• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

والدای د خبرو اترو مرکز: په ترمذ کنفرانس کې د افغانستان امنیتي وضعیت او بدلونونه څېړل کېږي

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۱۸ GMT+۱تازه شوی: ۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۳۳ GMT+۱

والدای د خبرو اترو مرکز وایي، چې د روسیې او ازبکستان چارواکي په یو دوه ورځني ګډ کنفرانس کې، چې د وري میاشتې پر ۱۰ او ۱۱نېټو په ترمذ ښار کې کېږي، د افغانستان وضعیت او د هغه د امنیتي اغېزو، سیمه‌ییزو همکاريو او ستراتیژیکو بدلونونو په اړه مشورې کوي.

دغه دوه ورځنی کنفرانس د «والدای» د خبرو اترو مرکز او د ازبکستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انستیتوت په کوربه توب جوړیږي، چې د دواړو هېوادونو ګڼ شمېر حکومتي چارواکي او کارپوهان به پکې ګډون ولري.

په ګډونوالو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال میخاییل ګالوزین، د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت سلاکار شوهرات یګیتال‌یف او د دواړو هېوادونو سفیران شامل دي.

د کنفرانس د جوړوونکو په وینا، دا غونډه د دوه هېوادونو د سیاسي او علمي استازو ترمنځ د نظرونو د تبادلې لپاره دودیزه بڼه لري.

په ترمذ ښار کې د دې غونډې د ترسره کولو موخه دا ده، چې یاد ښار له افغانستان سره نږدې او د «دوستۍ» د پل په څېر مهم ځای کې موقعیت لري.

د کنفرانس د بحث وړ مواردو په تړاو ویل شوي چې روسیه او ازبکستان دواړه له افغانستان سره په اقتصادي او امنیتي چارو کې د رغنده تعامل لپاره لېواله دي او په ځانګړې توګه په سویلي او ختیزې اسیا کې د ثبات ټینګښت ته ارزښت ورکوي.

سربېره پر امنیتي موضوعاتو، په دې غونډه کې د «شمال–جنوب» ټرانزیټي دهلېز پراختیا، کډوالي، اقلیمي بدلونونه، د اوبو سرچینې او د اقتصاد ډیجیټلي کول هم د بحث اړوند نور ټکي ګڼل شوي دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو تر واک لاندې اریانا افغان شرکت د کابل او اسلام اباد ترمنځ الوتنې زیاتوي

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۰۴ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې اریانا افغان هوایي شرکت وایي، چې دوی به د مساپرو غوښتنو او اړتياوو ته په کتو راتلونکې اونۍ د کابل او اسلام‌ اباد ترمنځ خپلې الوتنې زياتې کړي. له دې وړاندې هره يکشنبه او پنجشنبه له کابل څخه اسلام اباد ته دوې الوتنې کېدې.

د اریانا- افغان هوايي شرکت رسنیز دفتر نن دوشنبه، د وري پر۱۰مه ویلي، چې له راتلونکې اونۍ څخه به د کابل – اسلام اباد ترمنځ الوتنې په اونۍ کې دریو ته لوړې شي.

اریانا - افغان هوايي شرکت په داسې حال کې دا پرېکړه کوي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ځمکنۍ لارې د دواړو خواوو د شخړو له امله له څو میاشتو راهیسې تړلې پاتې دي.

طالبانو په کابل کې د پټرول، ګاز او ډیزلو نوې بیې وټاکلې

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۲۲ GMT+۱

د طالبانو د لومړنیو توکو د بیو د کنټرول او احتکار مخنیوي کمیسیون د سون‌توکو لپاره نوې بیې ټاکلې دي. د بیو د نوې پاڼې له مخې، د یو لیټر ۹۲ پټرول بیه ۶۷ افغانۍ، د یو لیټر ډیزلو بیه ۶۵ افغانۍ او د یو کیلو ګرامه مایع ګاز بیه ۵۶ افغانۍ ټاکل شوې ده.

