• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په بلوچستان کې پر پولیسو د وسله وال برید په پایله کې درې کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۳۶ GMT+۱
ارشیف، رویټرز
ارشیف، رویټرز

د بلوچستان ایالت د کوټې خلجي کالوني په سیمه کې ناڅرګندو وسله والو د پولیسو پر یوې حوزې برید کړی چې له امله یې د یوې ماشومې په ګډون دوه پولیس وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د جهل مګسي ولسوالۍ مرستیال امنیه قوماندان سید رحمت شاه افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

په ټپیانو کې درې تنه پولیس دي.

هغه زیاته کړې چې سیمه اوس مهال د پولیسو تر کنټرول لاندې ده او امنیتي ځواکونه ګزمې کوي.

بلوچستان په دې وروستیو کې د ګڼو امنیتي پېښو شاهد دی.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د اسراییل بهرنیو چارو وزارت استازې: پاکستان غواړي د منځګړتوب په رول کې ځان مهم وښيي

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۱۶ GMT+۱

د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې د منځني ختیځ په شخړو کې د پاکستان د منځګړیتوب د رول په اړه ویلي، چې دغه هېواد غواړي په یوه مهمه موضوع کې ځان ورګډ کړي. فلور حسن ناهوم وویل:« زه نه پوهیږم پاکستانیان څه فکر کوي چې څه کوي. زما په اند غواړي ځانونه مهم وښيي.»

د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت ځانکړې استازې فلور حسن ناهوم د هند اې این ای ټلوېزیون سره په مرکه ویلي، چې پاکستان پخپله د جهادي ترهګرۍ په نړۍ کې یوه لویه ستونزه ده.

نوموړې په دې باور ده، چې پاکستان کولی شي هڅه وکړي خو هغه وايي چې ډاډه نه ده بریالی شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ددوشنبې په ورځ وویل، چې ایران د پاکستان په غونډو کې ګډون نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلام اباد په تیرو دوو ورځو کې د سعودي عربستان، ترکیې او مصر د بهرنیو چارو وزیرانو کوربه توب وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار اعلان وکړ، چې اسلام اباد به په راتلونکو ورځو کې د ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره د "معنا لرونکو مذاکراتو" کوربه توب وکړي.

والدای د خبرو اترو مرکز: په ترمذ کنفرانس کې د افغانستان امنیتي وضعیت او بدلونونه څېړل کېږي

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۱۸ GMT+۱

والدای د خبرو اترو مرکز وایي، چې د روسیې او ازبکستان چارواکي په یو دوه ورځني ګډ کنفرانس کې، چې د وري میاشتې پر ۱۰ او ۱۱نېټو په ترمذ ښار کې کېږي، د افغانستان وضعیت او د هغه د امنیتي اغېزو، سیمه‌ییزو همکاريو او ستراتیژیکو بدلونونو په اړه مشورې کوي.

دغه دوه ورځنی کنفرانس د «والدای» د خبرو اترو مرکز او د ازبکستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انستیتوت په کوربه توب جوړیږي، چې د دواړو هېوادونو ګڼ شمېر حکومتي چارواکي او کارپوهان به پکې ګډون ولري.

په ګډونوالو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال میخاییل ګالوزین، د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت سلاکار شوهرات یګیتال‌یف او د دواړو هېوادونو سفیران شامل دي.

د کنفرانس د جوړوونکو په وینا، دا غونډه د دوه هېوادونو د سیاسي او علمي استازو ترمنځ د نظرونو د تبادلې لپاره دودیزه بڼه لري.

په ترمذ ښار کې د دې غونډې د ترسره کولو موخه دا ده، چې یاد ښار له افغانستان سره نږدې او د «دوستۍ» د پل په څېر مهم ځای کې موقعیت لري.

د کنفرانس د بحث وړ مواردو په تړاو ویل شوي چې روسیه او ازبکستان دواړه له افغانستان سره په اقتصادي او امنیتي چارو کې د رغنده تعامل لپاره لېواله دي او په ځانګړې توګه په سویلي او ختیزې اسیا کې د ثبات ټینګښت ته ارزښت ورکوي.

سربېره پر امنیتي موضوعاتو، په دې غونډه کې د «شمال–جنوب» ټرانزیټي دهلېز پراختیا، کډوالي، اقلیمي بدلونونه، د اوبو سرچینې او د اقتصاد ډیجیټلي کول هم د بحث اړوند نور ټکي ګڼل شوي دي.

ټرمپ: په لنډ وخت کې به کیوبا سقوط وکړي او امریکا به د مرستې لپاره حاضر وي

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۴:۱۲ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، کیوبا یو ناکام هېواد دی او ډېر ژر به له اقتصادي او سیاسي بحران سره مخ شي او امریکا به د خپلو کیوبایي-امریکایي وګړو ملاتړ ته چمتو وي.

ټرمپ دغه څرګندونې د یوه خبریال پوښتنې ته په ځواب کې کړي.

