قطر پر پاکستانیانو هغه ویزې بندې کړې چې پخوا به هوایي ډګر ته په رسېدو سره ورکولې

په قطر کې د پاکستان سفارت په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د روانو حالاتو له امله د پاکستاني وګړو لپاره له رسېدو وروسته د ویزې اسانتیا لغوه شوې ده. تر دې وړاندې به پاکستاني وګړو ته په هوايي ډګر کې له رسېدو سره سم د قطر ویزې ورکول کېدې.
په دې اعلامیه کې ټینګار شوی، ټول هغه پاکستاني وګړي چې قطر ته د سفر نیت لري، باید له سفر مخکې مناسبه ویزه ترلاسه کړي، تر څو د سفر په بهیر کې له هر ډول ستونزو او ګډوډیو څخه مخنیوی وشي.
په دوحه کې د پاکستان سفارت همدارنګه له مساپرو غوښتنه کړې، چې د سفر له پلان کولو وړاندې قطر ته د ننوتلو وروستي اصول او شرطونه په دقت سره وڅېړي او اړین اسناد په بشپړ ډول برابر کړي.
