عباس عراقچي: له ویټکاف څخه مستقیم پیغامونه ترلاسه کوم خو دا د مذاکراتو په معنا نهدي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له الجزیرې شبکې سره په خبرو کې وویل، هغه څه چې اوس روان دي مذاکرات نه، بلکې په مستقیم ډول او یا په سیمه کې د ملګرو هېوادونو له لارې د پیغامونو تبادله ده.
