په ننګرهار کې د تندر پرېوتو له امله شپږ کسان ټپیان شوي

په ننګرهار ولایت کې د تندر (تالندې برېښنا) د پرېوتو له امله شپږ کسان، چې دوه ښځې او څلور ماشومان دي، ژور ټپیان شوي دي.

په ننګرهار ولایت کې د تندر (تالندې برېښنا) د پرېوتو له امله شپږ کسان، چې دوه ښځې او څلور ماشومان دي، ژور ټپیان شوي دي.
په ننګرهار کې د طالبانو د والي د دفتر د معلوماتو له مخې، دا پېښه د اچین ولسوالۍ د «ګاو درې» په کلي کې شوې، چې د سختو بارانونو او د هوا د بدلون له امله تندر د ګلبشر په نوم د یوه کس پر کور لګېدلی دی.
ټپیان د اچین ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي او دا مهال تر درملنې لاندې دي.
همداراز، د سختو بارانونو له امله په همدې ولسوالۍ کې درې استوګنیز کورونه هم نړېدلي، خو په دې پېښه کې چا ته د سر زیان نه دی اوښتی.
دا په داسې حال کې ده چې له پېښو سره د طالبانو د مبارزې ادارې مخکې ویلي وو، په تېرو ۲۴ساعتونو کې د بارانونو او سېلابونو له امله په څو ولایتونو کې لږ تر لږه ۱۷کسان مړه شوي او ۲۶نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د ایران له سفیر عليرضا بيکدلي سره د لیدنې پرمهال ویلي، چې له پاکستان سره د معنا لرونکو او رښتينو خبرو له لارې د دواړو لوريو د معقولو غوښتنو د حل غوښتونکی دی او په دې برخه که یې د ایراني چارواکو دریځ ستایلی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبه د وري پر ۹مه ویلي، چې نن په کابل کې د ايران سفیر عليرضا بيکدلي د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امير خان متقي سره په کتنه کې پر دوو اړخیزو اړیکو او سيمهييزو مسايلو خبرې وکړې.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د ایران د سفیر عليرضا بيکدلي له قوله لیکلي، چې مشرتابه يې د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستی وضعيت له نږدې څاري او د سولهييز حل غوښتونکی دی.
په اعلامیه کې راغلي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر پر ایران د امريکا او اسراییل برید او په سيمه کې د جګړې د لمنې پراخېدل د ټولې سيمې په زيان وبلل.
متقي او بیکدلي د افغانستان او ایران ترمنځ دوه اړخيزه سوداګري مخ پر وده بللې ده.
په خیبرپښتونخوا کې افغان موټرچلوونکي شکایت کوي، چې پاکستاني پولیس یې د بډو اخیستو لپاره ځوروي او زنداني کوي. دوی وايي، چې د بار وړونکو موټرو چلوونکي او مرستیال موټرچلوونکي پاکستانۍ وېزې او نور اړوند اسناد هم لري خو بیا یې هم پاکستاني پولیس نیسي.
په خیبر پښتونخوا کې یو شمیر افغان موټر چلوونکي وايي، چې یو خوا د تورخم لاره تړل شوې ده او دوی د خیبرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې بند پاتې دي، خو بل پولیس د بډو اخیستلو لپاره ورپسې کوڅه په کوڅه ګرځي.
یو موټر چلوونکي وویل، چې «کډې مو بار دي، تورخم بند دی او بې سرنوشته ولاړ یو خو د قانوني اسنادو سربېره مو بیا هم پاکستاني پولیس ځوروی».
په خیبرپښتونخوا کې د افغان ټرانسپورټ اتحادیې رییس له پاکستاني چارواکو غوښتنه وکړه، چې له قانوني سرغړونو پرته افغان موټرچلوونکي ونه ځوروي. هغه وویل، چې ټول افغان موټرچلوونکي اسناد لري او هیڅ یو یې هم بې اسنادو نه دی.
موټرچلوونکو خبرداری ورکړ، چې که څوک یې ستونزو ته حل لاره ونه مومي، خپلو موټرو ته به اور واچوي.
دا شکایتونه په داسې حال کې کېږي، چې له یوې خوا د تورخم دروازه د تګ او راتګ لپاره تړل شوې ده او بل خوا د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د افغان کډوالو د اېستلو عملیات روان دي.
تېره ورځ ځینو افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د تورخم د تړل کېدو له امله په خیبر او لنډي کوتل کې شاوخوا ۲۰۰ افغان کډوالې کورنۍ له تېرو څلورو اونیو راهیسې بندې پاتې دي. دوی نیوکه کوي، چې له ماشومانو او میرمنو سره تر شنه اسمان لاندې له سرپناه پرته شپې او ورځې تېروي.
پاکستان د وري پر۶مه له شاوخوا یوې میاشتې وروسته تورخم د کډوالو د ستنېدو پر مخ بېرته پرانیستی و، خو د یوه سرتېري له ټپي کېدو وروسته یې بېرته وتاړه.
