ټرمپ: د امریکا او ایران ترمنځ غېرمستقیمې خبرې اترې په ښه توګه پر مخ روانې دي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ غېرمستقیمې خبرې اترې د پاکستاني استازو له لارې په ښه توګه پر مخ روانې دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ غېرمستقیمې خبرې اترې د پاکستاني استازو له لارې په ښه توګه پر مخ روانې دي.
د امریکا ولسمشر له «فایننشل ټایمز» سره په خبرو کې زیاته کړه، د هغو تېل وړونکو بېړیو شمېر چې د پاکستان بیرغ پرې لګېدلی او اسلامي جمهوري نظام ورته د هرمز تنګي څخه د تېرېدو اجازه ورکړې ده، دوه برابره شوی او ۲۰ بېړیو ته رسېدلی دی.
ټرمپ اشاره وکړه، چې د ایراني پارلمان مشر محمد باقر قالیباف د اضافي ټانکرونو د تېرېدو اجازه ورکړې ده.
هغه د دې مرکې په یوه بله برخه کې وویل: «موږ کولای شو د ایران تېل ترلاسه کړو».
ټرمپ همدارنګه وویل: «موږ کولای شو د خارک ټاپو ونیسو».