• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا د کانګرس غړی: طالبان د نویو قوانینو په وضع کولو سره پر خلکو محدودیتونه زیاتوي

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۳۷ GMT+۱

د امریکا د کانګرس غړي رنډي فاین خبرداری ورکړی، چې طالبان خپله واکمني لا پسې ټینګوي او داسې نوي قوانین وضع کوي چې خلک تر بل هر وخت ډېر تر فشار لاندې راولي. هغه ټینګار کړی، چې دغه ډله باید په هېڅ صورت په رسمیت ونه‌پېژندل شي.

رنډي فاین نړۍ ته په خطاب کې ویلي، چې طالبان باید «هېڅکله او په هېڅ ډول» د کوم هېواد له‌خوا په رسمیت ونه‌پېژندل شي. نوموړي د افغانستان له خلکو وغوښتل، چې د طالبانو پر وړاندې راپورته شي او خپل ځان له دغه «منفور رژیم او مذهبي ایډیالوژۍ څخه چې دا ډله یې استازیتوب کوي، وژغوري».
نوموړي طالبان یوه ترهګره ډله بللې او زیاته کړې یې ده، چې دا ډله ښځې ځپي او د خپلو مخالفانو غږونه خاموشه کوي.
د امریکا د کانګرس دغه غړی په داسې حال کې د طالبانو پر نه رسمیت پېژندلو ټینګار کوي، چې ځینو هېوادونو د بشري حقونو تامین په ځانګړې توګه د ښځو حقونه، د ټول‌ګډونه حکومت جوړول او له ترهګرۍ سره مبارزه د دغې ډلې د رسمیت پېژندنې لپاره د شرطونو په توګه اعلان کړي دي.
خو رنډي فاین د دغو شرطونو پوره کېدل ناشوني وبلل او ویې ویل: «زه شک لرم چې طالبان به کله هم دا ډول بدلونونه راولي، ځکه دا ډله له مذهبي پلوه په دې باور ده چې داسې څه نه‌شي کولی».
هغه زیاته کړه، چې طالبان له ښځو او نجونو سره خپل چلند له اخلاقي پلوه «موجه» بولي او پرې باور لري.
طالبان ادعا کوي، چې د «اسلامي شریعت» په چوکاټ کې یې د افغان ښځو او نجونو حقونه تامین کړي دي، خو پر افغانستان د دغې ډلې له واکمنۍ راهیسې دا هېواد په نړۍ کې یوازینی هېواد دی، چې ښځې او نجونې په‌کې یوازې د خپل جنسیت له امله له خپلو بنسټیزو او انساني حقونو لکه زده‌کړې، کار، سیاسي، مدني، ټولنیز او کلتوري فعالیتونو څخه بې‌برخې شوې دي.
د ښځو پر وړاندې د طالبانو جنسیتي زیاتی او سیستماتیکه ځپنه د دې لامل شوې، چې د ملګرو ملتونو په ګډون ډېرو نړۍوالو سازمانونو دا وضعیت د «جنسیتي اپارټایډ» په توګه یاد کړی او د ښځو د حقونو د سیستماتیک نقض په اړه له طالبانو څخه د ځواب‌ویلو غوښتنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره پنجشنبه د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې غړو د هغې لایحې ملاتړ وکړ، چې موخه یې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د تبعیضي چلند څېړل او په اړه یې راپور ورکول دي. هغوی وویل، چې د دغې لایحې تصویب به د طالبانو د ادارې پر ځواب ویلو سربېره د هغوی پر وړاندې د امریکا د راتلونکو ګامونو په ټاکلو کې هم مرسته وکړي.

ترویج لرونکی

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

۲

حامد کرزي د افغان کرکټ په ځلولو کې د شاپور ځدراڼ رول نه هېرېدونکی بللی

۳

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ

۴

کرېکټ بورډ او افغان لوبغاړو د افغانستان د کرېکټ په پرمختګ کې د شاپور رول مهم یاد کړی

۵

د هرمز تنګي کړکېچ؛ سنټکام د ایران پر ضد د بریدونو د پیل خبر ورکړی

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان او قطر په ګډون اتو مسلمانو هېوادونو بیت‌المقدس کې د اسراییل محدودیتونه وغندل

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۳۶ GMT+۱
د پاکستان او قطر په ګډون اتو مسلمانو هېوادونو بیت‌المقدس کې د اسراییل محدودیتونه وغندل
100%

د اتو اسلامي او عربي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې د اسراییل هغه وروستي اقدامات وغندل، چې په بیت‌المقدس ښار کې یې د عبادت ازادي محدوده کړې ده.

په دې اعلامیه کې، چې د متحده عربي اماراتو، د هاشمي اردن پاچاهۍ، د ترکیې جمهوریت، د مصر عربي جمهوریت، د اندونیزیا جمهوریت، د پاکستان اسلامي جمهوریت، د سعودي عربستان پاچاهۍ او د قطر دولت د بهرنیو چارو وزیرانو له‌خوا خپره شوې، ټینګار شوی چې په اشغال شوي بیت‌المقدس کې د مسلمانانو او مسیحیانو پر وړاندې د اسراییل له‌خوا لګول شوي محدودیتونه د منلو وړ نه دي.

