په بلوچستان کې د امنیتي ستونزو له امله د اورګاډي خدمات بیا ځنډول شوي

د پاکستان د اورګاډو ادارې په بلوچستان کې د اورګاډي د پټلۍ د ترمیم او امنیتي وضعیت له امله د کوټې او نورو ښارونو ترمنځ د مسافرو او مالونو د اورګاډي خدمتونه یو ځل بیا ځنډولي دي.

د پاکستان د اورګاډو ادارې په بلوچستان کې د اورګاډي د پټلۍ د ترمیم او امنیتي وضعیت له امله د کوټې او نورو ښارونو ترمنځ د مسافرو او مالونو د اورګاډي خدمتونه یو ځل بیا ځنډولي دي.
د پاکستان د اورګاډې ادارې ویلي، چې د جعفر ایکسپریس اورګاډي خدمت د پټلۍ د ترمیم له امله لغوه شوی دی. د یاد اورګاډي مسیر له پېښور څخه کوټې ته دی، خو د سند ایالت په جیکب اباد کې تم شوی دی.
سربېره پر دې، د بولان میل او چمن ته د مسافرو او مالونو د اورګاډي خدمتونه هم له مخکې ځنډول شوي دي. چارواکي یادونه کوي چې تېره شپه د مستونګ په تیراه میل سیمه کې وسله والو د اورګاډې پټلۍ ته چاودنه ورکړې، چې د تګ راتګ خنډ یې رامنځته کړی.
د روانې میاشتې په درویشتمه نېټه هم د امنیتي وضعیت له امله په بلوچستان کې د اورګاډو خدمتونه ځنډول شوي وو. د پاکستان اورګاډي ادارې مسافرو ته سپارښتنه کړې چې د سفر پر مهال د امنیتي شرایطو او بدلونونو په اړه تازه معلومات ترلاسه کړي.

