• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي چې په تېر کال کې یې له دوو میلیونو ډېرې برېښنايي پېژندپاڼې وېشلې دي

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۲۸ GMT+۱تازه شوی: ۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۳۶ GMT+۱

د طالبانو د احصایې او معلوماتو اداره وایي، چې په تېر (۱۴۰۴) کال کې یې په ټول افغانستان کې له دوو میلیونو څخه زیاتې برېښنايي پېژندپاڼې وېشلې دي.

یادې ادارې، نن دوشنبه د وري پر ۱۰مه ویلي، چې له دې شمېر څخه یو میلیون او ۵۲۹زره او ۲۴۴پېژندپاڼې نارینه وو ته او ۴۹۸زره او ۸۳۵پېژندپاڼې ښځو ته وېشل شوې دي.

د معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۴کال په ترڅ کې تر ټولو ډېرې برېښنايي پېژندپاڼې په کابل ولایت کې وېشل شوې دي.

همداراز په هرات، کندهار، ننګرهار او بلخ ولایتونو کې هم په ترتیب سره د پېژندپاڼو د وېش لوړه کچه ثبت شوې ده.

د طالبانو په وینا، د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش د بهیر له پیل راهیسې تر اوسه پورې له ۱۷میلیونو او ۴۸۷زرو څخه ډېرې پېژندپاڼې صادرې شوې دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

طالبان: په پنځو ولایتونو کې ۲۱ تنه د جنایي جرمونو په تړاو نیول شوي

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۰۴ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، د جنایي جرمونو د مخنیوي ځواکونو په پنځو ولایتونو کې ۲۱ تنه د غلا او نورو جنایي جرمونو په تړاو نیولي. وزارت همدا ډول زیاتوي، په لغمان کې د قومونو ترمنځ د وسله‌والې نښتې مخه نیول شوې.

د وزارت له‌خوا خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د بادغیس په مرکز قلعه‌نو ښار کې اووه تنه د وسایطو او د کورونو د غلا په تړاو نیول شوي دي. همدارنګه څلور تنه په پروان کې د مبایلونو د غلا په تړاو، درې تنه په سرپل کې د موټرسایکلونو د غلا او یو تن د څارویو د غلا په تړاو نیول شوی دی. درې نور کسان د هرات په ولایت کې د غلا په تړاو نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي، په لغمان کې امنیتي ځواکونو د علیشنګ ولسوالۍ د کهنه‌پال درې په منجلام او خندلي کلیو کې د دوو قومونو د وسله‌والې نښتې مخه نیولې. له پېښې وروسته امنیتي ځواکونه پر وخت سیمې ته ورسېدل او له دواړو لورو یې لس تنه له ۱۱ میله وسلو سره ونیول.

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د نیول شوو کسانو پر ضد څېړنې روانې دي او زر به له بشپړو اسنادو سره اړوندو عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

د لغمان امنیه قومندانۍ د ولسونو څخه غوښتنه کړې چې ټولې شخړې دې د قانون په رڼا کې حل کړي او د خپلسرو کړنو څخه دې ډډه وکړي، ترڅو عامه نظم او امنیت ګډوډ نه شي.

د پاکستان او طالبانو تر منځ جګړه: پاکستان د امریکا او ایران د خبرو کوربتوب ته چمتوالی نیسي

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۲۰ GMT+۱

رویټرز په یوه راپور کې ویلي چې پاکستان او طالبان د لنډمهاله اوربند وروسته یو پر بل بریدونه کړي او په امن سیمو کې یې تاوتریخوالی زیات کړی، خو اسلام اباد د دې ترتینګلتیا پر مهال د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو کوربه توب ته چمتوالی نیسي.

د رویټرز د راپور له مخې؛ پر ډیورنډ کرښه دا نښتې د یکشنبې په ورځ وشوې، چې په همدې ورځ پاکستان د منځني ختيځ په جګړه کې سیمه ییز قدرتونه د تاوتریخوالي کمولو ته را وبلل او اعلان یې وکړ چې اسلام اباد کولی شي په راتلونکو ورځو کې د دغو خبرو کورب توب وکړي.

په راپور کې د دواړو هېوادونو د چارواکو له قوله ویل شوي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ په وروستۍ نښته کې درنې وسلې کارول شوي، چې یوه لوري ته پر کونړ او بل خواته د باجوړ په سیمو کې بریدونه شوي.

رویټرز د طالبانو د مرستیال ویاند حمدالله فطرت له قوله زیاته کړې چې د پاکستان په وروستي برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون یو کس وژل شوی او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

طالب سرچینو دا هم ویلي چې پاکستان ته یې د برید ځواب ورکړی خو د دوی په خبره ملکي‌ځایونه یې نه دي به نښه کړي. پاکستان پوځ د رویټرر پوښتنې ته ځواب ندی ورکړی.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ په وروستیو کلونو کې تر ټولو سخته جګړه د تېرې میاشتې په پیل کې وشوه چې دواړو خواوو ته یې درانه زیانونه واړول.

کابل ویلي، چې د دې میاشتې په پیل کې د افغانستان پر پلازمېنه د معتادینو د درملنې پر یوه مرکز د پاکستان په یوه هوايي برید کې تر ۴۰۰ ډېر کسان ووژل شوه.

