بنیامین نتنیاهو: د ایران اسلامي جمهوري نظام به نسکور شي

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ادعا کړې، چې د ایران پر وړاندې د وروستیو پوځي عملیاتو په پایله کې یې یو سټراټیژیک بدلون رامنځته کړی او د "ایتاللهګانو رژیم" یې تر بل هر وخت کمزوری کړی دی.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ادعا کړې، چې د ایران پر وړاندې د وروستیو پوځي عملیاتو په پایله کې یې یو سټراټیژیک بدلون رامنځته کړی او د "ایتاللهګانو رژیم" یې تر بل هر وخت کمزوری کړی دی.
نوموړي زیاته کړه: «نن داسې څوک نشته چې د دغه ګواښ په کچه پوه نشي. ځینې په خصوصي خبرو کې ماته وايي: لومړی وزیره! موږ پوهېږو، خو د ویلو جرات یې نهلرو. ځینې بیا وايي، موږ پوهېږو او شکر دی چې د مخنیوي لپاره یې اقدام هم کوو».نتنیاهو وویل: «تر عملیاتو وړاندې موږ د ایران پر وړاندې یوازې جنګېدو، خو نن د ولسمشر ټرمپ او بنیامین نتنیاهو ترمنځ او همداراز د امریکا او اسراییل د پوځونو ترمنځ د یوې بېسارې تاریخي همکارۍ په پایله کې موږ اوږه په اوږه جګړه کوو».د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ادعا کړې، چې پر ایران د دوی درنو پوځي ګوزارونو او د دغه هېواد دننه پراخو اعتراضونو د ایران د "ترهګر رژیم" بنسټونه لړزولي دي او د هغه د نه ماتېدلو افسانه یې پای ته رسولې ده.نتنیاهو ټینګار وکړ: «زه تاسو ته وایم چې نن وي که سبا، دا رژیم به سقوط وکړي. موږ دوه وجودي ګواښونه په نښه کړل او له ځان څخه مو لرې کړل. تر دې دوو عملیاتو وړاندې ایران په چټکۍ سره د اټومي وسلو او لسګونه زره بالسټیک توغندیو د جوړولو په لور روان و. موږ په عملیاتو کې د اټومي وسلو او توغندیو ګواښ لهمنځه یووړ او په دغو عملیاتو کې مو د دې خونړیو وسلو د تولید صنعتي وړتیا هم لهمنځه یووړه».