• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ برېتانیا او نورو هېوادونو ته: جرئت وکړئ، هرمز ته ولاړ شئ او خپل تېل خپله ترلاسه کړئ

۱۱ وری ۱۴۰۵ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۰۸ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ وری ۱۴۰۵ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۴۷ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ په خپلو تازه څرګندونو کې هغو هېوادونو ته سخت خبرداری ورکړ چې د ایران پر وړاندې له امریکا سره ولاړ نه دي او اوس د تېلو له کمي سره مخ دي.

ټرمپ ویلي، هغه هېوادونه چې د هرمز تنګي د کړکېچ له امله د الوتکو تېلو ته لاسرسی نه لري، کولای شي له امریکا څخه تېل واخلي، ځکه د ده په وینا، امریکا کافي زېرمې لري.

ټرمپ پر خپلې ټولنیزې رسنۍ په توندو خبرو کې ویلي چې دغه هېوادونه باید خپله جرئت پیدا کړي، هرمز تنګي ته ولاړ شي او خپله اړتیا پخپله ترلاسه کړي. د هغه په خبره، امریکا به نور د دوی د مرستې لپاره نه وي، ځکه هغوی هم د امریکا ملاتړ نه و کړی.

ټرمپ په ځانګړې توګه بریتانیا یاده کړې او ویلي یې دي: «ټول هغه هېوادونه چې د هرمز تنګي له امله د الوتکو تېلو ته لاسرسی نه لري، لکه بریتانیا چې د ایران د نسکورولو په بهیر کې یې له ګډون څخه ډډه وکړه، زه تاسې ته وړاندیز لرم، لومړی له امریکا تېل واخلئ، موږ یې ډېر لرو، دویم دا چي لږ جرئت وکړئ تنګي ته ولاړ شئ او خپله یې واخلئ».

ټرمپ ادعا کړې چې ایران په عملي ډول سخت کمزوری شوی او سخته مرحله پای ته رسېدلې ده، نو نور هېوادونه باید خپله د تېلو د ترلاسه کولو لپاره اقدام وکړي.

هغه زیاته کړه: «تاسو به اړ شئ چې زده کړئ څنګه د ځان لپاره وجنګېږئ؛ امریکا به نور ستاسو د مرستې لپاره هلته نه وي، لکه څنګه چې تاسې زموږ لپاره نه وئ.سخته برخه ترسره شوې ده. لاړ شئ او خپل تېل خپله ترلاسه کړئ».

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د هرمز تنګي کړکېچ د نړۍ د انرژۍ بازارونه اغېزمن کړي او د تېلو بیې لوړې شوې دي، ځکه دا سمندري لار د نړۍ د تېلو د لېږد له مهمو لارو څخه شمېرل کېږي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

اروپايي هېوادونو د اسراییل د اعدام د قانون د پلي کېدو پر وړاندې ژوره اندیښنه ښودلې

۱۱ وری ۱۴۰۵ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۱۵ GMT+۱

جرمني، فرانسه، ایټالیا او انګلستان د اسراییل پارلمان د اعدام د قانون د پلي کېدو په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړې او په ګډه یې خبرداری ورکړی چې دا قانون به د انساني حقونو او د اسراییل د جمهوري اصولو لپاره جدي خطرونه رامنځته کړي.

د یادو اروپايي هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو په دې اړه یوه ګډه اعلامیه خپره کړې چې په کې ویل شوي، که د اعدام قانون راتلونکې اونۍ د رسمي قانون بڼه خپله کړي، نو د اسراییل د جمهوري اصولو او نړیوالو بشري معیارونو سره به په ښکاره ډول ټکر وکړي.

په اعلامیه کې د اعدام سزا د غیرانساني او سپکوونکې عمل په توګه یاده شوې، چې د جرمونو د مخنیوي لپاره هېڅ اغېز نه لري. اروپايي هېوادونه په ټینګه ټینګار کړی چې په هر ډول د اعدام سزا پلي کول به د بنسټیزو بشري ارزښتونو خلاف وي.

یادو هېوادونو د اسراییل د حکومت او پارلمان له پریکړه کوونکو غوښتنه کړې چې د اعدام د قانون د پلي کولو له طرحې لاس واخلي او د انساني حقونو او د جمهوري اصولو ساتنې ته لومړیتوب ورکړي.

