• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بلوچستان په خضدار کې د ناامنۍ له امله پارلماني ټاکنې ځنډول شوي

۱۱ وری ۱۴۰۵ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۶، ۰۶:۳۸ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ وری ۱۴۰۵ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۶، ۰۷:۵۲ GMT+۱

د پاکستان ټاکنیز کمېسیون د بلوچستان په خضدار ولسوالۍ کې د د پارلماني څوکۍ لپاره ضمني ټاکنې د ناامنۍ له امله ځنډولي. دغه ټاکنې د روان کال د اپریل په پنځه مه نېټه پلان شوې وې، خو امنیتي او سیاسي ستونزې یې ترسره کېدل ناممکن کړل.

د بلوچستان نیشنل ګوند مرکزي موقتي مشر، ساجد ترین، افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل: «دا نړۍ ته ښکاره ده چې د بلوچستان په خضدار کې د حکومت واک نشته. په ځانګړې توګه د خضدار زهري سیمه اوس هم ګرځبندیز لاندې ده او ځايي خلک نه شي کولی په ازاده توګه ښار ته تګ راتګ وکړي. هلته رڼې ټاکنې نه شوې کیدی.»

ښاغلي ترین زیاته کړه چې د پارلمان ۲۵۶څوکۍ د ګوند مشر، سردار اختر جان مینګل، د احتجاج په توګه پریښوده، ځکه چې هغه غوښتل د بلوچستان ځپل شوي خلک په قامي اسمبلۍ کې څرګند کړي، خو د پاکستان واکدارانو له دې څخه مخنیوی وکړ. هغه وویل: «بلوچستان کې روان وضعیت یوه ورځ کې نه دی رامنځته شوی، بلکې د ۷۵ کالو راهیسې د بلوچستان له اولس سره د ناوړه چلند اوږده کیسه ده.»

د هغه په وینا، «د بلوچستان خلکو وار په وار ویلي چې اسلام اباد له دوی سره مینه نه لري، بلکې د بلوچستان شتمنۍ غواړي. اوس د شتمنیو تر څنګ د خلکو سیاسي واک هم اخیستل شوی دی.»

په ورته وخت کې د جمعیت علما اسلام ګوند مرکزي غړی او سناتور کامران مرتضی افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل: «په پاکستان کې کله هم رڼې ټاکنې نه دي شوي، په ځانګړې توګه د کال ۲۰۲۴ټول ټاکنو باندې د هېواد زیاتره سیاسي ګوندونو نیوکې کړې وې او دغه ټاکنې یې له درغلیو ډکې بللې.»

سناتور مرتضی هم یادونه وکړه چې د روانې میاشتې په لومړیو کې په قلات والسوالۍ کې د بلوچستان اسمبلۍ ټاکنې ترسره شوې، چې د دوی د ګوند نوماند ګټلې وې، خو د بلوچستان د کورنیو چارو اوسنی وزیر بریالی اعلان شو.

نوموړی همدا راز وايي چې د غلتیو پالیسو له امله داسې خلکو په ولس ګمارل کیږي چې د ولس ندي خوښ.

ترویج لرونکی

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

۲

حامد کرزي د افغان کرکټ په ځلولو کې د شاپور ځدراڼ رول نه هېرېدونکی بللی

۳

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ

۴

کرېکټ بورډ او افغان لوبغاړو د افغانستان د کرېکټ په پرمختګ کې د شاپور رول مهم یاد کړی

۵

د هرمز تنګي کړکېچ؛ سنټکام د ایران پر ضد د بریدونو د پیل خبر ورکړی

•
•
•

نور کیسې

چارواکي: له پاکستان نن بیا د بې اسناده افغانانو د جبري ستنېدو لړۍ پیلېږي

۱۱ وری ۱۴۰۵ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۶، ۰۵:۳۹ GMT+۱
چارواکي: له پاکستان نن بیا د بې اسناده افغانانو د جبري ستنېدو لړۍ پیلېږي
100%

په تورخم کې پاکستاني چارواکو ویلي چې د تورخم له لارې د بې اسنادو افغانانو بیرته ستنېدل به نن سې شنبه بیا پیل شي. یادو چارواکو ویلي چې طالبانو د «بې دلیله ډزو» د نه کولو ژمنه کړې.

ډان ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ (د وري ۱۱مه) د تورخم چارواکو له قوله ویلي چې د تورخم په اوږدو کې د امنیتي وضعیت له ارزونې وروسته اړوند ادارو ته لارښوونه شوې چې د مارچ میاشتې له ۳۱مې د غیرقاوني وګړو د بیرته ستنولو پلان عملي کړي.

هغوی زیاته کړې چې د غیرقانوني بهرنیانو د بېرته ستنولو پلان له مخې به یوازې یو اړخیزه یعنې له پاکستان څخه افغانستان ته د غیرقانوني افغانانو لېږد ته اجازه وي.

