د ایران د بشری حقونو سازمان: تهران د ۲۰۲۶ کال په لومړیو ۳ میاشتو کې ۱۶۰ کسان اعدام کړي

د ههنګاو په نوم د ایران د بشري حقونو یو سازمان وایي، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د ایران په بېلابېلو زندانونو کې لږ تر لږه ۱۶۰ بندیان اعدام شوي دي. یاد سازمان د یوه راپور په خپرولو سره زیاته کړې، چې دا شمېره د ۲۰۲۵ کال د همدې مودې پرتله ۳۱ سلنه کموالی ښيي.
