عراقچي سعودي عربستان ته: د دې وخت رارسېدلی چې امریکایي ځواکونه له سیمې وباسو

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سېشنبې په سهار په خپل اېکس کې د متحده ایالاتو د یوې (E-3) الوتکې انځور خپور کړ، چې د سعودي عربستان په پرنس سلطان اډه کې د بالسټیک توغندیو په واسطه ویشتل شوې وه. هغه سعودي عربستان ته په خطاب کې لیکلي: «د دې وخت رارسېدلی چې امریکایي ځواکونه وباسو».
