‌ځایه شویو کورنیو ۳۴.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وېشلې ده.

دغې ادارې د یکشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه مرستې یې د پکتیکا ولایت په برمل، شکین او تروو ولسوالیو کې پر ۲۳۰۰ داخلي بې‌ځایه شویو کورنیو باندې وېشلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې هرې کورنۍ ته یې د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۱۵ زره افغانۍ ورکړې دي.

طالبانو دا نغدي مرستې پر داسې مهال پر کورنیو بې‌ځایه شویو ووېشلې، چې له تېرو څو ورځو راهیسې پر خوست، کونړ، نورستان او پکتیکا ولایتونو د پاکستاني ځواکونو د هاوان بریدونو له امله سلګونو کورنیو خپل کورونه پرېښي او امنو سیمو ته کډه شوې دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵

حال‌وش: د ایران پوله‌ساتو ځواکونو پر افغان کډوالو ډزې کړي درې تنه وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د بدخشان مرګونې لارې؛ په تېر کال کې ۱۳۶ کسان په بېلابېلو ټرافیکي پېښو کې مړه شوي

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۱۹ GMT+۱

په بدخشان کې د طالبانو امنیه قومندانۍ وايي، په ۱۴۰۴ هجري- لمریز کال کې په دغه ولایت کې د ۱۲۲ بېلابېلو ټرافیکي پېښو له امله ۱۳۶ کسان مړه شوي او ۱۷۵ نور ټپيان شوي دي. د سرچینې په وینا، په دغو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د بدخشان لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار وايي، په دغه ولایت کې په تېر ۱۴۰۴ کال کې د بې‌احتیاطۍ له امله ۱۲۲ ټرافیکي پېښې رامنځته شوې دي. د نوموړي په وینا، په دې پېښو کې ډېره مرګ‌ژوبله ښځو او ماشومانو ته اوښتې ده.

احسان‌الله کامګار زیاتوي، په دې موده کې ۹۶ کسان چې له قانوني عمر کم یې موټر چلاوه متوقف کړي او د ۵۴۱ هغو موټر چلوونکو چې د موټر چلونې لایسنس یې نه‌درلوده موټر هم درولي او همداراز ۵۸ موټر یې د جعلي اسنادو له امله توقیف کړي دي.

د نوموړي په وینا، په ۱۴۰۴ کال کې څه باندې ۲ زره متقاضیانو ته د موټر چلونې لایسنس ورکړل شوی او شاوخوا ۱۰۰۰ نور کسان د ټرافیکي قواعدو زده‌کړو کورسونو ته معرفي شوي دي.

د بدخشان د ټرافیک ریاست مسوولین بیا وايي، په تېر هجري- لمریز کال کې یې د موټرو د پلېټ، جواز سیر او د موټر چلونې د لایسنس وېشنې له لارې یې څه باندې ۴ میلیونه او ۹۴۶ زره افغانۍ عواید هم راټول کړي دي.

ځايي مسوولینو ژمنه کړې، چې پر لویو لارو د څارنې په ترڅ کې به هڅه وکړي، څو د ټرافیکي پېښو په شمېر کې کموالی راشي.

طالبانو له اوچا وغوښتل چې هېڅ بې‌ځایه شوې کورنۍ باید له مرستو بې‌‌برخې پاتې نه‌شي

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۱۸ GMT+۱

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې ريیس نورالدین ترابي په ختیځ زون کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې مسوول ډاکټر اسماعیل امن سره په کتنه کې له یادې ادارې وغوښتل، چې هېڅ بې‌ځایه شوې کورنۍ باید له مرستو بې‌برخې پاتې نه‌شي.

نورالدین ترابي په دې کتنه کې چې د یکشنبې په ورځ (د وري ۹مه) د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ریاست په مقر کې ترسره شوه د بې‌‌ځایه شویو د سروې او د بشري مرستو د وېش په برخو کې پر شفافیت له ټينګار سربېره وویل، چې یوازې د بشپړ شفافیت او دقت په مراعتولو سره مرستې ټولو حقیقي بې‌‌ځایه شویو ته رسېږي.