رویټرز په یوه راپور کې ویلي چې پاکستان او طالبان د لنډمهاله اوربند وروسته یو پر بل بریدونه کړي او په امن سیمو کې یې تاوتریخوالی زیات کړی، خو اسلام اباد د دې ترتینګلتیا پر مهال د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو کوربه توب ته چمتوالی نیسي.
د رویټرز د راپور له مخې؛ پر ډیورنډ کرښه دا نښتې د یکشنبې په ورځ وشوې، چې په همدې ورځ پاکستان د منځني ختيځ په جګړه کې سیمه ییز قدرتونه د تاوتریخوالي کمولو ته را وبلل او اعلان یې وکړ چې اسلام اباد کولی شي په راتلونکو ورځو کې د دغو خبرو کورب توب وکړي.
په راپور کې د دواړو هېوادونو د چارواکو له قوله ویل شوي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ په وروستۍ نښته کې درنې وسلې کارول شوي، چې یوه لوري ته پر کونړ او بل خواته د باجوړ په سیمو کې بریدونه شوي.
رویټرز د طالبانو د مرستیال ویاند حمدالله فطرت له قوله زیاته کړې چې د پاکستان په وروستي برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون یو کس وژل شوی او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.
طالب سرچینو دا هم ویلي چې پاکستان ته یې د برید ځواب ورکړی خو د دوی په خبره ملکيځایونه یې نه دي به نښه کړي. پاکستان پوځ د رویټرر پوښتنې ته ځواب ندی ورکړی.
د پاکستان او طالبانو ترمنځ په وروستیو کلونو کې تر ټولو سخته جګړه د تېرې میاشتې په پیل کې وشوه چې دواړو خواوو ته یې درانه زیانونه واړول.
کابل ویلي، چې د دې میاشتې په پیل کې د افغانستان پر پلازمېنه د معتادینو د درملنې پر یوه مرکز د پاکستان په یوه هوايي برید کې تر ۴۰۰ ډېر کسان ووژل شوه.
پاکستان د طالبانو دا ادعاوې رد کړې او ویې ویل چې دوی «په دقیق ډول پوځي تاسیسات او د ترهګرو د ملاتړ بنسټونه په نښه کړي دي».
ترکیې، قطر او سعودي عبرستان د کوچني اختر په مناسبت د جګړې درولو غوښتنه وکړه، پاکستان تېره اوونۍ دا اوربند پای ته ورسوه.
کابل لا تر اوسه په رسمي ډول نه دي ویلي، چې ایا د دوی له لوري اوربند لا هم پر ځای دی که نه.
اسلاماباد افغان طالبان تورنوي چې وسلوالو ته پناه ورکوي او په پاکستان کې د بریدونو د ترسره کول لپاره یې ملاتړ کوي. کابل دا تورونه ردوي او وایي چې دا ستونزه د پاکستان کورنۍ مسله ده.
د پاکستان د بلوچستان ایالت په جهل مګسي ولسوالۍ کې د پولیسو په حوزې د وسلوالو په برید کې یو ماشوم وژل شوی او څو تنه نور ټپیان دي. په ټپیانو کې د حوزې د پولیسو مشر هم شامل دی.
د بلوچستان د جهل مګسي ولسوالۍ د کوټړو په سیمه کې وسلوالو د پولیسو پر یوې حوزې برید کړی دی. د همدې ولسوالۍ د روغتون مسول ډاکټر علي خان مګسي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې له برید وروسته د یوه وژل شوي ماشوم جسد او پنځه ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.
د هغه په وینا، په ټپیانو کې د پولیسو د حوزې مشر حسین سپره په ګډون درې پولیس سرتېري شامل دي.
په همدې حال کې، راپورونه ښيي چې تېره شپه د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې هم هممهاله بریدونه شوي دي. د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال بابر یوسفزي ویلي، چې د ایالت په مرکز کوټه ښار کې د بریدونو له امله پنځه تنه ژوبل شوي دي.
سرچینې زیاتوي چې په خاران، نوشکي، ډېره بګټي او مستونګ ولسوالیو کې هم د ډزو او چاودنو پېښې شوې دي، چې له امله یې یو ملکي وګړی وژل شوی او ۱۲ نور ټپیان دي.
تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې د دغو بریدونو پړه پر غاړه نه ده اخیستې.
یو شمېر افغانان په لندن کې راټول شوي او پر افغانستان یې د پاکستان د بریدونو پر ضد لاریون کړی دی. دغه لاریونوال وايي، چې په یادو بریدونو کې ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې او له نړۍوالې ټولنې غواړي چې روان وضعیت ته غبرګون وښيي.
په لندن کې مېشتو افغانانو د یو لاریون پر مهال پر افغانستان د پاکستان بریدونه او پوځي اقدامات وغندل. لاریونوال د لندن په ځینو لویو سړکونو کې راټول شوي او د پاکستان پر ضد یې شعارونه ورکول.
لاریون کوونکو ټینګار وکړ چې د دې بریدونو دوام تاوتریخوالی زیات کړی او ملکي وګړو ته یې زیان رسولی دی. دوی له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې دې وضعیت ته غبرګون وښيي.
د لاریون ګډونوالو همدارنګه ټینګار وکړ، چې نړۍوالې ادارې دي د افغانستان د ډیورنډ کرښې په سیمو کې امنیتي وضعیت ته پاملرنه وکړي او د تاوتریخوالي په پای ته رسولو کې دي خپل رول ادا کړي.
دا لاریونونه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ډیپلوماټیکې اړیکې د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) د شتون پر سر تر بل هر وخت ډېرې ترینګلې شوې دي. پاکستان په وار وار د افغانستان پر بېلابېلو سیمو په ځانګړې توګه پر سرحدي ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې له امله یې ګڼو ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده. د پاکستان دغه بریدونه نه یوازې په کور دننه د افغانانو له سختو غبرګونونو سره مخ شوي، بلکې په نړۍواله کچه یې هم پراخې نيوکې راپارولي او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره سرغړونه بلل شوې ده.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په اسلاماباد کې د ترکیې او مصر د بهرنیو چارو وزیرانو سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې چمتو دی چې د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب رول ولوبوي.
د ایران د کړکېچ د پای ته رسولو او د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو اترو د پیلولو هڅو په موخه د اسلاماباد په کوربهتوب څلور اړخیزه ناسته نن د یکشنبې په ورځ پای ته رسېده.
د دغې ناستې له پای ته رسېدو وروسته د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان او د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالاطي سره کتلي دي.
شریف تر یادې لېدنې وروسته په خپلې اېکسپاڼې لیکلي: «ما د هغو شخړو د سمدستي پای ته رسولو لپاره پر ګډو هڅو ټینګار وکړ، چې نه یوازې په ایران کې، بلکې په څو نورو اسلامي هېوادونو کې د درنو ځاني، اقتصادي او مالي زیانونو لامل کېږي».
نوموړي ټینګار کړی، چې پاکستان هڅه کوي ایران او امریکا د خبرو اترو مېز ته راولي.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د بلوچستان د مرکز کوټې په ګډون په مستونګ، نوشکي او خاران ولسوالیو کې په همغږو بریدونو کې د ملکیانو په ګډون پاکستاني سرتېرو ته هم مرګژوبله اوښتې ده.
د پاکستان خراسان ډایري رسنۍ راپور ورکړی، چې نن د یکشنبې په ماښام په کوټه ښار، مستونګ، نوشکي او خاران ولسوالیو کې د پاکستاني ځواکونو پر امنیتي پوستو بریدونه شوي دي.
په یادو بریدونو کې په نوشکي او خاران ولسوالیو کې د اورګاډي پټلۍ او د ګازو نللیکه هم زیانمنه شوې ده.
پر همدغه مهال د بلوچستان امنیتي چارواکو ویلي، چې یاد بریدونه یې پر شا تمبولي او وسلهوالو ته یې مرګژوبله هم اړولې ده.
پاکستاني رسنیو د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې په یادو بریدونو کې یو ملکي وګړی وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي او همدارنګه اووه تنه نظامیان ټپیان شوي دي.
تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې د یادو بریدونو مسوولیت نه دی منلی.