• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شهباز شریف: د تېلو د بیو د اغېزو کمولو لپاره به منځني قشر ته لا زیاتې مرستې ورکړل شي

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۲۲ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په منخي ختیځ کې د شخړو له امله د تیلو د بیو لوړوالي په اړه یوې غوندې ته ویلي چې حکومت به د اقتصادي کمزورو او منځني قشر لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو ته دوام ورکړي.

په اسلام‌اباد کې د لومړي وزیر تر مشرۍ لاندې غونډه کې د تېلو د بیو د لوړوالي پر احتمالي اغېزو، د موجودو زېرمو او د خلکو لپاره د مرستو په تطبیق، لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، د دولتي لګښتونو کمولو او سپما له لارې د ترلاسه شویو پیسو برخه به د خلکو د ملاتړ لپاره وکارول شي.

نوموړي ویلي چې د موټرسایکل او ریکشا لرونکو د ثبت پروسه د ایالتي حکومتونو په همکارۍ چټکه کېږي، او د ډیجیټلي سیستم له لارې به مرستندویه پروګرامونه مستقیم خلکو ته ورسېږي. نوموړي ټینګار کړی چې د نړیوال بحران سره سره په هېواد کې د سون‌توکو رسونه پرته له خنډه روانه ساتل شوې ده.

ترویج لرونکی

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

۲

حامد کرزي د افغان کرکټ په ځلولو کې د شاپور ځدراڼ رول نه هېرېدونکی بللی

۳

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ

۴

کرېکټ بورډ او افغان لوبغاړو د افغانستان د کرېکټ په پرمختګ کې د شاپور رول مهم یاد کړی

۵

د هرمز تنګي کړکېچ؛ سنټکام د ایران پر ضد د بریدونو د پیل خبر ورکړی

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان او طالبانو تر منځ جګړه: پاکستان د امریکا او ایران د خبرو کوربتوب ته چمتوالی نیسي

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۲۰ GMT+۱
د پاکستان او طالبانو تر منځ جګړه: پاکستان د امریکا او ایران د خبرو کوربتوب ته چمتوالی نیسي
100%

رویټرز په یوه راپور کې ویلي چې پاکستان او طالبان د لنډمهاله اوربند وروسته یو پر بل بریدونه کړي او په امن سیمو کې یې تاوتریخوالی زیات کړی، خو اسلام اباد د دې ترتینګلتیا پر مهال د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو کوربه توب ته چمتوالی نیسي.

د رویټرز د راپور له مخې؛ پر ډیورنډ کرښه دا نښتې د یکشنبې په ورځ وشوې، چې په همدې ورځ پاکستان د منځني ختيځ په جګړه کې سیمه ییز قدرتونه د تاوتریخوالي کمولو ته را وبلل او اعلان یې وکړ چې اسلام اباد کولی شي په راتلونکو ورځو کې د دغو خبرو کورب توب وکړي.

په راپور کې د دواړو هېوادونو د چارواکو له قوله ویل شوي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ په وروستۍ نښته کې درنې وسلې کارول شوي، چې یوه لوري ته پر کونړ او بل خواته د باجوړ په سیمو کې بریدونه شوي.

رویټرز د طالبانو د مرستیال ویاند حمدالله فطرت له قوله زیاته کړې چې د پاکستان په وروستي برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون یو کس وژل شوی او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

طالب سرچینو دا هم ویلي چې پاکستان ته یې د برید ځواب ورکړی خو د دوی په خبره ملکي‌ځایونه یې نه دي به نښه کړي. پاکستان پوځ د رویټرر پوښتنې ته ځواب ندی ورکړی.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ په وروستیو کلونو کې تر ټولو سخته جګړه د تېرې میاشتې په پیل کې وشوه چې دواړو خواوو ته یې درانه زیانونه واړول.

کابل ویلي، چې د دې میاشتې په پیل کې د افغانستان پر پلازمېنه د معتادینو د درملنې پر یوه مرکز د پاکستان په یوه هوايي برید کې تر ۴۰۰ ډېر کسان ووژل شوه.

پاکستان د طالبانو دا ادعاوې رد کړې او ویې ویل چې دوی «په دقیق ډول پوځي تاسیسات او د ترهګرو د ملاتړ بنسټونه په نښه کړي دي».

ترکیې، قطر او سعودي عبرستان د کوچني اختر په مناسبت د جګړې درولو غوښتنه وکړه، پاکستان تېره اوونۍ دا اوربند پای ته ورسوه.

کابل لا تر اوسه په رسمي ډول نه دي ویلي، چې ایا د دوی له لوري اوربند لا هم پر ځای دی که نه.

اسلام‌اباد افغان طالبان تورنوي چې وسلوالو ته پناه ورکوي او په پاکستان کې د بریدونو د ترسره کول لپاره یې ملاتړ کوي. کابل دا تورونه ردوي او وایي چې دا ستونزه د پاکستان کورنۍ مسله ده.

د بلوچستان په جهل مګسي کې پر پولیسو برید؛ یو ماشوم وژل شوی او څو تنه ټپیان دي

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۴۲ GMT+۱
د بلوچستان په جهل مګسي کې پر پولیسو برید؛ یو ماشوم وژل شوی او څو تنه ټپیان دي
100%

د پاکستان د بلوچستان ایالت په جهل مګسي ولسوالۍ کې د پولیسو په حوزې د وسلوالو په برید کې یو ماشوم وژل شوی او څو تنه نور ټپیان دي. په ټپیانو کې د حوزې د پولیسو مشر هم شامل دی.

