• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په اروپا کې پیل شوی کمپاین: طالبان باید د یوه ترهګر سازمان په توګه وپېژندل شي

۱۱ وری ۱۴۰۵ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۳۵ GMT+۱

یو شمېر افغان فعالانو د یوه نوي کمپاین په پیلولو سره له اروپایي ټولنې غوښتي، چې طالبان د یوه ترهګر سازمان په توګه وپېژني. د دغه کمپاین تنظیموونکي وایي، چې تر دې دمه لسګونه لاسلیکونه راټول شوي او دوی پلان لري چې د اروپایي پارلمان مخې ته پرلت ووهي.

د مخکېني جمهوري نظام د ولسي جرګې پخواني استازي بکتاش سیاووش په یوه اعلامیه کې ویلي، چې اروپایي ټولنه باید د بشري حقونو په دفاع کې «دوه ګوني معیارونه» پای ته ورسوي.
هغه ټینګار کړی: «داسې نه‌شي کېدای چې په خبرو کې د ښځو له حقونو دفاع وشي او په عمل کې له ترهګرو سره ډیپلوماتیکې اړیکې ټینګې شي. هغه نظام چې د ځپنې او د بشري حقونو سرغړونو ته مشروعیت ورکوي، عادي کېدای نه‌شي».

هغه زیاته کړې ده: «له هغو کسانو سره چې ښځې خاموشه کوي، لاس ورکول پکار نه‌دي او هغو ته چې زده‌کړه جرم بولي، باید هېڅ ډول جایزه ورنه‌کړل شي». سیاووش له اروپایي ټولنې غوښتي، هغه څه ته چې دی یې «د وېرې پر بنسټ واکمني» بولي، ډیپلوماتیک مشروعیت ورنه‌کړي.

دغه پخواني استازي همداراز ټینګار وکړ، که اروپایي ټولنه د بشري حقونو اصولو ته ژمنه وي، نو باید په افغانستان کې "جنسیتي اپارټاید" په رسمیت وپېژني، له طالبانو سره د اړیکو له عادي کولو ډډه وکړي او دغه ډله په رسمي ډول د ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې شامله کړي.

په ولسي جرګه کې د هرات پخوانۍ استازې ناهید فرید د دغه کمپاین هرکلی کړی او ویلي یې دي: «دا د هغه اغېز پیاوړې بېلګه ده چې نارینه یې د افغانستان د ښځو د حقونو په غورځنګ کې درلودلی شي». هغې هیله څرګنده کړه، چې دا ډول خوځښتونه به په افغانستان کې د مثبتو بدلونونو لامل شي.

یاده دې وي، چې اروپایي ټولنې تر اوسه د طالبانو اداره په رسمیت نه ده پېژندلې. خو بیا هم د دې ټولنې ځینو هېوادونو لکه جرمني او ناروې د افغانستان په سفارتونو او قونسلګریو کې د طالبانو استازي منلي دي.

داسې ښکاري، چې دغه هېوادونه له طالبانو سره په ځینو برخو کې د همکارۍ په لټه کې دي لکه د کډوالو اېستل او د هغوی د هویت تثبیت. جرمني په رسمي ډول په برلین کې د افغانستان سفارت او په بن کې د هېواد جنرال قونسلګري طالبانو ته سپارلي دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه د ښځینه کارکوونکو پر وړاندې د طالبانو د بندیزونو د پای ته رسولو غوښتنه کوي

۱۱ وری ۱۴۰۵ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۵۴ GMT+۱

د ملګرو ملتونو یو شمېر کارپوهانو نن د مارچ په ۳۱مه په یوه خبرپاڼه کې یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل، چې په افغانستان کې د دغه سازمان د ښځینه کارکوونکو پر وړاندې لګول شوي بندیزونه ژر تر ژره پای ته ورسوي.

