• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د پکتیا والي: پاکستان د پردیو په اشاره پر افغانستان او ملکي وګړو بریدونه کوي

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۳۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۵۸ GMT+۱

د طالبانو د پکتیا والي ددغه ولایت د ‌ډنډپټان ولسوالۍ له قومي مشرانو سره په لیدنه کې ویلي، چې طالبان جګړه نه غواړي خو د تېري په صورت کې غچ اخېستل د دوی مشروع حق دی. مهرالله حماد ویلي، چې پاکستان د پردیو په اشاره پر افغانستان او ملکي وګړو بریدونه کوي.

د طالبانو د پکتیا والي دفتر د دوشنبې په ورځ، د وري پر ۱۰مه وویل، چې والي مهرالله حماد په خپل کاري دفتر کې د ډنډ پټان سرحدي ولسوالۍ له قومي مشرانو سره د پاکستان د وروستیو بریدونو د زیانونو په اړه خبرې کړې دي.

قومي مخورو د پاکستاني پوځ وروستي بريدونه غندلي او ویلي یې دي، چې پاکستان د ټولو نړيوالو اصولو خلاف پر ملکي کورونو او عامه تاسیساتو بریدونه کوي او په دغو بریدونو ګڼ شمېر کورنۍ بې‌ځایه شوې، ښځې، ماشومان او سپین‌ږیري ټپیان او وژل شوي دي.

د طالبانو د پکتیا والي خپلو د اړوندو ادارو مسوولینو ته لارښوونه کړې، چې له بې‌ځایه شويو او زیانمنو کورنیو سره بیړنۍ مرستې وکړي.

د پکتیا د ډنډ پتان ولسوالۍ ځینو قومی مشرانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د پاکستان د بریدونو له پیل راهسې ډیورنډ کرښې ته څېرمه کلي او کورونه خالي شوي دي او خلک خوندي ځایونو ته کډوال شوي دي.

یو قومي مشر وویل:« اوس هم په سیمه کې وېره شته او کورونو کې یوازې یو کس د ساتنې لپاره پاتې دي خو اوس وضعیت نظامي دی.»

قومي مشران نیوکه کوي، چې د پاکستان پوځ د ډیورنډ کرښې ته پر څېرمه ولسوالیو بې توپیره بریدونه کوی، چې زیات شمیر کورنۍ یې کډه کولو ته اړې کړې دي.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ د وروستیو شخړو له امله پر ډیورنډ کرښه د ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، خوست، کونړ او نورستان ولایتونو د سرحدي سیمو په لسګونو زره اوسېدونکي له خپلو مېنو بې ځایه شوي او ډېری یې په ښوونځیو، فامونو او ځینې تر شنه اسمان لاندې په خیمو کې ژوند کوي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي چې په تېر کال کې یې له دوو میلیونو ډېرې برېښنايي پېژندپاڼې وېشلې دي

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۲۸ GMT+۱

د طالبانو د احصایې او معلوماتو اداره وایي، چې په تېر (۱۴۰۴) کال کې یې په ټول افغانستان کې له دوو میلیونو څخه زیاتې برېښنايي پېژندپاڼې وېشلې دي.

یادې ادارې، نن دوشنبه د وري پر ۱۰مه ویلي، چې له دې شمېر څخه یو میلیون او ۵۲۹زره او ۲۴۴پېژندپاڼې نارینه وو ته او ۴۹۸زره او ۸۳۵پېژندپاڼې ښځو ته وېشل شوې دي.

د معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۴کال په ترڅ کې تر ټولو ډېرې برېښنايي پېژندپاڼې په کابل ولایت کې وېشل شوې دي.

همداراز په هرات، کندهار، ننګرهار او بلخ ولایتونو کې هم په ترتیب سره د پېژندپاڼو د وېش لوړه کچه ثبت شوې ده.

د طالبانو په وینا، د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش د بهیر له پیل راهیسې تر اوسه پورې له ۱۷میلیونو او ۴۸۷زرو څخه ډېرې پېژندپاڼې صادرې شوې دي.