د بلوچستان د جهل مګسي ولسوالۍ د کوټړو په سیمه کې وسلوالو د پولیسو پر یوې حوزې برید کړی دی. د همدې ولسوالۍ د روغتون مسول ډاکټر علي خان مګسي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې له برید وروسته د یوه وژل شوي ماشوم جسد او پنځه ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

د هغه په وینا، په ټپیانو کې د پولیسو د حوزې مشر حسین سپره په ګډون درې پولیس سرتېري شامل دي.

په همدې حال کې، راپورونه ښيي چې تېره شپه د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې هم هممهاله بریدونه شوي دي. د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال بابر یوسفزي ویلي، چې د ایالت په مرکز کوټه ښار کې د بریدونو له امله پنځه تنه ژوبل شوي دي.

سرچینې زیاتوي چې په خاران، نوشکي، ډېره بګټي او مستونګ ولسوالیو کې هم د ډزو او چاودنو پېښې شوې دي، چې له امله یې یو ملکي وګړی وژل شوی او ۱۲ نور ټپیان دي.

تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې د دغو بریدونو پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

لندن کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان د وروستیو بریدونو پر ضد لاریون وکړ

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۶:۴۱ GMT+۱
لندن کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان د وروستیو بریدونو پر ضد لاریون وکړ
100%

یو شمېر افغانان په لندن کې راټول شوي او پر افغانستان یې د پاکستان د بریدونو پر ضد لاریون کړی دی. دغه لاریونوال وايي، چې په یادو بریدونو کې ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او له نړۍوالې ټولنې غواړي چې روان وضعیت ته غبرګون وښيي.

په لندن کې مېشتو افغانانو د یو لاریون پر مهال پر افغانستان د پاکستان بریدونه او پوځي اقدامات وغندل. لاریونوال د لندن په ځینو لویو سړکونو کې راټول شوي او د پاکستان پر ضد یې شعارونه ورکول.

لاریون کوونکو ټینګار وکړ چې د دې بریدونو دوام تاوتریخوالی زیات کړی او ملکي وګړو ته یې زیان رسولی دی. دوی له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې دې وضعیت ته غبرګون وښيي.

د لاریون ګډونوالو همدارنګه ټینګار وکړ، چې نړۍوالې ادارې دي د افغانستان د ډیورنډ کرښې په سیمو کې امنیتي وضعیت ته پاملرنه وکړي او د تاوتریخوالي په پای ته رسولو کې دي خپل رول ادا کړي.

دا لاریونونه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ډیپلوماټیکې اړیکې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) د شتون پر سر تر بل هر وخت ډېرې ترینګلې شوې دي. پاکستان په وار وار د افغانستان پر بېلابېلو سیمو په ځانګړې توګه پر سرحدي ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې له امله یې ګڼو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. د پاکستان دغه بریدونه نه یوازې په کور دننه د افغانانو له سختو غبرګونونو سره مخ شوي، بلکې په نړۍواله کچه یې هم پراخې نيوکې راپارولي او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره سرغړونه بلل شوې ده.

شهباز شریف: پاکستان هڅه کوي ایران او امریکا د مذاکراتو مېز ته راولي

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۲۳ GMT+۱
شهباز شریف: پاکستان هڅه کوي ایران او امریکا د مذاکراتو مېز ته راولي
100%

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په اسلام‌اباد کې د ترکیې او مصر د بهرنیو چارو وزیرانو سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې چمتو دی چې د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب رول ولوبوي.

د ایران د کړکېچ د پای ته رسولو او د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو اترو د پیلولو هڅو په موخه د اسلام‌اباد په کوربه‌توب څلور اړخیزه ناسته نن د یکشنبې په ورځ پای ته رسېده.

د دغې ناستې له پای ته رسېدو وروسته د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان او د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالاطي سره کتلي دي.

شریف تر یادې لېدنې وروسته په خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي: «ما د هغو شخړو د سمدستي پای ته رسولو لپاره پر ګډو هڅو ټینګار وکړ، چې نه یوازې په ایران کې، بلکې په څو نورو اسلامي هېوادونو کې د درنو ځاني، اقتصادي او مالي زیانونو لامل کېږي».

نوموړي ټینګار کړی، چې پاکستان هڅه کوي ایران او امریکا د خبرو اترو مېز ته راولي.

د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې هم‌مهاله بریدونه شوي دي

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۱۴ GMT+۱
د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې هم‌مهاله بریدونه شوي دي
100%

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د بلوچستان د مرکز کوټې په ګډون په مستونګ، نوشکي او خاران ولسوالیو کې په همغږو بریدونو کې د ملکیانو په ګډون پاکستاني سرتېرو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د پاکستان خراسان ډایري رسنۍ راپور ورکړی، چې نن د یکشنبې په ماښام په کوټه ښار، مستونګ، نوشکي او خاران ولسوالیو کې د پاکستاني ځواکونو پر امنیتي پوستو بریدونه شوي دي.

په یادو بریدونو کې په نوشکي او خاران ولسوالیو کې د اورګاډي پټلۍ او د ګازو نل‌لیکه هم زیانمنه شوې ده.

پر همدغه مهال د بلوچستان امنیتي چارواکو ویلي، چې یاد بریدونه یې پر شا تمبولي او وسله‌والو ته یې مرګ‌ژوبله هم اړولې ده.

پاکستاني رسنیو د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې په یادو بریدونو کې یو ملکي وګړی وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي او همدارنګه اووه تنه نظامیان ټپیان شوي دي.

تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د یادو بریدونو مسوولیت نه دی منلی.