طالبانو د تېر کال له سپټمبر میاشتې راهیسې د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکې دفترونو ته له تګ څخه منع کړې دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په یوې ګډې اعلامیه کې ویلي: «د ملګرو ملتونو دفترونو ته د ښځینه کارکوونکو د ننوتلو مخنیوی، د ښځو پر بنسټیزو حقونو په ځانګړې توګه د کار پر حق مستقیم برید دی. د دغه ډول تګلارې لپاره هېڅ کلتوري، مذهبي یا اداري توجیه شتون نه‌لري».

کارپوهانو همداراز د ملګرو ملتونو د دفترونو په دروازو کې د هغو وسله‌والو کسانو شتون "خواشینونکی" وباله، چې ښځينه کارکوونکې دننه کېدو ته نه پرېږدي.

د راپورونو له‌مخې، د ۲۰۲۵ کال له سپټمبر میاشتې راهیسې طالب چارواکو افغان ښځو په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکو ته د دغه سازمان دفترونو او تاسیساتو ته د ننوتلو اجازه نه ده ورکړې. دا پرېکړه د هغو پراخو محدودیتونو تسلسل دی، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې پر ښځو لګول شوي او په سیستماتیک ډول یې هغوی له دولتي دندو، مدني ټولنو او ګڼو نورو فعالیتونو څخه بې‌برخې کړې دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو خبرداری ورکړ، چې د دغه بندیز پایلې خورا ناوړه اغېزې لري. هغوی وویل: «په داسې یوه ټولنه کې چې ښځې ښځو ته د خدمتونو رسولو لپاره اړینې دي، حیاتي مرستې په ځانګړې توګه د طبیعي پېښو پر مهال او په بشري عملیاتو کې سختې اغېزمنې شوې دي، چې له امله یې ښځې او نجونې تر ټولو زیات زیان ګالي».

دغې ډلې ټینګار وکړ، چې د دغه بندیز او د ښځو پر وړاندې د نورو محدودیتونو دوام د منلو وړ نه دی، دا د نړۍوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده او د افغانستان راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ کوي. کارپوهانو همداراز د نړۍوالې ټولنې پر یو موټي او اصولي غبرګون ټینګار وکړ او له ټولو هغو ادارو، صندوقونو او پروګرامونو څخه چې په افغانستان کې فعال دي، ویې غوښتل چې یو ګډ او پرېکنده دریځ خپل کړي.

په پای کې، هغوی د ملګرو ملتونو له سرمنشي وغوښتل چې د ټول سیسټم په کچه د یوه همغږي ځواب په رامنځته کولو او د غړو هېوادونو په هڅولو سره پر دوامداره ډیپلوماټیک فشار ټینګار وکړي، ترڅو د دغو محدودیتونو د سمدستي لغوه کېدو لپاره جدي ګامونه واخلي.

کارپوهانو زیاته کړه: «افغان ښځو هېڅکله د خپلې ټولنې خدمت نه دی پرېښی، ان په خورا سختو او خطرناکو شرایطو کې هم. هغوی ښکاره ملاتړ، پیوستون او د عزتمن کار لپاره خوندي چاپېریال ته اړتیا لري».

هغوی ټینګار وکړ، چې د افغان ښځو په ځانګړې توګه له ملګرو ملتونو سره د کارکوونکو ښځو تر څنګ درېدل د بشري مرستو د دوام، د بشري حقونو د دفاع او د افغانستان د راتلونکي د خونديتوب لپاره حیاتي ارزښت لري.

طالبانو په هرات کې د څه باندې ۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د مالګې د استخراج تړون لاسلیک کړ

۱۱ وری ۱۴۰۵ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۲۹ GMT+۱

د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت‌الله بدري د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ د "نمکسار" سیمې د مالګې د استخراج تړون له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک کړ. په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه تړون ارزښت ۵ میلیونه او ۳۴۲ زره امریکايي ډالره دی.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې وویل: «د دغه کان تړون د هر ټن په بدل کې د ۱۵۰۰ افغانیو حق‌الامتیاز (رویالټي) په پام کې نیولو سره د ۱۵ کلونو لپاره لاسلیک شو. د تړون له‌مخې، قراردادي شرکت مکلف دی چې خپلې چارې د کانونو د قانون، کړنلارې او خپلو ژمنو سره سم پر مخ یوسي».

