طالبان وایي، په پنځو ولایتونو کې د نشهیي توکو په تړاو ۱۸ تنه نیولي دي

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، امنیتي ځواکونو یې په پنځو ولایتونو کې د نشهیي توکو د قاچاق او پلور پر ضد جلا جلا عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې ۱۸ کسان نیول شوي دي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، امنیتي ځواکونو یې په پنځو ولایتونو کې د نشهیي توکو د قاچاق او پلور پر ضد جلا جلا عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې ۱۸ کسان نیول شوي دي.
د وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د لغمان امنیې قومندانۍ د نشهیي توکو سره د مبارزې پولیسو د تېرې یوې اونۍ په جریان کې په مرکز او ولسوالیو کې لس کسان د نشهیي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیولي دي.
سربېره پر دې، د نشهیي توکو پر ضد نورو جلا جلا عملیاتو کې یو کس په بلخ ولایت کې له ۸۴۰ټابلیټونو سره نیول شوی، څلور کسان په پکتیکا ولایت کې د نشهیي توکو د پلور په تړاو او یو کس په بغلان ولایت کې د ورته جرم په تور نیول شوی دی.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویلي چې دغه اقدامات د نشهیي توکو د وارداتو، قاچاق او غیر قانوني پلور مخنیوي لپاره ترسره شوي او نیول شوي کسان به د قانون په چوکاټ کې عدليې اورګانونو ته وسپارل شي.

د فبروري له۲۷مې نه د مارچ تر ۱۵مې طالبانو په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په مختلفو سیمو کې د ډرون الوتکو د ۱۵ بریدونو خبر ورکړی، چې تر ټولو غبرګون پاروونکی هغه یې په فیض اباد کې پر «حمزه کمپ» برید یادیږي.
د طالبانو ددفاع وزارت د اعلامیو له مخې، دغه بریدونه په راولپنډۍ، د اسلام اباد په فیض اباد ښار، ایبټ اباد، د خیبر پښتونخوا په کوهاټ، نوښار، صوابۍ، جمرود، مهمند ولسوالۍ،د شمالي وزیرستان په میرانشاه او سپین وام او د بلوچستان په کوټه کې د پاکستان پر پوځي مرکزونو او تاسیساتو شوي دي.
د طالبانو ډرون بریدونه وروسته له هغه ډېر او پراخ شول، چې د دې ډلې ددفاع وزیر مولوي یعقوب مجاهد د مارچ پر اتمه په یوه مرکه کې خبرداری ورکړ، چې «که کابل ناامنه کېږي اسلام اباد به ناامنه وي او که کابل ويشتل کېږي، اسلام باد به ويشتل کېږي».
پاکستان د یو شمېر بې پیلوټه بریدونو ادعاوې تایید کړې او ویې ویل، چې ځینې بې پیلوټه الوتکې یې را غورځولې دي.
په غبرګون کې، د پاکستان جنګي الوتکو په کابل، کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو کې د طالبانو پر نظامي مرکزونو مکرر بریدونه وکړل، چې تر ټولو مرګونی هغه یې د کابل د روږدو د درملنې پر مرکز « امید» برید و.
ډرون د طالبانو نوې که پخوانۍ وسله؟
د افغانستان انټرنشل پلټنې ښيي، چې طالبانو له ۲۰۲۰ کال راهیسې د ډرون څرخکو کارولو ته مخه کړې ده.
له ۲۰۲۰ کال وړاندې د طالبانو الاماره سټوډیو له ډرون څرخکو نه د پوځي عملیاتو او تبلیغاتي ویډیوګانو لپاره د صحنو په فلم اخېستلو کې کار اخېست، خو کله چې د عراق په موصل او نورو سیمو کې داعش ډلې ډرون کمرې په وسلو سمبال کړې او په ځینو سیمو کې یې بمونه وغورځول، طالبانو هم دغه تکنالوژي د جګړې په ډګر کې وکاروله.