طالبان: په پنځو ولایتونو کې ۲۱ تنه د جنایي جرمونو په تړاو نیول شوي

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۰۴ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، د جنایي جرمونو د مخنیوي ځواکونو په پنځو ولایتونو کې ۲۱ تنه د غلا او نورو جنایي جرمونو په تړاو نیولي. وزارت همدا ډول زیاتوي، په لغمان کې د قومونو ترمنځ د وسله‌والې نښتې مخه نیول شوې.

د وزارت له‌خوا خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د بادغیس په مرکز قلعه‌نو ښار کې اووه تنه د وسایطو او د کورونو د غلا په تړاو نیول شوي دي. همدارنګه څلور تنه په پروان کې د مبایلونو د غلا په تړاو، درې تنه په سرپل کې د موټرسایکلونو د غلا او یو تن د څارویو د غلا په تړاو نیول شوی دی. درې نور کسان د هرات په ولایت کې د غلا په تړاو نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي، په لغمان کې امنیتي ځواکونو د علیشنګ ولسوالۍ د کهنه‌پال درې په منجلام او خندلي کلیو کې د دوو قومونو د وسله‌والې نښتې مخه نیولې. له پېښې وروسته امنیتي ځواکونه پر وخت سیمې ته ورسېدل او له دواړو لورو یې لس تنه له ۱۱ میله وسلو سره ونیول.

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د نیول شوو کسانو پر ضد څېړنې روانې دي او زر به له بشپړو اسنادو سره اړوندو عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

د لغمان امنیه قومندانۍ د ولسونو څخه غوښتنه کړې چې ټولې شخړې دې د قانون په رڼا کې حل کړي او د خپلسرو کړنو څخه دې ډډه وکړي، ترڅو عامه نظم او امنیت ګډوډ نه شي.

د پاکستان او طالبانو تر منځ جګړه: پاکستان د امریکا او ایران د خبرو کوربتوب ته چمتوالی نیسي

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۲۰ GMT+۱

رویټرز په یوه راپور کې ویلي چې پاکستان او طالبان د لنډمهاله اوربند وروسته یو پر بل بریدونه کړي او په امن سیمو کې یې تاوتریخوالی زیات کړی، خو اسلام اباد د دې ترتینګلتیا پر مهال د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو کوربه توب ته چمتوالی نیسي.

د رویټرز د راپور له مخې؛ پر ډیورنډ کرښه دا نښتې د یکشنبې په ورځ وشوې، چې په همدې ورځ پاکستان د منځني ختيځ په جګړه کې سیمه ییز قدرتونه د تاوتریخوالي کمولو ته را وبلل او اعلان یې وکړ چې اسلام اباد کولی شي په راتلونکو ورځو کې د دغو خبرو کورب توب وکړي.

په راپور کې د دواړو هېوادونو د چارواکو له قوله ویل شوي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ په وروستۍ نښته کې درنې وسلې کارول شوي، چې یوه لوري ته پر کونړ او بل خواته د باجوړ په سیمو کې بریدونه شوي.

رویټرز د طالبانو د مرستیال ویاند حمدالله فطرت له قوله زیاته کړې چې د پاکستان په وروستي برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون یو کس وژل شوی او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

طالب سرچینو دا هم ویلي چې پاکستان ته یې د برید ځواب ورکړی خو د دوی په خبره ملکي‌ځایونه یې نه دي به نښه کړي. پاکستان پوځ د رویټرر پوښتنې ته ځواب ندی ورکړی.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ په وروستیو کلونو کې تر ټولو سخته جګړه د تېرې میاشتې په پیل کې وشوه چې دواړو خواوو ته یې درانه زیانونه واړول.

کابل ویلي، چې د دې میاشتې په پیل کې د افغانستان پر پلازمېنه د معتادینو د درملنې پر یوه مرکز د پاکستان په یوه هوايي برید کې تر ۴۰۰ ډېر کسان ووژل شوه.

