• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: په اروزګان او غور کې تر ۴ زره کیلوګرامه زیات اومان او نشه يي توکي وسوځول شول

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۰۳ GMT+۱

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وايي چې په غور کې یې د عملیاتو پر مهال د نشه يي توکو د تولید او پروسس یوه کارخونه له منځه وړې او پر مهال یې ۲ زره کیلوګرامه اومان تر نیولو وروسته سوځولي دي. طالبانو په اروزګان کې هم د ۲۴۷۰ کیلوګرامه اومان نشه يي توکو د له منځه وړلو خبر ورکړی.

د اروزګان د طالبانو امنیه قومندانۍ د دوشنبې په ورځ ( د وري ۱۰مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د چورې ولسوالۍ په خواجه خدیر سیمه کې یې ۲۲۵۰ کیلوګرامه او د نوري په سیمه کې یې ۲۲۰ کیلوګرامه اومان نشه يي توکي نیولي او سوځولي دي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت په یوه جلا خبرپاڼه کې زیاته کړې چې په غور کې یې د نشه يي‌ توکو د پروسس او تولید یو کار خونه او ۲ زره کیلوګرامه اومان سوځولي دي.

یاد وزارت زیاته کړې چې په دولت یار ولسوالۍ کې یې دوه کسه د نشه يي توکو د تولید لپاره د کارېدونکو موادو سره نیولي او تر لومړنیو پلټنو وروسته به عدلي ارګانونو ته وسپارل شي.

طالبانو ټینګار کړی چې چاته به د نشه يي‌توکو د کر، تولید او پلور اجازه ور نه کړي او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.

طالبانو ادعا کړې چې په افغانستان کې یې د نشه يي‌توکو په وړاندې مبارزه جدي ده او دا کچه یې صفر ته رسولې؛ خو ګاونډي هېوادونه په خاص ډول ایران لا هم د افغانستان څخه د نشه يي توکو د قاچاق له کبله وخت ناوخت اندېښنې وړاندي کوي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

طالبان وایي په غزني او هلمند کې یې څلور مېرمنۍ له جبري نکاح ژغورلي دي

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۷:۵۰ GMT+۱

د طالبانو امر بالمعروف وزارت وایي، مسولینو یې په غزني او هلمند کې د څلورو مېرمنو د جبري او غیر شرعي نکاح ګانو مخنیوی کړی او هغوی یې له خپلو شرعي حقونو برخمنې کړې.

ددغه وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، یادې مېرمنې د بې‌معنی دودونو او غیرت پر بنسټ د غیر شرعي نکاح لپاره مجبورې شوې وې، خو د دوی له لوري یې مخه ونیول شوه.

خبرپاڼه کې راغلي، دوی د کورنیو غړو ته هم سپارښتنه وکړه، چې په راتلونکي کې د دغسې ناوړه کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي.

مسولینو ټینګار کړی، چې د ټولنې د دیني ارزښتونو او په ځانګړي ډول د مېرمنو د شرعي حقونو د خوندي ساتلو لپاره به خپلې هڅې لا نورې ګړندۍ کړي.

لندن کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان د وروستیو بریدونو پر ضد لاریون وکړ

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۶:۴۱ GMT+۱

یو شمېر افغانان په لندن کې راټول شوي او پر افغانستان یې د پاکستان د بریدونو پر ضد لاریون کړی دی. دغه لاریونوال وايي، چې په یادو بریدونو کې ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او له نړۍوالې ټولنې غواړي چې روان وضعیت ته غبرګون وښيي.

په لندن کې مېشتو افغانانو د یو لاریون پر مهال پر افغانستان د پاکستان بریدونه او پوځي اقدامات وغندل. لاریونوال د لندن په ځینو لویو سړکونو کې راټول شوي او د پاکستان پر ضد یې شعارونه ورکول.

لاریون کوونکو ټینګار وکړ چې د دې بریدونو دوام تاوتریخوالی زیات کړی او ملکي وګړو ته یې زیان رسولی دی. دوی له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې دې وضعیت ته غبرګون وښيي.

د لاریون ګډونوالو همدارنګه ټینګار وکړ، چې نړۍوالې ادارې دي د افغانستان د ډیورنډ کرښې په سیمو کې امنیتي وضعیت ته پاملرنه وکړي او د تاوتریخوالي په پای ته رسولو کې دي خپل رول ادا کړي.

دا لاریونونه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ډیپلوماټیکې اړیکې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) د شتون پر سر تر بل هر وخت ډېرې ترینګلې شوې دي. پاکستان په وار وار د افغانستان پر بېلابېلو سیمو په ځانګړې توګه پر سرحدي ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې له امله یې ګڼو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. د پاکستان دغه بریدونه نه یوازې په کور دننه د افغانانو له سختو غبرګونونو سره مخ شوي، بلکې په نړۍواله کچه یې هم پراخې نيوکې راپارولي او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره سرغړونه بلل شوې ده.

