• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په فراه کې د هوسیو د غیرقانوني ښکار په تړاو اووه تنه نیولي

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۵۱ GMT+۱

د طالبانو د فراه امنیه قوماندانۍ ویلي چې د یاد ولایت مرکز ته نږدې په خیراباد سیمه کې اووه تنه د هوسیو د غیرقانوني ښکار په تور نیول شوي دي. د یادې قوماندانۍ په وینا، دغو کسانو یوه غرنۍ هوسۍ ښکار کړې وه.

دیادې قوماندانۍ په وینا، نیول شوي کسان له څلورو ناقانونه ښکاري ټوپکونو سره د یوې غرنۍ هوسۍ د ښکار په تړاو نیول شوي چې له لومړنیو څېړنو وروسته، عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

همدارنګه، د ښکار شوې هوسۍ غوښه د فراه امنیه قوماندانۍ له لوري د چاپېریال ساتنې ریاست ته سپارل شوې.

ترویج لرونکی

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

۲

حامد کرزي د افغان کرکټ په ځلولو کې د شاپور ځدراڼ رول نه هېرېدونکی بللی

۳

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ

۴

کرېکټ بورډ او افغان لوبغاړو د افغانستان د کرېکټ په پرمختګ کې د شاپور رول مهم یاد کړی

۵

د هرمز تنګي کړکېچ؛ سنټکام د ایران پر ضد د بریدونو د پیل خبر ورکړی

•
•
•

نور کیسې

والدای د خبرو اترو مرکز: په ترمذ کنفرانس کې د افغانستان امنیتي وضعیت او بدلونونه څېړل کېږي

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۱۸ GMT+۱
والدای د خبرو اترو مرکز: په ترمذ کنفرانس کې د افغانستان امنیتي وضعیت او بدلونونه څېړل کېږي
100%

والدای د خبرو اترو مرکز وایي، چې د روسیې او ازبکستان چارواکي په یو دوه ورځني ګډ کنفرانس کې، چې د وري میاشتې پر ۱۰ او ۱۱نېټو په ترمذ ښار کې کېږي، د افغانستان وضعیت او د هغه د امنیتي اغېزو، سیمه‌ییزو همکاريو او ستراتیژیکو بدلونونو په اړه مشورې کوي.

دغه دوه ورځنی کنفرانس د «والدای» د خبرو اترو مرکز او د ازبکستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انستیتوت په کوربه توب جوړیږي، چې د دواړو هېوادونو ګڼ شمېر حکومتي چارواکي او کارپوهان به پکې ګډون ولري.

په ګډونوالو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال میخاییل ګالوزین، د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت سلاکار شوهرات یګیتال‌یف او د دواړو هېوادونو سفیران شامل دي.

د کنفرانس د جوړوونکو په وینا، دا غونډه د دوه هېوادونو د سیاسي او علمي استازو ترمنځ د نظرونو د تبادلې لپاره دودیزه بڼه لري.

په ترمذ ښار کې د دې غونډې د ترسره کولو موخه دا ده، چې یاد ښار له افغانستان سره نږدې او د «دوستۍ» د پل په څېر مهم ځای کې موقعیت لري.

د کنفرانس د بحث وړ مواردو په تړاو ویل شوي چې روسیه او ازبکستان دواړه له افغانستان سره په اقتصادي او امنیتي چارو کې د رغنده تعامل لپاره لېواله دي او په ځانګړې توګه په سویلي او ختیزې اسیا کې د ثبات ټینګښت ته ارزښت ورکوي.

