• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په بلوچستان کې وسله‌وال بریدونه؛ درې امنیتي سرتېري وژل شوي او اووه نور ټپیان دي

۱۱ وری ۱۴۰۵ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۶، ۰۴:۱۲ GMT+۱

د بلوچستان په مستونګ او جهل مګسي ولسوالیو کې د وسله‌والو په جلا جلا بریدونو کې لږ تر لږه درې امنیتي سرتېري وژل شوي او اووه نور ټپیان دي، چې ورسره د سیمې امنیتي وضعیت لا ترینګلی شوی دی.

ځایي سرچینې وایي، د مستونګ ولسوالۍ د لکپاس په سیمه کې ناڅرګندو وسلوالو د امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې برید کړی دی. د معلوماتو له مخې، برید کوونکو د زاړه لکپاس پر سړک پر امنیتي پوستې ډزې کړي چې له امله یې څلور امنیتي سرتېري ټپیان شوي دي.

بل‌خوا، د جهل مګسي ولسوالۍ د نوراني پر سړک هم وسله‌والو برید کړی، چې په پایله کې یې یو امنیتي سرتېری وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

ورته مهال، تېره شپه د کوټه ښار د خلجي کالونۍ ته څېرمه سیمه کې هم پر پولیسو برید شوی دی. سرچینې وایي، برید هغه وخت وشو چې پولیس پر ورځنۍ ګزمې بوخت وو، او د ډزو له امله دوه پولیس سرتېري ووژل شول.

د دغو بریدونو له امله د کوټې نه تر کراچۍ او کوټې نه تر تفتان لویې لارې د لنډ وخت لپاره د تګ راتګ پر مخ تړل شوې وې.

تر اوسه کومې ډلې د دغو بریدونو مسوولیت نه دی منلی.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان په سوېل کې د ګازو د لېږد یوه نل‌لیکه د چاودنې له امله ویجاړه شوې

۱۱ وری ۱۴۰۵ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۳۳ GMT+۱

پاکستاني چارواکو اعلان کړی، چې د دغه هېواد په سوېل کې د طبیعي ګازو یوه مهمه نل‌لیکه دوشنبه (د وري ۱۰مه) وچاودېده، چې له امله یې په څو سیمو کې د ګازو لېږد پرې شوی دی. د ګازو د دولتي شرکت ویاند ویلي، چې دغه چاودنه د کوټې ښار په څنډو کې شوې ده.

د دې چارواکي په وینا، د ۱۸ انچه پلنوالي لرونکی اصلي پایپ لاین په نښه شوی او د همدې پېښې له کبله د کوټې ښار په بېلابېلو برخو او لږ تر لږه په پنځو نورو ولسوالیو کې د ګازو رسونه بنده شوې ده. تر اوسه هېڅ کس یا ډلې د دې چاودنې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

بلوچستان په تېرو کلونو کې د بېلتون غوښتونکو ډلو او همدارنګه د اسلامپالو وسله‌والو د فعالیتونو ډګر پاتې شوی دی. بلوچ بېلتون غوښتونکي له ډېرې مودې راهیسې د مرکزي حکومت پر وړاندې مبارزه کوي او شکایت لري، چې د بلوچستان خلکو ته د دې سیمې له طبیعي شتمنیو څخه عادلانه برخه نه ده رسېدلې.

د ګازو دولتي شرکت ویاند ویلي، د شرکت انجنیران د زیانمن شوي پایپ لاین د ترمیم په کار بوخت دي څو بېرته د پرې شویو سیمو لپاره د ګازو بهیر پیل شي. سره له دې هڅو، تر اوسه د ګازو د بیا وصل کېدو کره وخت نه دی اعلان شوی.

په بلوچستان کې د انرژۍ د لېږد د نل‌لیکو چاودنې په وروستیو کلونو کې مخینه لري او تل یې د دې ایالت د مهمو بنسټیزو تاسیساتو د امنیت په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.

