• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران د مجلس یوې کمېټې د هرمز تنګي لپاره د محصول لګولو طرحه تصویب کړه

۱۱ وری ۱۴۰۵ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۰۶ GMT+۱

د فارس خبري اژانس د دوشنبې په ورځ په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي، چې د ایران د اسلامي شورا مجلس د ملي امنیت کمېسیون د هرمز تنګي د مدیریت طرحه تصویب کړې ده.

د دغه کمېسیون د یوه غړي په وینا، په دغه طرحه کې د هرمز تنګي امنیتي ترتیبات، د بېړۍ چلولو خوندیتوب، د چاپېریال ساتنې مسایل او مالي چارې شاملې دي، چې ورسره به د ایران د اسلامي جمهوریت او د هغه د وسله‌والو ځواکونو حاکمیتي رول پلی شي.
په دې طرحه کې دغه راز د امریکایانو او اسراییلیانو پر تګ‌راتګ بندیز او د هغو هېوادونو پر بېړیو بندیز هم په پام کې نیول شوی، چې د ایران پر وړاندې د دغو دوو هېوادونو په جګړه کې برخه اخلي.
ایران د جغرافیایي موقعیت او نظامي شتون له امله په هرمز تنګي کې مهم رول لري او د نړۍ په یوې تر ټولو حساسې سمندري لارې واکمن دی.
پر ایران د امریکا او اسراییل د هوایي بریدونو له پیل وروسته له دې لارې د کښتیو تګ‌راتګ له خنډ او ځنډ سره مخ شوی او د تېلو او ګازو د لېږد یوه برخه درېدلې ده. دغه راز په دې لاره کې نظامي ګواښونو او ناامنیو د کښتیو تګ‌راتګ کم کړی دی.
دې وضعیت نړۍوالې اندېښنې زیاتې کړې دي، ځکه په هرمز تنګي کې هر ډول ګډوډي د تېلو بیې لوړولی شي، د اکمالاتو نړۍواله لړۍ ګډوډوي او د خلیج د هغو هېوادونو پر اقتصاد اغېز کوي چې پر انرژۍ تکیه دي.

ډېر لیدل شوي

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي
۱
څېړنیز راپور

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي

۲
ځانګړی راپور

یوه حرامه، بله حلاله؛ له موسیقۍ سره د طالبانو د چلند دوه بڼې

۳

له ترکیې د راګرځېدلي طالب پلاوي په راپور کې د ۸ مړه شویو افغانانو یادونه نه‌ده شوې

۴

ایراني رسنۍ: په مشهد کې پر پخواني افغان قومندان بریدګر د طالبانو د استخباراتو کارکوونکی و

۵

د نري رنځ ناروغي؛ تېر کال یې د نړۍ ۱،۱ میلیونه کسان وژلي دي