• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په بلوچستان کې تېره اوونۍ د سکرو په کانونو کې ۳ افغان کان کېندونکي مړه شوي دي

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۲۰:۲۸ GMT+۱

د بلوچستان په هرنایي ولسوالۍ کې ځايي پولیس وايي، د سکرو په یوه کان کې د یوې لویې ټوټې د راپرېوتو له امله یو افغان کان‌کېندونکی مړ شوی دی. د پولیسو په وینا، له دې سره تېره اوونۍ په بلوچستان کې د سکرو په کانونو کې د بېلابېلو پېښو له امله د مړو شویو افغانانو شمېر درېیو ته ورسېد.

د ځايي پولیسو په وینا، وروستۍ پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د بسم‌الله په نوم یوه کان‌کېندونکي د کان دننه کېندنه کوله او د یوې لویې ډبرې د راپرېوتو له امله ځای پر ځای مړ شو. پولیس وايي، ژغورونکو ډلو د نوموړي مړی له کان څخه را اېستلی او د هرنایي ولسوالۍ مرکزي روغتون ته یې لېږدولی دی.

تر دې وړاندې د مارچ په ۲۵مه هم د بلوچستان په دکۍ ولسوالۍ کې د سکرو په یوه کان کې د ورته پېښې له امله دوه افغان کان‌کېندونکي مړه شوي وو. په بلوچستان کې تر دې وړاندې هم په ورته پېښو کې ګڼو افغان کارګرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ترویج لرونکی

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

۲

حامد کرزي د افغان کرکټ په ځلولو کې د شاپور ځدراڼ رول نه هېرېدونکی بللی

۳

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ

۴

کرېکټ بورډ او افغان لوبغاړو د افغانستان د کرېکټ په پرمختګ کې د شاپور رول مهم یاد کړی

۵

د هرمز تنګي کړکېچ؛ سنټکام د ایران پر ضد د بریدونو د پیل خبر ورکړی

•
•
•

نور کیسې

په کابل کې متقاعدینو یوځل بیا د خپلو حقونو لپاره لاریون کړی

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۱۲ GMT+۱
په کابل کې متقاعدینو یوځل بیا د خپلو حقونو لپاره لاریون کړی
100%

په کابل کې یو شمیر افغان متقاعدینو د خپلو معاشونو په تړاو یوځل بیا اعتراض او لاریون کړی. ‏تېر کال طالبانو اعلان وکړ چې د زمري له دویمې څخه به د دولتي ادارو د متقاعدانو د معاشونو ورکول بیا پیل شي خو متقاعدین وايي، نږدې ۷میاشتې تېرې شوې او دغه ژمنه لا هم بشپړه نه ده عملي شوې.

یو شمیر افغان متقاعدینو نن دوشنبه، د وري پر لسمه، په کابل کې د تقاعد ریاست مخې ته راټول شوي وو او د طالبانو پر مشرتابه یې غږ وکړ، چې نور دې دوی نه ځوروي.

په تېرو څلورو کلونو کې متقاعدین په وار، وار د تقاعد حق اخیستلو لپاره د کابل د تقاعد ریاست مخې ته راغونډ شوي، چې خپل هغه حق ترلاسه کړي چې د ماموريت پر مهال به يې له تنخوا څخه د دولت خزانې ته ورکاوه.

د طالبانو حکومت بیا ویلي، چې متقاعدین باید د خپلو حقونو د ثابتولو لپاره ځانګړې محکمې ته مراجعه وکړي.

د طالبانو د مالیې وزارت ویلي و، چې د دغې ډلې د مشر ملاهبت الله د فرمان پر بنسټ د ټاکل شويو اصولو له مخې متقاعدینو ته د تقاعد حقونو د ورکولو پرېکړه شوې ده، خو متقاعدین نیوکه کوي، چې اړوندې ادارې دغه امر نه مني.

د ۱۴۰۳کال د مرغومي په لومړۍ نېټه د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده د متقاعدینو د حقونو د څېړلو لپاره د ځانګړو محکمو د جوړولو امر وکړ، خو اوس د اعتراض کوونکو لویه نیوکه دا ده چې د ټیټې کچې طالبان او مامورین دغه فرمان نه پلی کوي.