تر دې مخکې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختر په ورځو کې له لنډمهاله اوربند وروسته پاکستان د مارچ په ۲۷مه نېټه د تورخم له لارې د بې اسنادو او غیرقانوني افغانانو د ایستلو او بېرته ستنولو ته اجازه ورکړې وه.

په خبر کې ویل شوي چې دا اجازه لنډمهاله وه او له ۱۲ ساعته وروسته د دواړو هېواونو ترمنځ د دزو وروسته دا بهیر بند شو.

سرچینو وویل چې د مارچ په ۲۷مه شاوخوا ۲۱۲ افغانانو ته اجازه ورکړل شوې وه چې له افغانستان ته ستانه شي.

هغه افغاني کورنۍ چې د لارو بندېدو له امله له یوې میاشتې راهیسي په بېلابېلو ځایونو کې بند پاتې دي د یکشنبې په ورځ یې د یو لاریون پر مهال د ژر بیرته ستنېدو غوښتنې کولې. د دوی په خبره چې اوږد انتظار له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

په بلوچستان کې وسله‌وال بریدونه؛ درې امنیتي سرتېري وژل شوي او اووه نور ټپیان دي

۱۱ وری ۱۴۰۵ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۶، ۰۴:۱۲ GMT+۱
په بلوچستان کې وسله‌وال بریدونه؛ درې امنیتي سرتېري وژل شوي او اووه نور ټپیان دي
100%

د بلوچستان په مستونګ او جهل مګسي ولسوالیو کې د وسله‌والو په جلا جلا بریدونو کې لږ تر لږه درې امنیتي سرتېري وژل شوي او اووه نور ټپیان دي، چې ورسره د سیمې امنیتي وضعیت لا ترینګلی شوی دی.

ځایي سرچینې وایي، د مستونګ ولسوالۍ د لکپاس په سیمه کې ناڅرګندو وسلوالو د امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې برید کړی دی. د معلوماتو له مخې، برید کوونکو د زاړه لکپاس پر سړک پر امنیتي پوستې ډزې کړي چې له امله یې څلور امنیتي سرتېري ټپیان شوي دي.

بل‌خوا، د جهل مګسي ولسوالۍ د نوراني پر سړک هم وسله‌والو برید کړی، چې په پایله کې یې یو امنیتي سرتېری وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

ورته مهال، تېره شپه د کوټه ښار د خلجي کالونۍ ته څېرمه سیمه کې هم پر پولیسو برید شوی دی. سرچینې وایي، برید هغه وخت وشو چې پولیس پر ورځنۍ ګزمې بوخت وو، او د ډزو له امله دوه پولیس سرتېري ووژل شول.

د دغو بریدونو له امله د کوټې نه تر کراچۍ او کوټې نه تر تفتان لویې لارې د لنډ وخت لپاره د تګ راتګ پر مخ تړل شوې وې.

تر اوسه کومې ډلې د دغو بریدونو مسوولیت نه دی منلی.

د پاکستان په سوېل کې د ګازو د لېږد یوه نل‌لیکه د چاودنې له امله ویجاړه شوې

۱۱ وری ۱۴۰۵ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۳۳ GMT+۱
د پاکستان په سوېل کې د ګازو د لېږد یوه نل‌لیکه د چاودنې له امله ویجاړه شوې
100%

پاکستاني چارواکو اعلان کړی، چې د دغه هېواد په سوېل کې د طبیعي ګازو یوه مهمه نل‌لیکه دوشنبه (د وري ۱۰مه) وچاودېده، چې له امله یې په څو سیمو کې د ګازو لېږد پرې شوی دی. د ګازو د دولتي شرکت ویاند ویلي، چې دغه چاودنه د کوټې ښار په څنډو کې شوې ده.

د دې چارواکي په وینا، د ۱۸ انچه پلنوالي لرونکی اصلي پایپ لاین په نښه شوی او د همدې پېښې له کبله د کوټې ښار په بېلابېلو برخو او لږ تر لږه په پنځو نورو ولسوالیو کې د ګازو رسونه بنده شوې ده. تر اوسه هېڅ کس یا ډلې د دې چاودنې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

بلوچستان په تېرو کلونو کې د بېلتون غوښتونکو ډلو او همدارنګه د اسلامپالو وسله‌والو د فعالیتونو ډګر پاتې شوی دی. بلوچ بېلتون غوښتونکي له ډېرې مودې راهیسې د مرکزي حکومت پر وړاندې مبارزه کوي او شکایت لري، چې د بلوچستان خلکو ته د دې سیمې له طبیعي شتمنیو څخه عادلانه برخه نه ده رسېدلې.

د ګازو دولتي شرکت ویاند ویلي، د شرکت انجنیران د زیانمن شوي پایپ لاین د ترمیم په کار بوخت دي څو بېرته د پرې شویو سیمو لپاره د ګازو بهیر پیل شي. سره له دې هڅو، تر اوسه د ګازو د بیا وصل کېدو کره وخت نه دی اعلان شوی.