نوموړي په ختیځ زون کې د بشري مرستو د همغږۍ له ادارې یا اوچا وغوښتل، د سروې او وېش لستونه چې د مؤسسو له لارې د دې دفتر په همغږۍ ترسره شوي، له دوی سره شریک کړي، څو هېڅ بې‌ځایه شوې کورنۍ له مرستو بې‌برخې پاتې نه‌شي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د خبرپاڼې له‌مخې، په ختیځ زون کې د بشري مرستو د همغږۍ ادارې مسوول ډاکټر اسماعېل وویل، چې تر اوسه په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې شاوخوا ۶۰۰۰ کورنۍ سروې شوي او له دې جملې څخه ۳۵۵۰ کورنیو ته نغدي، خوراکي او غېرخوراکي مرستې وېشل شوي او همداراز د سروې بهیر دوام لري.

د بشري حقونو نړۍوال بنسټ: پاکستان دې په سملاسي ډول د ملکي وګړو پر وړاندې بریدونه ودروي

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۲۰:۳۵ GMT+۱

د بشري حقونو نړۍوال بنسټ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په پکتیکا، خوست او کونړ ولایتونو کې د پاکستاني ځواکونو په وروستیو بریدونو کې د ملکي وګړو کورونه په نښه شوي، چې له امله یې ۱۷ ملکیان ټپیان شوي دي.

دغه بنسټ ویلي، چې پاکستاني ځواکونو په کونړ، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د هاوان په بریدونو کې په مستقیم ډول ملکي وګړي په نښه کړې دي، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۷ ملکيان ټپیان شوي دي.

د بشري حقونو نړۍوال بنسټ ویلي، چې د پاکستان د یادو بریدونو له امله ګڼ خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي او په سیمه کې یې د یو نوي بشري ناورین د رامنځته کېدو وېره زیاته کړې ده.

د بشري حقونو یاد نړۍوال بنسټ پر پاکستاني ځواکونو غږ کړی، چې پر ملکي سیمو سملاسي بریدونه ودروي او نړۍوالو قوانینو ته درناوی وکړي.

یاد بنسټ د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له نړۍوالو سازمانونو څخه غوښتنه کړې، چې د پاکستاني ځواکونو د یادو سرغړونو په اړه څېړنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني ځواکونو نن د یکشنبې په ورځ د کونړ ولایت د مرکز اسعداباد اړوند کړامار، دم او شاوخوا نورو کلیو د هاوان بریدونه کړي، چې له امله یې تر ۱۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي.

اوچا: له سېلاب‌ځپلو سره د مرستو په موخه سېلاب‌ځپلې سیمې ارزوو

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۲۰:۳۰ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، د افغانستان په ډېریو سیمو کې د ورښتونو او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو له امله یو شمېر خلکو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. دغه اداره وايي، له بشري شریکانو سره په سېلاب‌ځپلو سیمو کې دي، څو له ارزونو وروسته بېړنۍ مرستې وروسوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا د یکشنبې په ورځ (د وري ۹مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د افغانستان په ډېریو ولایتونو کې د سېلابونو د راوتلو له امله د مرګ‌ژوبلې له اوښتو سربېره یو شمېر کورونه او تاسیسات او همداراز کاروبارونه هم زیانمن شوي دي.

دغه اداره وايي: «له خپلو بشري شریکان سره په سیمه کې حضور لرو، څو زیانونه وارزوو او عاجلو اړتیاوو ته ځواب ووایو».

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي اداره وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې، د غره ښوېېدنې او د سېلابونو راوتلو له امله ۱۷ کسان مړه شوي او ۲۶ نور ټپیان شوي دي.

د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د سېلابونو او طبیعي پېښو له امله ۱۷ کسان مړه شوي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د دغې ادارې په وینا، د دغو طبیعي پېښو له امله ۳۷ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ او ۱۱۰نور کورونه په نسبي ډول زیانمن شوي او همداراز ۸۰ کیلو متره سړکونه او ۵۸۲ جریبه کرنیزې ځمکې هم ویجاړې شوې دي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پوهنې ریاست او معتبرو نړیوالو بنسټونو سبا هم په ۲۰ ولایتونو کې د تالندې او برېښنا پېښېدو، د باران ورېدو او د سېلاب د راتلو د احتمال اټکل کړی دی.