په بلوچستان کې د امنیتي ستونزو له امله د اورګاډي خدمات بیا ځنډول شوي

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۴۰ GMT+۱

د پاکستان د اورګاډو ادارې په بلوچستان کې د اورګاډي د پټلۍ د ترمیم او امنیتي وضعیت له امله د کوټې او نورو ښارونو ترمنځ د مسافرو او مالونو د اورګاډي خدمتونه یو ځل بیا ځنډولي دي.

د پاکستان د اورګاډې ادارې ویلي، چې د جعفر ایکسپریس اورګاډي خدمت د پټلۍ د ترمیم له امله لغوه شوی دی. د یاد اورګاډي مسیر له پېښور څخه کوټې ته دی، خو د سند ایالت په جیکب اباد کې تم شوی دی.

سربېره پر دې، د بولان میل او چمن ته د مسافرو او مالونو د اورګاډي خدمتونه هم له مخکې ځنډول شوي دي. چارواکي یادونه کوي چې تېره شپه د مستونګ په تیراه میل سیمه کې وسله والو د اورګاډې پټلۍ ته چاودنه ورکړې، چې د تګ راتګ خنډ یې رامنځته کړی.

د روانې میاشتې په درویشتمه نېټه هم د امنیتي وضعیت له امله په بلوچستان کې د اورګاډو خدمتونه ځنډول شوي وو. د پاکستان اورګاډي ادارې مسافرو ته سپارښتنه کړې چې د سفر پر مهال د امنیتي شرایطو او بدلونونو په اړه تازه معلومات ترلاسه کړي.

د پاکستان او طالبانو تر منځ جګړه: پاکستان د امریکا او ایران د خبرو کوربتوب ته چمتوالی نیسي

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۲۰ GMT+۱

رویټرز په یوه راپور کې ویلي چې پاکستان او طالبان د لنډمهاله اوربند وروسته یو پر بل بریدونه کړي او په امن سیمو کې یې تاوتریخوالی زیات کړی، خو اسلام اباد د دې ترتینګلتیا پر مهال د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو کوربه توب ته چمتوالی نیسي.

د رویټرز د راپور له مخې؛ پر ډیورنډ کرښه دا نښتې د یکشنبې په ورځ وشوې، چې په همدې ورځ پاکستان د منځني ختيځ په جګړه کې سیمه ییز قدرتونه د تاوتریخوالي کمولو ته را وبلل او اعلان یې وکړ چې اسلام اباد کولی شي په راتلونکو ورځو کې د دغو خبرو کورب توب وکړي.

په راپور کې د دواړو هېوادونو د چارواکو له قوله ویل شوي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ په وروستۍ نښته کې درنې وسلې کارول شوي، چې یوه لوري ته پر کونړ او بل خواته د باجوړ په سیمو کې بریدونه شوي.

رویټرز د طالبانو د مرستیال ویاند حمدالله فطرت له قوله زیاته کړې چې د پاکستان په وروستي برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون یو کس وژل شوی او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

طالب سرچینو دا هم ویلي چې پاکستان ته یې د برید ځواب ورکړی خو د دوی په خبره ملکي‌ځایونه یې نه دي به نښه کړي. پاکستان پوځ د رویټرر پوښتنې ته ځواب ندی ورکړی.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ په وروستیو کلونو کې تر ټولو سخته جګړه د تېرې میاشتې په پیل کې وشوه چې دواړو خواوو ته یې درانه زیانونه واړول.

کابل ویلي، چې د دې میاشتې په پیل کې د افغانستان پر پلازمېنه د معتادینو د درملنې پر یوه مرکز د پاکستان په یوه هوايي برید کې تر ۴۰۰ ډېر کسان ووژل شوه.

پاکستان د طالبانو دا ادعاوې رد کړې او ویې ویل چې دوی «په دقیق ډول پوځي تاسیسات او د ترهګرو د ملاتړ بنسټونه په نښه کړي دي».

ترکیې، قطر او سعودي عبرستان د کوچني اختر په مناسبت د جګړې درولو غوښتنه وکړه، پاکستان تېره اوونۍ دا اوربند پای ته ورسوه.