پاکستان د طالبانو دا ادعاوې رد کړې او ویې ویل چې دوی «په دقیق ډول پوځي تاسیسات او د ترهګرو د ملاتړ بنسټونه په نښه کړي دي».

ترکیې، قطر او سعودي عبرستان د کوچني اختر په مناسبت د جګړې درولو غوښتنه وکړه، پاکستان تېره اوونۍ دا اوربند پای ته ورسوه.

کابل لا تر اوسه په رسمي ډول نه دي ویلي، چې ایا د دوی له لوري اوربند لا هم پر ځای دی که نه.

اسلام‌اباد افغان طالبان تورنوي چې وسلوالو ته پناه ورکوي او په پاکستان کې د بریدونو د ترسره کول لپاره یې ملاتړ کوي. کابل دا تورونه ردوي او وایي چې دا ستونزه د پاکستان کورنۍ مسله ده.

ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې سختو بارانونو او سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي دي

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۱۲ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان وکړ چې د افغانستان په ځینو سیمو کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو له امله څو کسان مړه او ټپیان شوي دي. اوچا همدارنګه وویل چې د خلکو ژوند اغېزمن شوی او د هغوی بنسټیزې اسانتیاوې او کورونه زیانمن شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وویل چې دوی له خپلو شریکانو سره یو ځای د خلکو د بېړنیو اړتیاوو د ارزونې او ځواب ویلو په حال کې دي.

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د بارانونو او سېلابونو له امله په څو ولایتونو کې لږ تر لږه ۱۷ کسان مړه شوي دي.

دې ادارې زیاته کړه چې د سختو بارانونو له کبله په بادغیس، سرپل، پروان، دایکندي، لوګر، میدان وردګ، فراه، هرات، غور، سمنګان، فاریاب، جوزجان او لغمان ولایتونو کې سېلابونه راوتلي دي.

طالبان وایي چې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله د افغانستان ځینې لویې لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.

دوی همدا رنګه له خلکو غوښتي، چې پلونو، سیندونو او ټیټو سیمو ته له نږدې کېدو څخه ډډه وکړي.

طالبان: په اروزګان او غور کې تر ۴ زره کیلوګرامه زیات اومان او نشه يي توکي وسوځول شول

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۰۳ GMT+۱

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وايي چې په غور کې یې د عملیاتو پر مهال د نشه يي توکو د تولید او پروسس یوه کارخونه له منځه وړې او پر مهال یې ۲ زره کیلوګرامه اومان تر نیولو وروسته سوځولي دي. طالبانو په اروزګان کې هم د ۲۴۷۰ کیلوګرامه اومان نشه يي توکو د له منځه وړلو خبر ورکړی.

د اروزګان د طالبانو امنیه قومندانۍ د دوشنبې په ورځ ( د وري ۱۰مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د چورې ولسوالۍ په خواجه خدیر سیمه کې یې ۲۲۵۰ کیلوګرامه او د نوري په سیمه کې یې ۲۲۰ کیلوګرامه اومان نشه يي توکي نیولي او سوځولي دي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت په یوه جلا خبرپاڼه کې زیاته کړې چې په غور کې یې د نشه يي‌ توکو د پروسس او تولید یو کار خونه او ۲ زره کیلوګرامه اومان سوځولي دي.

یاد وزارت زیاته کړې چې په دولت یار ولسوالۍ کې یې دوه کسه د نشه يي توکو د تولید لپاره د کارېدونکو موادو سره نیولي او تر لومړنیو پلټنو وروسته به عدلي ارګانونو ته وسپارل شي.

طالبانو ټینګار کړی چې چاته به د نشه يي‌توکو د کر، تولید او پلور اجازه ور نه کړي او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.

طالبانو ادعا کړې چې په افغانستان کې یې د نشه يي‌توکو په وړاندې مبارزه جدي ده او دا کچه یې صفر ته رسولې؛ خو ګاونډي هېوادونه په خاص ډول ایران لا هم د افغانستان څخه د نشه يي توکو د قاچاق له کبله وخت ناوخت اندېښنې وړاندي کوي.