• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تېره ورځ له پاکستان او ایران څخه ۵۶۵ افغان کډوال جبري افغانستان ته ستانه کړل شوي

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۶:۳۵ GMT+۱

د طالبانو تر چتر لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسیدنې کمېسیون وایي، د یکشنبې په ورځ له پاکستان څخه ۴۶۵ او له ایران څخه ۱۰۰ افغان کډوال د سپین بولدک او نورو لارو څخه هېواد ته جبري ستانه کړل شوي.

د کډوالو ستونزو ته رسېدنې کمېسیون ویلي، تېره ورځ ۴۶۵ افغان کډوال له پاکستان څخه د سپین بولدک د ډیورنډ فرضي کرښې له لارې افغانستان جبري ته راستانه شوي دي. همدارنګه، په همدې موده کې ۱۰۰ نور افغانان له ایران څخه هېواد ته ستانه شوي دي.

دا ستنونه د افغان کډوالو د جبري ستنولو له روان بهیر سره تړاو لري، چې په تېرو میاشتو کې په پاکستان او ایران کې زیاتوالی موندلی دی.

راپورونه ښيي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو نیونه او زندان ته اچول د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د وروستیو نښتو وروسته زیات شوي دي، او په ایران کې هم د افغانانو د جبري ستنولو کمپاین دوام لري.

د بشري حقونو فعالان نړیواله ټولنه هڅوي چې د افغان کډوالو د حقوقو د ساتنې لپاره سمدستي اقدامات وکړي او د جبري ستنولو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

په ننګرهار کې د ۲ کورونو د چت پرېوتو په پېښه کې یوه مېرمن مړه شوې او ۴ کسه ټپیان شوي دي

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۶:۱۸ GMT+۱

په ننګرهار کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند سیدطیب حماد وايي چې د غني خېلو او نازیانو ولسوالیو کې د سختو اورښتونو له کبله د دوو کورونو د چت پرېوتو په پېښه کې یوه مېرمن مړه شوې او د دوو ماشومانو په ګډون ۴ تنه ټپیان شوي دي.

حماد ویلي چې لومړۍ پېښه د ننګرهار د غني خېلو ولسوالۍ د ۲۵مې ویالې په سیمه کې شوې چې پکې یوه مېرمن مړه شوې او دوه ماشومان ټپیان شوي دي. د نوموړي به خبره چې د نازیانو په ولسوالۍ کې په ورته پېښه کې دوه تنه ټپيان شوي دي.

د حماد په خبره د طالب امنیتي کسانو له لوري ټپیان روغتیايي مرکزونو ته انقال شوي دي.

د طالبانو د پېښو سره د مبارزې ادارې د پراخو اورښتونو او بارانونو د اټکل خبردارۍ ورکړی او له خلکو یې غوښتي چې احتیاطي تدابیر ونیسي.

طالبان د نجونو له ګډون پرته په ۱۵ ولایتونو کې د کانکور ازموینه اخلي

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۶:۰۷ GMT+۱

د طالبانو د ازموینو ادارې مشر عبدالباقي حقاني وايي چې سږ کال د کانکور ازموینه په څلورو پراړونو کې اخیستل کیږي چې لومړی پړاو یې د غويي په ۲۱ په ۱۵ ولایتونو کې پیلیږي. سږ کال بیا هم طالبان د نجونو له ګډون پرته د کانکور ازموینه اخلي.

حقاني ویلي چې د سږني کانکور ازموینې دویم پړاو د همدې میاشتي په ۲۸مه په ۱۸ ولایتونو او درېيم پړاو به یې د غبرګولي میاشتي په ۱۲مه واخیستل شي.

نوموړي زیاته کړې چې متفرقه ازموینه به د غبرګولي میاشتې په ۲۲مه نېټه تر سره شي.

د حقاني په خبره سږ کال به لوړو زده‌کړو ته د عمومي زده‌کړو ۵۹ زره ۴۶۰ او د مدرسو ۲ زره ۴۰۰ فارغان او دغه راز به په اختصاصي برخو کې ۸ زره ۵۸۵ او شپني پروګرام ته ۴ زره ۶ کسان جذب کړل شي.

د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د څېړونو له مخې طالب چارواکو له تېرو نږدې پنځو کلونو راهیسي د نجونو د زده‌کړو د دوام په تړاو منفي تبلیغات کړي او ان په لومړیو کې یې ویل چې د نجونو په ښوونځیو کې د نشه‌يي ټابلېټونو «ټابلېټ کا» کارونه عامه شوې وه او همداراز د روان تعلیمي کال په پیل مراسمو کې د طالبانو د چارو ادارې رييس د لوړو زده‌کړو د بنسټونو په تړاو وویل، په پوهنتونونو کې د «بې‌حیایۍ» فضا عامه وه.

د معلوماتو له مخې، که پر نجونو دا بندیزونه نه وای، نو تر اوسه به شاوخوا ۱۱۴ زره نجونې له پوهنتونونو څخه فارغې شوې وای.

شېراحمد حقاني په ارغوان ګل‌مشاعره کې؛ شاعران باید هره موضوع په شعر کې را نه‌ولي

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۱۲ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر شېراحمد حقاني په پروان کې د ارغوان‌ګل ملي او کلتوري کلنۍ مشاعره کې شاعرانو ته خبرداری ورکړ، چې هره موضوع باید په شعر کې را نه‌ولي. د هغه په وینا، شاعران باید د ټولنې د خیر، برکت او اصلاح لپاره شعر ووايي.

