اسوشېټېډ پرېس: امریکا د غېرمستقیمو مذاکراتو او د پاکستان د انتخاب په اړه بېباوره ده

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د امریکايي چارواکو له قوله لیکلي، که څه هم امریکا د ایران په کړکېچ کې د منځګړیتوب لپاره د پاکستان د لېوالتیا هرکلی کړی، خو اوس له ایران سره د غېرمستقیمو مذاکراتو او د خبرو اترو د ځای په توګه د اسلاماباد پر غوره کېدو بېباوره شوې ده.
دغو چارواکو همداراز ویلي، چې تر جګړې وړاندې د منځګړي په توګه د عمان له تجربې څرګنده شوې چې دا طریقه ګټوره نه ده او که مستقیمې خبرې اترې پیل شي، نو خورا اغېزمنې به وي.
د دغه راپور لهمخې چې د سېشنبې په ماښام د وري پر ۱۱مه خپور شو، یادو چارواکو همداراز د امنیتي ګواښونو له امله د راتلونکو احتمالي مذاکراتو د ځای په توګه د اسلاماباد پر ټاکل کېدو شک څرګند کړی دی. هغوی ویلي، چې دغه ښار ته سفر یا د روسیې-اوکراین او یا د منځني ختیځ له دوو جنګي سیمو څخه پر یوې باندې الوتنې ته اړتیا لري او یا هم باید یوه خورا اوږده لاره غوره شي.
د ملګرو ملتونو یوه ډيپلوماټ چې له دې مذاکراتو خبر دی، ایران ته د پاکستان نږدېوالي ته په کتو دا ګواښ تایید کړی او زیاته کړې یې ده، چې دا د سوېلي اسیا یو له هغو لږو هېوادونو څخه دی چې د امریکا هوايي اډه پهکې نشته، نو کېدای شي یو خوندي انتخاب وي.