دې ډلې لومړی په پکتیا، کندز، بلخ، فاریاب، تخار او د لوګر ولایت په بره کي برک او څرخ ولسوالیو کې د افغان ځواکونو پرپوستو د سوداګریزو (DJI Matrice 210) ډرون الوتکو بریدونه وکړل او وروسته یې ډرون څرخکې د هدفي وژنو لپاره وکارولې.
د ۲۰۲۰ کال د نومبر پر اوومه د طالبانو یوې ډرون څرخکې د لوګر ولایت په بره کي برک ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې لاسي بمونه وغورځول او دوه پولیس یې ټپیان کړل. له دې یوه اونۍ وړاندې یې په څرخ ولسوالۍ کې هم له ډرون څرخکې د پولیسو پر پوستې بم غورځولی و، چې دوه پولیس پکې ټپیان شوي وو.
د ۲۰۲۰ کال د نومبر پر ۲۴مه د افغانستان د هغه وخت د ملي امنیت رییس ضیا سراج ولسي جرګې ته په خبرو کې وویل، چې طالبان د کوچنیو ډرونونو په کارولو سره، چې په ازاد بازار کې موندل کیږي،پر افغان ځواکونو بریدونه کوي. هغه وویل، چې د ملي امنیت ریاست غواړي د خطرناکو کوچنیو ډرونونو واردات ودرول شي.
د ۲۰۲۱ کال د جنوري پر ۱۵مه په کندز کې د طالبانو دوو ډرون څرخکو د ۲۱۷ پامیر قول اردو پر هوايي ډګر برید وکړ، چې له امله یې د افغان ځواکونو یوې چورلکې ته زیان ورسېد. له دې وړاندې یې د ولایت پرمقام برید کړی و او د والي اتو ساتونکو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه.
د همدغه کال د مارچ پر اتمه د کندز ښار په کوته ګرد سیمه کې د طالبانو یوه سپینه سوداګریزه ډرون څرخکه را وغورځېده، چې د هاوان دوه مرمۍ پکې ځای پرځای شوې وې. دې څرخکې څلور وزرونه درلودل اوپر هر وزر یې دوه تېرېپلې لګیدلې وې.

د ۲۰۲۱ کال په مې کې وسله والو طالبانو په تخار کې د افغانستان د پارلمان پخوانی غړی او د محلي پاڅون کوونکو قوماندان پیرم قُل وواژه. د تخار د والي ویاند عبدالله قرلق رسنیو ته وویل، چې نوموړی د یوه ریموټ کنټرول ماین په چاودنه کې وژل شوی، خو وروسته د طالبانو سرچینو افشا کړه، چې پیرم قُل د ډرون څرخکې په برید کې وژل شوی و. دغه راز طالبانو په جولای میاشت کې د بلخ د پخواني والي عطامحمد نور پر کور ډرون برید وکړ، چې څلور تنه یې ټپیان کړل.
ددغو بریدونو هدف د طالبانو د مخالفو قوماندانانو وېرول ګڼل کېدل، چې د محلي پاڅون کوونکو ډلې یې رهبري کولې، خو دا د طالبانو په لیکو کې د وسلې په توګه د ډرون څرخکو د استعمال پیل ګڼل کیږي.
طالبانو له پاکستان سره په جګړه کې څه ډول ډرون الوتکې وکارولې؟
د طالبانو ۳۱۳ کنډک د دې ډلې د ځانمرګو بریدګرو تر ټولو مشهور کنډک و، چې حقاني شبکې یې مشري پرغاړه درلوده او د افغان حکومت او ناټو او امریکايي ځواکونو لپاره خورا خونړی ثابت شوی و. خو اوس داسې ښکاري چې دې ډلې د انساني ځانمرګو پرځای، ځانمرګو یا کامیکازي ډرونونو ته مخه کړې ده. کامیکاز چې یوه جاپاني کلیمه ده چې د ځان وژنې په پار کارول کیږي.