اسوشیټډ پرېس: عربستان او امارات غواړي جګړه تر هغه وخته دوام وکړي چې تهران بشپړ کمزوری شي

۱۱ وری ۱۴۰۵ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۶، ۰۷:۳۵ GMT+۱

د اسوشیټډ پرېس د راپور له مخې، د امریکا، اسراییل او عرب هېوادونو چارواکو ویلي د خلیج فارس د عربو هېوادونو په ځانګړې توګه سعودي عربستان او امارات پر ډونالډ ټرمپ فشار راوړی چې «تر هغه وخته جګړه جاري وساتي څو تهران بشپړ کمزوری شي.» قطر او عمان بیا د ډیپلوماټیک حل ملاتړ کوي.

دغه رسنۍ په خپل راپور کې چې د سې شنبې په سهار ( د وري ۱۱مه) خپور شو لیکلي چې د خلیج عربي هیوادونو په پیل کې شکایت وکړ چې دوی د جګړې دمخه د امریکا او اسراییل د برید په اړه کافي معلومات نه دي ترلاسه کړي او همدارنګه امریکا د ټولې سیمې لپاره د جګړې د ویجاړونکو پایلو په اړه د دوی خبرداری له پامه غورځولی دی.

خو اوس دوی سپینې ماڼۍ ته ویلي چې دا جګړه یوه تاریخي موقع ده چې د ایران په روحاني واکمنۍ باندې دایمي او بشپړ اغېزه وکړي.

د اسوشیټډ پرېس د راپور له مخې: «د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، کویټ او بحرین ځینې چارواکو په خصوصي خبرو کې ویلي چې دوی نه غواړي نظامي عملیات پای ته ورسیږي تر څو چې د ایران په مشرتابه کې د پام وړ بدلون یا د ایران په چلند کې لوی بدلون رامنځته نشي.»

د خلیج فارس هېوادونو یو ډیپلوماټ له دې رسنۍ سره خبرو کې ویلي چې ځینې اختلافات شته، چې سعودي عربستان او امارات د تهران پر وړاندې د نظامي فشار د زیاتولو په غوښتنو کې په لومړي کرښه کې دي.

اسوشیټډ پرېس د یوې باخبره سرچینې له قوله هم راپور ورکړ چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د سپینې ماڼۍ چارواکو ته ویلي چې د ایران د مذهبي مشرتابه او نظامي ځواک لا نور کمزوري کول د خلیج فارس سیمې اوږدمهاله ګټو او د سیمې لپاره مهم دي.

سعودي عربستان او امارات د بریدونو د دوام پلویان، عمان او قطر د ډیپلوماټیک حل ملاتړي

د ډیپلومات په وینا، متحده عربي امارات شاید په دې مسله کې ترټولو سخت دریځه خلیجي هیواد وي او په کلکه په ټرمپ فشار راوړي چې د ځمکني برید امر وکړي. کویټ او بحرین هم د دې اختیار ملاتړ کوي.

په تیره میاشت کې د ایران د پوځي کمپاین ترټولو سخته برخه په متحده عربي اماراتو باندې د امریکا او اسراییلو د بریدونو په ځواب کې وه.

د اماراتو د رسمي چارواکو په وینا په لومړیو څلورو اونیو کې دغه هېواد د تهران له خوا له ۲۳۰۰ څخه زیات توغندي او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونو سره مخ شوی دی.

برعکس عمان او قطر چې په دودیزه توګه د غربي هېوادونو او ایران ترمنځ د خبرو په منځګړتوب کې ښکاري د ډیپلوماټیک حل ملاتړ کړی دی.

دغه ډیپلوماټ همدارنګه وویل چې سعودي عربستان امریکا سره استدلال کړی چې په اوسني وخت کې د جګړې پای ته رسول به داسې «ښه توافق» رامنځته نه کړي چې د ایران ګاونډیو عربي هېوادونو امنیت تضمین کړي.

سعودي عربستان داسې یو تړون غواړي چې د ایران د اټومي پروګرام خنثی کړي، د بالسټیک توغندیو وړتیاوې یې له منځه یوسي، د تهران له خوا د نیابتي ډلو ملاتړ پای ته ورسوي او ډاډ ترلاسه کړي چې تهران په راتلونکي کې د هرمز تنګی په موثره توګه بند نه کړي.

