• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ورښتونو له امله د کابل ولایت د قرغې بند د اوبو کچه لوړه شوې

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۳۴ GMT+۱تازه شوی: ۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۱۳ GMT+۱

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي چې د وروستیو ورښتونو له امله د کابل ولایت د قرغې بند د اوبو کچه لوړه شوې ده. د یاد وزارت په وینا، د اوبو په کچه کې دا زیاتوالی هیله بښونکی دی او کولای شي د هېواد د اوبو زېرمو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

د طالبانو چارواکو زیاته کړې چې د بند د اوبو زیاتوالی به د کرنې سکتور ته ګټه ورسوي، د اوبو د مدیریت وضعیت به ښه کړي او د اقتصادي پرمختګ لپاره به مناسب فرصتونه برابر کړي.

دوی ټینګار کړی چې د وروستیو بارانونو اغېزې نه یوازې د اوبو په زېرمو کې مثبت بدلون راوستی، بلکې د وچکالۍ د اغېزو په کمولو کې هم مرسته کولای شي.

خو دا په داسې حال کې ده، چې وروستیو ورښتونو د هېواد په ډیرو ولایتونو کې ځاني او مالي زیانونه هم اړولي دي.

د طالبانو د ملي پېښو د مدیریت ادارې ویاند ویلي، چې په تېرو دوو ورځو کې د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د ورښتونو، سېلابونو او نورو موسمي پېښو له امله ۲۸ کسان مړه شوي، ۴۹ تنه ټپیان شوي او ۱۱۳۰ کورونه زیانمن شوي دي.

ترویج لرونکی

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

۲

حامد کرزي د افغان کرکټ په ځلولو کې د شاپور ځدراڼ رول نه هېرېدونکی بللی

۳

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ

۴

کرېکټ بورډ او افغان لوبغاړو د افغانستان د کرېکټ په پرمختګ کې د شاپور رول مهم یاد کړی

۵

د هرمز تنګي کړکېچ؛ سنټکام د ایران پر ضد د بریدونو د پیل خبر ورکړی

•
•
•

نور کیسې

اوچا: له سېلاب‌ځپلو سره د مرستو په موخه سېلاب‌ځپلې سیمې ارزوو

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۲۰:۳۰ GMT+۱
اوچا: له سېلاب‌ځپلو سره د مرستو په موخه سېلاب‌ځپلې سیمې ارزوو
100%

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، د افغانستان په ډېریو سیمو کې د ورښتونو او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو له امله یو شمېر خلکو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. دغه اداره وايي، له بشري شریکانو سره په سېلاب‌ځپلو سیمو کې دي، څو له ارزونو وروسته بېړنۍ مرستې وروسوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا د یکشنبې په ورځ (د وري ۹مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د افغانستان په ډېریو ولایتونو کې د سېلابونو د راوتلو له امله د مرګ‌ژوبلې له اوښتو سربېره یو شمېر کورونه او تاسیسات او همداراز کاروبارونه هم زیانمن شوي دي.

دغه اداره وايي: «له خپلو بشري شریکان سره په سیمه کې حضور لرو، څو زیانونه وارزوو او عاجلو اړتیاوو ته ځواب ووایو».

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي اداره وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې، د غره ښوېېدنې او د سېلابونو راوتلو له امله ۱۷ کسان مړه شوي او ۲۶ نور ټپیان شوي دي.

د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د سېلابونو او طبیعي پېښو له امله ۱۷ کسان مړه شوي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د دغې ادارې په وینا، د دغو طبیعي پېښو له امله ۳۷ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ او ۱۱۰نور کورونه په نسبي ډول زیانمن شوي او همداراز ۸۰ کیلو متره سړکونه او ۵۸۲ جریبه کرنیزې ځمکې هم ویجاړې شوې دي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پوهنې ریاست او معتبرو نړیوالو بنسټونو سبا هم په ۲۰ ولایتونو کې د تالندې او برېښنا پېښېدو، د باران ورېدو او د سېلاب د راتلو د احتمال اټکل کړی دی.

د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۴۶ GMT+۱
د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی
100%

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پوهنې ادارې سبا (دوشنبه، د وري ۱۰مه) د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې د بارانونو ورېدو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.

د یادې ادارې د خبرپاڼې له مخې، سبا به په «نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کاپیسا، پنجشیر، پروان، بغلان، سمنګان، بلخ، بدخشان، تخار، کندوز، کابل، میدان‌وردګ، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، ارزګان، دایکندي، بامیان او غور» ولایتونو کې باران وي.