له ۲۰۲۱ کال وروسته طالبانو د نورو امریکايي وسلو ترڅنګ، یو شمېر سکن اېګل (ScanEagle) امریکايي ډرونونو ته لاسرسی وموند. دغه څارونکی ډرون ۵،۱ فوټه اوږدوالی او ۵،۶ فوټه وزرونه لري. وزن یې ۴۸،۵ پونډه دی او کولی شي تر ۷،۵ پونډه پورې توکي ولېږدوي. دغه بېپیلوټه الوتکې له ۲۴ ساعتونو زیاتې الوتلی شي، تر ۱۹،۵۰۰ فوټه پورې ارتفاع او په ساعت کې ۱۴۸ کیلومټره مزل کولای شي.
د طالبانو یوې سرچینې د ۲۰۲۵ کال په جولای کې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دوی ته له امریکایانو ګڼې څارونکې الوتکې پاتې شوې دي، چې شاوخوا یو متر اوږدوالی او په لکۍ کې یو څرخ لري. دا روښانه نه ده، چې دغه الوتکې یوازې څارونکی فعالیت لري او که برید هم کولای شي، خو کشفي ډرون الوتکې په ځینو حالتونو کې د بریدګرو ډرونونو په بڼه هم کارېدلی شي او دا ډېری د ډرون په ډول او تخنیکي وړتیا پورې اړه لري. ډېری کشفي ډرونونه د څارنې، انځور اخیستلو او معلوماتو راټولولو لپاره جوړ شوي وي، خو که د هغوی په سیستم کې بدلون راشي یا پرې اضافي وسایل نصب شي، نو ځینې وخت د برید لپاره هم کارېدلی شي.

د افغانستان د پخواني پوځ جنرال سمیع سادات وايي، چې د طالبانو د ډرونونو جوړښت چینایی دی او د جمهوریت په وخت کې چین یو شمېر دغه ډرونونه ملي امنیت ته د کشف لپاره ور کړي وو، چې اوس طالبان چاودېدونکي توکي پکې ځای پرځای کوي.
طالبان، چې د توغندیو او بمبار الوتکو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي او په هوايي ځواک کې یوازې څو ډوله چورلکې لري، له دښمن ځواک سره په جګړه کې له ډرون الوتکو پرته بل انتخاب نه لري، له همدې امله یې پر دې ټکنالوژۍ پانګونې ته مخه کړې ده.
د پاکستان پر ښاري سیمو د طالبانو ډېری کارېدلي ډرونونه ځانمرګې بې پیلوټه الوتکې دي، چې شاوخوا دوه متره تنه او له تنې اوږده وزرونه لري. دغه ډرونونه له دود نړیوالو بې پیلوټه الوتکو سره متفاوتې دي او تر اوسه هیڅ داسې نښه نه لیدل کیږي، چې طالبانو په خپلو بریدونو کې له سکن اېګل نه د بم د لېږد په برخه کې کار اخېستی وي.
یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبان خپلې ډرون الوتکې په کندهار، ننګرهار، پکتیا او پکتیکا کې پر ډیورنډ کرښه له پرتو سیمو توغوي، چې کوټې، پېښور، اسلام اباد اووزیرستان ته یې فاصله را کموي.
له ننګرهار نه تر کوهاټ پورې مستقیمه هوايي فاصله شاوخوا ۱۳۰ کیلومټره او تر اسلام اباد پورې تر دې یوڅه ډېره ده. د پاکستان هوايي ځواکونو په کندهار، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او کابل کې ډېری د طالبانو هغه پوځي مرکزونه په نښه کړي، چې د درندو وسلو د کارونې او ډرون الوتکو د ساتنې او الوزولو شک پرې کیږي.
