طالبان وایي په غزني او هلمند کې یې څلور مېرمنۍ له جبري نکاح ژغورلي دي

د طالبانو امر بالمعروف وزارت وایي، مسولینو یې په غزني او هلمند کې د څلورو مېرمنو د جبري او غیر شرعي نکاح ګانو مخنیوی کړی او هغوی یې له خپلو شرعي حقونو برخمنې کړې.

د طالبانو امر بالمعروف وزارت وایي، مسولینو یې په غزني او هلمند کې د څلورو مېرمنو د جبري او غیر شرعي نکاح ګانو مخنیوی کړی او هغوی یې له خپلو شرعي حقونو برخمنې کړې.
ددغه وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، یادې مېرمنې د بېمعنی دودونو او غیرت پر بنسټ د غیر شرعي نکاح لپاره مجبورې شوې وې، خو د دوی له لوري یې مخه ونیول شوه.
خبرپاڼه کې راغلي، دوی د کورنیو غړو ته هم سپارښتنه وکړه، چې په راتلونکي کې د دغسې ناوړه کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي.
مسولینو ټینګار کړی، چې د ټولنې د دیني ارزښتونو او په ځانګړي ډول د مېرمنو د شرعي حقونو د خوندي ساتلو لپاره به خپلې هڅې لا نورې ګړندۍ کړي.

