نیویارک ټایمز: د متحده ایالاتو سلګونه ځانګړي عملیاتي ځواکونه منځني ختیځ ته ورسېدل

نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د متحده ایالاتو سلګونه ځانګړي عملیاتي ځواکونه منځني ختیځ ته رسېدلي دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د متحده ایالاتو سلګونه ځانګړي عملیاتي ځواکونه منځني ختیځ ته رسېدلي دي.
دغې ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ د وري نهمه د دوو امریکایي پوځي چارواکو له قوله لیکلي، چې دا ځواکونه په سیمه کې له زرګونو مېشتو سمندري ځواکونو او چتربازانو سره یوځای شوي دي.
دوی ویلي، د دغو ځواکونو استول د دې لپاره دي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته له ایران سره په جګړه کې نور انتخابونه هم په لاس ورکړي.
د دوی په خبره، دا ځواکونه د هرمز تنګي د ساتنې په برخه کې مرستې ته استول کېدای شي چې ایران بند کړی دی او یا هم د خارک ټاپو د نیولو د ماموریت د یوې برخې په توګه عمل کولی شي.
د یادو دوو چارواکو په وینا، ځانګړي عملیاتي ځواکونه همدارنګه د اصفهان په اټومي تاسیساتو کې د اسلامي جمهوري نظام د غني شویو یورانیمو د زېرمو د کنټرول ترلاسه کولو په ماموریت کې هم کارول کېدای شي.
دا په داسې حال کې ده، چې اوسمهال په منځني ختیځ کې تر ۵۰ زرو ډېر امریکایي پوځیان شتون لري.