د ډرون الوتکو لندن مېشتي کارپوه او د «سوارم ټروپرز: کوچني ډرونونه به څنګه پر نړۍ واک چلوي» کتاب لیکوال ډېوېډ هېمبلېنګ د طالبانو د ډرونونو په تړاو د افغانستان انټرنشنل څیړنیزې ډلې ته وویل، « داسې ښکاري چې دا بېپیلوټه الوتکې په محلي توګه جوړې شوې دي او ډېر احتمال لري چې له چینایي یا نورو وارداتي پرزو څخه کار پکې اخیستل شوی وي».
هېمبلینګ د ټکنالوژۍ، په ځانګړي ډول د پوځي ټکنالوژۍ او بېپیلوټه الوتکو (ډرونونو) شنونکی دی او په دې اړه لیکنې کوي. هغه د طالبانو د یو ډول ډرون په تړاو، چې دلته یې انځور اېښودل شوی او د فبروري پر ۲۷مه د خیبر پښتونخوا په نوښار او صوابۍ او د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې پرېوتي، وویل، چې دا د ایران له «شاهد-۱۰۱» ډرون سره ورته والی لري خو تر هغه کوچنی دی».

شاهد ۱۰۱ ډول ډرون۱۵۰۰ کیلومتره واټن وهلی شي او ویل کېږي چې د لویدیځ د چټک خوځند توغندويي سیسټم (M142 HIMARS) او ګڼ توغندي ویشتګره سیسټم (M270 MLRS)په نښه کولو وړتیا لري. خو په اسلام اباد او صوابۍ کې بریدونه ښيي چې د طالبانو ډرون تر شاهد ۱۰۱ لنډه فاصله طی کوي او تخریبي ځواک یې هم کم دی.
د ډېوېډ هېمبلېنګ په باور، په راتلونکي کې «طالبان ښايي ورته یوڅه جوړ کړای شي».
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د طالبانو د اوسني ډرونونو وزرونه له ترکیبي توکو (احتمالا کاربن فایبر) جوړ دي، انجن یې د عادي پسټوني بېپیلوټه الوتکو په څېر ښکاري او دا ډول جوړښت د نړۍ په کچه په کوچنیو ډرونونو کې ډېر عام دی.
کاربن فایبر په لږ وزن کې زیات میخانیکي مقاومت برابروي. دا ځانګړتیا د ډرونونو لپاره مهمه ده، ځکه سپک جوړښت د انرژۍ لګښت کموي او د الوتنې موده زیاتوي، په داسې حال کې چې ډېر کلکوالی د وزرونو د خرابېدو یا تاوېدو مخه نیسي. سربېره پر دې، ترکیبي مواد د ارتعاشاتو (vibrations) په کمولو کې هم رول لري، چې دا د الوتنې د ثبات او د سنسرونو د دقیق کار لپاره مهم دی.
پسټوني بېپیلوټه الوتکې د برېښنايي موټور پر ځای د موټرو او وړو الوتکو په څېر د تېلو په وسیله چلېدونکي پسټوني انجن لري. په دې ډول ډرونونو کې انجن د پسټونونو (Pistons) د حرکت له لارې ځواک تولیدوي او پروپیلر یا څرخ تاووي. دا ډول الوتکې اوږد واټن وهلی شي، په هوا کې د ډېر وخت لپاره پاتې کېدای شي او درانه وزنونه لېږدولی شي، خو په بدل کې یې غږ زیات وي او ساتنه یې یوڅه پېچلې ده.
هیمبلېنګ د طالبانو د کارېدلي ځانمرګي ډرون د جسامت په اړه وویل، « په اټکلي ډول، د وزرونو اوږدوالی یې شاوخوا ۲،۵ تر ۳ مترو پورې او اوږدوالی یې ۱،۵ تر دوو مترو پورې دی. دا ډول ډرونونه کولی شي شاوخوا ۳۰۰ کیلومتره یا تر دې زیات واټن ووهي، چې دا په ډیزاین، سونګ، هوا او بار پورې تړاو لري».
