د بښنې نړۍوال سازمان له ایران څخه وغوښتل چې د خپلو مخالفانو او معترضینو اعدامونه ودروي

د بښنې نړۍوال سازمان په ایران کې د څلورو سیاسي بندیانو «خپلسرو او پټو» اعدامونو او د لږ تر لږه اوو نورو اعتراضکوونکو د اعدام د نږدې ګواښ په غبرګون کې له ایراني چارواکو وغوښتل، چې د دغو اوو کسانو د اعدام هر ډول پلان سمدستي ودروي.
د راپورونو پربنسټ، وحید بنيعامریان، ابوالحسن منتظر او اعتراض کوونکي محمدامین بیګلري، علي فهیم، ابوالفضل صالحي سیاوشاني، امیرحسین حاتمي او شاهین واحدپرست کلور چې د البرز ولایت په قزلحصار زندان کې ساتل کېږي، د اعدام له ګواښ سره مخ دي.
د بښنې نړۍوال سازمان په بیانیه کې راغلي: «دا د شرم ځای دی چې ان په داسې حال کې چې د ایران خلک د اسراییل او امریکا د روانو هوايي بمباریو له امله په ویر او پراخو نښتو کې ډوب دي، د اسلامي جمهوریت چارواکي لا هم د اعدام له سزا څخه د مخالفو غږونو د چوپ کولو او په خلکو کې د لا زیاتې وېرې خپرولو د یوې وسیلې په توګه کار اخلي».
