این بي سي نیوز په یو راپور کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له قوله ویلي چې امریکا په قطر کې خپل کمپ بندوي او په یاد کمپ کې یې یو شمېر مېشتو افغانانو ته د پېسو وړاندیز کړی چې بیرته افغانستان ته ستانه شي.
په راپور کې ویل شوي چې دغه افغانان په تېره شل کلنه جګړه کې د امریکا په ملاتړ د طالبانو په وړاندې جنګېدلي او دامهال په قطر کې د امریکا په یوه پوځي اډه کې په داسي سخت حالت کې ژوند کوي، چې ان د اوسېدو کانټینرونه یې کړکۍ هم نه لري.
راپور زیاتوي چې دا مهال د ټرمپ حکومت دوی ته دوه انتخابه ورکړي چې یا یو نامعلوم درېیم هېواد او یا بیرته د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ولاړ شي.
الصلیه کمپ چې د دوحیې ښار څخه لري موقعیت لري له ۱۱۰۰ څخه زیات افغان نارینه، ښځې او ماشومان په کې اوسیږي، چې ډېری یې د پراخي ارزونې وروسته امریکا ته د تګ لپاره منل شوي هم دي. د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي چې ټول کسان به د مارچ تر ۳۱مې له یاد کمپ څخه وایستل شي.
دوی وايي چې د بهرنیو چارو وزارت د ټاکل شوي نېټې څخه دمخه دوی ته هیڅ معلومات نه دي ورکړي چې دوی سره به څه پیښ شي.
په الصلیه کمپ کې د افغان ځانګړو ځواکونو پخواني غړي، ژباړونکي او نور کسان شامل دي چې له امریکايي پوځ سره یې کار کړی او د امریکا د ځواکونو او پخوانیو سرتېرو خپلوان دي.
د دوی وضعیت د ایران له جګړې سره نور هم بېړنی شوی دی، ځکه چې کمپ کې مېشت افغانان د تهران لخوا د امریکا پر هوايي اډو باندې د توغندیو د غچ اخیستو له امله له ویرې سره مخ دي.
افغانستان هم له پاکستان سره په خپله مرګونې شخړه کې ښکیل دی، د پاکستان هوايي بریدونو په کابل او نورو ځایونو کې ملکي وګړي وژلي دي.
محمد چې د امریکا د پوځ پخوانی سرتېری دی او د هغه کورنۍ د یو نیم کال راهیسې په یاد کمپ کې ده وویل، چې هغوی ته د هر شخص لپاره د افغانستان ته د ستنېدو په بدل کې د ۱,۰۰۰ څخه تر ۴,۵۰۰ ډالرو پورې وړاندیز شوی.
محمد چې د خپلې کورنۍ د امنیت د ساتنې له امله یې خپل اصلی نوم پټ ساتلی وویل: «دا مهمه نه ده که یو میلیون ډالر وي. زه څنګه کولای شم د خپل پلار ، ورور ژوند یا د خپلې خور ژوند د یو.. نه پوهېږم، یو میلیارد ډالرو په بدل کې ورکړم؟»
د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند وویل چې الصلیه کمپ «په ډېرو مواردو کې پرته له مناسبې ارزونې د بایډن ادارې د هڅو میراث دی چې څومره افغانان امکان ولري امریکا ته انتقال کړي.»
د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، که څه هم د ټرمپ اداره پلان نه لري څوک په زور بېرته افغانستان ته واستوي، خو «دا مناسب یا انساني کړنه نه ده چې دا ډله خلک په کمپ کې بېمهاله پاتې شي.»
ویاند زیاته کړه چې د کمپ اوسېدونکي نورو دریمو هېوادونو ته لیږدول «یو مثبت حل دی چې د پاتې کسانو امنیت خوندي شي او هغوی ته اجازه ورکوي چې د افغانستان نه بهر یو نوی ژوند پیل کړي.»
محمد چې په افغانستان کې د امریکا د پوځ لپاره د جنګي ژباړونکي په توګه سخت ټپي شوی و او ټیکساس ته له تګ وروسته په اردو کې شامل شو، وویل چې هغه احساس کوي «خیانت شوی، زما د جنګي ملګرو لخوا نه، بلکې د ادارې لخوا.»
هغه وایي که څه هم د خپل خدمت ویاړ لري، خو د هغه والدین او وروڼه په افغانستان کې د همدې خدمت له امله په نښه شوي او وروسته د امریکا حکومت له خوا قطر ته ایستل شوي. محمد وایي امریکا مسولیت لري چې خپل خپلوان خوندي کړي، نه دا چې «زما کورنۍ طالبانو ته وسپاري».