• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اسلامي مرستو سازمان د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اوربند د غځولو غوښتنه وکړه

۱۱ وری ۱۴۰۵ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۶، ۰۱:۲۸ GMT+۱

د اسلامي مرستو سازمان خبرداری ورکړ، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو له امله د افغانستان په ختیځ کې زرګونه کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې او خوړو او سرپناه ته بېړنۍ اړتیا لري. دغه خیریه بنسټ د کړکېچ د کمولو او د دواړو لوریو ترمنځ د اوربند د غځولو غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې د اسلامي مرستو د سازمان رییس محمد ذوالقرنین عباس وايي: «د ماشومانو او سپین ږیرو په ګډون ډېرې کورنۍ شپې تر شنه اسمان لاندې تېروي».
دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې د ننګرهار او کونړ له بېلابېلو کلیو څخه ګڼ شمېر کورنۍ امنو سیمو ته کډه شوې دي. همدا راز ډېری خلک بیا په راروانو ورځو کې د جګړې له سختېدو څخه وېره لري.
یاد شوي سازمان څرګنده کړې، چې دغو نښتو په افغانستان کې ناوړه بشري وضعیت نور هم خراب کړی دی، هغه وضعیت چې تر دې وړاندې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د پراخې راستنېدنې له امله له کړکېچ سره مخ و.

ترویج لرونکی

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

۲

حامد کرزي د افغان کرکټ په ځلولو کې د شاپور ځدراڼ رول نه هېرېدونکی بللی

۳

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ

۴

کرېکټ بورډ او افغان لوبغاړو د افغانستان د کرېکټ په پرمختګ کې د شاپور رول مهم یاد کړی

۵

د هرمز تنګي کړکېچ؛ سنټکام د ایران پر ضد د بریدونو د پیل خبر ورکړی

•
•
•

نور کیسې

د ترکيې په شرناک ښار کې ۲۴ افغان کډوال نیول شوي دي

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۲۰:۵۵ GMT+۱
د ترکيې په شرناک ښار کې ۲۴ افغان کډوال نیول شوي دي
100%

د ترکیې پولیسو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د شرناک ښار په انداچ کلي کې یې د یو لړ عملیاتو پر مهال ۲۴ افغان کډوال چې په ناقانونه توګه هلته مېشت وو، نیولي دي. پولیسو همداراز درې تنه د دغو کډوالو د قاچاق او لېږد په تور نیولي او عدلي ارګانونو ته یې سپارلي دي.

تورن کسان له اداري او قضايي پړاوونو تر تېرېدو وروسته زندان ته لېږدول شوي دي او د ترکيې پوليسو ويلي، چې د نورو شپږو شکمنو کسانو د نيولو لپاره لا هم عمليات روان دي.

افغان کډوال هم د اداري بهير تر بشپړېدو وروسته د بېرته ستنېدو مرکزونو ته لېږدول شوي، څو افغانستان ته واستول شي.

یاده دې وي، چې افغانان په ترکيه کې د نيول شويو کډوالو په نوملړ کې لومړی ځای لري. د دې هېواد پوليسو په تېرو درېيو مياشتو کې شاوخوا ۸ زره افغان کډوال نيولي دي.

د ترکيې د کورنيو چارو وزارت مخکې ويلي وو، چې د ناقانونه کډوالو د پېژندنې، نيولو او اېستلو عمليات به د هېواد په کچه دوام ولري.

په کابل کې متقاعدینو یوځل بیا د خپلو حقونو لپاره لاریون کړی

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۱۲ GMT+۱
په کابل کې متقاعدینو یوځل بیا د خپلو حقونو لپاره لاریون کړی
100%

په کابل کې یو شمیر افغان متقاعدینو د خپلو معاشونو په تړاو یوځل بیا اعتراض او لاریون کړی. ‏تېر کال طالبانو اعلان وکړ چې د زمري له دویمې څخه به د دولتي ادارو د متقاعدانو د معاشونو ورکول بیا پیل شي خو متقاعدین وايي، نږدې ۷میاشتې تېرې شوې او دغه ژمنه لا هم بشپړه نه ده عملي شوې.

یو شمیر افغان متقاعدینو نن دوشنبه، د وري پر لسمه، په کابل کې د تقاعد ریاست مخې ته راټول شوي وو او د طالبانو پر مشرتابه یې غږ وکړ، چې نور دې دوی نه ځوروي.

په تېرو څلورو کلونو کې متقاعدین په وار، وار د تقاعد حق اخیستلو لپاره د کابل د تقاعد ریاست مخې ته راغونډ شوي، چې خپل هغه حق ترلاسه کړي چې د ماموريت پر مهال به يې له تنخوا څخه د دولت خزانې ته ورکاوه.

د طالبانو حکومت بیا ویلي، چې متقاعدین باید د خپلو حقونو د ثابتولو لپاره ځانګړې محکمې ته مراجعه وکړي.

د طالبانو د مالیې وزارت ویلي و، چې د دغې ډلې د مشر ملاهبت الله د فرمان پر بنسټ د ټاکل شويو اصولو له مخې متقاعدینو ته د تقاعد حقونو د ورکولو پرېکړه شوې ده، خو متقاعدین نیوکه کوي، چې اړوندې ادارې دغه امر نه مني.

د ۱۴۰۳کال د مرغومي په لومړۍ نېټه د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده د متقاعدینو د حقونو د څېړلو لپاره د ځانګړو محکمو د جوړولو امر وکړ، خو اوس د اعتراض کوونکو لویه نیوکه دا ده چې د ټیټې کچې طالبان او مامورین دغه فرمان نه پلی کوي.