په بلوچستان کې د انرژۍ د لېږد د نل‌لیکو چاودنې په وروستیو کلونو کې مخینه لري او تل یې د دې ایالت د مهمو بنسټیزو تاسیساتو د امنیت په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.

په بلوچستان کې د امنیتي ستونزو له امله د اورګاډي خدمات بیا ځنډول شوي

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۴۰ GMT+۱
په بلوچستان کې د امنیتي ستونزو له امله د اورګاډي خدمات بیا ځنډول شوي
100%

د پاکستان د اورګاډو ادارې په بلوچستان کې د اورګاډي د پټلۍ د ترمیم او امنیتي وضعیت له امله د کوټې او نورو ښارونو ترمنځ د مسافرو او مالونو د اورګاډي خدمتونه یو ځل بیا ځنډولي دي.

د پاکستان د اورګاډې ادارې ویلي، چې د جعفر ایکسپریس اورګاډي خدمت د پټلۍ د ترمیم له امله لغوه شوی دی. د یاد اورګاډي مسیر له پېښور څخه کوټې ته دی، خو د سند ایالت په جیکب اباد کې تم شوی دی.

سربېره پر دې، د بولان میل او چمن ته د مسافرو او مالونو د اورګاډي خدمتونه هم له مخکې ځنډول شوي دي. چارواکي یادونه کوي چې تېره شپه د مستونګ په تیراه میل سیمه کې وسله والو د اورګاډې پټلۍ ته چاودنه ورکړې، چې د تګ راتګ خنډ یې رامنځته کړی.

د روانې میاشتې په درویشتمه نېټه هم د امنیتي وضعیت له امله په بلوچستان کې د اورګاډو خدمتونه ځنډول شوي وو. د پاکستان اورګاډي ادارې مسافرو ته سپارښتنه کړې چې د سفر پر مهال د امنیتي شرایطو او بدلونونو په اړه تازه معلومات ترلاسه کړي.

د پاکستان او طالبانو تر منځ جګړه: پاکستان د امریکا او ایران د خبرو کوربتوب ته چمتوالی نیسي

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۲۰ GMT+۱
د پاکستان او طالبانو تر منځ جګړه: پاکستان د امریکا او ایران د خبرو کوربتوب ته چمتوالی نیسي
100%

رویټرز په یوه راپور کې ویلي چې پاکستان او طالبان د لنډمهاله اوربند وروسته یو پر بل بریدونه کړي او په امن سیمو کې یې تاوتریخوالی زیات کړی، خو اسلام اباد د دې ترتینګلتیا پر مهال د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو کوربه توب ته چمتوالی نیسي.

د رویټرز د راپور له مخې؛ پر ډیورنډ کرښه دا نښتې د یکشنبې په ورځ وشوې، چې په همدې ورځ پاکستان د منځني ختيځ په جګړه کې سیمه ییز قدرتونه د تاوتریخوالي کمولو ته را وبلل او اعلان یې وکړ چې اسلام اباد کولی شي په راتلونکو ورځو کې د دغو خبرو کورب توب وکړي.

په راپور کې د دواړو هېوادونو د چارواکو له قوله ویل شوي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ په وروستۍ نښته کې درنې وسلې کارول شوي، چې یوه لوري ته پر کونړ او بل خواته د باجوړ په سیمو کې بریدونه شوي.

رویټرز د طالبانو د مرستیال ویاند حمدالله فطرت له قوله زیاته کړې چې د پاکستان په وروستي برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون یو کس وژل شوی او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

طالب سرچینو دا هم ویلي چې پاکستان ته یې د برید ځواب ورکړی خو د دوی په خبره ملکي‌ځایونه یې نه دي به نښه کړي. پاکستان پوځ د رویټرر پوښتنې ته ځواب ندی ورکړی.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ په وروستیو کلونو کې تر ټولو سخته جګړه د تېرې میاشتې په پیل کې وشوه چې دواړو خواوو ته یې درانه زیانونه واړول.

کابل ویلي، چې د دې میاشتې په پیل کې د افغانستان پر پلازمېنه د معتادینو د درملنې پر یوه مرکز د پاکستان په یوه هوايي برید کې تر ۴۰۰ ډېر کسان ووژل شوه.

پاکستان د طالبانو دا ادعاوې رد کړې او ویې ویل چې دوی «په دقیق ډول پوځي تاسیسات او د ترهګرو د ملاتړ بنسټونه په نښه کړي دي».

ترکیې، قطر او سعودي عبرستان د کوچني اختر په مناسبت د جګړې درولو غوښتنه وکړه، پاکستان تېره اوونۍ دا اوربند پای ته ورسوه.

کابل لا تر اوسه په رسمي ډول نه دي ویلي، چې ایا د دوی له لوري اوربند لا هم پر ځای دی که نه.

اسلام‌اباد افغان طالبان تورنوي چې وسلوالو ته پناه ورکوي او په پاکستان کې د بریدونو د ترسره کول لپاره یې ملاتړ کوي. کابل دا تورونه ردوي او وایي چې دا ستونزه د پاکستان کورنۍ مسله ده.