• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

محمد باقر قالیباف د ټرمپ د مذاکرې وړاندیز «یو ارمان» وباله او رد یې کړ

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۵۶ GMT+۱

د ایراني پارلمان مشر محمد باقر قالیباف په څرګند ډول له امریکا سره هر ډول هوکړه رد کړه. قالیباف د یکشنبې په ورځ (د وري ۹مه) د جګړې د پیل د دېرشمې ورځې په مناسبت د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۱۵ ماده‌ييزو شرطونو لړلیک ته اشاره وکړه او هغه یې «د امریکایانو یو ارمان» وباله.

قالیباف په دې اشارې سره چې «امریکا یوازې خپل ارمانونه بیانوي او هغه څه چې په جګړه کې یې لاس ته نه دي راوړي، د ۱۵ ماده‌ييزو شرطونو په چوکاټ کې یې اعلانوي او په ډیپلوماسۍ کې یې لټوي»، ولیکل: «کله چې امریکایان د ایران د تسلیمولو په لټه کې وي، د دغو امریکایي ارمانونو په وړاندې ستاسو د بچیانو ځواب روښانه دی: هیهات منّا الذلّة (موږ هېڅکله ذلت نه‌منو)».
د وري په درېیمه نېټه د امریکا ولسمشر ویلي وو، چې د اسلامي جمهوري نظام له هغه لوړپوړي چارواکي سره چې په عمل کې د چارو واګې په لاس کې لري، خورا سختې او جدي خبرې اترې روانې دي. له دغو څرګندونو سمدستي وروسته د هغه کس د هویت په اړه ګنګوسې پیل شوې، چې په عملي ډول چارې اداره کوي. ډېریو رسنیو ولیکل، چې د ټرمپ هدف قالیباف و.
قالیباف د ټرمپ له دې څرګندونو سمدستي وروسته په اېکس کې ولیکل: «زموږ خلک د تېري کوونکو بشپړ او پښېمانه کوونکی غچ غواړي». هغه په ضمني ډول د ځان له‌خوا د «چارو د ادارې» موضوع ته هم غبرګون وښود او ویې لیکل: «ټول چارواکي تر دې موخې پورې د خپل رهبر او خلکو تر شا کلک ولاړ دي».
قالیباف په پای کې ټینګار وکړ: «له امریکا سره هېڅ ډول مذاکره نه ده شوې». د قالیباف له دغه ټینګار سره سره، ډېریو رسنیو لا هم د امریکا د مذاکرې د لوري په توګه د هغه پر مطرح کېدو ټینګار کاوه.
قالیباف چې په خپله د سپاه پاسداران د توغندیز پروګرام له بنسټ اېښودونکو څخه ګڼل کېږي، د خپل پیغام په بله برخه کې ولیکل: «تاسو ته ډاډ درکوم چې د الهي نصرت په برکت له دې جګړې به یوازې د بریا په صورت کې وځو، چې د دې فتحې نښې لا دمخه څرګندې شوې دي».
د ایراني پارلمان مشر محمد باقر قالیباف په خپل پیغام کې د شیعه‌ګانو د درېیم امام یوې مقولې ته اشاره وکړه: «زما په څېر څوک به د یزید په څېر له چا سره بیعت ونه‌کړي».
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي جمهوري نظام وژل شوي مشر علي خامنه‌يي هم تر په نښه کېدو وړاندې همدا جمله کارولې وه.

ترویج لرونکی

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

۲

حامد کرزي د افغان کرکټ په ځلولو کې د شاپور ځدراڼ رول نه هېرېدونکی بللی

۳

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ

۴

کرېکټ بورډ او افغان لوبغاړو د افغانستان د کرېکټ په پرمختګ کې د شاپور رول مهم یاد کړی

۵

د هرمز تنګي کړکېچ؛ سنټکام د ایران پر ضد د بریدونو د پیل خبر ورکړی

•
•
•

نور کیسې

د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې هم‌مهاله بریدونه شوي دي

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۱۴ GMT+۱
د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې هم‌مهاله بریدونه شوي دي
100%

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د بلوچستان د مرکز کوټې په ګډون په مستونګ، نوشکي او خاران ولسوالیو کې په همغږو بریدونو کې د ملکیانو په ګډون پاکستاني سرتېرو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د پاکستان خراسان ډایري رسنۍ راپور ورکړی، چې نن د یکشنبې په ماښام په کوټه ښار، مستونګ، نوشکي او خاران ولسوالیو کې د پاکستاني ځواکونو پر امنیتي پوستو بریدونه شوي دي.

