د رویټرز د راپور له مخې؛ پر ډیورنډ کرښه دا نښتې د یکشنبې په ورځ وشوې، چې په همدې ورځ پاکستان د منځني ختيځ په جګړه کې سیمه ییز قدرتونه د تاوتریخوالي کمولو ته را وبلل او اعلان یې وکړ چې اسلام اباد کولی شي په راتلونکو ورځو کې د دغو خبرو کورب توب وکړي.
په راپور کې د دواړو هېوادونو د چارواکو له قوله ویل شوي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ په وروستۍ نښته کې درنې وسلې کارول شوي، چې یوه لوري ته پر کونړ او بل خواته د باجوړ په سیمو کې بریدونه شوي.
رویټرز د طالبانو د مرستیال ویاند حمدالله فطرت له قوله زیاته کړې چې د پاکستان په وروستي برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون یو کس وژل شوی او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.
طالب سرچینو دا هم ویلي چې پاکستان ته یې د برید ځواب ورکړی خو د دوی په خبره ملکيځایونه یې نه دي به نښه کړي. پاکستان پوځ د رویټرر پوښتنې ته ځواب ندی ورکړی.
د پاکستان او طالبانو ترمنځ په وروستیو کلونو کې تر ټولو سخته جګړه د تېرې میاشتې په پیل کې وشوه چې دواړو خواوو ته یې درانه زیانونه واړول.
کابل ویلي، چې د دې میاشتې په پیل کې د افغانستان پر پلازمېنه د معتادینو د درملنې پر یوه مرکز د پاکستان په یوه هوايي برید کې تر ۴۰۰ ډېر کسان ووژل شوه.
پاکستان د طالبانو دا ادعاوې رد کړې او ویې ویل چې دوی «په دقیق ډول پوځي تاسیسات او د ترهګرو د ملاتړ بنسټونه په نښه کړي دي».
ترکیې، قطر او سعودي عبرستان د کوچني اختر په مناسبت د جګړې درولو غوښتنه وکړه، پاکستان تېره اوونۍ دا اوربند پای ته ورسوه.
کابل لا تر اوسه په رسمي ډول نه دي ویلي، چې ایا د دوی له لوري اوربند لا هم پر ځای دی که نه.
اسلاماباد افغان طالبان تورنوي چې وسلوالو ته پناه ورکوي او په پاکستان کې د بریدونو د ترسره کول لپاره یې ملاتړ کوي. کابل دا تورونه ردوي او وایي چې دا ستونزه د پاکستان کورنۍ مسله ده.