د یادو هېوادونو چارواکو هغه اقدامات د دیني ازادیو ښکاره سرغړونه وبلله چې له مخې یې مسلمان لمونځ کوونکي مسجدالاقصی (الحرم الشریف) ته له ننوتلو منع شوي دي. دوی همداراز د نخل یکشنبې (Palm Sunday) په مراسمو کې د ګډون لپاره د قیامت کلیسا ته د بیت‌المقدس د لاتین پاتریارک او د مقدسې ځمکې د مسوول په څېر د مسیحي دیني مشرانو د تګ مخنیوی هم په کلکه وغانده.

په اعلامیه کې راغلي، چې د اسراییل پرله‌پسې اقدامات د نړۍوالو قوانینو په ځانګړې توګه د نړۍوالو بشردوستانه حقونو ښکاره نقض دی او همدارنګه په بیت‌المقدس کې د مقدسو ځایونو تاریخي او حقوقي وضعیت ته سپکاوی بلل کېږي. وزیرانو ټینګار کړی، چې دا کړنې د عبادت ځایونو ته د ازاد لاسرسي حق په جدي توګه زیانمنوي.

د بهرنیو چارو وزیرانو همدارنګه د اسراییل هره هغه هڅه رد کړې، چې غواړي په بیت‌المقدس کې د اسلامي او مسیحي مقدسو ځایونو اوسنی تاریخي او حقوقي حالت بدل کړي او د دې وضعیت د درناوي غوښتنه یې کړې ده. هغوی څرګنده کړه، چې اسراییل د «اشغالګر ځواک په توګه په اشغال شوي بیت‌المقدس» هېڅ ډول حاکمیت نه‌لري.

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي، چې د مسجدالاقصی دروازې د ۳۰ پرله‌پسې ورځو لپاره تړل شوې وې، چې په‌کې د روژې مبارکه میاشت هم شامله ده او دا کار د اسراییل د نړۍوالو ژمنو او قوانینو جدي سرغړونه بلل شوې ده. وزیرانو د دغو اقداماتو د خطرناکو پایلو په اړه د سیمې او نړۍ د سولې او امنیت لپاره خبرداری ورکړ.

د اعلامیې په بله برخه کې راغلي، چې د مسجدالاقصی ټول ۱۴.۴ هکټاره مساحت (الحرم الشریف) یوازې د مسلمانانو د عبادت لپاره ځانګړی شوی دی او د بیت‌المقدس د اوقافو اداره چې د اردن د اوقافو او اسلامي چارو وزارت پورې تړلې ده، یوازینۍ قانوني مرجع ده چې د دې مقدس ځای اداره او تنظیم پر غاړه لري.

په پای کې، د بهرنیو چارو وزیرانو له اسراییل څخه وغوښتل چې ژر تر ژره د مسجدالاقصی دروازې بېرته پرانیزي، د بیت‌المقدس په زاړه ښار کې لګول شوي محدودیتونه لرې کړي او له دې مقدس ځایه د مسلمانو لمونځ کوونکو د مخنیوي څخه لاس واخلي. هغوی همدارنګه له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې قاطع دریځ غوره کړي او اسراییل دې ته اړ کړي چې په بیت‌المقدس کې د اسلامي او مسیحي مقدسو ځایونو پر وړاندې خپلې ناقانونه او سرغړونکي کړنې ودروي.

د ترکيې په شرناک ښار کې ۲۴ افغان کډوال نیول شوي دي

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۲۰:۵۵ GMT+۱
د ترکيې په شرناک ښار کې ۲۴ افغان کډوال نیول شوي دي
100%

د ترکیې پولیسو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د شرناک ښار په انداچ کلي کې یې د یو لړ عملیاتو پر مهال ۲۴ افغان کډوال چې په ناقانونه توګه هلته مېشت وو، نیولي دي. پولیسو همداراز درې تنه د دغو کډوالو د قاچاق او لېږد په تور نیولي او عدلي ارګانونو ته یې سپارلي دي.

تورن کسان له اداري او قضايي پړاوونو تر تېرېدو وروسته زندان ته لېږدول شوي دي او د ترکيې پوليسو ويلي، چې د نورو شپږو شکمنو کسانو د نيولو لپاره لا هم عمليات روان دي.

افغان کډوال هم د اداري بهير تر بشپړېدو وروسته د بېرته ستنېدو مرکزونو ته لېږدول شوي، څو افغانستان ته واستول شي.

یاده دې وي، چې افغانان په ترکيه کې د نيول شويو کډوالو په نوملړ کې لومړی ځای لري. د دې هېواد پوليسو په تېرو درېيو مياشتو کې شاوخوا ۸ زره افغان کډوال نيولي دي.