د ارغوان‌ګل د ملي او کلتوري کلنۍ مشاعرې څوارلسم پړاو د یکشنبې په ورځ (د وري ۹مه) د پروان په مرکز چاریکار ښار کې د ګل‌غونډۍ هوټل په تالار کې د طالب چارواکو په ګډون سره ترسره شوه.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر شېراحمد حقاني په دې مراسمو کې شاعرانو ته خبرداری ورکړ: «شاعرانو ته په کار ده چې هره موضوع په شعر کې را نه‌ولي، بلکې خپل اشعار د ټولنې د خیر، برکت او اصلاح لپاره وکاروي».

هغه همداراز په ټینګار سره ویلي، چې شاعران او لیکوالان باید خپلې لیکنې د شریعت په چوکاټ کې د ملي یووالي، اسلامي ارزښتونو او مثبتو پیغامونو پر بنسټ وړاندې کړي.

له دې سره سم، د دغه وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال عتیق‌الله عزیزي وویل، چې دا ډول ادبي او کلتوري مشاعرې د شاعرانو او لیکوالانو لپاره یو مناسب فرصت برابروي، څو د خپلو احساساتو او افکارو له لارې د ټولنې مثبت ارزښتونه انعکاس کړي او له شاعرانو څخه یې وغوښتل: «د دې نظام کړنې د شعر په ژبه را وسپړي».

د ارغوان‌ګل کلنۍ مشاعره
100%
د ارغوان‌ګل کلنۍ مشاعره

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د تېر کال په وږي میاشت کې «د مشاعرو د څرنګوالي او تنظیم قانون» په درېیو بابونو، دوو فصلونو او ۱۳مادو کې جوړ کړ.

په دې قانون کې شاعران مکلف شوي، چې اسلامي شعایرو ته له سپکاوي، د قومونو، ژبو او د مسلمانانو له تحقیر او تفریق، د غېر اسلامي اخلاقو او ناروا دودونو، د نجونو او هلکانو ستاینه یا له دوی سره دوستۍ ته له دعوتولو او د هبت‌الله د فرمانونو، حکمونو او پرېکړو له نقد کولو څخه په جدي توګه ډډه وکړي.

طالبانو همداراز خبرداری خبرداری ورکړی، چې له سړغړوونکو سره به جدي قانوني چلند وشي او سزاوې به ورکړل شي.

د طالبانو دغه قانون د ګڼو فرهنګپالو له لوري رد شو او ټینګار یې درلود، چې شاعران او لیکوالان باید ازاد پرېښودل شي، څو تخلیق او پنځونې وکړي.

محکمې طالب چارواکو ته د «سپکاوي» په تړاو د دُرو او بند سزاګانې وټاکلې

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۰۶ GMT+۱

د طالبانو سترې محکمې د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په جوزجان، بلخ او هرات ولایتونو کې یې ۱۴ کسان په دُرو وهلي او په بند محکوم کړي دي. له دغو کسانو څخه ځینې یې طالب مسوولانو ته د «سپکاوي» په تړاو هم مجازات شوي دي.

د افغانستان په تېر حکومت کې پر حکومتي چارواکو نیوکو او سپکاوي کومه سزا نه‌لرله، خو طالبان واک ته له بیا رسېدو وروسته د ایران د اسلامي جمهوریت په څېر افغانان «مسوولانو ته د سپکاوي» په تړاو نیسي او سزا ورکوي.

د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې دا نه‌دي ویل شوي، چې محکوم شوي کسان د کوم ډول څرګندونو له امله پر سپکاوي تورن شوي او په دُرو وهل شوي دي. همداراز، د طالبانو محکمې یو شمېر نور کسان له واده پرته د جنسي اړیکو او د روژې خوړلو په تور هم په دُرو وهلي او زنداني کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو محکمې له واده پرته د جنسي اړیکو لپاره د اوږد مهاله بند سزاګانې په پام کې نیولي دي، داسې چې په بلخ او جوزجان کې د طالبانو محکمو د تورنو ښځو او نارینه‌وو لپاره په ترتیب سره ۵ او ۶ کاله بند ټاکلی دی.

د «رواداري» په نوم د بشري حقونو سازمان تېره پنجشنبه په یوه راپور کې ویلي، چې طالبانو په تېر زیږدیز کال کې «ظالمانه، غېرانساني او له سپکاوي ډکې» سزاګانې پلي کړې او په دې موده کې د شپږو کسانو د قصاص، د یوې ښځې د سنګسار او د ۸۵۷ کسانو د دُرو وهلو حکمونه صادر شوي دي.

طالبانو د تورنو کسانو د شکنجه کولو او بدني سزاګانو په اړه د نړۍوالو سازمانونو له مخالفت سره سره، په عام محضر کې د خلکو دُرو وهلو ته دوام ورکړی دی. دغه ډله د هغو کسانو په دُرو وهل چې تر خپلې ولکې لاندې محکمو کې مجرم وپېژندل شي، د «اسلامي شریعت» پلي کول بولي.

طالبان وايي چې په پکتیکا کې یې پر ۲۳۰۰ اړمنو کورنیو نغدي مرستې وېشلې دي

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۵۵ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي، چې په پکتیکا ولایت کې یې پر ۲۳۰۰ بې‌ځایه شویو کورنیو ۳۴.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وېشلې ده.

دغې ادارې د یکشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه مرستې یې د پکتیکا ولایت په برمل، شکین او تروو ولسوالیو کې پر ۲۳۰۰ داخلي بې‌ځایه شویو کورنیو باندې وېشلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې هرې کورنۍ ته یې د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۱۵ زره افغانۍ ورکړې دي.

طالبانو دا نغدي مرستې پر داسې مهال پر کورنیو بې‌ځایه شویو ووېشلې، چې له تېرو څو ورځو راهیسې پر خوست، کونړ، نورستان او پکتیکا ولایتونو د پاکستاني ځواکونو د هاوان بریدونو له امله سلګونو کورنیو خپل کورونه پرېښي او امنو سیمو ته کډه شوې دي.