سپینه ماڼۍ: امریکايي ځواکونو د ایران پر ۱۰ زره نظامي اهدافو بریدونه کړي دي

سپینې ماڼۍ ویلي، چې د امریکا پوځي ځواکونو د ایران پر ۱۰ زره نظامي اهدافو بریدونه کړي دي. سپینې ماڼۍ پر اېکسپاڼې لیکلي: «د امریکا پوځي ځواکونه د ځواک په اوج کې دي او ورځ تر بلې دوښمن ډېر او لا ډېر ذلیلوي».
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) مشر د ایران د نظامي تاسیساتو د بریدونو د وضعیت په اړه په خپل وروستي راپور کې هم وویل، چې امریکايي پوځ د جګړې له پیل راهیسې په ایران کې له ۱۰ زرو ډېرې موخې په نښه کړې دي او د ایران د حکومت د نظامي تولیداتو دوه پر درېیمه برخه تاسیسات یې لهمنځه وړي دي.
هغه دې ته په اشارې سره چې د جګړې له پیل څخه پر نورو هېوادونو د ایران د توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو بریدونه ۹۰ سلنه کم شوي، زیاته کړه چې د خپلو توغندیزو او ډرون وړتیاوو د بیارغونې لپاره د ایران ځواک هم کمزوری شوی دی.
نوموړي همداراز د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د تولید د دوه پر درېیمه برخې تاسیساتو، د کښتۍ جوړولو د صنایعو او سمندري تجهیزاتو زیانمن کېدو یا بشپړ ویجاړېدو ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د امریکا پوځ د ایران د نظامي تولیداتو د پراخو زېربناوو د «بشپړې نابودۍ» په لور روان دی.