که طالبان پر افغانستان واکمن شوي نه‌وای اوس به ۱۱۴ زره نجونې له پوهنتونونو فارغې وې

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۲۴ GMT+۱
•
خبرخونه

درې ورځې وړاندې په افغانستان کې نوی تعلیمي کال په داسې حال کې پیل شو، چې له شپږم ټولګي پورته نجونې لا هم له زده‌کړو محرومې دي. طالب چارواکو د پوهنتونونو په اړه د منفي لیدلوري په وړاندې کولو سره وویل، چې پخوا په پوهنتونونو کې د "بې‌حجابۍ او بې‌حیایۍ" فضا واکمنه وه.

که پر نجونو دا بندیزونه نه وای، نو تر اوسه به شاوخوا ۱۱۴ زره نجونې له پوهنتونونو څخه فارغې شوې وای.

په افغانستان کې د تېرې پنجشنبې په ورځ (د وري ۶مه) د ۱۴۰۵ لمریز کال تعلیمي کال له شپږم ټولګي پورته د نجونو له ګډون پرته پیل شو. که څه هم ګڼو نړۍوالو بنسټونو هیله درلوده چې سږ کال به طالبان نجونو ته د زده‌کړو د دوام اجازه ورکړي، خو د هغوی دا هیله هم د افغان نجونو د ارمانونو په څېر یوازې تر هیلې پاتې شوه.

طالب چارواکو له تېرو نږدې پنځو کلونو راهیسې د نجونو د زده‌کړو د دوام په تړاو منفي تبلیغات کړي او ان په لومړیو کې یې ویل چې د نجونو په ښوونځیو کې د نشه‌يي ټابلېټونو «ټابلېټ کا» کارونه عامه شوې وه او همداراز د روان تعلیمي کال په پیل مراسمو کې د طالبانو د چارو ادارې رييس د لوړو زده‌کړو د بنسټونو په تړاو وویل، په پوهنتونونو کې د «بې‌حیایۍ» فضا عامه وه.

د طالبانو د چارو ادارې رييس انورالحق انور په یادو مراسمو کې وویل: «د پوهنتونونو په کتابتونونو کې نه‌یوازې دا چې د خپلو عقایدو او حیا او اخلاقو کې بهتري راځي د هغو شیانو په تړاو مواد نشته، بلکې د بې‌حیایۍ شیان په‌کې ځای پر ځای شوي دي. دا به ډېر بد تاثیر ولري او دا هم په ماحول کې راځي».

د ښوونځیو او پوهنتونونو یو شمېر استادانو، زده‌کوونکو او محصلینو د طالبانو دغه ادعاوې په کلکه رد کړې، دا ډول فکر یې د هغوی د ناسم فکر زېږنده وبلله او له لوړو زده‌کړو د نجونو د منع کولو لپاره د توجیه موندنې هڅه وبلله.

طالبانو له بیا واکمنېدو شاوخوا یوه میاشت وروسته د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې نجونې زده‌کوونکې له شپږم ټولګي پورته د «امر ثاني» په نوم له زده‌کړو منع کړې. دغې ډلې بیا شاوخوا یو کال وروسته د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده‌کړو او همداراز یې پوره ۲ کاله وروسته یعنې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د نجونو د طب او قابلګۍ په څانګو کې پر زده‌کړو هم بندیز ولګاوه.

یونېسف ویلي، دمګړی په افغانستان کې څه باندې ۲ اعشاریه ۲ میلیونه نجونې د زده‌کړو له دوامه محرومې شوي او تر ۲۰۳۰ کال پورې به دغه شمېر ۴ میلیونو ته ورسېږي.

ملګرو ملتونو ویلي، په افغانستان کې د بې سوادانو شمېر مخ په لوړېدو دی او دمګړی شاوخوا ۷ میلیونه ماشومان د طالبانو او نورو محدودیتونو له امله له زده‌کړو بې‌برخې دي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ د ۱۴۰۵ تعليمي کال له پیلېدو یوه ورځ مخکې (جمعه د کب ۲۹مه) په خپله اېکس پاڼه افغانانو ته د سولې او سوکالۍ د هیلو له څرګندولو سربېره ویلي: «د نوي تعلیمي کال په پیلېدو سره، موږ هغې ورځې ته سترګې په لار یو چې هره نجلۍ بېرته ټولګي ته ستنه شي».