اروپايي هوايي امنیت اداره: جګړې او ډرونونو د نړیوالو الوتنو لپاره جدي ګواښونه رامنځته کړي

۱۱ وری ۱۴۰۵ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۶، ۰۵:۱۳ GMT+۱

اروپايي هوايي امنیت ادارې (EASA) خبرداری ورکړی چې د منځني ختیځ پراخېدونکې جګړې او په هوا کې د ډرونونو زیاتېدونکي استعمال د نړیوالو الوتنو په خوندیتوب جدي اغېزې کړي دي.

د اروپا د هوايي امنیت ادارې مشر، فلوریان ګیلرمیټ، ویلي چې د ایران په ګډون د منځني ختیځ جګړه د هوايي لارو د محدودېدو سبب شوې او د اسیا او اروپا ترمنځ د مهمو پروازونو جریان یې له خنډ سره مخ کړی. نوموړي څرګنده کړې چې د روسیې او اوکراین جګړه او د پاکستان-افغانستان شخړې د الوتنو لپاره هوایي لارې نورې هم محدودې کړي، په ځانګړي ډول د اذربایجان او مرکزي اسیا په شاوخوا سیمه کې.

ګیلرمیټ ټینګار کړی چې د هوايي ترافیکو د تمرکز او غیر معمولي لارو کارول د خوندیتوب خطرونه رامنځته کوي. د EASA ادارې د ۳۱ اروپايي هېوادونو د همکارۍ له لارې د الوتنو د امنیت ستراتیژي تازه کوي، ترڅو د GPS مداخلې، ډرونونو او نورو عملیاتو له خطرونو سره مقابله وشي.

اداره د ایران، اسراییل او د خلیج ځینې برخې تر اپریل ۱۰ پورې د الوتنو لپاره د نه کارولو سپارښتنه هم نوي کړې. همدارنګه، د ډرونونو د ناڅاپي بریدونو د کنټرول لپاره واضح لارښوونې جوړېږي، چې په غیرقانوني بریدونو کې د «هایبریډ جګړې» اغېزې کمې کړي.

د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدماتو اداره له ځنډ وروسته د پناه غوښتنې قضیې بیا پیلوي

۱۱ وری ۱۴۰۵ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۶، ۰۴:۲۵ GMT+۱

د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدماتو ادارې د دوشنبې په ورځ وویل چې د ټرمپ اداره به د ځینو پناه غوښتونکو د قضیو پروسس بیا پیل کړي. په امریکا کې د یو کډوال له خوا د ملي ګارډ پر دوو غړو د برید وروسته دغه غوښتنې درولې وې.

رویټرز په یوه راپور کې زیاته کړې چې د تابعیت او کډوالۍ خدماتو ادارې ویاند وویل: «دغه ادارې د هغو پناه غوښتونکو لپاره چې په بشپړه توګه ارزول شوي او د لوړ خطر لرونکو هېوادونو څخه نه دي، د دوسیو د ارزونې ځنډ ختم کړی دی» هغه زیاته کړه چې د کډوالو لپاره به سختې امنیتي پلټنې او ارزونې دوام ولري.

یادې ادارې دا نه دي‌ ویلي چې کوم هېوادونه «د لوړ خطر نه» بلل کیږي.

واشنګټن په نومبر میاشت کې د پناه غوښتنې پروسه ځکه بنده کړه چې ټرمپ ادارې د بایډن د دورې ارزونې ناکامه وګڼلې چې له کبله یې یو افغان کډوال امریکا ته داخل شوی او د ملي ګارډ پر غړو یې برید کړی.

د دې پېښې نه مخکې هم د ټرمپ اداره د کډوالۍ پر ضد سخت کمپاین روان کړی و. د جولای په میاشت کې امریکا د ۱۲ هېوادونو پر وګړو د سفر بندیز ولګول او د ملي ګارډ پر غړو د برید وروسته دا بندیز نور هم پراخ شو او اووه نور هېوادونه هم پکې شامل شول.