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې دغه تړون یوازې د "نمکسار" سیمې د پنځم بلاک لپاره دی چې ټول ټال ۱۰.۵۱ کیلومتره مربع مساحت لري. د کانونو او پټرولیم وزارت ټینګار کړی، چې قراردادي شرکت (د رحماني زرخان زوی شرکت) مسوولیت لري، چې په سیمه کې ټولنیز او چاپیریالي خدمتونه هم ترسره کړي.

د دې ترڅنګ ویل شوي، چې د دغې پروژې له لارې به ۱۱۰ کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

طالبانو په تېرو نږدې پنځو کلونو کې د کانونو استخراج ته پوره پاملرنه کړې او دا مهال کانونه د دغې ډلې د عوایدو یو له سترو سرچینو څخه شمېرل کېږي.

بلخوا، د دغو قراردادونو په اړه نیوکې هم شتون لري او ویل کېږي چې په دغه برخه کې پراخ فساد شته او د طالبانو د لوړپوړو چارواکو خپلوان او د کورنیو غړي په دغو تړونونو کې ځانګړې ونډې لري.

طالبانو او قزاقستان د اوبو او انرژۍ په سکتور کې پر ګډو پروژو خبرې کړې دي

۱۱ وری ۱۴۰۵ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۵۸ GMT+۱

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو معین مجیب الرحمن عمر اخوندزاده په کابل کې د قزاقستان له سفیر ګازیز اکباسوف سره په لیدنه کې د اوبو او انرژۍ په برخه کې د ګډو پروژو او همکاریو په تړاو خبرې کړې دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، اخوندزاده د اوبو سرچینو د اغیزناک مدیریت، د انرژۍ د پراختیا او د بهرنیو پانګونو لپاره د اسانتیاوو په تړاو د خپلې ادارې چمتووالی څرګند کړی دی.

وزارت ویلي، چې د قزاقستان سفیر په افغانستان کې د اوبو او انرژۍ پروژو کې د پانګونې لپاره لیوالتیا ښودلې ده.

طالبان د نورستان د برګمټال او کامدېش ولسوالیو د اصلي لارو پرانېستلو پرځای بدیلې لارې جوړوي

۱۱ وری ۱۴۰۵ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۲۸ GMT+۱

د طالبانو د نورستان والي زین العابدین عابد وايي، چې ددغه ولایت د دوو ولسوالیو کامدېش او برګمټال د اصلي لارو پرځای پر بدیلو لارو کار روان دی. له دې وړاندې افغانستان انټرنشنل راپور ورکړی و، چې د کامدېش او برګمټال لارې پر موټرو د پاکستاني ځواکونو د ډزو له امله تړل شوې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن سې شنبه، د وري پر ۱۱مه ددې ډلې د نورستان والي زین العابدین عابد مرکه خپره کړې ده.

عابد ویلي، چې دوی دمګړۍ دوه بدیلې لري او د هغو پر پرانېستلو کار کوي.

نوموړي زیاته کړ، چې « یوه لار له پارون څخه د پپړوک کنډو له لارې کامدېش ولسوالۍ ته تللې ده، دا لاره موږ تېر کال جوړه کړې خو اوس واورو بندې کړې وه، اوس ټیمونه کار کوي، چې دا لاره بیا پرانېستل شي.»

د طالبانو والي هغه اوازې رد کړې، چې ګواګې د نورستان خاوره پاکستان ور نیولې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې اوس هم په پرګمټال او کامدېش ولسوالیو کې د طالبانو مسوولین او ځواکونه حضور لري.

په ختیځ کې د طالبانو د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د وري پر ۷مه یو شمیر د کورنیو رسنیو خبریالان د چورلکې په واسطه د نورستان برګمټال ولسوالۍ ته لېږدولي وو.