کابل لا تر اوسه په رسمي ډول نه دي ویلي، چې ایا د دوی له لوري اوربند لا هم پر ځای دی که نه.

اسلام‌اباد افغان طالبان تورنوي چې وسلوالو ته پناه ورکوي او په پاکستان کې د بریدونو د ترسره کول لپاره یې ملاتړ کوي. کابل دا تورونه ردوي او وایي چې دا ستونزه د پاکستان کورنۍ مسله ده.

د بلوچستان په جهل مګسي کې پر پولیسو برید؛ یو ماشوم وژل شوی او څو تنه ټپیان دي

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۴۲ GMT+۱

د پاکستان د بلوچستان ایالت په جهل مګسي ولسوالۍ کې د پولیسو په حوزې د وسلوالو په برید کې یو ماشوم وژل شوی او څو تنه نور ټپیان دي. په ټپیانو کې د حوزې د پولیسو مشر هم شامل دی.

د بلوچستان د جهل مګسي ولسوالۍ د کوټړو په سیمه کې وسلوالو د پولیسو پر یوې حوزې برید کړی دی. د همدې ولسوالۍ د روغتون مسول ډاکټر علي خان مګسي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې له برید وروسته د یوه وژل شوي ماشوم جسد او پنځه ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

د هغه په وینا، په ټپیانو کې د پولیسو د حوزې مشر حسین سپره په ګډون درې پولیس سرتېري شامل دي.

په همدې حال کې، راپورونه ښيي چې تېره شپه د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې هم هممهاله بریدونه شوي دي. د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال بابر یوسفزي ویلي، چې د ایالت په مرکز کوټه ښار کې د بریدونو له امله پنځه تنه ژوبل شوي دي.

سرچینې زیاتوي چې په خاران، نوشکي، ډېره بګټي او مستونګ ولسوالیو کې هم د ډزو او چاودنو پېښې شوې دي، چې له امله یې یو ملکي وګړی وژل شوی او ۱۲ نور ټپیان دي.

تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې د دغو بریدونو پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

لندن کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان د وروستیو بریدونو پر ضد لاریون وکړ

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۶:۴۱ GMT+۱

یو شمېر افغانان په لندن کې راټول شوي او پر افغانستان یې د پاکستان د بریدونو پر ضد لاریون کړی دی. دغه لاریونوال وايي، چې په یادو بریدونو کې ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او له نړۍوالې ټولنې غواړي چې روان وضعیت ته غبرګون وښيي.

په لندن کې مېشتو افغانانو د یو لاریون پر مهال پر افغانستان د پاکستان بریدونه او پوځي اقدامات وغندل. لاریونوال د لندن په ځینو لویو سړکونو کې راټول شوي او د پاکستان پر ضد یې شعارونه ورکول.

لاریون کوونکو ټینګار وکړ چې د دې بریدونو دوام تاوتریخوالی زیات کړی او ملکي وګړو ته یې زیان رسولی دی. دوی له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې دې وضعیت ته غبرګون وښيي.

د لاریون ګډونوالو همدارنګه ټینګار وکړ، چې نړۍوالې ادارې دي د افغانستان د ډیورنډ کرښې په سیمو کې امنیتي وضعیت ته پاملرنه وکړي او د تاوتریخوالي په پای ته رسولو کې دي خپل رول ادا کړي.

دا لاریونونه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ډیپلوماټیکې اړیکې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) د شتون پر سر تر بل هر وخت ډېرې ترینګلې شوې دي. پاکستان په وار وار د افغانستان پر بېلابېلو سیمو په ځانګړې توګه پر سرحدي ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې له امله یې ګڼو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. د پاکستان دغه بریدونه نه یوازې په کور دننه د افغانانو له سختو غبرګونونو سره مخ شوي، بلکې په نړۍواله کچه یې هم پراخې نيوکې راپارولي او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره سرغړونه بلل شوې ده.