شاوخوا شپږ میاشتې کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لارې د نښتو له امله تړل شوې دي. په دې موده کې تورخم او سپین بولدک یوازې له پاکستان څخه د ایستل کېدونکو کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره پرانیستي وو، خو له تېرو نږدې څلورو اونیو راهیسې تورخم د دغه بهیر پر مخ هم تړل شوی دی.
امریکایي رسنۍ «این بي سي نیوز» راپور ورکړی، چې په قطر کې میشت هغه افغانان چې د شلو کلونو جګړې پر مهال یې له امریکايي ځواکونو سره مرسته او کار کړی، اوس له نامعلوم او اندېښمن حالت سره مخ دي. اېن بي سي وايي، دغه افغان همکاران ویریږي چې ښايي بېرته افغانستان ته ستانه کړل شي.
په راپور کې ویل شوي، چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت په قطر کې د هغه کمپ د تړلو په حال کې دی چې تر ۱۱۰۰زیات افغانان، د ځانګړو ځواکونو پخواني غړي، ژباړونکي او د هغوی کورنۍ پکې مېشتې دي.
دا کمپ چې «السیلیه» نومېږي او دوحې ښار ته نږدې پروت دی، ډېری اوسېدونکي یې تر دې وړاندې د امریکا د بیا مېشتېدو پروګرام پروسې لپاره تایید شوي وو. خو امریکايي چارواکو ویلي چې ټول اوسېدونکي باید د مارچ میاشتې تر پایه دا کمپ پرېږدي.
راپور زیاتوي چې دډونالډ ټرمپ ادارې دې کسانو ته دوه انتخابونه وړاندې کړي دي؛ یا دې یو نامعلوم درېیم هېواد ته ولېږدول شي او یا دې افغانستان ته ستانه شي.
د کمپ یو اوسېدونکي این بي سي ته ویلي چې هغوی ته له ۱۰۰۰تر ۴۵۰۰ډالرو پورې د پیسو د ورکولو وړاندیز هم شوی څو بېرته افغانستان ته ستانه شي، خو د هغه په وینا دا وړاندیز د امنیتي ګواښونو په مقابل کې د منلو وړ نه دی.
دا په داسې حال کې ده چې د بیا مېشتېدو بهیر له ټکني کېدو وروسته، زرګونه نور افغان کډوال په بېلابېلو هېوادونو لکه پاکستان کې د خپل برخلیک په تمه پاتې دي او د نامعلوم راتلونکي په اړه اندېښنه لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي چې که څه هم حکومت د خلکو د جبري ستنولو پلان نه لري، خو «د دې ډلې نامحدوده ساتل نه مناسب دي او نه هم انساني.»
هغه زیاته کړه چې درېیمو هېوادونو ته د دې کسانو لېږد د هغوی د خوندیتوب او د نوي ژوند د پیل لپاره یو مثبت ګام دی.
په همدې حال کې، د محمد په نوم یو افغان چې د جګړې پر مهال یې د امریکايي پوځ لپاره د ژباړن په توګه کار کړی او ټپي شوی، این بي سي ته ویليداسې انګیري چې « خیانت» ورسره شوی.
هغه ویلي چې کورنۍ یې په افغانستان کې د همدې همکاریو له امله په نښه شوې او امریکا باید د هغوی ساتنه وکړي، نه دا چې بېرته یې طالبانو ته وسپاري.
بلخوا، د افغان ایواک په نوم بنسټ مشر شان وانډیور ویلي چې د السیلیه کمپ چې پخوا د افغانانو د لېږد اصلي مرکز و، اوس یې تر ډېره د «بندخونې» بڼه خپله کړې ده.
د هغه په وینا، اوسېدونکي اجازه نه لري چې له کمپ څخه ووځي او په داسې کانتینرونو کې ژوند کوي چې کړکۍ نه لري او یوازې د لنډمهالې استوګنې لپاره جوړ شوي دي.
نوموړي همدارنګه خبرداری ورکړی چې درېیمو هېوادونو ته لېږد هم دایمي حل نه دی، ځکه هېڅ تضمین نشته چې دا هېوادونه به وروسته دا خلک بېرته افغانستان ته نه ستنوي.
امریکايي چارواکو بیا ټینګار کړی چې هېڅوک به په زور نه ستنېږي، خو دا وضعیت لا هم دوام لري او د کمپ اوسېدونکي په سختو شرایطو، د شدیدې ګرمۍ او محدودو امکاناتو لاندې د خپل راتلونکي د پرېکړې په تمه دي.
په ناروې کې مېشتو یو شمېر افغانانو، د بېلابېلو ټولنو غړو او د بشري حقونو، عدالت او سولې ملاتړو د ناروې د پارلمان مخې ته سوله ییز لاریون او غونډه کړې او پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه او ملکي مرګ ژوبله یې غندلي دي.