د ترکيې د کورنيو چارو وزارت مخکې ويلي وو، چې د ناقانونه کډوالو د پېژندنې، نيولو او اېستلو عمليات به د هېواد په کچه دوام ولري.

په بلوچستان کې پر پولیسو د وسله وال برید په پایله کې درې کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۳۶ GMT+۱
په بلوچستان کې پر پولیسو د وسله وال برید په پایله کې درې کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي
100%
ارشیف، رویټرز

د بلوچستان ایالت د کوټې خلجي کالوني په سیمه کې ناڅرګندو وسله والو د پولیسو پر یوې حوزې برید کړی چې له امله یې د یوې ماشومې په ګډون دوه پولیس وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د جهل مګسي ولسوالۍ مرستیال امنیه قوماندان سید رحمت شاه افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

په ټپیانو کې درې تنه پولیس دي.

هغه زیاته کړې چې سیمه اوس مهال د پولیسو تر کنټرول لاندې ده او امنیتي ځواکونه ګزمې کوي.

بلوچستان په دې وروستیو کې د ګڼو امنیتي پېښو شاهد دی.

په کابل کې متقاعدینو یوځل بیا د خپلو حقونو لپاره لاریون کړی

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۱۲ GMT+۱
په کابل کې متقاعدینو یوځل بیا د خپلو حقونو لپاره لاریون کړی
100%

په کابل کې یو شمیر افغان متقاعدینو د خپلو معاشونو په تړاو یوځل بیا اعتراض او لاریون کړی. ‏تېر کال طالبانو اعلان وکړ چې د زمري له دویمې څخه به د دولتي ادارو د متقاعدانو د معاشونو ورکول بیا پیل شي خو متقاعدین وايي، نږدې ۷میاشتې تېرې شوې او دغه ژمنه لا هم بشپړه نه ده عملي شوې.

یو شمیر افغان متقاعدینو نن دوشنبه، د وري پر لسمه، په کابل کې د تقاعد ریاست مخې ته راټول شوي وو او د طالبانو پر مشرتابه یې غږ وکړ، چې نور دې دوی نه ځوروي.

په تېرو څلورو کلونو کې متقاعدین په وار، وار د تقاعد حق اخیستلو لپاره د کابل د تقاعد ریاست مخې ته راغونډ شوي، چې خپل هغه حق ترلاسه کړي چې د ماموريت پر مهال به يې له تنخوا څخه د دولت خزانې ته ورکاوه.

د طالبانو حکومت بیا ویلي، چې متقاعدین باید د خپلو حقونو د ثابتولو لپاره ځانګړې محکمې ته مراجعه وکړي.

د طالبانو د مالیې وزارت ویلي و، چې د دغې ډلې د مشر ملاهبت الله د فرمان پر بنسټ د ټاکل شويو اصولو له مخې متقاعدینو ته د تقاعد حقونو د ورکولو پرېکړه شوې ده، خو متقاعدین نیوکه کوي، چې اړوندې ادارې دغه امر نه مني.

د ۱۴۰۳کال د مرغومي په لومړۍ نېټه د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده د متقاعدینو د حقونو د څېړلو لپاره د ځانګړو محکمو د جوړولو امر وکړ، خو اوس د اعتراض کوونکو لویه نیوکه دا ده چې د ټیټې کچې طالبان او مامورین دغه فرمان نه پلی کوي.

د اسراییل بهرنیو چارو وزارت استازې: پاکستان غواړي د منځګړتوب په رول کې ځان مهم وښيي

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۱۶ GMT+۱
د اسراییل بهرنیو چارو وزارت استازې: پاکستان غواړي د منځګړتوب په رول کې ځان مهم وښيي
100%

د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې د منځني ختیځ په شخړو کې د پاکستان د منځګړیتوب د رول په اړه ویلي، چې دغه هېواد غواړي په یوه مهمه موضوع کې ځان ورګډ کړي. فلور حسن ناهوم وویل:« زه نه پوهیږم پاکستانیان څه فکر کوي چې څه کوي. زما په اند غواړي ځانونه مهم وښيي.»

د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت ځانکړې استازې فلور حسن ناهوم د هند اې این ای ټلوېزیون سره په مرکه ویلي، چې پاکستان پخپله د جهادي ترهګرۍ په نړۍ کې یوه لویه ستونزه ده.

نوموړې په دې باور ده، چې پاکستان کولی شي هڅه وکړي خو هغه وايي چې ډاډه نه ده بریالی شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ددوشنبې په ورځ وویل، چې ایران د پاکستان په غونډو کې ګډون نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلام اباد په تیرو دوو ورځو کې د سعودي عربستان، ترکیې او مصر د بهرنیو چارو وزیرانو کوربه توب وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار اعلان وکړ، چې اسلام اباد به په راتلونکو ورځو کې د ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره د "معنا لرونکو مذاکراتو" کوربه توب وکړي.