د یاد کمیسیون په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه بیې د اړوندو ادارو، د سوداګرۍ او پانګونې خونې، د کسبکارانو استازو، او د تېلو او ګازو د اتحادیې له معلوماتو او ارزونو وروسته ټاکل شوې دي.

د بیو د نوې پاڼې له مخې، د یو لیټر ۹۲ پټرول بیه ۶۷ افغانۍ، د یو لیټر ډیزلو بیه۶۵ افغانۍ او د یو کیلو ګرامه مایع ګاز بیه۵۶ افغانۍ ټاکل شوې ده.

کابل ښاروالۍ ټینګار کړی چې دا بیې نافذې دي او ټول هټیوال او اړوند کاروباریان مکلف دي چې عملي یې کړي.

د خبرپاڼې له مخې، د سرغړونې په صورت کې به له سرغړوونکو سره قانوني چلند وشي.

ښاروالۍ له کابل ښاریانو غوښتي چې د هر ډول سرغړونې په صورت کې د مارکیټونو د تنظیم ریاست ته مراجعه وکړي او یا له ورکړل شویو شمېرو سره اړیکه ونیسي.

د کونړ د مرکز اسعداباد د ځینو سیمو اوسېدونکي د پاکستان د بریدونو له امله له کورونو وتلي

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۲۲ GMT+۱

د کونړ ځايي اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د مرکز اسعداباد د اړوندو سیمو کړمار، دم کلي، ماڼو او تپه کوټ ګڼ اوسېدونکي د پاکستاني ځواکونو د بریدونو له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي. د طالبانو چارواکو ویلي، چې د پاکستان په بریدونو کې له ۸۰ زیات کورونه وېجاړ شوي.

د کونړ د مرکز اسعداباد ځینو اوسیدونکو د خپلو کورونو انځورونه هم شریک کړل، چې د پاکستاني ځواکونو د هاوان مرمیو د لګېدو له امله زیانمن شوي دي.

په انځورونو کې ښکاري، چې د کونړ د مرکز اسعداباد په ځینو سیمو کې کورونه خالي شوی دي او په کوڅو کې خلک نه لېدل کېږي.

د طالبانو د کونړ د اطلاعاتو او کلتور رییس نجیب حنیف حریت راډيو ته ویلي، چې د پاکستان د بریدونو له پیل راهیسې سلګونه راکېټي بریدونه شوي او شاوخوا ۸۰ کورونه وېجاړ شوي دي.

نوموړی زیاتوي، چې په دغو بریدونو کې له سلو ډېرو ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تېره ورځ د وري پر ۹مه د بشري حقونو نړیوال بنسټ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په پکتیکا، خوست او کونړ ولایتونو کې د پاکستاني ځواکونو په وروستیو بریدونو کې د ملکي وګړو کورونه په نښه شوي، چې له امله یې ۱۷ ملکیان ټپیان شوي دي.

د بشري حقونو یاد نړۍوال بنسټ پر پاکستاني ځواکونو غږ کړی، چې پر ملکي سیمو سملاسي بریدونه ودروي او نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي.

یاد بنسټ د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له نړیوالو سازمانونو غوښتنه کړې، چې د پاکستاني ځواکونو د یادو سرغړونو په اړه څېړنه وکړي.

پاکستاني ځواکونو د یکشنبې په ورځ د وري پر ۹مه د کونړ ولایت د مرکز اسعداباد اړوند کړمار، دم او شاوخوا نورو کلیو د هاوان بریدونه وکړل، چې له امله یې یو تن ووژل شو او ۱۷ تنه نور ټپیان شول.

طالبانو په فاریاب، جوزجان، بلخ او دایکندي ولایتونو کې ۱۴ کسان په دُرو وهلي

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۳۸ GMT+۱

د طالبانو د سترې محکمې د راپور له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دې ډلې په فاریاب، جوزجان، بلخ او دایکندي ولایتونو کې ۱۴ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور په تعزیري سزاوو محکوم کړي او سزاوې پرې پلې شوې دي.