والدای د خبرو اترو مرکز: په ترمذ کنفرانس کې د افغانستان امنیتي وضعیت او بدلونونه څېړل کېږي

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۱۸ GMT+۱
والدای د خبرو اترو مرکز: په ترمذ کنفرانس کې د افغانستان امنیتي وضعیت او بدلونونه څېړل کېږي
100%

والدای د خبرو اترو مرکز وایي، چې د روسیې او ازبکستان چارواکي په یو دوه ورځني ګډ کنفرانس کې، چې د وري میاشتې پر ۱۰ او ۱۱نېټو په ترمذ ښار کې کېږي، د افغانستان وضعیت او د هغه د امنیتي اغېزو، سیمه‌ییزو همکاريو او ستراتیژیکو بدلونونو په اړه مشورې کوي.

دغه دوه ورځنی کنفرانس د «والدای» د خبرو اترو مرکز او د ازبکستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انستیتوت په کوربه توب جوړیږي، چې د دواړو هېوادونو ګڼ شمېر حکومتي چارواکي او کارپوهان به پکې ګډون ولري.

په ګډونوالو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال میخاییل ګالوزین، د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت سلاکار شوهرات یګیتال‌یف او د دواړو هېوادونو سفیران شامل دي.

د کنفرانس د جوړوونکو په وینا، دا غونډه د دوه هېوادونو د سیاسي او علمي استازو ترمنځ د نظرونو د تبادلې لپاره دودیزه بڼه لري.

په ترمذ ښار کې د دې غونډې د ترسره کولو موخه دا ده، چې یاد ښار له افغانستان سره نږدې او د «دوستۍ» د پل په څېر مهم ځای کې موقعیت لري.

د کنفرانس د بحث وړ مواردو په تړاو ویل شوي چې روسیه او ازبکستان دواړه له افغانستان سره په اقتصادي او امنیتي چارو کې د رغنده تعامل لپاره لېواله دي او په ځانګړې توګه په سویلي او ختیزې اسیا کې د ثبات ټینګښت ته ارزښت ورکوي.

سربېره پر امنیتي موضوعاتو، په دې غونډه کې د «شمال–جنوب» ټرانزیټي دهلېز پراختیا، کډوالي، اقلیمي بدلونونه، د اوبو سرچینې او د اقتصاد ډیجیټلي کول هم د بحث اړوند نور ټکي ګڼل شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې اریانا افغان شرکت د کابل او اسلام اباد ترمنځ الوتنې زیاتوي

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۰۴ GMT+۱
د طالبانو تر واک لاندې اریانا افغان شرکت د کابل او اسلام اباد ترمنځ الوتنې زیاتوي
100%

د طالبانو تر واک لاندې اریانا افغان هوایي شرکت وایي، چې دوی به د مساپرو غوښتنو او اړتياوو ته په کتو راتلونکې اونۍ د کابل او اسلام‌ اباد ترمنځ خپلې الوتنې زياتې کړي. له دې وړاندې هره يکشنبه او پنجشنبه له کابل څخه اسلام اباد ته دوې الوتنې کېدې.

د اریانا- افغان هوايي شرکت رسنیز دفتر نن دوشنبه، د وري پر۱۰مه ویلي، چې له راتلونکې اونۍ څخه به د کابل – اسلام اباد ترمنځ الوتنې په اونۍ کې دریو ته لوړې شي.

اریانا - افغان هوايي شرکت په داسې حال کې دا پرېکړه کوي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ځمکنۍ لارې د دواړو خواوو د شخړو له امله له څو میاشتو راهیسې تړلې پاتې دي.

طالبانو په کابل کې د پټرول، ګاز او ډیزلو نوې بیې وټاکلې

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۲۲ GMT+۱
 طالبانو په کابل کې د پټرول، ګاز او ډیزلو نوې بیې وټاکلې
100%

د طالبانو د لومړنیو توکو د بیو د کنټرول او احتکار مخنیوي کمیسیون د سون‌توکو لپاره نوې بیې ټاکلې دي. د بیو د نوې پاڼې له مخې، د یو لیټر ۹۲ پټرول بیه ۶۷ افغانۍ، د یو لیټر ډیزلو بیه ۶۵ افغانۍ او د یو کیلو ګرامه مایع ګاز بیه ۵۶ افغانۍ ټاکل شوې ده.

