
د کونړ ځايي اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د مرکز اسعداباد د اړوندو سیمو کړمار، دم کلي، ماڼو او تپه کوټ ګڼ اوسېدونکي د پاکستاني ځواکونو د بریدونو له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي. د طالبانو چارواکو ویلي، چې د پاکستان په بریدونو کې له ۸۰ زیات کورونه وېجاړ شوي.
د کونړ د مرکز اسعداباد ځینو اوسیدونکو د خپلو کورونو انځورونه هم شریک کړل، چې د پاکستاني ځواکونو د هاوان مرمیو د لګېدو له امله زیانمن شوي دي.
په انځورونو کې ښکاري، چې د کونړ د مرکز اسعداباد په ځینو سیمو کې کورونه خالي شوی دي او په کوڅو کې خلک نه لېدل کېږي.
د طالبانو د کونړ د اطلاعاتو او کلتور رییس نجیب حنیف حریت راډيو ته ویلي، چې د پاکستان د بریدونو له پیل راهیسې سلګونه راکېټي بریدونه شوي او شاوخوا ۸۰ کورونه وېجاړ شوي دي.
نوموړی زیاتوي، چې په دغو بریدونو کې له سلو ډېرو ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
تېره ورځ د وري پر ۹مه د بشري حقونو نړیوال بنسټ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په پکتیکا، خوست او کونړ ولایتونو کې د پاکستاني ځواکونو په وروستیو بریدونو کې د ملکي وګړو کورونه په نښه شوي، چې له امله یې ۱۷ ملکیان ټپیان شوي دي.
د بشري حقونو یاد نړۍوال بنسټ پر پاکستاني ځواکونو غږ کړی، چې پر ملکي سیمو سملاسي بریدونه ودروي او نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي.
یاد بنسټ د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له نړیوالو سازمانونو غوښتنه کړې، چې د پاکستاني ځواکونو د یادو سرغړونو په اړه څېړنه وکړي.
پاکستاني ځواکونو د یکشنبې په ورځ د وري پر ۹مه د کونړ ولایت د مرکز اسعداباد اړوند کړمار، دم او شاوخوا نورو کلیو د هاوان بریدونه وکړل، چې له امله یې یو تن ووژل شو او ۱۷ تنه نور ټپیان شول.