د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې د فاریاب ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې درې کسان، چې یوه یې ښځه ده، د «ناروا اړیکو» په تور هر یو په یو کال حبس او ۳۱–۳۱ دُرو سزا محکوم شوي دي.

دې ډلې په جوزجان کې هم شپږ کسان، چې دوه یې ښځې دي، د « ناروا اړیکو»، د طالبانو مسوولینو ته د «سپکاوي»، د روژې ماتولو او د زنا په تورونو له شپږ میاشتو څخه تر دوو کلونو پورې په حبس او له۲۰ تر۳۹ دُرو سزا محکوم کړي او سزا پرې عملي شوې ده.

په بلخ ولایت کې یوه ښځه د « ناروا اړیکو» په تور په پنځه کاله حبس او ۳۵ دُرې تعزیري سزا محکومه شوې او په دایکندي کې څلور کسان د روژې ماتولو او د شرابو لیږدونې په جرم له دوو میاشتو څخه تر دوو کلونو حبس او له۲۰تر۳۹ دُرې تعزیرې سزا باندې محکوم شوي او سزا پرې پلې شوې ده.

طالبانو ویلې ټولې یادې پرېکړې د طالبانو د سترې محکمې له تایید وروسته، د محکمې د غړو په حضور کې پلې شوې دي.

د طالبانو د سترې محکمې په وینا، دا اقدامات ددوی د عدلي نظام تر واکمنۍ لاندې د قانون د پلي کولو په چوکاټ کې شوي دي، خو د بشري حقونو مدافع بنسټونه او نړیوال سازمانونه د طالبانو دا ډول پرېکړې او سزاوې خپلسرې او له بشري حقونو سره په ټکر کې بولي او د درولو غوښتنه یې کوي.

افتاب احمد خان شیرپاو: چین د پاکستان او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو پیلولو هڅې پیل کړې

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۳۰ GMT+۱

د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر او د قومي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شیرپاو ویلي، چې چین غواړي د طالبانو او پاکستان ترمنځ خبرې اترې بیا پیل شي. شیرپاو ادعا کړې، چې افغان خاوره د پاکستان پرضد کارول کېږي او وسله وال له هغه ځایه ورځي.

شیرپاو له طالبانو غوښتنه وکړه، چې پاکستان ته دې د وسله والو د ورتګ مخه ونیسي.

نوموړي د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د هغو څرګندونو هرکلی وکړ، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ دې د خبرو اترو له لارې حل شي.

شیرپاو وویل:« چین په بېجنګ کې د داوړه هیوداونو ترمنځ مذکرات کول غواړي خو باید طالبان دا ژمنه وکړي، چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پرضد نه کارول کېږي».

که څه طالبانو بار بار له پاکستان سره د ستونزو د حل لپاره د خبرو اترو وړاندېزونه کړي دي خو پاکستان دغو وړاندیزونو ته تراوسه مثبت ځواب نه دی ویلی.

تېره ورځ د وري پر ۹مه د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د ایران له سفیر علي‌رضا بيکدلي سره د لیدنې پرمهال ویلي و، چې له پاکستان سره د معنا لرونکو او رښتينو خبرو له لارې د‌ دواړو لوريو د معقولو غوښتنو د حل غوښتونکی دی.

د پاکستان د بهرینو چارو وزارت د جمعې ورځې (د وري ۷مې) په اعلامیه کې راغلي وو، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ‌يي په ټېلیفوني اړیکه کې د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړې دي او په سیمه کې د سولې، امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره یې پر ګډو هڅو ټینګار کړی دی.

پاکستان له طالبانو نه د ټي ټي پي د وسله والو د فعالیتونو مخنیوی غواړي، خو طالبان ټینګار کوي، چې د ټي ټي پي مساله اسلام اباد کورنۍ موضوع ده او دوی نه شي کولای د پاکستان افغانستان ته راوړي.