• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو پیلېدو ته هیلې‌مندي ښودلې ده

۱۱ وری ۱۴۰۵ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۱۷ GMT+۱

په اسلام‌اباد کې د مصر، سعودي عربستان او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو له سفر وروسته یوه لوړپوړي پاکستاني چارواکي الجزیرې ټلوېزیون ته ویلي، چې پاکستان د امریکا او ایران له جګپوړو چارواکو سره په مشورو بوخت دی او د دواړو خواوو ترمنځ د مذاکراتو پیلېدو ته هیله‌مندي شته.

دغه پاکستاني چارواکي اعلان وکړ، چې هېواد یې د امریکا او ایران ترمنځ پیغامونه تبادله کړي او زیاته یې کړه: «دواړه لوري خبرو اترو ته د ننوتلو لپاره جدي لېوالتیا لري».
هغه همدا راز ټینګار وکړ، چې له دې لېوالتیا سره سره د دواړو هېوادونو دننه او بهر ګڼ خنډونه شتون لري او تر ټولو مهم بهرنی خنډ یې اسراییل یاد کړ.
دغه پاکستاني چارواکي وویل: «اسراییل په سیمه کې سوله نه غواړي او هڅه کوي د سیمې هېوادونه یو د بل پر وړاندې ودروي».
هغه زیاته کړه، چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ جګړه نه عاقلانه ده او نه هم شونې.
دا بدلونونه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې په تېرو څو اوونیو کې د ایران، امریکا او اسراییل ترمنځ کړکېچ په بې‌ساري ډول زیات شوی او د سیمې هېوادونه د ترینګلتیاوو د کمولو او د جګړې د پراخېدو د مخنیوي لپاره هڅې کوي.

ډېر لیدل شوي

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي
۱
څېړنیز راپور

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي

۲
ځانګړی راپور

یوه حرامه، بله حلاله؛ له موسیقۍ سره د طالبانو د چلند دوه بڼې

۳

له ترکیې د راګرځېدلي طالب پلاوي په راپور کې د ۸ مړه شویو افغانانو یادونه نه‌ده شوې

۴

ایراني رسنۍ: په مشهد کې پر پخواني افغان قومندان بریدګر د طالبانو د استخباراتو کارکوونکی و

۵

د نري رنځ ناروغي؛ تېر کال یې د نړۍ ۱،۱ میلیونه کسان وژلي دي