ټرمپ وویل: «هو، کوبا به راتلونکی وي. کیوبا یو ګډوډ هېواد دی، ناکام شوی، او ډېر ژر به هم له ستونزو سره مخ شي.»

هغه زیاته کړه: «په لنډ وخت کې، کیوبا به سقوط وکړي، او موږ به هلته د مرستې لپاره موجود یو. موږ به د خپلو ښه کیوبایي-امریکایي وګړو ملاتړ وکړو.»

د ټرمپ دغه څرګندونې د کیوبا د روان اقتصادي او سیاسي وضعیت په اړه اندېښنې څرګندوي، چې د نړیوالو سیاستوالو او د کیوبایي-امریکایي ټولنې لپاره مهمې پایلې لرلی شي.

ټرمپ: د بلاروس ولسمشر د سیاسي بندیانو په خوشې کولو کې مهم ګام پورته کړ

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۳:۱۶ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، د بلاروس له حکومت سره د وروستیو مذاکراتو په پایله کې ۲۵۰ نور سیاسي بندیان خوشې شوي او د تېر کال له مې میاشتې راهیسې د خوشې شویو بندیانو شمېر له ۵۰۰ اوښتی دی.

د ټرمپ دا څرګندونې د سپینې ماڼۍ پر رسمي ایکس پاڼه خپرې شوي. هغه ویلي چې د ده ځانګړي استازي جان کوال د بلاروس له ولسمشر الکساندر لوکاشینکو سره تر خبرو وروسته د ۲۵۰ نورو سیاسي بندیانو د خوشې کېدو هوکړه ترلاسه کړې ده.

نوموړي ویلي: «تېره اوونۍ، زما استازي په بلاروس کې، جان کوال، له ډېر درناوي وړ ولسمشر الکساندر لوکاشینکو سره تر مذاکراتو وروسته، ۲۵۰ نور سیاسي بندیان خوشې کړل.»

هغه زیاته کړې چې د تېر کال له مې میاشتې راهیسې، د لوکاشینکو له‌خوا د بښنې له لارې د خوشې شویو بندیانو شمېر تر ۵۰۰ډېر شوی دی.

ټرمپ د بلاروس له ولسمشر څخه مننه کړې او ویلي یې دي: «زه غواړم د دې اقدام لپاره خپله توده مننه وړاندې کړم، او هیله لرم چې د سولې د راتلونکې غونډې په بورډ کې له هغه سره ووینم.»

دا په داسې حال کې ده چې د بلاروس حکومت له کلونو راهیسې د سیاسي مخالفانو د نیولو او زنداني کولو له امله د نړیوالو نیوکو سره مخ دی، خو د وروستیو خوشې کېدو لړۍ د سیاسي فضا د نرمېدو په اړه نوې پوښتنې راپورته کړې دي.

بنیامین نتنیاهو پر سوېلي لبنان د عملیاتو د پراخولو امر کړی دی

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۴۲ GMT+۱

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پر دغه هېواد د حزب‌الله د توغندیزو بریدونو د مخنیوي په موخه خپل پوځ ته امر کړی، چې پر سوېلي لبنان عملیات پراخ کړي.

نتنیاهو د یکشنبې په ورځ خپل پوځ ته امر کړی، چې پر سوېلي لبنان عملیات پراخ کړي.

نوموړي په یوه ویډیويي وینا کې زیاته کړې: «ما اوس امر کړی چې شته امنیتي سیمه سیمه نوره هم پراخه کړي، ترڅو په بشپړه توګه د برید ګواښ له‌منځه یوسو او د ټانک ضد توغندیو بریدونه له خپلې پولې لرې کړو».

نتنیاهو ویلي، چې د عملیاتو پراخولو موخه یې د اسراییل د شمالي پولو په اوږدو کې د امنیت ټینګښت دی.

نوموړي زیاته کړې: «موږ د حزب‌الله زرګونه ترهګر له‌منځه وړي او تر ټولو مهمه دا چې موږ د ۱۵۰ زره هغو توغندیو ستر ګواښ شند کړی چې د اسراییل د ښارونو د ویجاړولو لپاره وو. خو بیا هم حزب‌الله پر موږ د توغندیزو بریدونو وړتیا لري، موږ کلک هوډ لرو چې په شمال کې وضعیت په بنسټیز ډول ډاډه کړو».

دا په داسې حال کې ده، چې پر ایران د اسراییل او امریکا له ګډو بریدونو وروسته حزب‌الله ډلې پر اسراییل توغندیز بریدونه زیات کړي دي.

د حزب‌الله سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د مارچ په دویمه له اسراییل سره د جګړې له پیل راهیسې د دغې ډلې تر ۴۰۰ ډېر جنګیالي وژل شوي دي.

همدارنګه د لبنان د روغتیا وزارت ویلي، چې پر لبنان د اسراییل په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې په دغه هېواد کې تر ۱۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي او په وژل شویو کسانو کې ښځې، ماشومان او روغتیايي کارکوونکي هم شامل دي.