• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ازموینې اداره: سږکال به لوړو زده‌کړو ته شاوخوا ۵۹ زره عمومي او د مدرسو ۲۴۰۰ فارغان جذب شي

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۱۲ GMT+۱تازه شوی: ۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۲۶ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې ازموینو ملي ادارې رییس عبدالباقي حقاني د ۱۴۰۵ کال د عمومي کانکور احتمالي پلان د اعلان غونډه کې ویلي، چې سږ کال به لوړو زده‌کړو ته د عمومي زده‌کړو ۵۹ زره ۴۶۰ او د مدرسو ۲۴۰۰ فارغان جذب شي.

د طالبانو تر واک لاندې د ازموینې ملي ادارې مشر نن یکشنبه، د وري پر ۹مه په کابل کې یوې خبري ناستې پرمهال وویل، چې په اختصاصي برخو کې د جذب کچه ۸ زره ۵۸۵ او شپني پروګرام ته څلور زره شپږ تنه ده، چې ټول شمېر یې ۷۴ زره ۵۰۵ کېږي.

دغه راز حقاني د ماسټرۍ د جذب وړتیا ۲ زره ۷۰ ښودلې ده.

د طالبانو ازموینو ملي ادارې رییس عبدالباقي حقاني ویلی، چې د کانکور ازموینې د معیاري کولو په ځانګړې ډول د پوښتنو بانک په برخه کې جدي هڅې شوې دي.

نوموړي ویلي، چې متخصص استادان ګومارل شوي چې په معیاري ډول پوښتنې چمتو کوي.

د طالبانو د ازموینو ملي ادارې رییس زیاته کړې، پر پوښتنو د لا ښه پوهېدو لپاره د ژباړې بهیر له منځته وړل شوی او د دري ژبې پوښتنې د دري استادانو او د پښتو ژبې د پښتو استادانو له لوري چمتو کېږي.

د طالب چارواکو په وینا، د سږ کال کانکور عمومي ازموینه به په څلورو پړاوونو کې واخيستل شي او لومړی پړاو به په ۱۵ ولايتونو کې د غویي میاشتې پر ۲۱مه، دويم پړاو به په ۱۸ ولايتونو کې د غویي پر ۲۸مه، درېيم پړاو کې به په پلازمېنه کابل کې د غبرګولي پر ۱۲مه د مرکز د ۱۲مو ټولګیو د فارغانو ازموینه وي او وروسنی پړاو به د غبرګولي پر ۲۲مه پيل او تر بایومټریک وروسته به ترې ازموینه واخيستل شي.

د سږني کال کانکور ازموینې لپاره د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت له لوري د جذب ظرفیت ۷۴ زره ۵۰۵ تنه ټاکل شوی.

د یادونې وړ ده، چې روان کال هم په راتلوونکي کانکور ازموینې کې د نجونو د ګډون په تړاو هېڅ اشاره نه ده شوې.

د طالبانو له بیاځلي واک ته رسېدو سره دې ډلې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د هلمند والي وايي د پاکستان بریدونو «د مخالفانو برېتونه هم غوړ» کړل

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۵۳ GMT+۱

د طالبانو د هلمند والي وايي، چې پاکستان د امریکا په سپارښتنه پر افغانستان هوايي بریدونه کوي او دغو بریدونو ددوی د مخالفانو برېتونه هم یوڅه غوړ کړل. امان الدین منصور په بدخشان کې یوې غونډې ته ویلي، چې «د مخالفانو پښې به ور غوڅې کړي».

د طالبانود هلمند والي امان‌الدین منصور د یکشنبې په ورځ بدخشان ولایت ته د خپل سفر پر مهال په یوه غونډه کې پاکستان ته د «منافق» خطاب وکړ او ویې ویل، چې پاکستاني چارواکو واشنګټن ته سفرونه وکړل او په افغانستان کې یې هوايي «بې معنا» بریدونه پیل کړل.