سربېره پر امنیتي موضوعاتو، په دې غونډه کې د «شمال–جنوب» ټرانزیټي دهلېز پراختیا، کډوالي، اقلیمي بدلونونه، د اوبو سرچینې او د اقتصاد ډیجیټلي کول هم د بحث اړوند نور ټکي ګڼل شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې اریانا افغان شرکت د کابل او اسلام اباد ترمنځ الوتنې زیاتوي

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۰۴ GMT+۱
د طالبانو تر واک لاندې اریانا افغان شرکت د کابل او اسلام اباد ترمنځ الوتنې زیاتوي
100%

د طالبانو تر واک لاندې اریانا افغان هوایي شرکت وایي، چې دوی به د مساپرو غوښتنو او اړتياوو ته په کتو راتلونکې اونۍ د کابل او اسلام‌ اباد ترمنځ خپلې الوتنې زياتې کړي. له دې وړاندې هره يکشنبه او پنجشنبه له کابل څخه اسلام اباد ته دوې الوتنې کېدې.

د اریانا- افغان هوايي شرکت رسنیز دفتر نن دوشنبه، د وري پر۱۰مه ویلي، چې له راتلونکې اونۍ څخه به د کابل – اسلام اباد ترمنځ الوتنې په اونۍ کې دریو ته لوړې شي.

اریانا - افغان هوايي شرکت په داسې حال کې دا پرېکړه کوي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ځمکنۍ لارې د دواړو خواوو د شخړو له امله له څو میاشتو راهیسې تړلې پاتې دي.

طالبانو په کابل کې د پټرول، ګاز او ډیزلو نوې بیې وټاکلې

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۲۲ GMT+۱
 طالبانو په کابل کې د پټرول، ګاز او ډیزلو نوې بیې وټاکلې
100%

د طالبانو د لومړنیو توکو د بیو د کنټرول او احتکار مخنیوي کمیسیون د سون‌توکو لپاره نوې بیې ټاکلې دي. د بیو د نوې پاڼې له مخې، د یو لیټر ۹۲ پټرول بیه ۶۷ افغانۍ، د یو لیټر ډیزلو بیه ۶۵ افغانۍ او د یو کیلو ګرامه مایع ګاز بیه ۵۶ افغانۍ ټاکل شوې ده.

د یاد کمیسیون په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه بیې د اړوندو ادارو، د سوداګرۍ او پانګونې خونې، د کسبکارانو استازو، او د تېلو او ګازو د اتحادیې له معلوماتو او ارزونو وروسته ټاکل شوې دي.

د بیو د نوې پاڼې له مخې، د یو لیټر ۹۲ پټرول بیه ۶۷ افغانۍ، د یو لیټر ډیزلو بیه۶۵ افغانۍ او د یو کیلو ګرامه مایع ګاز بیه۵۶ افغانۍ ټاکل شوې ده.

کابل ښاروالۍ ټینګار کړی چې دا بیې نافذې دي او ټول هټیوال او اړوند کاروباریان مکلف دي چې عملي یې کړي.

د خبرپاڼې له مخې، د سرغړونې په صورت کې به له سرغړوونکو سره قانوني چلند وشي.

ښاروالۍ له کابل ښاریانو غوښتي چې د هر ډول سرغړونې په صورت کې د مارکیټونو د تنظیم ریاست ته مراجعه وکړي او یا له ورکړل شویو شمېرو سره اړیکه ونیسي.

د کونړ د مرکز اسعداباد د ځینو سیمو اوسېدونکي د پاکستان د بریدونو له امله له کورونو وتلي

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۲۲ GMT+۱
د کونړ د مرکز اسعداباد د ځینو سیمو اوسېدونکي د پاکستان د بریدونو له امله له کورونو وتلي
100%

د کونړ ځايي اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د مرکز اسعداباد د اړوندو سیمو کړمار، دم کلي، ماڼو او تپه کوټ ګڼ اوسېدونکي د پاکستاني ځواکونو د بریدونو له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي. د طالبانو چارواکو ویلي، چې د پاکستان په بریدونو کې له ۸۰ زیات کورونه وېجاړ شوي.

د کونړ د مرکز اسعداباد ځینو اوسیدونکو د خپلو کورونو انځورونه هم شریک کړل، چې د پاکستاني ځواکونو د هاوان مرمیو د لګېدو له امله زیانمن شوي دي.