په یادو بریدونو کې په نوشکي او خاران ولسوالیو کې د اورګاډي پټلۍ او د ګازو نل‌لیکه هم زیانمنه شوې ده.

پر همدغه مهال د بلوچستان امنیتي چارواکو ویلي، چې یاد بریدونه یې پر شا تمبولي او وسله‌والو ته یې مرګ‌ژوبله هم اړولې ده.

پاکستاني رسنیو د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې په یادو بریدونو کې یو ملکي وګړی وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي او همدارنګه اووه تنه نظامیان ټپیان شوي دي.

تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د یادو بریدونو مسوولیت نه دی منلی.

مصری ډیپلوماټ نبیل فهمي د عرب هېوادونو د ټولنې د راتلونکي منشي په توګه ټاکل کیږي

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۴۱ GMT+۱
مصری ډیپلوماټ نبیل فهمي د عرب هېوادونو د ټولنې د راتلونکي منشي په توګه ټاکل کیږي
100%

د عربي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو، نن یکشنبه د وري پر ۹مه نېټه په یوه ویډیويي غونډه کې په اکثریت سره د مصري ډیپلومات نبیل فهمي نوم د عرب هېوادونو د ټولنې د راتلونکي عمومي منشي په توګه غوره کړی. هغه به د راتلونکې جون میاشتې په وروستیو کې خپله دنده پیل کړي.

د راپورونو له مخې، نبیل فهمي به د احمد ابوالغیط ځای ناستی شي، چې دویمه دوره یې د ۲۰۲۶کال په جون میاشت کې پای ته رسېږي.

دغه پرېکړه د ویډیو کنفرانس له لارې شوې ده او د عرب لیګ ټولنې د منشور له مخې، عمومي منشي باید لږ تر لږه د غړو هېوادونو د دوه پر درېیمه اکثریت رایو وټاکل شي.

که څه هم د عرب لیګ ټولنې منشور د عمومي منشي لپاره ځانګړې تابعیت نه دی ټاکلی، خو دا څوکۍ عموماً د مصر له خوا نیول شوې ده، چې دا د عرب لیګ ټولنې د مرکزي دفتر د موقعیت له امله د قاهرې رول ته اشاره کوي.

یواځې یوه استثنا د تونس پخوانی ډیپلومات چدلي کلیبي و، چې له ۱۹۷۹تر ۱۹۹۰پورې یې دا دنده پر غاړه درلوده.

د اسلام اباد څلور اړخیزې ناستې د خبرو لومړنی تمرکز د هرمز تنګي پر پرانېستلو و

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۲۶ GMT+۱
د اسلام اباد څلور اړخیزې ناستې د خبرو لومړنی تمرکز د هرمز تنګي پر پرانېستلو و
100%

پاکستان د یکشنبې په ورځ د ترکیې، مصر او سعودي عربستان د چارواکو کوربه‌توب وکړ، څو د ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو اترو لړۍ پرمخ یوسي.  رویټرز وایي چې د خبرو لومړنی تمرکز د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو پر وړاندیزونو و.

په داسې حال کې، چې د یادو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران اسلام‌اباد کې سره جرګه دي، ایران امریکا ته د ځمکني برید په اړه خبرداری ورکړی او د ایران، امریکا او اسراییل ترمنځ د جګړې له دوام سره د تېلو نړیوالې بیې هم لوړې شوې دي.

سرچینو رویټرز ته ویلي چې په دې غونډه کې ګډونوالو هېوادونو واشنګټن ته داسې وړاندیزونه وړاندې کړي چې د سمندري تګ راتګ او د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو سره تړاو لري، څو د نړیوالو کښتیو بهیر باثباته شي.

پاکستان، چې له ایران سره ګډه پوله لري، له تهران او واشنګټن سره د خپلو نږدې اړیکو له امله د دې کړکېچ په حل کې د مهم منځګړي په توګه راڅرګند شوی، په داسې حال کې چې ترکیه او مصر هم په دې هڅو کې برخه لري.

د پاکستان یوې سرچینې ویلي چې د مصر په ګډون د ځینو هېوادونو وړاندیزونه له غونډې مخکې سپینې ماڼۍ ته استول شوي، چې د سویز کانال په څېر د فیسونو سیستم هم پکې شامل دی.

د پاکستان دوو نورو سرچینو ویلي چې ترکیه، مصر او سعودي عربستان ښایي د هرمز تنګي له لارې د تېلو د لېږد د مدیریت لپاره یو ګډ کنسرسیوم جوړ کړي او له پاکستان نه یې هم د ګډون غوښتنه کړې، خو یوه بله سرچینه وایي اسلام‌اباد ته په رسمي ډول د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې او پاکستان هم پکې د ګډون نیت نه لري.