دا اټکل داسې مهال کېږي چې نن (یکشنبه) هم په ډېرو سیمو کې ورښتونه پیل شوي دي.

د تېرو ۲۴ساعتونو په لړکې د بارانونو او سېلابونو له امله ۱۷کسان مړه شوي او ۲۶نور ټپیان شوي دي.

د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د سېلابونو او طبیعي پېښو له امله ۱۷ کسان مړه شوي

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۱۲ GMT+۱
د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د سېلابونو او طبیعي پېښو له امله ۱۷ کسان مړه شوي
100%

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې ویاند محمد یوسف حماد ویلي، چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د سختو بارانونو، تالندې، د غره ښوېېدنې او د نېزونو راوتلو له امله د هېواد په ۱۳ولایتونو کې ۱۷ کسان مړه شوي دي.

یوسف حماد پر ایکس په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، چې په دغو پېښو کې ۲۶تنه نور ټپیان شوي هم دي.

نوموړي زیاته کړې چې د دغو طبیعي پېښو له امله ۳۷ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او ۱۱۰نور کورونه په نسبي ډول زیانمن شوي دي.

حماد ویلي چې د دې ترڅنګ ۸۰ کیلو متره سړکونه او ۵۸۲ جریبه کرنیزې ځمکې هم ویجاړې شوې دي.

د هغه په وینا، دا ویجاړۍ په لغمان، پروان، دایکندي، میدان وردګ، لوګر، هرات، فراه، غور، بادغیس، سمنګان، سرپل او جوزجان ولایتونو کې شوې دي.

بل خوا دغه طالب چارواکي ویلي چې د زیانمنو سیمو د ارزونې او له خلکو سره د مرستو لپاره هڅې روانې دي.

د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله د ګڼو ولایتونو لویې لارې تړل شوې دي

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۴۲ GMT+۱
د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله د ګڼو ولایتونو لویې لارې تړل شوې دي
100%

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وایي، د وروستیو سختو بارانونو او سېلابونو له امله د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې هغه مهمې لارې او نښلوونکي سړکونه چې په لنډمهالي ډول تړل شوي وو؛ د پرانیستلو هڅې یې روانې دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د ولایتي ریاستونو تخنیکي او عملیاتي ډلې سیمو ته رسېدلې او د لارو د پاکولو او بېرته پرانیستلو چارې یې پیل کړې دي، چې تر دې دمه یې یو شمېر تړلي مسیرونه بېرته د تګ‌راتګ لپاره پرانیستي دي.

خو د سرپل ولایت د کوهستاناتو، البدر او صیاد ولسوالیو لارې، د بلخ ولایت د چهارکنت ولسوالۍ لاره او د بادغیس–فاریاب عمومي لاره لاهم د سېلابونو له امله تړلې پاتې ده. د دغه وزارت په وینا؛ د یادو لارو د پرانیستلو لپاره هڅې روانې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، هغه مساپر چې د چهارکنت پر لاره بند پاتې وو؛ د عملیاتي ډلو له‌خوا ژغورل شوي دي. د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت له خلکو او موټر چلوونکو غوښتي، تر هغې چې د هوا وضعیت عادي شوی نه‌وي؛ پر سېلابي لارو له سفر کولو ډډه وکړي.

د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او زورورو بادونو اټکل شوی

۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۱۶ GMT+۰
د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او زورورو بادونو اټکل شوی
100%

د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پوهنې ادارې ویلي، چې سبا یکشنبه د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې د سخت باران او تېزو بادونو احتمال شته.

د دغه ادارې د وړاندوینې له مخې، سبا (یکشنبه، د وري۹مه) به هرات، فراه، نیمروز، هلمند، غور، فاریاب، دایکندي، ارزګان، زابل، پکتیکا، پکتیا، خوست، لوګر، غزني، میدان وردک، بامیان، سرپل، کندز، سمنګان، بغلان، پروان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، ننګرهار، لغمان، کنړ، نورستان، تخار او بدخشان ولایتونه د باران شاهدان وي.

د هوا پوهنې ادارې د دغو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د باران اندازه له ۱۰ تر ۴۰ میلی‌متره اټکل کړې ده.

دغه ادارې همداراز ویلي چې په لویدیځو، سویلي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د ۵۰ تر ۹۰کیلومتره په ساعت چټکۍ سره د زورورو بادونو د لګېدو احتمال هم شته.

د یادې ادارې په وینا، د هېواد په لوړو سیمو کې د واورې د ورېدو امکان هم موجود دی.