د طالبانو هوا پوهنې ادارې په ۱۴ ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپوهنې ادارې ویلي چې د سې شنبې په ورځ د هېواد په ۱۴ولایتونو کې د باران، تالندې (تندر)، زورورو بادونو او سېلابونو احتمال شته.
یاد ادارې، نن دوشنبه د وري په۱۰مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې کونړ، ننګرهار، میدانوردګ، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، زابل، غور، هرات، بادغیس، سرپل او فاریاب هغه ولایتونه دي چې د ورښتونو وړاندوینه پکې شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، د باران کچه به په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰تر ۲۰ملي مترو پورې وي.
همداراز په جنوبي او لوېدیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو احتمال هم شته چې سرعت به یې په ځینو سیمو کې له ۵۰تر ۷۵کیلومتره په ساعت کې ورسېږي.
طالب چارواکو له خلکو غوښتي چې د احتمالي سېلابونو او نورو طبیعي پېښو پر مهال احتیاطي تدابیر ونیسي.
بل خوا د طالبانو د ملي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې ویلي، چې په تېرو دوو ورځو کې د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د سېلابونو او نورو موسمي پېښو له امله ۲۸ کسان مړه شوي، ۴۹ تنه ټپیان شوي او ۱۱۳۰ کورونه زیانمن شوي دي.