د «سوارم ټروپرز» د لیکوال په باور،بار (پېلوډ) یې ښايي شاوخوا ۵ کیلوګرامه وي. د دې ډرون چاودېدونکې خولۍ شاوخوا ۴۰ متره ساحه اغیزمنولی او ودانیو او وسایطو ته زیان رسولی شي. ټول وزن یې ښايي ۱۰ تر ۱۵ کیلوګرامه وي.
هغه ددې ډرون د کره ځانګړونو په اړه څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه، چې د ډیزاین ځانګړتیاوې یې پېژندویه دي: «د چینايي ډرون ډېر ډولونه په بازار کې شته، خو کېدای شي دا د نورو ډیزاینونو (په ځانګړي ډول چینایي او ترکي ډرونونو، یا شاهد ۱۰۱) پر بنسټ جوړ شوی یا بدلون ورکړل شوی وي».
د مارچ پر ۱۴مه شپه، چې پاکستاني الوتکو په کابل کې د روږدو د درملنې کوم مرکز په نښه کړی و، دا د پخواني فینکس کمپ په ساحه کې و. د پاکستان د پوځ ویاند ادعا وکړه، چې دوی دلته د ډرون الوتکو او مهماتو زیرمې په نښه کړې دي. د فینکس کمپ په اړه یو شمېر رپوټونه ورکړل شوي، چې ترڅنګ یې په بهیر مرکز کې طالبانو ډرون الوتکې جوړولې، خو د برید په ساحه کې تر دې دمه د ډرون الوتکې هیڅ ډول نښه یا پرزه نه ده موندل شوې.

ډېرو خلکو ته، چې د طالبانو پر ډرون ټکنالوژۍ له پوهېدو سره لېوالتیا لري، دا پوښتنه ذهن ته ورلویږي، چې طالبان دغه ډرون الوتکې په کوردننه جوړوي او که پرزې یې له نورو ځایونو یا ازاد بازار نه ترلاسه کوي؟
هیمبلېنګ په دې اړه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په محلي کچه د ټولو پرزو، په ځانګړي ډول د الکترونیکي برخو لکه د الوتنې کنټرول سیستم یا انجن جوړول ستونزمن کار دی. په دې برخه کې د روسیې په څېر هېواد هم د خپلو ډرونونو ډېری پرزې واردوي، خو دا پرزې په اسانه ډول انلاین ترلاسه کېدای شي.
د طالبانو د ملي پراختیا په شرکت کې یوې سرچینې له نومښودنې پرته افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د دې ډلې د ډرون څرخکو یو ۱۳ کسیز کارپوه ټیم، چې د کابل پلتخنیک او کابل پوهنتون د انجنیري محصلان هم پکې شامل دي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې د ډرون څرخکو د بڼې په بدلولو کار کوي او اوس ددې جوګه شوی، چې په کوردننه د پرزو په واردولو سره د ځانمرګو ډرون الوتکو ځینې ډولونه جوړ کړي.
پر دغه ۱۳ کسیز ټیم سربېره د افغانستان د ملي امنیت د یو شمېر پخوانیو کارکوونکو په اړه هم ویل کیږي، چې د ډرون په جوړولو کې له طالبانو سره همکاري کوي.
د پوځ پخواني جنرال سمیع سادات افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دغه تخنیکي کارکوونکي پخوا د اختراع په مرکز کې بوخت وو، چې شمېر یې شاوخوا ۱۷ تنو ته رسېده. د هغه په وینا، «طالبانو اوس د هغوی یو شمېر کسان بېرته په کار ګومارلي دي».
د سرچینې په وینا، د ډرون الوتکو لپاره، دوی تر ډېره هغه وسایل کاروي چې په ازاد بازار کې د تجارتي استعمال لپاره موندل کېږي. په دغو پرزو کې ډېری برېښنايي کنټرولي سیستمونه، د انرژۍ سرچینې، فلایټ کنټرول بورډ، د الوتنې د ثبات وسایل لکه جایروسکوپ، د خطي حرکت او سرعت کچې لپاره اکسیلروومیټر، جي پي اېس او نور تخنیکي اجزا شامل دي.