اوس پوښتنه دا ده، که طالبان نه‌وای یوازې د افغانستان په ټولنه کې به سواد څومره عام وای او لږ تر لږه څومره نجونې به له ښوونځیو او پوهنتونونو فارغې وې؟

که طالبانو پر پوهنتوني زده‌کړو بندیز نه‌وای لګولی، نو د شمېرو له‌مخې، په وروستیو نږدې پنځو کلونو کې به په افغانستان کې شاوخوا ۱۱۳,۹۰۸ نوې ښځینه ډاکترانې، انجینرانې، ادیبانې، روانپوهانې، د کمپیوټر، ساینس او له بېلابېلو نورو څانګو لږ تر لږه د لېسانس تر کچې فارغې شوې وې.

د شمېرو پر بنسټ، که پر نجونو د منځنیو زده‌کړو دروازې نه‌وای تړل شوې، نو په افغانستان کې به نږدې یو میلیون نجونې زده‌کوونکې له دولسم ټولګي فارغې شوې وې.

د یونېسکو د معلوماتو له‌مخې، طالبانو په قصدي توګه د ۱ اعشاریه ۴ میلیونو نجونو پر مخ په قصدي ډول د منځنیو زده‌کړو دروازې تړلې دي، چې نږدې یو میلیون یې له اتمو ټولګیو پورته وې او که بندیز نه‌وای نو دا یو میلیون نجونې په په تېرو نږدې پنځو کلونو کې له ښوونځیو فارغې وې.

د طالبانو په دغه ډول پرېکړو سره د افغانستان سم نیمايي ټولنه بې‌سواده پاتې کېږي، چې تل به نورو ته محتاج وي.

د یونېسکو، یونېسف او پخواني جمهوري دولت د پوهنې او لوړو زده‌کړو وزارتونو شمېرې ښيي، چې تر ۲۰۲۱ کال پورې په افغانستان کې نږدې ۸.۷ میلیونه نجونې او هلکان په عمومي ښوونځیو کې شامل وو.

خو طالبانو په خپله واکمنۍ کې ډېر پام د دیني مدرسو پر جوړښت او همداراز جلب او جذب متمرکز کړی دی. اوس طالبان په منفي تبلیغاتو سره هڅه کوي، چې کورنۍ له عصري زده‌کړو واړوي او د دیني مدرسو لوري ته یې سوق کړي.

د طالبانو پوهنې وزارت چې د ښوونځيو تر څنګ د یوې برخې دیني مدرسو مسوولیت هم لري ادعا لري، چې دمګړۍ څه باندې ۱۲ میلیونه هلکان او نجونې پر عصري او دیني زده‌کړو بوخت دي. دغه وزارت په کره توګه د عصري او دیني زده‌کړو د زده‌کوونکو شمېر له روښانه کولو پرته ادعا لري: «د دیني او عمومي زده‌کړو په مرکزونو کې ټولټال ۷ میلیونه او ۵۳۳ زره ۸۸۶ هلکان او ۵ میلیونه او ۳۹۱ زره او ۳۰۰ نجونې پر دیني او عمومي زده‌کړو بوختې دي. په ټوله کې پر زده‌کړو د بوختو زده‌کوونکو شمېر ۱۲ میلیونه او ۹۲۵ زره او ۱۸۷ ته رسېږي».

د چارو شنونکي بیا پر دې باور دي، چې د دغو دیني مدرسو زده‌کوونکي د دغې ډلې راتلونکي سرتېري دي، ځکه اوسني طالبان چې کابو اکثریت یې نالوستي دي، خو څوکیو او ارامښت ته له رسېدو وروسته ښايي بیا ترې د جنګیاليو په توګه استفاده ونه‌شي، نو دغه نوي زده‌کوونکي په اسانۍ سره د دوی سرتېري جوړېدای شي.

د یونېسکو، یونېسف او پخواني جمهوري دولت د پوهنې وزارت د معلوماتو له‌مخې، په هغه وخت کې د نجونو ګډون په ابتدايي دوره کې لوړ شوی وو: په ۲۰۱۸ کې ۲.۵ میلیونه نجونې په ابتدايي دورې کې پر زده‌کړو بوختې وې او تر ۲۰۲۱ پورې په ټول کې هېواد کې د ابتدايي زده‌کوونکو ۴۰ سلنه برخه نجونې وې.

په لوړو زده‌کړو کې هم بدلون محسوس وو: د ۲۰۲۱ کال وروستۍ احصایې ښيي چې د افغانستان په شخصي او دولتي پوهنتونونو کې له ۱۱۰ زرو ډېرې محصلینې په زده‌کړو بوختې وې.

