• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سپینې ماڼۍ ویانده: ایران په خصوصي مذاکراتو کې د امریکا له ځینو ټکو سره هوکړه کړې ده

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۱۸ GMT+۱

سپینې ماڼۍ اعلان کړی، چې په هرمز تنګي کې د تېل وړونکو بېړیو د تېرېدو اوسنی بهیر د واشنګټن او تهران ترمنځ د مستقیمو او غېر مستقیمو مذاکراتو پایله ده او امریکا په دغه لاره کې پر بېړیو د هر ډول محصول له لګولو سره مخالفه ده».

د سپینې ماڼۍ ویاندې وویل: «په حقیقت کې لکه څنګه چې پوهېږئ، د تېرېدونکو بېړیو اوسنی بهیر چې ۱۰ یې مخکې اعلان شوي وو او ۲۰ نورو ته یې په نږدې ورځو کې سترګې په لاره یو د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ د مستقیمو او غېرمستقیمو خبرو اترو پایله ده. که په دې برخه کې د ولسمشر ډیپلوماسي او د هغه د ټیم هڅې نه وای، موږ به نن د دغو تېل وړونکو کښتیو شاهدان نه وو. موږ هیله من یو چې د ژمنتیا دا بهیر په راتلونکي کې هم دوام وکړي او دا هغه موضوع ده چې موږ پرې له نږدې کار کوو».
د سپینې ماڼۍ ویاندې زیاته کړه: «ایران په خصوصي مذاکراتو کې د امریکا له ځینو ټکو سره هوکړه کړې ده».
نوموړې ایران ته په خطاب کې وویل، چې د دغه رژیم لپاره تر ټولو غوره انتخاب یوه نوې هوکړه ده، که نه نو د امریکا وسله‌وال ځواکونه به له داسې وړتیاوو کار واخلي چې د تهران له تصور څخه پورته دي.
د سپینې ماڼۍ د ویاندې په وینا: «ولسمشر تل ویلي چې ډیپلوماسي د هغه لومړی انتخاب او لومړیتوب دی. هغه د دې عملیاتو له پیل څخه وړاندې په صادقانه ډول هڅه وکړه، چې د ایران له رژیم سره ډیپلوماسۍ ته دننه شي او غوښتل یې یوې هوکړې ته ورسېږي. د همدې موخې لپاره یې خپل غوره مذاکره کوونکي واستول. هغوی ډېر وخت او پراخې هڅې وکړې، ترڅو یوې پایلې ته ورسېږي، خو له بده مرغه ډېری پخواني مشران چې اوس زموږ ترمنځ نشته، د متحده ایالاتو د نظامي اقداماتو د پایلو له امله له خپل برخلیک سره مخ شول. له همدې امله، که د هوکړې لپاره کوم فرصت برابر شي، ولسمشر اورېدو ته چمتو دی، خو دا موضوع د ټاکل شویو نظامي موخو په وړاندې د هغه د تمرکز خنډ نه‌ګرځي».
د سپینې ماڼۍ ویاندې ټینګار وکړ: «روبیو نن وویل چې د ایران رهبري ډېره ټوټه ټوټه شوې ده. موږ واقعاً د دوی داخلي ارتباطي سیسټمونه فلج کړي دي او دا د ډیپلوماسۍ د بهیر یوه برخه ده ترڅو په دقیق ډول مشخصه کړو چې څوک مسوول دی. زه پوهېږم چې یو نوی ایت‌الله ټاکل شوی دی، خو له هغه څخه مو ډېر څه نه دي اورېدلي او نه مو لیدلي دي. نو دا د روانې ډیپلوماسۍ د بهیر یوه برخه ده».