سمیع سادات چې د ډرون الوتکو د یوه ټیم له غړو سره د ۲۰۲۱ کال تر پایه په اړیکه کې و، افغانستان انټرنشنل ته وویل، « طالبان درې کاله کیږي، چې چین ته پلاوي استوي چې کشفي او نور ډرونونه ور کړي، خو چینایان پلمه ورته کوي. له روسیې نه یې هم غوښتي، خو هغوی هم نه دي ور کړي». د نوموړي له نظره، د طالبانو د ډرون الوتکو پروګرام ډېر ابتدايي دی ځکه د تخنیکي پوهې ترڅنګ د ټکنالوژي واردولو ته اړتیا لري او دا کار سملاسي طالبانو ته اسانه نه دی.

د شنونکو په باور، د طالبانو د ډرون د باډۍ یوځای کول او عمومي ډیزاین ښايي د ځایي انجنیرانو کار وي او دا کار یو وړ ټیم او د پوهنتون فارغان کولی شي. هیمبلېنګ په دې اړه وویل، « دقیق ویل سخت دي، خو دا ډول موندنې ښيي چې طالبان اوس کولی شي اغیزناک اوږد واټنه ډرونونه جوړ یا راټول او برابر کړي. د نورو ورته ډلو (لکه حوثیانو په څېر به)، هغوی ورو ورو لا پیاوړي شي او ښايي په راتلونکو کلونو کې لوی، اوږد واټنه او ډېر بار وړونکي ډرونونه هم جوړ کړي.
ټي ټي پي د ډرون ټکنالوژۍ په لټه کې
د ۲۰۲۵ کال په جولای کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ټي ټي پي او د حافظ ګل بهادر ډله، چې په پاکستان کې په وسله والو جګړو کې ښکیلې دي، د سوداګریزو ډرون څرخکو د پېرلو په لټه کې دي.
دریو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د ټي ټي پي اړوند ځینې سیمهییز همکاران په کابل او یو شمېر نورو ښارونو کې په هغو شرکتونو پسې ګرځېدل، چې چینايي تجارتي ډرونونه، یا کواډکوپترونه، واردوي یا یې انلاین پېرلی شي.
ددغو ډلو دویم ګام دا و، چې د تخنیکي کسانو په مرسته دا ساده ډرونونه داسې تعدیل کړي، چې بم یا مرمۍ وغورځولی شي.
یوې سرچینې، چې له دغو کسانو سره یې لیدلي وو، وویل، « دوی غواړي داسې ډرونونه عیار کړي، چې په لومړي ګام کې څار وکړای شي او په دویم ګام کې لږ تر لږه تر ۱۰ کیلومترو یا تر دې لرې هدف ته بمونه ورسولی شي. د دې لپاره باید د ډرون تخنیکي برخې، لکه بېټرۍ او کمرې بدلې شي».
دا هڅې د ټي ټي پي په تشکیلاتو کې د هوايي ځواک څانګو له پرانېستلو سره هممهاله پیل شوې، چې د ډرون څرخکو ( کواډکوپټرو) ټېکنالوژۍ پر ترلاسه کولو تمرکز لري.
د ۲۰۲۵ کال د جولای پر ۱۹مه د بنو ولسوالۍ د میریان امنیتي حوزې په حدودو کې پولیسو د هاوان هغه مرمۍ رسنیزې کړې، چې ټي ټي پي غوښتل پر امنیتي حوزه یې وکاروي.وروسته د پاکستان حکومت د خیبر پښتونخوا پولیسو ته د ډرون ضد وسلې ورکړې، خو له دې سره سره د ټي ټي پي او ګل بهادر د جنګیالیو په لیکو کې د ډرون د کارولو پېښې لاهم ډېرې دي.