لاریون کوونکو په خپل پرېکړه لیک کې د کابل د روږدو پر مرکز برید له بشري حقونو سرغړونه او د ټولنې پر کمزورو کسانو ظلم بللی او غوښتنه یې کړې، چې ملګري ملتونه، د بشري حقونو څار سازمانونه او اړوندې ادارې دې دا پېښه د جنګي جنایت په توګه ثبت کړي او عاملان دې یې نړیوالې محکمې ته راکش کړي.
لاریون والو دغه راز ویلي، افغانستان د داسې راتلونکي مستحق دی چې خلک پکې په امن، عزت او ثبات کې ژوند وکړي.
په پرېکړه لیک کې د هر ډول بهرني پوځي برید، هوايي بمبارۍ، ځمکني یرغل یا نیابتي جګړې غندنه شوې او ټینګار شوی چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی او باید له بهرنیو لاسوهنو خوندي پاتې شي.
په پرېکړه لیک کې په افغانستان کې د پاکستان په ګډون د بهرنیو لاسوهنو تاریخي شالید یاد شوی، چې د جګړو، بېثباتۍ، ترهګرۍ او انساني ناورینونو لامل ګرځېدلي دي.
پرېکړه لیک د خپلواک هېواد په کورنیو چارو کې هر ډول مداخله د نړیوالو قوانینو نقض ګڼلی او له نړیوالې ټولنې غوښتنه شوې چې ویې غندي.

په پرېکړه لیک کې دغه راز له نړیوالې ټولنې، په ځانګړې توګه د ناروې پارلمان، اروپايي هېوادونو، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د څار سازمان نه غوښتنه شوې چې پر افغانستان هر ډول بهرنی برید وغندي، د سولې، ثبات او عدالت لپاره بېړني او عملي ګامونه واخلي، د بشري حقونو د ساتنې لپاره دوامداره فشارونه وارد کړي او د وروستیو بریدونو د څېړنې لپاره د خپلواکو پلټنو ملاتړ وکړي او د حساب ورکونې زمینه برابره کړي.
په پرېکړه لیک کې ټینګار شوی چې افغانان د سولې، تفاهم او متقابل درناوي غوښتونکي دي او د جګړې او تاوتریخوالي پر ځای د سولهییز ژوند حق لري.
د طالبانو تر واک لاندې ازموینو ملي ادارې رییس عبدالباقي حقاني د ۱۴۰۵ کال د عمومي کانکور احتمالي پلان د اعلان غونډه کې ویلي، چې سږ کال به لوړو زدهکړو ته د عمومي زدهکړو ۵۹ زره ۴۶۰ او د مدرسو ۲۴۰۰ فارغان جذب شي.
د طالبانو تر واک لاندې د ازموینې ملي ادارې مشر نن یکشنبه، د وري پر ۹مه په کابل کې یوې خبري ناستې پرمهال وویل، چې په اختصاصي برخو کې د جذب کچه ۸ زره ۵۸۵ او شپني پروګرام ته څلور زره شپږ تنه ده، چې ټول شمېر یې ۷۴ زره ۵۰۵ کېږي.
دغه راز حقاني د ماسټرۍ د جذب وړتیا ۲ زره ۷۰ ښودلې ده.
د طالبانو ازموینو ملي ادارې رییس عبدالباقي حقاني ویلی، چې د کانکور ازموینې د معیاري کولو په ځانګړې ډول د پوښتنو بانک په برخه کې جدي هڅې شوې دي.
نوموړي ویلي، چې متخصص استادان ګومارل شوي چې په معیاري ډول پوښتنې چمتو کوي.
د طالبانو د ازموینو ملي ادارې رییس زیاته کړې، پر پوښتنو د لا ښه پوهېدو لپاره د ژباړې بهیر له منځته وړل شوی او د دري ژبې پوښتنې د دري استادانو او د پښتو ژبې د پښتو استادانو له لوري چمتو کېږي.
د طالب چارواکو په وینا، د سږ کال کانکور عمومي ازموینه به په څلورو پړاوونو کې واخيستل شي او لومړی پړاو به په ۱۵ ولايتونو کې د غویي میاشتې پر ۲۱مه، دويم پړاو به په ۱۸ ولايتونو کې د غویي پر ۲۸مه، درېيم پړاو کې به په پلازمېنه کابل کې د غبرګولي پر ۱۲مه د مرکز د ۱۲مو ټولګیو د فارغانو ازموینه وي او وروسنی پړاو به د غبرګولي پر ۲۲مه پيل او تر بایومټریک وروسته به ترې ازموینه واخيستل شي.
د سږني کال کانکور ازموینې لپاره د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت له لوري د جذب ظرفیت ۷۴ زره ۵۰۵ تنه ټاکل شوی.
د یادونې وړ ده، چې روان کال هم په راتلوونکي کانکور ازموینې کې د نجونو د ګډون په تړاو هېڅ اشاره نه ده شوې.
د طالبانو له بیاځلي واک ته رسېدو سره دې ډلې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.