ترویج لرونکی

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

۲

حامد کرزي د افغان کرکټ په ځلولو کې د شاپور ځدراڼ رول نه هېرېدونکی بللی

۳

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ

۴

کرېکټ بورډ او افغان لوبغاړو د افغانستان د کرېکټ په پرمختګ کې د شاپور رول مهم یاد کړی

۵

د هرمز تنګي کړکېچ؛ سنټکام د ایران پر ضد د بریدونو د پیل خبر ورکړی

•
•
•

نور کیسې

په بلوچستان کې پر پولیسو د وسله وال برید په پایله کې درې کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۳۶ GMT+۱
په بلوچستان کې پر پولیسو د وسله وال برید په پایله کې درې کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي
100%
ارشیف، رویټرز

د بلوچستان ایالت د کوټې خلجي کالوني په سیمه کې ناڅرګندو وسله والو د پولیسو پر یوې حوزې برید کړی چې له امله یې د یوې ماشومې په ګډون دوه پولیس وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د جهل مګسي ولسوالۍ مرستیال امنیه قوماندان سید رحمت شاه افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

په ټپیانو کې درې تنه پولیس دي.

هغه زیاته کړې چې سیمه اوس مهال د پولیسو تر کنټرول لاندې ده او امنیتي ځواکونه ګزمې کوي.

بلوچستان په دې وروستیو کې د ګڼو امنیتي پېښو شاهد دی.

د اسراییل بهرنیو چارو وزارت استازې: پاکستان غواړي د منځګړتوب په رول کې ځان مهم وښيي

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۱۶ GMT+۱
د اسراییل بهرنیو چارو وزارت استازې: پاکستان غواړي د منځګړتوب په رول کې ځان مهم وښيي
100%

د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې د منځني ختیځ په شخړو کې د پاکستان د منځګړیتوب د رول په اړه ویلي، چې دغه هېواد غواړي په یوه مهمه موضوع کې ځان ورګډ کړي. فلور حسن ناهوم وویل:« زه نه پوهیږم پاکستانیان څه فکر کوي چې څه کوي. زما په اند غواړي ځانونه مهم وښيي.»

د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت ځانکړې استازې فلور حسن ناهوم د هند اې این ای ټلوېزیون سره په مرکه ویلي، چې پاکستان پخپله د جهادي ترهګرۍ په نړۍ کې یوه لویه ستونزه ده.

نوموړې په دې باور ده، چې پاکستان کولی شي هڅه وکړي خو هغه وايي چې ډاډه نه ده بریالی شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ددوشنبې په ورځ وویل، چې ایران د پاکستان په غونډو کې ګډون نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلام اباد په تیرو دوو ورځو کې د سعودي عربستان، ترکیې او مصر د بهرنیو چارو وزیرانو کوربه توب وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار اعلان وکړ، چې اسلام اباد به په راتلونکو ورځو کې د ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره د "معنا لرونکو مذاکراتو" کوربه توب وکړي.

والدای د خبرو اترو مرکز: په ترمذ کنفرانس کې د افغانستان امنیتي وضعیت او بدلونونه څېړل کېږي

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۱۸ GMT+۱
والدای د خبرو اترو مرکز: په ترمذ کنفرانس کې د افغانستان امنیتي وضعیت او بدلونونه څېړل کېږي
100%

والدای د خبرو اترو مرکز وایي، چې د روسیې او ازبکستان چارواکي په یو دوه ورځني ګډ کنفرانس کې، چې د وري میاشتې پر ۱۰ او ۱۱نېټو په ترمذ ښار کې کېږي، د افغانستان وضعیت او د هغه د امنیتي اغېزو، سیمه‌ییزو همکاريو او ستراتیژیکو بدلونونو په اړه مشورې کوي.

دغه دوه ورځنی کنفرانس د «والدای» د خبرو اترو مرکز او د ازبکستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انستیتوت په کوربه توب جوړیږي، چې د دواړو هېوادونو ګڼ شمېر حکومتي چارواکي او کارپوهان به پکې ګډون ولري.

په ګډونوالو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال میخاییل ګالوزین، د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت سلاکار شوهرات یګیتال‌یف او د دواړو هېوادونو سفیران شامل دي.

د کنفرانس د جوړوونکو په وینا، دا غونډه د دوه هېوادونو د سیاسي او علمي استازو ترمنځ د نظرونو د تبادلې لپاره دودیزه بڼه لري.

په ترمذ ښار کې د دې غونډې د ترسره کولو موخه دا ده، چې یاد ښار له افغانستان سره نږدې او د «دوستۍ» د پل په څېر مهم ځای کې موقعیت لري.