په انځورونو کې ښکاري، چې د کونړ د مرکز اسعداباد په ځینو سیمو کې کورونه خالي شوی دي او په کوڅو کې خلک نه لېدل کېږي.

د طالبانو د کونړ د اطلاعاتو او کلتور رییس نجیب حنیف حریت راډيو ته ویلي، چې د پاکستان د بریدونو له پیل راهیسې سلګونه راکېټي بریدونه شوي او شاوخوا ۸۰ کورونه وېجاړ شوي دي.

نوموړی زیاتوي، چې په دغو بریدونو کې له سلو ډېرو ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تېره ورځ د وري پر ۹مه د بشري حقونو نړیوال بنسټ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په پکتیکا، خوست او کونړ ولایتونو کې د پاکستاني ځواکونو په وروستیو بریدونو کې د ملکي وګړو کورونه په نښه شوي، چې له امله یې ۱۷ ملکیان ټپیان شوي دي.

د بشري حقونو یاد نړۍوال بنسټ پر پاکستاني ځواکونو غږ کړی، چې پر ملکي سیمو سملاسي بریدونه ودروي او نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي.

یاد بنسټ د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له نړیوالو سازمانونو غوښتنه کړې، چې د پاکستاني ځواکونو د یادو سرغړونو په اړه څېړنه وکړي.

پاکستاني ځواکونو د یکشنبې په ورځ د وري پر ۹مه د کونړ ولایت د مرکز اسعداباد اړوند کړمار، دم او شاوخوا نورو کلیو د هاوان بریدونه وکړل، چې له امله یې یو تن ووژل شو او ۱۷ تنه نور ټپیان شول.

طالبانو په فاریاب، جوزجان، بلخ او دایکندي ولایتونو کې ۱۴ کسان په دُرو وهلي

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۳۸ GMT+۱
طالبانو په فاریاب، جوزجان، بلخ او دایکندي ولایتونو کې ۱۴ کسان په دُرو وهلي
100%

د طالبانو د سترې محکمې د راپور له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دې ډلې په فاریاب، جوزجان، بلخ او دایکندي ولایتونو کې ۱۴ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور په تعزیري سزاوو محکوم کړي او سزاوې پرې پلې شوې دي.

د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې د فاریاب ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې درې کسان، چې یوه یې ښځه ده، د «ناروا اړیکو» په تور هر یو په یو کال حبس او ۳۱–۳۱ دُرو سزا محکوم شوي دي.

دې ډلې په جوزجان کې هم شپږ کسان، چې دوه یې ښځې دي، د « ناروا اړیکو»، د طالبانو مسوولینو ته د «سپکاوي»، د روژې ماتولو او د زنا په تورونو له شپږ میاشتو څخه تر دوو کلونو پورې په حبس او له۲۰ تر۳۹ دُرو سزا محکوم کړي او سزا پرې عملي شوې ده.

په بلخ ولایت کې یوه ښځه د « ناروا اړیکو» په تور په پنځه کاله حبس او ۳۵ دُرې تعزیري سزا محکومه شوې او په دایکندي کې څلور کسان د روژې ماتولو او د شرابو لیږدونې په جرم له دوو میاشتو څخه تر دوو کلونو حبس او له۲۰تر۳۹ دُرې تعزیرې سزا باندې محکوم شوي او سزا پرې پلې شوې ده.

طالبانو ویلې ټولې یادې پرېکړې د طالبانو د سترې محکمې له تایید وروسته، د محکمې د غړو په حضور کې پلې شوې دي.

د طالبانو د سترې محکمې په وینا، دا اقدامات ددوی د عدلي نظام تر واکمنۍ لاندې د قانون د پلي کولو په چوکاټ کې شوي دي، خو د بشري حقونو مدافع بنسټونه او نړیوال سازمانونه د طالبانو دا ډول پرېکړې او سزاوې خپلسرې او له بشري حقونو سره په ټکر کې بولي او د درولو غوښتنه یې کوي.