د مرکزي اسیا د ۱۷ کلنو ځوانانو د فوټبال اتلولۍ سیالیو مهالوېش اعلان شو

د مرکزي اسیا د فوټبال اتحادیې د ۱۷ کلنو ځوانانو د فوټبال اتلولۍ (کافا ۲۰۲۶) سیالیو مهالوېش او وختونه اعلان کړل. د دې پروګرام پر بنسټ، د افغانستان د ۱۷ کلنو ځوانانو د فوټبال ملي لوبډله به خپله لومړۍ لوبه د دوشنبې په ورځ (د وري ۱۷مه) پیل کړي او د اتلولۍ ګټلو لپاره به سیالي وکړي.
د افغانستان د ۱۷ کلنو ځوانانو لوبډله به په ترتیب سره د قرغزستان، ترکمنستان، تاجکستان او ازبکستان له لوبډلو سره مخامخ شي.
دا سیالۍ د پنځو لوبډلو په ګډون د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د «داستلیک» په لوبغالي کې ترسره کېږي.
د افغانستان د ۱۷ کلنو ځوانانو لوبډلې چې په ۲۰۲۴ کال کې یې د دې سیالیو اتلولي ګټلې وه، له څه مودې راهیسې په کابل کې د خپل روزونکي علي احمد یارزاده تر نظر لاندې تمرینات پیل کړي دي.
د مرکزي اسیا د ۱۷ کلنو ځوانانو د اتلولۍ سیالۍ په تېرو پړاوونو کې د شپږو لوبډلو په ګډون ترسره کېدې، خو په دې پړاو کې د ګډون کوونکو په نوملړ کې د ایران نوم نه لیدل کېږي.
په ورته وخت کې، د تاجکستان د ۱۷ کلنو ځوانانو لوبډله به د اتلولۍ له لقب څخه د دفاع کوونکې په توګه په دې سیالیو کې برخه واخلي.
د دې پړاو د مقرراتو لهمخې، یوازې هغه لوبغاړي په سیالیو کې د ګډون اجازه لري چې د ۱۳۸۸ کال د مرغومي له ۱۱مې وروسته زېږېدلي وي.