د کنفرانس د بحث وړ مواردو په تړاو ویل شوي چې روسیه او ازبکستان دواړه له افغانستان سره په اقتصادي او امنیتي چارو کې د رغنده تعامل لپاره لېواله دي او په ځانګړې توګه په سویلي او ختیزې اسیا کې د ثبات ټینګښت ته ارزښت ورکوي.

سربېره پر امنیتي موضوعاتو، په دې غونډه کې د «شمال–جنوب» ټرانزیټي دهلېز پراختیا، کډوالي، اقلیمي بدلونونه، د اوبو سرچینې او د اقتصاد ډیجیټلي کول هم د بحث اړوند نور ټکي ګڼل شوي دي.

ټرمپ: په لنډ وخت کې به کیوبا سقوط وکړي او امریکا به د مرستې لپاره حاضر وي

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۴:۱۲ GMT+۱
ټرمپ: په لنډ وخت کې به کیوبا سقوط وکړي او امریکا به د مرستې لپاره حاضر وي
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، کیوبا یو ناکام هېواد دی او ډېر ژر به له اقتصادي او سیاسي بحران سره مخ شي او امریکا به د خپلو کیوبایي-امریکایي وګړو ملاتړ ته چمتو وي.

ټرمپ دغه څرګندونې د یوه خبریال پوښتنې ته په ځواب کې کړي.

ټرمپ وویل: «هو، کوبا به راتلونکی وي. کیوبا یو ګډوډ هېواد دی، ناکام شوی، او ډېر ژر به هم له ستونزو سره مخ شي.»

هغه زیاته کړه: «په لنډ وخت کې، کیوبا به سقوط وکړي، او موږ به هلته د مرستې لپاره موجود یو. موږ به د خپلو ښه کیوبایي-امریکایي وګړو ملاتړ وکړو.»

د ټرمپ دغه څرګندونې د کیوبا د روان اقتصادي او سیاسي وضعیت په اړه اندېښنې څرګندوي، چې د نړیوالو سیاستوالو او د کیوبایي-امریکایي ټولنې لپاره مهمې پایلې لرلی شي.

ټرمپ: د بلاروس ولسمشر د سیاسي بندیانو په خوشې کولو کې مهم ګام پورته کړ

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۳:۱۶ GMT+۱
ټرمپ: د بلاروس ولسمشر د سیاسي بندیانو په خوشې کولو کې مهم ګام پورته کړ
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، د بلاروس له حکومت سره د وروستیو مذاکراتو په پایله کې ۲۵۰ نور سیاسي بندیان خوشې شوي او د تېر کال له مې میاشتې راهیسې د خوشې شویو بندیانو شمېر له ۵۰۰ اوښتی دی.

د ټرمپ دا څرګندونې د سپینې ماڼۍ پر رسمي ایکس پاڼه خپرې شوي. هغه ویلي چې د ده ځانګړي استازي جان کوال د بلاروس له ولسمشر الکساندر لوکاشینکو سره تر خبرو وروسته د ۲۵۰ نورو سیاسي بندیانو د خوشې کېدو هوکړه ترلاسه کړې ده.

نوموړي ویلي: «تېره اوونۍ، زما استازي په بلاروس کې، جان کوال، له ډېر درناوي وړ ولسمشر الکساندر لوکاشینکو سره تر مذاکراتو وروسته، ۲۵۰ نور سیاسي بندیان خوشې کړل.»

هغه زیاته کړې چې د تېر کال له مې میاشتې راهیسې، د لوکاشینکو له‌خوا د بښنې له لارې د خوشې شویو بندیانو شمېر تر ۵۰۰ډېر شوی دی.

ټرمپ د بلاروس له ولسمشر څخه مننه کړې او ویلي یې دي: «زه غواړم د دې اقدام لپاره خپله توده مننه وړاندې کړم، او هیله لرم چې د سولې د راتلونکې غونډې په بورډ کې له هغه سره ووینم.»

دا په داسې حال کې ده چې د بلاروس حکومت له کلونو راهیسې د سیاسي مخالفانو د نیولو او زنداني کولو له امله د نړیوالو نیوکو سره مخ دی، خو د وروستیو خوشې کېدو لړۍ د سیاسي فضا د نرمېدو په اړه نوې پوښتنې راپورته کړې دي.