سرچینې زیاتوي چې دا وړاندیزونه له امریکا او ایران دواړو سره شریک شوي دي.

یوې ترکۍ ډیپلوماټیکې سرچینې ویلي چې د انقرې لومړیتوب د اوربند ټینګښت دی او د کښتیو خوندي تګ راتګ کولای شي د باور جوړونې مهم ګام وي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار له دې غونډې مخکې له خپلو ترکي او مصري سیالانو سره جلا لیدنې وکړې او پر خبرو اترو او دوامدارې ډیپلوماسۍ یې ټینګار وکړ. همداراز، اسحاق ډار ویلي ایران موافقه کړې چې ۲۰ نورې پاکستاني بېړۍ د هرمز له تنګي تېرې شي.

ایران پر خپله خاوره د ځمکني برید په اړه امریکا ته خبرداری ورکړی

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۳۶ GMT+۱
ایران پر خپله خاوره د ځمکني برید په اړه امریکا ته خبرداری ورکړی
100%

ایران ویلي چې که امریکا ځمکنی برید وکړي، چمتو دی ځواب ورکړي. تهران د یکشنبې په ورځ واشنګټن تورن کړ چې له یوې خوا د خبرو غوښتنه کوي، خو له بلې خوا د ځمکني برید لپاره چمتووالی نیسي.

د پاکستان، سعودي عربستان، ترکیې او مصر د بهرنیو چارو وزیران نن په اسلام‌اباد کې سره ګوري چې پر ایران د امریکا او اسراییل د نږدې یوې میاشتې جګړې د بندولو لارې چارې وڅېړي.

دې جګړې زرګونه کسان وژلي او د انرژۍ په نړیوالو اکمالاتو کې یې تر ټولو ستره ګډوډي رامنځته کړې ده.

د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف امریکا تورنه کړه چې د احتمالي مذاکراتو پیغامونه لېږي، خو په پټه د ځمکنیو ځواکونو د لېږلو پلان لري. هغه وویل که امریکايي ځواکونه ځای پر ځای شي، ایران به ځواب ورکړي.

د رویټرز د رپوټ له مخې، هغه په خپل پیغام کې وویل: «تر هغه چې امریکایان د ایران تسلیمي غواړي، زموږ ځواب دا دی چې موږ به هېڅکله سپکاوی ونه منو».

امریکا زرګونه سمندري سرتېري منځني ختیځ ته لېږلي دي. د امریکا پوځ ویلي چې د ځواکونو لومړۍ ډله یې د جمعې په ورځ د یوې جګړه‌ییزې بېړۍ له لارې ورسېده.

واشنګټن پوسټ راپور ورکړی چې پنټاګون په ایران کې د څو اونیو لپاره د ځمکنیو عملیاتو چمتووالی نیسي، چې کېدای شي ځانګړي ځواکونه او عادي پلي پوځیان پکې شامل وي.

لا هم روښانه نه ده چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د ځمکنیو ځواکونو د لېږلو پلان تصویب کړي او که نه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې امریکا کولی شي خپلې موخې له ځمکني ځواک پرته هم ترلاسه کړي، خو د ځواکونو لېږل د ټرمپ لپاره «اعظمي انعطاف» برابروي.

پاکستان، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ احتمالي منځګړی ګڼل کېږي، د یکشنبې ورځې د خبرو کوربه و. دا وروسته له هغې ده چې صدراعظم شهباز شریف د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره خبرې وکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار له څلور اړخیزې غونډې مخکې له خپلو سعودي، ترکي او مصري سیالانو سره جلا لیدنې وکړې.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر اسلام‌اباد ته ورسېد

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۱۳ GMT+۱
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر اسلام‌اباد ته ورسېد
100%

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان ال سعودپه پاکستان کې په څلوراړخیزه ناسته کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته رسېدلی. په دې غونډه کې د سعودي عربستان، پاکستان، مصر عربي او ترکیې استازي برخه اخلي.

هغه ته په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د منځني ختیځ د څانګې اضافي سکرتر سید احمد معروف هرکلی ووایه.

د پاکستاني رسنیو د رپوټونو له مخې، ټاکل شوې ده چې د دې سفر پر مهال به د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر د سیمې د مهمو پرمختګونو او د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو پر موضوعاتو خبرې اترې وکړي.

اسلام اباد د منځنۍ ختیځ د شخړو د اواري په تړاو ددغو هېوادونو د استازو د ډیپلوماتیکو هڅو کوربه دی.