یو شمېر افغانان په لندن کې راټول شوي او پر افغانستان یې د پاکستان د بریدونو پر ضد لاریون کړی دی. دغه لاریونوال وايي، چې په یادو بریدونو کې ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې او له نړۍوالې ټولنې غواړي چې روان وضعیت ته غبرګون وښيي.
په لندن کې مېشتو افغانانو د یو لاریون پر مهال پر افغانستان د پاکستان بریدونه او پوځي اقدامات وغندل. لاریونوال د لندن په ځینو لویو سړکونو کې راټول شوي او د پاکستان پر ضد یې شعارونه ورکول.
لاریون کوونکو ټینګار وکړ چې د دې بریدونو دوام تاوتریخوالی زیات کړی او ملکي وګړو ته یې زیان رسولی دی. دوی له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې دې وضعیت ته غبرګون وښيي.
د لاریون ګډونوالو همدارنګه ټینګار وکړ، چې نړۍوالې ادارې دي د افغانستان د ډیورنډ کرښې په سیمو کې امنیتي وضعیت ته پاملرنه وکړي او د تاوتریخوالي په پای ته رسولو کې دي خپل رول ادا کړي.
دا لاریونونه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ډیپلوماټیکې اړیکې د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) د شتون پر سر تر بل هر وخت ډېرې ترینګلې شوې دي. پاکستان په وار وار د افغانستان پر بېلابېلو سیمو په ځانګړې توګه پر سرحدي ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې له امله یې ګڼو ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده. د پاکستان دغه بریدونه نه یوازې په کور دننه د افغانانو له سختو غبرګونونو سره مخ شوي، بلکې په نړۍواله کچه یې هم پراخې نيوکې راپارولي او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره سرغړونه بلل شوې ده.
د طالبانو تر چتر لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسیدنې کمېسیون وایي، د یکشنبې په ورځ له پاکستان څخه ۴۶۵ او له ایران څخه ۱۰۰ افغان کډوال د سپین بولدک او نورو لارو څخه هېواد ته جبري ستانه کړل شوي.
د کډوالو ستونزو ته رسېدنې کمېسیون ویلي، تېره ورځ ۴۶۵ افغان کډوال له پاکستان څخه د سپین بولدک د ډیورنډ فرضي کرښې له لارې افغانستان جبري ته راستانه شوي دي. همدارنګه، په همدې موده کې ۱۰۰ نور افغانان له ایران څخه هېواد ته ستانه شوي دي.
دا ستنونه د افغان کډوالو د جبري ستنولو له روان بهیر سره تړاو لري، چې په تېرو میاشتو کې په پاکستان او ایران کې زیاتوالی موندلی دی.
راپورونه ښيي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو نیونه او زندان ته اچول د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د وروستیو نښتو وروسته زیات شوي دي، او په ایران کې هم د افغانانو د جبري ستنولو کمپاین دوام لري.
د بشري حقونو فعالان نړیواله ټولنه هڅوي چې د افغان کډوالو د حقوقو د ساتنې لپاره سمدستي اقدامات وکړي او د جبري ستنولو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي.
په ننګرهار کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند سیدطیب حماد وايي چې د غني خېلو او نازیانو ولسوالیو کې د سختو اورښتونو له کبله د دوو کورونو د چت پرېوتو په پېښه کې یوه مېرمن مړه شوې او د دوو ماشومانو په ګډون ۴ تنه ټپیان شوي دي.
حماد ویلي چې لومړۍ پېښه د ننګرهار د غني خېلو ولسوالۍ د ۲۵مې ویالې په سیمه کې شوې چې پکې یوه مېرمن مړه شوې او دوه ماشومان ټپیان شوي دي. د نوموړي به خبره چې د نازیانو په ولسوالۍ کې په ورته پېښه کې دوه تنه ټپيان شوي دي.
د حماد په خبره د طالب امنیتي کسانو له لوري ټپیان روغتیايي مرکزونو ته انقال شوي دي.
د طالبانو د پېښو سره د مبارزې ادارې د پراخو اورښتونو او بارانونو د اټکل خبردارۍ ورکړی او له خلکو یې غوښتي چې احتیاطي تدابیر ونیسي.
د طالبانو د ازموینو ادارې مشر عبدالباقي حقاني وايي چې سږ کال د کانکور ازموینه په څلورو پراړونو کې اخیستل کیږي چې لومړی پړاو یې د غويي په ۲۱ په ۱۵ ولایتونو کې پیلیږي. سږ کال بیا هم طالبان د نجونو له ګډون پرته د کانکور ازموینه اخلي.
حقاني ویلي چې د سږني کانکور ازموینې دویم پړاو د همدې میاشتي په ۲۸مه په ۱۸ ولایتونو او درېيم پړاو به یې د غبرګولي میاشتي په ۱۲مه واخیستل شي.
نوموړي زیاته کړې چې متفرقه ازموینه به د غبرګولي میاشتې په ۲۲مه نېټه تر سره شي.
د حقاني په خبره سږ کال به لوړو زدهکړو ته د عمومي زدهکړو ۵۹ زره ۴۶۰ او د مدرسو ۲ زره ۴۰۰ فارغان او دغه راز به په اختصاصي برخو کې ۸ زره ۵۸۵ او شپني پروګرام ته ۴ زره ۶ کسان جذب کړل شي.
د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د څېړونو له مخې طالب چارواکو له تېرو نږدې پنځو کلونو راهیسي د نجونو د زدهکړو د دوام په تړاو منفي تبلیغات کړي او ان په لومړیو کې یې ویل چې د نجونو په ښوونځیو کې د نشهيي ټابلېټونو «ټابلېټ کا» کارونه عامه شوې وه او همداراز د روان تعلیمي کال په پیل مراسمو کې د طالبانو د چارو ادارې رييس د لوړو زدهکړو د بنسټونو په تړاو وویل، په پوهنتونونو کې د «بېحیایۍ» فضا عامه وه.
د معلوماتو له مخې، که پر نجونو دا بندیزونه نه وای، نو تر اوسه به شاوخوا ۱۱۴ زره نجونې له پوهنتونونو څخه فارغې شوې وای.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر شېراحمد حقاني په پروان کې د ارغوانګل ملي او کلتوري کلنۍ مشاعره کې شاعرانو ته خبرداری ورکړ، چې هره موضوع باید په شعر کې را نهولي. د هغه په وینا، شاعران باید د ټولنې د خیر، برکت او اصلاح لپاره شعر ووايي.
د ارغوانګل د ملي او کلتوري کلنۍ مشاعرې څوارلسم پړاو د یکشنبې په ورځ (د وري ۹مه) د پروان په مرکز چاریکار ښار کې د ګلغونډۍ هوټل په تالار کې د طالب چارواکو په ګډون سره ترسره شوه.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر شېراحمد حقاني په دې مراسمو کې شاعرانو ته خبرداری ورکړ: «شاعرانو ته په کار ده چې هره موضوع په شعر کې را نهولي، بلکې خپل اشعار د ټولنې د خیر، برکت او اصلاح لپاره وکاروي».
هغه همداراز په ټینګار سره ویلي، چې شاعران او لیکوالان باید خپلې لیکنې د شریعت په چوکاټ کې د ملي یووالي، اسلامي ارزښتونو او مثبتو پیغامونو پر بنسټ وړاندې کړي.
له دې سره سم، د دغه وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال عتیقالله عزیزي وویل، چې دا ډول ادبي او کلتوري مشاعرې د شاعرانو او لیکوالانو لپاره یو مناسب فرصت برابروي، څو د خپلو احساساتو او افکارو له لارې د ټولنې مثبت ارزښتونه انعکاس کړي او له شاعرانو څخه یې وغوښتل: «د دې نظام کړنې د شعر په ژبه را وسپړي».

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د تېر کال په وږي میاشت کې «د مشاعرو د څرنګوالي او تنظیم قانون» په درېیو بابونو، دوو فصلونو او ۱۳مادو کې جوړ کړ.
په دې قانون کې شاعران مکلف شوي، چې اسلامي شعایرو ته له سپکاوي، د قومونو، ژبو او د مسلمانانو له تحقیر او تفریق، د غېر اسلامي اخلاقو او ناروا دودونو، د نجونو او هلکانو ستاینه یا له دوی سره دوستۍ ته له دعوتولو او د هبتالله د فرمانونو، حکمونو او پرېکړو له نقد کولو څخه په جدي توګه ډډه وکړي.
طالبانو همداراز خبرداری خبرداری ورکړی، چې له سړغړوونکو سره به جدي قانوني چلند وشي او سزاوې به ورکړل شي.
د طالبانو دغه قانون د ګڼو فرهنګپالو له لوري رد شو او ټینګار یې درلود، چې شاعران او لیکوالان باید ازاد پرېښودل شي، څو تخلیق او پنځونې وکړي.