ټرمپ: په لنډ وخت کې به کیوبا سقوط وکړي او امریکا به د مرستې لپاره حاضر وي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، کیوبا یو ناکام هېواد دی او ډېر ژر به له اقتصادي او سیاسي بحران سره مخ شي او امریکا به د خپلو کیوبایي-امریکایي وګړو ملاتړ ته چمتو وي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، کیوبا یو ناکام هېواد دی او ډېر ژر به له اقتصادي او سیاسي بحران سره مخ شي او امریکا به د خپلو کیوبایي-امریکایي وګړو ملاتړ ته چمتو وي.
ټرمپ دغه څرګندونې د یوه خبریال پوښتنې ته په ځواب کې کړي.
ټرمپ وویل: «هو، کوبا به راتلونکی وي. کیوبا یو ګډوډ هېواد دی، ناکام شوی، او ډېر ژر به هم له ستونزو سره مخ شي.»
هغه زیاته کړه: «په لنډ وخت کې، کیوبا به سقوط وکړي، او موږ به هلته د مرستې لپاره موجود یو. موږ به د خپلو ښه کیوبایي-امریکایي وګړو ملاتړ وکړو.»
د ټرمپ دغه څرګندونې د کیوبا د روان اقتصادي او سیاسي وضعیت په اړه اندېښنې څرګندوي، چې د نړیوالو سیاستوالو او د کیوبایي-امریکایي ټولنې لپاره مهمې پایلې لرلی شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، د بلاروس له حکومت سره د وروستیو مذاکراتو په پایله کې ۲۵۰ نور سیاسي بندیان خوشې شوي او د تېر کال له مې میاشتې راهیسې د خوشې شویو بندیانو شمېر له ۵۰۰ اوښتی دی.
د ټرمپ دا څرګندونې د سپینې ماڼۍ پر رسمي ایکس پاڼه خپرې شوي. هغه ویلي چې د ده ځانګړي استازي جان کوال د بلاروس له ولسمشر الکساندر لوکاشینکو سره تر خبرو وروسته د ۲۵۰ نورو سیاسي بندیانو د خوشې کېدو هوکړه ترلاسه کړې ده.
نوموړي ویلي: «تېره اوونۍ، زما استازي په بلاروس کې، جان کوال، له ډېر درناوي وړ ولسمشر الکساندر لوکاشینکو سره تر مذاکراتو وروسته، ۲۵۰ نور سیاسي بندیان خوشې کړل.»
هغه زیاته کړې چې د تېر کال له مې میاشتې راهیسې، د لوکاشینکو لهخوا د بښنې له لارې د خوشې شویو بندیانو شمېر تر ۵۰۰ډېر شوی دی.
ټرمپ د بلاروس له ولسمشر څخه مننه کړې او ویلي یې دي: «زه غواړم د دې اقدام لپاره خپله توده مننه وړاندې کړم، او هیله لرم چې د سولې د راتلونکې غونډې په بورډ کې له هغه سره ووینم.»
دا په داسې حال کې ده چې د بلاروس حکومت له کلونو راهیسې د سیاسي مخالفانو د نیولو او زنداني کولو له امله د نړیوالو نیوکو سره مخ دی، خو د وروستیو خوشې کېدو لړۍ د سیاسي فضا د نرمېدو په اړه نوې پوښتنې راپورته کړې دي.
د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پر دغه هېواد د حزبالله د توغندیزو بریدونو د مخنیوي په موخه خپل پوځ ته امر کړی، چې پر سوېلي لبنان عملیات پراخ کړي.
نتنیاهو د یکشنبې په ورځ خپل پوځ ته امر کړی، چې پر سوېلي لبنان عملیات پراخ کړي.
نوموړي په یوه ویډیويي وینا کې زیاته کړې: «ما اوس امر کړی چې شته امنیتي سیمه سیمه نوره هم پراخه کړي، ترڅو په بشپړه توګه د برید ګواښ لهمنځه یوسو او د ټانک ضد توغندیو بریدونه له خپلې پولې لرې کړو».
نتنیاهو ویلي، چې د عملیاتو پراخولو موخه یې د اسراییل د شمالي پولو په اوږدو کې د امنیت ټینګښت دی.
نوموړي زیاته کړې: «موږ د حزبالله زرګونه ترهګر لهمنځه وړي او تر ټولو مهمه دا چې موږ د ۱۵۰ زره هغو توغندیو ستر ګواښ شند کړی چې د اسراییل د ښارونو د ویجاړولو لپاره وو. خو بیا هم حزبالله پر موږ د توغندیزو بریدونو وړتیا لري، موږ کلک هوډ لرو چې په شمال کې وضعیت په بنسټیز ډول ډاډه کړو».
دا په داسې حال کې ده، چې پر ایران د اسراییل او امریکا له ګډو بریدونو وروسته حزبالله ډلې پر اسراییل توغندیز بریدونه زیات کړي دي.