د یاد کمیسیون په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه بیې د اړوندو ادارو، د سوداګرۍ او پانګونې خونې، د کسبکارانو استازو، او د تېلو او ګازو د اتحادیې له معلوماتو او ارزونو وروسته ټاکل شوې دي.

د بیو د نوې پاڼې له مخې، د یو لیټر ۹۲ پټرول بیه ۶۷ افغانۍ، د یو لیټر ډیزلو بیه۶۵ افغانۍ او د یو کیلو ګرامه مایع ګاز بیه۵۶ افغانۍ ټاکل شوې ده.

کابل ښاروالۍ ټینګار کړی چې دا بیې نافذې دي او ټول هټیوال او اړوند کاروباریان مکلف دي چې عملي یې کړي.

د خبرپاڼې له مخې، د سرغړونې په صورت کې به له سرغړوونکو سره قانوني چلند وشي.

ښاروالۍ له کابل ښاریانو غوښتي چې د هر ډول سرغړونې په صورت کې د مارکیټونو د تنظیم ریاست ته مراجعه وکړي او یا له ورکړل شویو شمېرو سره اړیکه ونیسي.

د کونړ د مرکز اسعداباد د ځینو سیمو اوسېدونکي د پاکستان د بریدونو له امله له کورونو وتلي

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۲۲ GMT+۱
د کونړ د مرکز اسعداباد د ځینو سیمو اوسېدونکي د پاکستان د بریدونو له امله له کورونو وتلي
100%

د کونړ ځايي اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د مرکز اسعداباد د اړوندو سیمو کړمار، دم کلي، ماڼو او تپه کوټ ګڼ اوسېدونکي د پاکستاني ځواکونو د بریدونو له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي. د طالبانو چارواکو ویلي، چې د پاکستان په بریدونو کې له ۸۰ زیات کورونه وېجاړ شوي.

د کونړ د مرکز اسعداباد ځینو اوسیدونکو د خپلو کورونو انځورونه هم شریک کړل، چې د پاکستاني ځواکونو د هاوان مرمیو د لګېدو له امله زیانمن شوي دي.

په انځورونو کې ښکاري، چې د کونړ د مرکز اسعداباد په ځینو سیمو کې کورونه خالي شوی دي او په کوڅو کې خلک نه لېدل کېږي.

د طالبانو د کونړ د اطلاعاتو او کلتور رییس نجیب حنیف حریت راډيو ته ویلي، چې د پاکستان د بریدونو له پیل راهیسې سلګونه راکېټي بریدونه شوي او شاوخوا ۸۰ کورونه وېجاړ شوي دي.

نوموړی زیاتوي، چې په دغو بریدونو کې له سلو ډېرو ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تېره ورځ د وري پر ۹مه د بشري حقونو نړیوال بنسټ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په پکتیکا، خوست او کونړ ولایتونو کې د پاکستاني ځواکونو په وروستیو بریدونو کې د ملکي وګړو کورونه په نښه شوي، چې له امله یې ۱۷ ملکیان ټپیان شوي دي.

د بشري حقونو یاد نړۍوال بنسټ پر پاکستاني ځواکونو غږ کړی، چې پر ملکي سیمو سملاسي بریدونه ودروي او نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي.

یاد بنسټ د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له نړیوالو سازمانونو غوښتنه کړې، چې د پاکستاني ځواکونو د یادو سرغړونو په اړه څېړنه وکړي.

پاکستاني ځواکونو د یکشنبې په ورځ د وري پر ۹مه د کونړ ولایت د مرکز اسعداباد اړوند کړمار، دم او شاوخوا نورو کلیو د هاوان بریدونه وکړل، چې له امله یې یو تن ووژل شو او ۱۷ تنه نور ټپیان شول.