د ټي ټي پي سوداګریز کواډکاپټرونه پرمختللی سیسټم نه لري، یوازې د ورځې برید کولای شي او زر کشف کېدای او له منځه وړل کېدای شي.خو افغانستان انټرنشنل ته سرچینو ویلي، چې جنګیالي هڅه کوي پرمختللي ډرونونه ومومي او د حرارتي کمرو او انجن د بدلولو له لارې د شپې له خوا اهداف او د دښمن حرکات وڅارلای شي.
د شنونکو په باور، د امریکايي پرمختللو وسلو ترڅنګ ډرون ټکنالوژۍ ته د ټي ټي پي او نورو پاکستاني وسله والو ډلو لاسرسي پاکستاني چارواکي دې ته اړ اېستل، چې افغان طالبان تر پوځي فشار لاندې راولي. دا چې د ټي ټي او افغان طالبانو ترمنځ د ډرون الوتکو په برخه کې کومه همکاري شته او که نه، د پوځي او امنیتي چارو شنونکي سمیع سادات افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې « لږترلږه د ډرون الوتکو په برخه کې دغسې همکاري نشته، خو د طالبانو په مرسته سوداګریز ډرونونه پېري، چې بیا خپله چاودېدونکي توکي پکې ځای پرځای کوي».

د مارچ پر اتلسمه د پاکستان حکومتي سرچینو اعلان وکړ، چې دوی پر افغانستان خپل بریدونه د مارچ تر ۲۴مې نېټې د لنډ وخت لپاره ځنډوي، خو خبرداری یې ورکړ، چې که پاکستان ته کومه ډرون الوتکه ورشي، یا هلته کومه ترهګریزه پېښه وشي، بریدونه به بېرته پیل کړي.
د پاکستان د حکومت په رسمي اعلامیه کې د ډرون دغه یادونه ښيي، چې اسلام اباد د طالبانو له ډرون الوتکو اندېښمن دی او په دې لټه کې دی، چې د دغو الوتکو د جوړولو مرکزونه په نښه کړي.
خو ایا د ډرون الوتکو د ودانیو په نښه کول د پاکستان لپاره ګټه درلودای شي؟
هیمبلېنګ ددې پوښتنې په ځواب کې وویل، « د لویو تاسیساتو په نښه کول به د ډرون جوړولو هڅې شاته وغورځوي، خو دا کارونه ښايي په کوچنیو، خپرو ورکشاپونو او ګاراجونو کې ترسره شي او بشپړ مخنیوی یې ډېر ستونزمن دی».
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، چې امنیتي ځواکونو یې په هرات، کندوز، فراه، بلخ او سمنګان ولایتونو کې د جلا جلا عملیاتو پر مهال ۲۰ تنه د وسایطو، موبایلونو او مالونو د غلا په تړاو نیولي دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د هرات ولایت د امنیې قوماندانۍ ځواکونو د جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې ۱۲ تنه د وسایطو او موبایلونو د غلا په تړاو د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې نیولي دي.
همدارنګه، د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په کندوز ولایت کې د خاناباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۳ تنه د یوه موټر د غلا او ۱ تن د یو موټرسایکل د غلا په تړاو نیولي دي.
سرچینه زیاتوي چې په فراه ولایت کې ۲ تنه د څلورو پسونو د غلا په تړاو نیول شوي، او ۲ تنه نور په بلخ او سمنګان ولایتونو کې هم د غلا په قضیو کې د لاس لرلو په تور نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویلي، یاد کسان به له لومړیو څېړنو وروسته عدلیي ورګانونو ته وسپاري.
طالب چارواکي وایي چې د تورخم دروازې له پرانستلو سره یې، د ننګرهار په عمري کمپ کې د افغان کډوالو د هر اړخیز خدمت لپاره چمتووالی نیولی دی.