د حزبالله سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د مارچ په دویمه له اسراییل سره د جګړې له پیل راهیسې د دغې ډلې تر ۴۰۰ ډېر جنګیالي وژل شوي دي.
همدارنګه د لبنان د روغتیا وزارت ویلي، چې پر لبنان د اسراییل په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې په دغه هېواد کې تر ۱۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي او په وژل شویو کسانو کې ښځې، ماشومان او روغتیايي کارکوونکي هم شامل دي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په اسلاماباد کې د ترکیې او مصر د بهرنیو چارو وزیرانو سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې چمتو دی چې د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب رول ولوبوي.
د ایران د کړکېچ د پای ته رسولو او د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو اترو د پیلولو هڅو په موخه د اسلاماباد په کوربهتوب څلور اړخیزه ناسته نن د یکشنبې په ورځ پای ته رسېده.
د دغې ناستې له پای ته رسېدو وروسته د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان او د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالاطي سره کتلي دي.
شریف تر یادې لېدنې وروسته په خپلې اېکسپاڼې لیکلي: «ما د هغو شخړو د سمدستي پای ته رسولو لپاره پر ګډو هڅو ټینګار وکړ، چې نه یوازې په ایران کې، بلکې په څو نورو اسلامي هېوادونو کې د درنو ځاني، اقتصادي او مالي زیانونو لامل کېږي».
نوموړي ټینګار کړی، چې پاکستان هڅه کوي ایران او امریکا د خبرو اترو مېز ته راولي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د اردن له پاچا سره په لیدنه کې د ایران د ډرون بریدونو د دفاع لپاره د احتمالي امنیتي ملګرتیا په اړه خبرې کړې دي. زېلېنسکي ویلي، چې چمتو دی د ایراني ډرونونو پر وړاندې خپله جنګي تجریه له اردون سره شریکه کړي.
زېلېنسکي عربي هېوادونو ته د خپل سفر په ترڅ کې د اردن له پاچا عبدالله سره هم کتلي او د ایران د بېپیلوټه الوتکو د بریدونو پر وړاندې د دفاع لپاره یې د احتمالي امنیتي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
زېلېنسکي زیاته کړې: «موږ په امنیتي برخه کې د یوه احتمالي مشارکت او همدارنګه په منځني ختیځ او د خلیج په سیمه کې د عمومي وضعیت په اړه خبرې وکړې».
اوکراین هغو عربي هېوادونو ته چې غواړي د ایران د بېپيلوټه الوتکو د بریدونو مخنیوی وکړي، خپله تجربه او دفاعي ټکنالوژي وړاندې کړې ده.
زېلېنسکي زیاته کړې: «موږ له خپلې تجربې پوهېږو چې له یوه متحد سیستم پرته د خلکو او حیاتي تاسیساتو بشپړه ساتنه ناشونې ده. اوکراین داسې یو سیستم لري او موږ د جګړې په څلورو کلونو کې اړ وو چې د روسیې د دوامداره بریدونو په ځانګړې توګه د ایراني ډرون الوتکو پر وړاندې مبارزه وکړو. اوکراین دا تجربه په دې هیله وړاندې کوي، چې کومو هېوادونو ته موږ دا وړاندیز کوو، هغوی هم زموږ په پیاوړي کولو کې مرسته وکړي».
اوکراین د شنبې په ورځ له متحده عربي اماراتو او قطر سره هم په دفاعي برخه کې پر همکارۍ هوکړه وکړه. دا هوکړه دغو دواړو هېوادونو ته د زېلېنسکي له سفر وروسته وشوه.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د بلوچستان د مرکز کوټې په ګډون په مستونګ، نوشکي او خاران ولسوالیو کې په همغږو بریدونو کې د ملکیانو په ګډون پاکستاني سرتېرو ته هم مرګژوبله اوښتې ده.
د پاکستان خراسان ډایري رسنۍ راپور ورکړی، چې نن د یکشنبې په ماښام په کوټه ښار، مستونګ، نوشکي او خاران ولسوالیو کې د پاکستاني ځواکونو پر امنیتي پوستو بریدونه شوي دي.
په یادو بریدونو کې په نوشکي او خاران ولسوالیو کې د اورګاډي پټلۍ او د ګازو نللیکه هم زیانمنه شوې ده.
پر همدغه مهال د بلوچستان امنیتي چارواکو ویلي، چې یاد بریدونه یې پر شا تمبولي او وسلهوالو ته یې مرګژوبله هم اړولې ده.
پاکستاني رسنیو د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې په یادو بریدونو کې یو ملکي وګړی وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي او همدارنګه اووه تنه نظامیان ټپیان شوي دي.
تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې د یادو بریدونو مسوولیت نه دی منلی.