د پاکستان او قطر په ګډون اتو مسلمانو هېوادونو بیت‌المقدس کې د اسراییل محدودیتونه وغندل

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۳۶ GMT+۱

د اتو اسلامي او عربي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې د اسراییل هغه وروستي اقدامات وغندل، چې په بیت‌المقدس ښار کې یې د عبادت ازادي محدوده کړې ده.

په دې اعلامیه کې، چې د متحده عربي اماراتو، د هاشمي اردن پاچاهۍ، د ترکیې جمهوریت، د مصر عربي جمهوریت، د اندونیزیا جمهوریت، د پاکستان اسلامي جمهوریت، د سعودي عربستان پاچاهۍ او د قطر دولت د بهرنیو چارو وزیرانو له‌خوا خپره شوې، ټینګار شوی چې په اشغال شوي بیت‌المقدس کې د مسلمانانو او مسیحیانو پر وړاندې د اسراییل له‌خوا لګول شوي محدودیتونه د منلو وړ نه دي.

د یادو هېوادونو چارواکو هغه اقدامات د دیني ازادیو ښکاره سرغړونه وبلله چې له مخې یې مسلمان لمونځ کوونکي مسجدالاقصی (الحرم الشریف) ته له ننوتلو منع شوي دي. دوی همداراز د نخل یکشنبې (Palm Sunday) په مراسمو کې د ګډون لپاره د قیامت کلیسا ته د بیت‌المقدس د لاتین پاتریارک او د مقدسې ځمکې د مسوول په څېر د مسیحي دیني مشرانو د تګ مخنیوی هم په کلکه وغانده.

په اعلامیه کې راغلي، چې د اسراییل پرله‌پسې اقدامات د نړۍوالو قوانینو په ځانګړې توګه د نړۍوالو بشردوستانه حقونو ښکاره نقض دی او همدارنګه په بیت‌المقدس کې د مقدسو ځایونو تاریخي او حقوقي وضعیت ته سپکاوی بلل کېږي. وزیرانو ټینګار کړی، چې دا کړنې د عبادت ځایونو ته د ازاد لاسرسي حق په جدي توګه زیانمنوي.

د بهرنیو چارو وزیرانو همدارنګه د اسراییل هره هغه هڅه رد کړې، چې غواړي په بیت‌المقدس کې د اسلامي او مسیحي مقدسو ځایونو اوسنی تاریخي او حقوقي حالت بدل کړي او د دې وضعیت د درناوي غوښتنه یې کړې ده. هغوی څرګنده کړه، چې اسراییل د «اشغالګر ځواک په توګه په اشغال شوي بیت‌المقدس» هېڅ ډول حاکمیت نه‌لري.

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي، چې د مسجدالاقصی دروازې د ۳۰ پرله‌پسې ورځو لپاره تړل شوې وې، چې په‌کې د روژې مبارکه میاشت هم شامله ده او دا کار د اسراییل د نړۍوالو ژمنو او قوانینو جدي سرغړونه بلل شوې ده. وزیرانو د دغو اقداماتو د خطرناکو پایلو په اړه د سیمې او نړۍ د سولې او امنیت لپاره خبرداری ورکړ.

د اعلامیې په بله برخه کې راغلي، چې د مسجدالاقصی ټول ۱۴.۴ هکټاره مساحت (الحرم الشریف) یوازې د مسلمانانو د عبادت لپاره ځانګړی شوی دی او د بیت‌المقدس د اوقافو اداره چې د اردن د اوقافو او اسلامي چارو وزارت پورې تړلې ده، یوازینۍ قانوني مرجع ده چې د دې مقدس ځای اداره او تنظیم پر غاړه لري.

په پای کې، د بهرنیو چارو وزیرانو له اسراییل څخه وغوښتل چې ژر تر ژره د مسجدالاقصی دروازې بېرته پرانیزي، د بیت‌المقدس په زاړه ښار کې لګول شوي محدودیتونه لرې کړي او له دې مقدس ځایه د مسلمانو لمونځ کوونکو د مخنیوي څخه لاس واخلي. هغوی همدارنګه له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې قاطع دریځ غوره کړي او اسراییل دې ته اړ کړي چې په بیت‌المقدس کې د اسلامي او مسیحي مقدسو ځایونو پر وړاندې خپلې ناقانونه او سرغړونکي کړنې ودروي.