هر کال په منځني ډول له ۳ زرو تر ۴ زرو ښځینه محصلینې په بورسیو او شخصي مصارفو بهرنیو هېوادونو ته د زده‌کړو د دوام لپاره تللې، خو اوس ترې دا حق اخیستل شوی.

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان نن څه ډول دی؟

د ملګرو ملتونو د راپور له‌مخې، افغانستان اوس د نړۍ یوازنی هېواد دی چې د نجونو ثانوي او لوړې زده‌کړې په‌کې په رسمي ډول بندې دي. دا هېښوونکی خبره ده، چې خلک د یوه هېواد د واکمن له لوري په رسمي او جبري توګه له زده‌کړو منع شي.

د شمېرو له‌مخې، لږ تر لږه ۱.۴ میلیونه نجونې په قصدي ډول له ثانوي زده‌کړو منع دي؛ نږدې ۲.۵ میلیونه د ښوونځي‌عمر لرونکې نجونې یعنې ۸۰ سلنه یې له زده کړو بې برخې دي.

دا مهال د ابتدايي کچې د مجموعي شمولیت کچه ټیټه شوې او یونېسف وايي، چې په ۲۰۲۴ کې د افغانستان ابتدايي شمولیت کچه ټیټه شوې ده، ځکه نجونې د زده‌کړو د دوام حق نه‌لري.

یونېسکو خبرداری ورکوي، د نجونو د محرومیت دوام به د هېواد لپاره د متخصصو کادرو کمښت رامنځته کړي، په طب، انجینرۍ او نورو برخو کې به د فارغانو تشه نوره هم زیاته شي او وايي: «موږ یې محسوسوو».

د ملګرو ملتونو راپورونه وايي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو له زده‌کړو په مخنیوي سره په کم عمر کې د نجونو د ودونوو ګراف خورا لوړ شوی دی او ورسره د کورنیو اقتصادي ستونزې او ناامني خطرونه لا پسې زیات کړي دي.

د یونېسف د اټکل له مخې، د دې بندیز له امله به هر کال ۱۶۰۰ میندې د ولادت پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړي او تر ۳۵۰۰ زیات نوي زیږېدلي ماشومان به مړه شي.

د یونېسف اجراییوي مشرې کاتریل رسل ویلي، «پوهنه په ژوند کې یوازې فرصتونه نه برابروي، بلکې نجونې له کم عمره ودونو، خوارځواکۍ او نورو روغتیايي ستونزو څخه هم ساتي».

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې هم ویلي، ډېرې کورنۍ د فقر او همداراز د زده‌کړو یا د کار نشتوالي له امله واده د ژوند د بقا لاره بولي. ملګرو ملتونو ویلي، چې دې کار د ښځو او ماشومانو پر روغتیا خورا ناوړه اغېزه کړې.

د یادې ادارې د اټکل له مخې، په روان ۲۰۲۶ کاله کې به په افغانستان کې د کم عمره مېندو امېندواري کچه ۴۵ سلنه ډېره شي او د مېندو د مړینې ګواښ به تر ۵۰ سلنې هم لوړ شي.

د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وایي، د دغې لړۍ په پایله کې به په افغانستان کې داسې ښځينه نسل پاتې شي، چې زده‌کړې به نه‌لري، په کوچنیوالي کې به واده شوې وي او د مرګ له جدي ګواښ سره به مخ وي.

د دغې ادارې په وینا، که په افغانستان کې د ښځو حقونه، زده‌کړه او روغتیا لومړیتوب ونه لري، افغانستان به د ځوان نسل د ضایع کېدو او د پرمختګ له‌مخې له ګواښ سره مخ شي.

یونېسف د زده‌کړو د کیفیت په اړه وایي، په ۲۰۲۴/۲۰۲۵ ارزونو کې دا موندلې چې څه باندې ۹۰ سلنه لس کلن ماشومان ساده متن په سمه توګه نه‌شي لوستلای، یعنې بحران لا ژور شوی دی.

زده کړه یوازې ټولګی نه‌دی؛ د یوه نسل راتلونکی دی. خو د طالبانو د قصدي بندیزونو له کبله دا راتلونکی په قلف شویو دروازو کې بند پاتې دی، د وروستۍ پوښتنې په توګه باید وپوښتو:

چې څوک د یو باسواده افغانستان مخه نیسي او د افغانانو د سبا ساه تنګوي؟