منصور په خپلو خبرو کې وویل، چې دوی چې په تېرو ۲۰ کلونو کې له امریکا او نورو ځواکونو سره څه ډول جګړه کړې، دغسې به اوس هم د افغانستان ددفاع لپاره جګړه کوي.

نوموړي وویل، ځینې خلک له دوی پوښتنه کوي چې د طالبانو حکومت څومره دوام کوي؟ هغه په خپلو خبرو کې چې ویډیو یې اریانا ټلویزیون خپره کړې، د طالبانو مخالفانو ته د هغوی د نومونو له یادولو پرته خبرداری ورکړی، چې هیڅ یوه ته به دا مجال ورنه کړي او «که پښې افغانستان ته وغڅوي، په تورو به یې ور غوڅې کړي».

هغه په خپلو خبرو کې دې ته هم اشاره وکړه، چې ځینې خلکو له دې وضعیت نه اندېښنه ښودلې ده او دوی ته یې مراجعه کړې ده.

د طالبانو د هلمند والي داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې پاکستان په دې وروستیو کې د افغانستان په څو ولایتونو کې د طالبانو مراکز په نښه کړي او داسې رپوټونه هم دي، چې اسلام اباد د طالبانو د مخالفانو د ملاتړ لپاره پر ځینو لارو چارو کار کوي.

طالبانو په جوزجان او بلخ کې د دریو ښځو په ګډون ۷ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۴۲ GMT+۱

د طالبانو ستره محکمه وایي، چې په جوزجان او بلخ ولایتونو کې یې د دوو جلا قضیو په ترڅ کې ۷کسان، چې درې ښځې هم پکې شاملې دي، په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

له یادې محکمې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د جوزجان ولایت د قوش‌تېپې ولسوالۍ د طالبانو د ابتدایه محکمې د پرېکړې له مخې، شپږ تنه، چې دوه ښځې هم پکې شاملې وې، د طالبانو مسوولینو ته د سپکاوي، روژې خوړلو او د اخلاقي فساد د تورونو له امله په سزا محکوم شوي وو.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د دغې محکمې له حکم سره سم، یاد کسان له شپږو میاشتو تر دوو کلونو پورې په بند او له ۲۰تر ۳۹دُرې وهلو په سزا محکوم شوي وو، چې دا پرېکړه د طالبانو د سترې محکمې له تایید وروسته عملي شوې ده.

په ورته وخت کې، طالبانو د بلخ ولایت په زاري ولسوالۍ کې هم یوه ښځه د نامشروع اړیکو په تور په پنځو کلونو بند او ۳۵دُرې د وهلو په سزا محکومه کړې وه، چې نن یکشنبه پرې په عام محضر کې یاده سزا عملي شوې ده.

طالبان په داسې حال کې بدني سزاوې عملي کوي، چې د بشري حقونو نړیوال بنسټونه او د ملګرو ملتونو ادارې دا ډول سزاوې د نړیوالو بشري حقونو له اصولو سره په ټکر کې بولي او له طالبانو یې د بندولو غوښتنه کړې ده. خو طالبانو تر اوسه د دغو نیوکو پر وړاندې خپل دریځ نه دی بدل کړی او ټینګار کوي چې دا سزاوې د هغوی د قضايي نظام برخه ده.

د افغان سوداګرو یو پلاوی د سوداګریزو فرصتونو د تشخیص لپاره ازبکستان ته ځي

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۱۶ GMT+۱

په کابل کې د طالبانو د سوداګرۍ وزیر او د ازبکستان د نمنګان د والي په مشرۍ پلاوي ترمنځ په ناسته کې هوکړه شوې، چې د افغانستان د خصوصي سکتور د استازو یو پلاوی به د سوداګریزو فرصتونو د تشخیص لپاره ازبکستان ته لاړ شي.

د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت نن یکشنبه، د وري پر۹مه وویل، چې د ازبکستان د نمګان ولایت والي د دغه ولایت د عمومي معلوماتو او موجوده تولیدي او صنعتي ظرفیتونو او د ولایت د سوداګرو په اړه خبرې وکړې.