تېره ورځ له پاکستان او ایران څخه ۵۶۵ افغان کډوال جبري افغانستان ته ستانه کړل شوي

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۶:۳۵ GMT+۱

د طالبانو تر چتر لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسیدنې کمېسیون وایي، د یکشنبې په ورځ له پاکستان څخه ۴۶۵ او له ایران څخه ۱۰۰ افغان کډوال د سپین بولدک او نورو لارو څخه هېواد ته جبري ستانه کړل شوي.

د کډوالو ستونزو ته رسېدنې کمېسیون ویلي، تېره ورځ ۴۶۵ افغان کډوال له پاکستان څخه د سپین بولدک د ډیورنډ فرضي کرښې له لارې افغانستان جبري ته راستانه شوي دي. همدارنګه، په همدې موده کې ۱۰۰ نور افغانان له ایران څخه هېواد ته ستانه شوي دي.

دا ستنونه د افغان کډوالو د جبري ستنولو له روان بهیر سره تړاو لري، چې په تېرو میاشتو کې په پاکستان او ایران کې زیاتوالی موندلی دی.

راپورونه ښيي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو نیونه او زندان ته اچول د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د وروستیو نښتو وروسته زیات شوي دي، او په ایران کې هم د افغانانو د جبري ستنولو کمپاین دوام لري.

د بشري حقونو فعالان نړیواله ټولنه هڅوي چې د افغان کډوالو د حقوقو د ساتنې لپاره سمدستي اقدامات وکړي او د جبري ستنولو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي.

په ننګرهار کې د ۲ کورونو د چت پرېوتو په پېښه کې یوه مېرمن مړه شوې او ۴ کسه ټپیان شوي دي

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۶:۱۸ GMT+۱

په ننګرهار کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند سیدطیب حماد وايي چې د غني خېلو او نازیانو ولسوالیو کې د سختو اورښتونو له کبله د دوو کورونو د چت پرېوتو په پېښه کې یوه مېرمن مړه شوې او د دوو ماشومانو په ګډون ۴ تنه ټپیان شوي دي.

حماد ویلي چې لومړۍ پېښه د ننګرهار د غني خېلو ولسوالۍ د ۲۵مې ویالې په سیمه کې شوې چې پکې یوه مېرمن مړه شوې او دوه ماشومان ټپیان شوي دي. د نوموړي به خبره چې د نازیانو په ولسوالۍ کې په ورته پېښه کې دوه تنه ټپيان شوي دي.

د حماد په خبره د طالب امنیتي کسانو له لوري ټپیان روغتیايي مرکزونو ته انقال شوي دي.

د طالبانو د پېښو سره د مبارزې ادارې د پراخو اورښتونو او بارانونو د اټکل خبردارۍ ورکړی او له خلکو یې غوښتي چې احتیاطي تدابیر ونیسي.

طالبان د نجونو له ګډون پرته په ۱۵ ولایتونو کې د کانکور ازموینه اخلي

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۶:۰۷ GMT+۱

د طالبانو د ازموینو ادارې مشر عبدالباقي حقاني وايي چې سږ کال د کانکور ازموینه په څلورو پراړونو کې اخیستل کیږي چې لومړی پړاو یې د غويي په ۲۱ په ۱۵ ولایتونو کې پیلیږي. سږ کال بیا هم طالبان د نجونو له ګډون پرته د کانکور ازموینه اخلي.

حقاني ویلي چې د سږني کانکور ازموینې دویم پړاو د همدې میاشتي په ۲۸مه په ۱۸ ولایتونو او درېيم پړاو به یې د غبرګولي میاشتي په ۱۲مه واخیستل شي.

نوموړي زیاته کړې چې متفرقه ازموینه به د غبرګولي میاشتې په ۲۲مه نېټه تر سره شي.

د حقاني په خبره سږ کال به لوړو زده‌کړو ته د عمومي زده‌کړو ۵۹ زره ۴۶۰ او د مدرسو ۲ زره ۴۰۰ فارغان او دغه راز به په اختصاصي برخو کې ۸ زره ۵۸۵ او شپني پروګرام ته ۴ زره ۶ کسان جذب کړل شي.

د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د څېړونو له مخې طالب چارواکو له تېرو نږدې پنځو کلونو راهیسي د نجونو د زده‌کړو د دوام په تړاو منفي تبلیغات کړي او ان په لومړیو کې یې ویل چې د نجونو په ښوونځیو کې د نشه‌يي ټابلېټونو «ټابلېټ کا» کارونه عامه شوې وه او همداراز د روان تعلیمي کال په پیل مراسمو کې د طالبانو د چارو ادارې رييس د لوړو زده‌کړو د بنسټونو په تړاو وویل، په پوهنتونونو کې د «بې‌حیایۍ» فضا عامه وه.

د معلوماتو له مخې، که پر نجونو دا بندیزونه نه وای، نو تر اوسه به شاوخوا ۱۱۴ زره نجونې له پوهنتونونو څخه فارغې شوې وای.