د ننګرهار د رسنیو دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، تورخم دروازه د راستنېدونکو هېوادوالو پرمخ بېرته پرانیستل شوې او په همدې تړاو په عمري کمپ کې د هغوی د هر ډول اسانتیاوو لپاره لازم چمتووالی نیول شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، په ننګرهار کې د طالبانو والي ملا محمد نعيم اخند، مسولینو ته سپارښتنه کړې چې د راستنېدونکو هېوادوالو ستونزې پر وخت حل کړي او ورته غوره خدمتونه وړاندې کړي.
چارواکو ټینګار کړی چې د راستنېدونکو کډوالو د منظم تنظیم، استوګنې، او لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره لازم تدابیر نیول شوي، څو هغوی وکولای شي په اسانه توګه خپلو سیمو ته ستانه شي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) ویلي چې د شدیدې غذایي کمزورۍ له امله په ۲۰۲۵ کال کې ۶۱۰ زره ماشومان درملنه شوي، او د ۲۰۲۶ کال هدف دا دی چې ۱.۳ میلیون ماشومانو ته عاجلې غذایي مرستې ورسول شي.
یونیسف په خپل ایکس د یوې افغانې مېرمن خبرې خپرې کړي چې د خپلې لور حنیه په اړه وایي: «هغې ډېره کمزوره وه مخکې. اوس ډېر خواړه خوري او زیات ځواک لري،» حنیه د شدیدې غذایي کمزورۍ څخه رغېدلې ده.
یونیسف ټینګار کوي چې د ماشومانو ژوند ژغورنه او د غذایي کمزورۍ کمول د افغانستان د راتلونکي نسل روغتیا او سوکالۍ لپاره حیاتي اهمیت لري.
یو نیسف د ایکس په ړغه پوسټ کې ویلي، د ادارې هدف دا دی چې په ۲۰۲۶ کال کې د ۱.۳ میلیون ماشومانو لپاره بېړنۍ غذایي مرستې برابرې کړي، څو د هغوی روغتیا او ځواکمن پرمختګ تضمین شي.
د پېښور پوهنتون په تالار کې د اسپایر ادارې لهخوا د پاکستان او افغانستان د امن جرګې پرانیسته وشوه، چې په کې شاوخوا ۶۰ استازي، له سیاسي ګوندونو، مدني فعالانو او علماوو ګډون کړی دی. د جرګې هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د روانې شخړې حل او د سولهییزو خبرو پیل کول دي.
د جرګې تنظیموونکی ارباب شهزاد د افغانستان انټرنشنل پښتو همکار رفعت الله اورکزي ته وویل: «د روانې جګړې له امله دواړو خواوو ته مرګژوبله او زیانونه اوښتي دي.»
هغه زیاته کړه: «پاکستان او افغانستان تر منځ ځانګړی تړون شته، زمونږ دود، دستور او مذهب یو دی. موږ نه شو کولی اوږدې جګړې وزغمو، له همدې امله موږ د دواړو هېوادونو تر منځ د سولې لپاره دا امن جرګه راوغوښته.»
ښاغلي شهزاد وویل، جګړه د حل لار نه ده. موږ یو بل سره پیژنو او په جرګه کې هڅه کوو چې داسې وړاندیزونه وړاندې شي چې روانې شخړې ته د پای ټکی کېښودل شي.
نوموړي زیاته کړه: «ستونزې په یوه ناسته نه حل کیږي، موږ به له جرګې وروسته بیا سره کینو او د امن لپاره به دوامداره هڅې وکړو.»
دا جرګه په داسې وخت کې ترسره کیږي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري او د تګ راتګ لارې د تیر کال د اکتوبر راهیسې تړل شوې دي. د جرګې پریکړې به وروسته د دواړو هېوادونو حکومتونو ته وړاندې او د عملي کولو لپاره سپارل کیږي.