د یاد وزارت په وینا، په دې ناسته کې په افغانستان کې د درملو د صادراتو او تولید، د چرګانو د فارمونو د ظرفیت او په دې برخه کې د همکارۍ او ګډ کار، د ګرانبیو او نیمه ګرانبیو ډبرو په سکتور کې د ګډې پانګونې او له افغانستان څخه نورو هیوادونو ته د دې ډبرو د صادارتو په اړه خبرې شوې دي.

په دې ناسته کې دغه راز د کرنیزو تجهیزاتو او ماشینونو په اړه د بحثونو خبر هم ورکړل شوی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي یو ځل بیا له ازبکستان سره د ګډې همکارۍ او د دواړو هیوادونو د محصولاتو او تولیداتو د بازار موندنې لپاره د طالبانو د ادارې د چمتووالي اعلان کړی او د سړو خونو، کرنیزو او طبي محصولاتو فابریکو د جوړولو په برخو کې یې د پانګونې فرصتونو باندې ټینګار کړی دی.

د طالبانو او ازبکستان ترمنځ په دې وروستیو کې په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه د وارداتو په برخه کې اړیکې غوړېدلې دي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې ویل شوي د دې ناستې په پای کې پریکړه وشوه چې په مختلفو سکتورونو کې د افغان خصوصي سکتور د غړو یو پلاوی به د سوداګرۍ فرصتونو د پیژندلو لپاره ازبکستان ته لاړ شي.

د ازبکستاني پلاوي په اړه ویل شوي، چې بلخ ته به هم سفر وکړي او هلته به د طالبانو له ځینو چارواکو سره وګوري.

د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د سېلابونو او طبیعي پېښو له امله ۱۷ کسان مړه شوي

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۱۲ GMT+۱

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې ویاند محمد یوسف حماد ویلي، چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د سختو بارانونو، تالندې، د غره ښوېېدنې او د نېزونو راوتلو له امله د هېواد په ۱۳ولایتونو کې ۱۷ کسان مړه شوي دي.

یوسف حماد پر ایکس په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، چې په دغو پېښو کې ۲۶تنه نور ټپیان شوي هم دي.

نوموړي زیاته کړې چې د دغو طبیعي پېښو له امله ۳۷ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او ۱۱۰نور کورونه په نسبي ډول زیانمن شوي دي.

حماد ویلي چې د دې ترڅنګ ۸۰ کیلو متره سړکونه او ۵۸۲ جریبه کرنیزې ځمکې هم ویجاړې شوې دي.

د هغه په وینا، دا ویجاړۍ په لغمان، پروان، دایکندي، میدان وردګ، لوګر، هرات، فراه، غور، بادغیس، سمنګان، سرپل او جوزجان ولایتونو کې شوې دي.

بل خوا دغه طالب چارواکي ویلي چې د زیانمنو سیمو د ارزونې او له خلکو سره د مرستو لپاره هڅې روانې دي.

د طالبانو او د خوړو نړیوال پروګرام چارواکي د همکاریو د پراختیا په اړه غږېدلي

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۴۷ GMT+۱

د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، چې ملا عبداللطیف منصور د افغانستان لپاره د خوړو نړیوال پروګرام له مشر جان ایلیف او ورسره مل پلاوي سره لیدلي او د همکاریو د پراختیا په اړه غږېدلي دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان لپاره د «ډبلیو ایف پي» مشر ویلي چې هڅه کوي د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې بنسټیزې پروژې پلي کړي، څو خلک ترې اغېزناکه ګټه واخلي.

د خبرپاڼې له مخې، ملا منصور په دې لیدنه کې وویل چې په تېر کال کې د دواړو لوریو په همغږۍ ګڼې پروژې پلي شوې دي. هغه ټینګار وکړ چې وزارت یې تل له نړیوالو بنسټونو سره همکار دی او په ځانګړي ډول لرې پرتو سیمو ته د لا زیاتو خدماتو اړتیا شته.

هغه ویلي چې باید پروژې په معیاري ډول پلې شي او محرومو سیمو ته لومړیتوب ورکړل شي.