ځايي خلکو خبریالانو ته ویلي، چې په سیمه کې د طالبانو وسله وال شته دي او د پاکستاني ځواکونو مخکې راتګ یې رد کړ.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت د شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د نورستان یو شمېر قومي مشرانو او اوسېدونکو په کابل کې د دغه وزارت له سرپرست خالد حنفي سره لیدلي او د خپلو ستونزو د سملاسي حل، په ځانګړې توګه د لارو پرانیستلو غوښتنه یې کړې وه.

دوی شکایت کړی و، چې د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ له لارې د نورستان برګمټال او کامدېش ولسوالیو غځېدلو لارو په تړل کېدو سره په دغو ولسوالیو کې خوراکي توکي کم شوي او ناروغان له سختو ستونزو سره مخ دي.

د لښکرګاه ځینې اوسېدونکي: د طالبانو د امر بالمعروف محتسبان له مېرمنو سره ناسم چلند کوي

۱۱ وری ۱۴۰۵ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۴۶ GMT+۱
•
عبدالحق عمري

د هلمند د مرکز لښکرګاه ځینو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر محتسبان په ښار کې ښځې او ځوان د حجاب او ږیرې د څرنګتیا له امله دروي او ناسم چلند ورسره کوي. په یوه ویډیو کې ښکاري چې د طالبانو محتسبانو په ښار کې مېرمنې او ځوانان درولي.

د لښکرګاه ځینو اوسېدونکو د سې شنبې په ورځ، د وري پر ۱۱مه، وویل، چې نن درېیمه ورځ ده چې د طالبانو د امربالمعروف محتسبان او د حوزې پولیس د ښځو اړوند توکو په پلورنځیو کې ګرځي او ښځې د هغوی د حجاب د څرنګتیا له امله ترټي.

د لښکرګاه یوه اوسېدونکي وویل چې « د امربالمعروف محتسبین د مارکیټونو په دروازو کې ولاړ وي او کومې مېرمنې چې د دوی د خوښې مطابق حجاب نه وي اچولی، یا هم بې محرمه مارکیټونو ته ځي، هغه نه پرېږدي او د سپارښتنې پر ځای بد او رد ورته وايي.»

یو تن وویل، چې د امربالمعروف د محتسبینو ناوړه چلند د ځايي خلکو غبرګونونه راپارولي دي.

د لښکرګاه یوه بل اوسېدونکي وویل چې « تېره ورځ د امربالمعروف له محستبانو سره ځینو خلکو جنجال هم کړی، چې ولې مېرمنو ته بد الفاظ کاروي.»

یو هټیوال وویل، چې د طالبانو د امربالمعروف د محتسبینو ددې چلند له امله یو شمیر دوکانداران د شکایت لپاره د هلمند د امربالمعروف ریاست رییس محمد امین بدخشاني ته ورغلل او رییس ته یې د دوی د محتسبینو له لوري له مېرمنو سره د ناوړه چلند په اړه خبر ورکړ خو بدخشاني دوکاندارانو ته په لیدنه کې ویلي، چې مېرمنې باید بازار ته له محرم پرته لاړې نه شي او د حجاب پرځای چادرۍ پر سر کړي.

د لښکرګاه ځینې دوکانداران وايي، چې د طالبانو محتسبان نه یوازې له مېرمنو سره بد چلند کوي بلکې هغه دوکانداران یې هم له ځان سره وړي او دوکانونه یې تړلي، چې ږیرې یې کمې کړې او خرېیلې وې.

تر دې وړاندې د کندهار ښار یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي و، چې د طالبانو د امربالمعروف محتسبینو په لارو کې چېک پواینټونه اچولي او ځوانانو ته د ږېرې د نه خرېيلو، د مفشنو وېښتانو د نه جوړولو او د موسيقۍ نه اورېدو لارښوونې کوي.