پاکستان د طالبانو دا ادعاوې رد کړې او ویې ویل چې دوی «په دقیق ډول پوځي تاسیسات او د ترهګرو د ملاتړ بنسټونه په نښه کړي دي».

ترکیې، قطر او سعودي عبرستان د کوچني اختر په مناسبت د جګړې درولو غوښتنه وکړه، پاکستان تېره اوونۍ دا اوربند پای ته ورسوه.

کابل لا تر اوسه په رسمي ډول نه دي ویلي، چې ایا د دوی له لوري اوربند لا هم پر ځای دی که نه.

اسلام‌اباد افغان طالبان تورنوي چې وسلوالو ته پناه ورکوي او په پاکستان کې د بریدونو د ترسره کول لپاره یې ملاتړ کوي. کابل دا تورونه ردوي او وایي چې دا ستونزه د پاکستان کورنۍ مسله ده.

ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې سختو بارانونو او سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي دي

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۱۲ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان وکړ چې د افغانستان په ځینو سیمو کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو له امله څو کسان مړه او ټپیان شوي دي. اوچا همدارنګه وویل چې د خلکو ژوند اغېزمن شوی او د هغوی بنسټیزې اسانتیاوې او کورونه زیانمن شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وویل چې دوی له خپلو شریکانو سره یو ځای د خلکو د بېړنیو اړتیاوو د ارزونې او ځواب ویلو په حال کې دي.

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د بارانونو او سېلابونو له امله په څو ولایتونو کې لږ تر لږه ۱۷ کسان مړه شوي دي.

دې ادارې زیاته کړه چې د سختو بارانونو له کبله په بادغیس، سرپل، پروان، دایکندي، لوګر، میدان وردګ، فراه، هرات، غور، سمنګان، فاریاب، جوزجان او لغمان ولایتونو کې سېلابونه راوتلي دي.

طالبان وایي چې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله د افغانستان ځینې لویې لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.

دوی همدا رنګه له خلکو غوښتي، چې پلونو، سیندونو او ټیټو سیمو ته له نږدې کېدو څخه ډډه وکړي.

طالبان: په اروزګان او غور کې تر ۴ زره کیلوګرامه زیات اومان او نشه يي توکي وسوځول شول

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۰۳ GMT+۱

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وايي چې په غور کې یې د عملیاتو پر مهال د نشه يي توکو د تولید او پروسس یوه کارخونه له منځه وړې او پر مهال یې ۲ زره کیلوګرامه اومان تر نیولو وروسته سوځولي دي. طالبانو په اروزګان کې هم د ۲۴۷۰ کیلوګرامه اومان نشه يي توکو د له منځه وړلو خبر ورکړی.

د اروزګان د طالبانو امنیه قومندانۍ د دوشنبې په ورځ ( د وري ۱۰مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د چورې ولسوالۍ په خواجه خدیر سیمه کې یې ۲۲۵۰ کیلوګرامه او د نوري په سیمه کې یې ۲۲۰ کیلوګرامه اومان نشه يي توکي نیولي او سوځولي دي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت په یوه جلا خبرپاڼه کې زیاته کړې چې په غور کې یې د نشه يي‌ توکو د پروسس او تولید یو کار خونه او ۲ زره کیلوګرامه اومان سوځولي دي.

یاد وزارت زیاته کړې چې په دولت یار ولسوالۍ کې یې دوه کسه د نشه يي توکو د تولید لپاره د کارېدونکو موادو سره نیولي او تر لومړنیو پلټنو وروسته به عدلي ارګانونو ته وسپارل شي.

طالبانو ټینګار کړی چې چاته به د نشه يي‌توکو د کر، تولید او پلور اجازه ور نه کړي او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.

طالبانو ادعا کړې چې په افغانستان کې یې د نشه يي‌توکو په وړاندې مبارزه جدي ده او دا کچه یې صفر ته رسولې؛ خو ګاونډي هېوادونه په خاص ډول ایران لا هم د افغانستان څخه د نشه يي توکو د قاچاق له کبله وخت ناوخت اندېښنې وړاندي کوي.

طالبان وایي په غزني او هلمند کې یې څلور مېرمنۍ له جبري نکاح ژغورلي دي

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۷:۵۰ GMT+۱

د طالبانو امر بالمعروف وزارت وایي، مسولینو یې په غزني او هلمند کې د څلورو مېرمنو د جبري او غیر شرعي نکاح ګانو مخنیوی کړی او هغوی یې له خپلو شرعي حقونو برخمنې کړې.

ددغه وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، یادې مېرمنې د بې‌معنی دودونو او غیرت پر بنسټ د غیر شرعي نکاح لپاره مجبورې شوې وې، خو د دوی له لوري یې مخه ونیول شوه.

خبرپاڼه کې راغلي، دوی د کورنیو غړو ته هم سپارښتنه وکړه، چې په راتلونکي کې د دغسې ناوړه کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي.

مسولینو ټینګار کړی، چې د ټولنې د دیني ارزښتونو او په ځانګړي ډول د مېرمنو د شرعي حقونو د خوندي ساتلو لپاره به خپلې هڅې لا نورې ګړندۍ کړي.