والدای د خبرو اترو مرکز: په ترمذ کنفرانس کې د افغانستان امنیتي وضعیت او بدلونونه څېړل کېږي

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۱۸ GMT+۱
والدای د خبرو اترو مرکز: په ترمذ کنفرانس کې د افغانستان امنیتي وضعیت او بدلونونه څېړل کېږي
100%

والدای د خبرو اترو مرکز وایي، چې د روسیې او ازبکستان چارواکي په یو دوه ورځني ګډ کنفرانس کې، چې د وري میاشتې پر ۱۰ او ۱۱نېټو په ترمذ ښار کې کېږي، د افغانستان وضعیت او د هغه د امنیتي اغېزو، سیمه‌ییزو همکاريو او ستراتیژیکو بدلونونو په اړه مشورې کوي.

دغه دوه ورځنی کنفرانس د «والدای» د خبرو اترو مرکز او د ازبکستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انستیتوت په کوربه توب جوړیږي، چې د دواړو هېوادونو ګڼ شمېر حکومتي چارواکي او کارپوهان به پکې ګډون ولري.

په ګډونوالو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال میخاییل ګالوزین، د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت سلاکار شوهرات یګیتال‌یف او د دواړو هېوادونو سفیران شامل دي.

د کنفرانس د جوړوونکو په وینا، دا غونډه د دوه هېوادونو د سیاسي او علمي استازو ترمنځ د نظرونو د تبادلې لپاره دودیزه بڼه لري.

په ترمذ ښار کې د دې غونډې د ترسره کولو موخه دا ده، چې یاد ښار له افغانستان سره نږدې او د «دوستۍ» د پل په څېر مهم ځای کې موقعیت لري.

د کنفرانس د بحث وړ مواردو په تړاو ویل شوي چې روسیه او ازبکستان دواړه له افغانستان سره په اقتصادي او امنیتي چارو کې د رغنده تعامل لپاره لېواله دي او په ځانګړې توګه په سویلي او ختیزې اسیا کې د ثبات ټینګښت ته ارزښت ورکوي.

سربېره پر امنیتي موضوعاتو، په دې غونډه کې د «شمال–جنوب» ټرانزیټي دهلېز پراختیا، کډوالي، اقلیمي بدلونونه، د اوبو سرچینې او د اقتصاد ډیجیټلي کول هم د بحث اړوند نور ټکي ګڼل شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې اریانا افغان شرکت د کابل او اسلام اباد ترمنځ الوتنې زیاتوي

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۰۴ GMT+۱
د طالبانو تر واک لاندې اریانا افغان شرکت د کابل او اسلام اباد ترمنځ الوتنې زیاتوي
100%

د طالبانو تر واک لاندې اریانا افغان هوایي شرکت وایي، چې دوی به د مساپرو غوښتنو او اړتياوو ته په کتو راتلونکې اونۍ د کابل او اسلام‌ اباد ترمنځ خپلې الوتنې زياتې کړي. له دې وړاندې هره يکشنبه او پنجشنبه له کابل څخه اسلام اباد ته دوې الوتنې کېدې.

د اریانا- افغان هوايي شرکت رسنیز دفتر نن دوشنبه، د وري پر۱۰مه ویلي، چې له راتلونکې اونۍ څخه به د کابل – اسلام اباد ترمنځ الوتنې په اونۍ کې دریو ته لوړې شي.

اریانا - افغان هوايي شرکت په داسې حال کې دا پرېکړه کوي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ځمکنۍ لارې د دواړو خواوو د شخړو له امله له څو میاشتو راهیسې تړلې پاتې دي.

طالبانو په کابل کې د پټرول، ګاز او ډیزلو نوې بیې وټاکلې

۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۲۲ GMT+۱
 طالبانو په کابل کې د پټرول، ګاز او ډیزلو نوې بیې وټاکلې
100%

د طالبانو د لومړنیو توکو د بیو د کنټرول او احتکار مخنیوي کمیسیون د سون‌توکو لپاره نوې بیې ټاکلې دي. د بیو د نوې پاڼې له مخې، د یو لیټر ۹۲ پټرول بیه ۶۷ افغانۍ، د یو لیټر ډیزلو بیه ۶۵ افغانۍ او د یو کیلو ګرامه مایع ګاز بیه ۵۶ افغانۍ ټاکل شوې ده.

د یاد کمیسیون په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه بیې د اړوندو ادارو، د سوداګرۍ او پانګونې خونې، د کسبکارانو استازو، او د تېلو او ګازو د اتحادیې له معلوماتو او ارزونو وروسته ټاکل شوې دي.

د بیو د نوې پاڼې له مخې، د یو لیټر ۹۲ پټرول بیه ۶۷ افغانۍ، د یو لیټر ډیزلو بیه۶۵ افغانۍ او د یو کیلو ګرامه مایع ګاز بیه۵۶ افغانۍ ټاکل شوې ده.

کابل ښاروالۍ ټینګار کړی چې دا بیې نافذې دي او ټول هټیوال او اړوند کاروباریان مکلف دي چې عملي یې کړي.

د خبرپاڼې له مخې، د سرغړونې په صورت کې به له سرغړوونکو سره قانوني چلند وشي.

ښاروالۍ له کابل ښاریانو غوښتي چې د هر ډول سرغړونې په صورت کې د مارکیټونو د تنظیم ریاست ته مراجعه وکړي او یا له ورکړل شویو شمېرو سره اړیکه ونیسي.